مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د فساد پر سر د خیر او شر جګړه

پوهنمل حاجي محمد نوزادي

 

د فساد پر سر د خیر او شر جګړه 

       د څو ورځو د پاره یونان ته په سفر تللی وم اود نورو بوختیاوو له امله مي رسنیو ته لاسرسۍ کم وو . د اګسټ د لسمی نیټې ماښام وو ، کمپیوټر مي پرانیست او یو شمیر افغاني بريښناپاڼو ته می سر وواهه . د ورځي غټ خبرونه د ښاغلي ډاکتر عبدالله ( ع ) تندي نیوکي وی چي د ښاغلي ډاکتر اشرف غني ( غ ) په ادرس یې باد ته ور کړي وې . د نیوکو غوښینه برخه پر دې خبرو را ګرځیدل چي ګویا ( ع ) ته د ( غ ) لخوا پوره پاملرنه کیږی ، د وروستیو چوکیو په ویش کي يې برخه سپکه ده او . . . . ، پدي توګه دی ندی توانیدلي چي خپلو نازولو انډیوالانو د دوي د خوښي وړ امتیازونه ورسوي . ځکه نو د هغوي له لوري نیوکي ور باندي کیږي چي د خپلو ژمنو په تر سره کولو کي پاته راغلي دي . ښاغلي ( ع ) پر ( غ ) باندي د نیوکو او ګیلو سره جوخت اړین تهدیدونه هم له یاده نه وه ایستلي .
      د څو شیبو د پاره د چرتونو په سیلاب کي لاهو سوم . پداسی حال کي چي د هیواد تر نیمی زیاته برخه د جبهه ای جنګ په اور کي سوزي ، د هلمند پشان ستر ستراتیژیک ولایتونه محاصره او دلاسه وتلو د ګواښ سره مخامخ دي ، اولسوالی یو په بل پسی د لاسه وځي او د هیواد پاته نیمه برخه د خطر لومړی کرښه ده . ددې اور ښامار هره ورځ د وطنوالو په سلګونو ککری خوري او په زرګونو هیوادوال له خپلو کورونو څخه بیځایه کیږي . خو د هیواد د سیاسی مشرانو تر منځ بیا جنګ پر سرَه غَله دي . ددغو تپل سوو مشرانو تر منځ سړې جګړې او د ګټورو چوکیو د  تر لاسه کولو پرسر ناندریو چي د ناپاکو امتیازونو سرچینه ده ، په ګرمه جګړه کي د سرتیرو پر مورال خورا ناوړه اغیز ښندلی دي او پایله به یې ډیر ژر برملا سي .
      وایي څښتن تعلي چي خپلو بنده ګانو ته په قهر سي نو بیکاره مشران ور باندی واکمنوي . پاکه ربه ! دا د کومي ګناه له مخي موږ ته دومره درنه او د لسیزو اوږده سزا راکوې ؟ ته خو یوازي قهار نه یې بلکه رحیم اوغفور هم یې ، د رحم او بخښني د دُعا لپي مو درته پورته کړیدي . له کړو ګناهونو مو را تیر سه او له بې کفایته مشرانو څخه مو و ژغوره !
       ځمکه هغه سوزي چي اور پرې بل وي . که څه هم ددغو ناوړو مشرانو ، د هغوي د مرستیالانو ، سلاکارانو ، وزیرانو ، والیانو ، ویاندانو ، د ویاندانو د مرستیالانو او نورو ور سره تړلو کسانو څخه د هیڅ بچی هم نه یوازي داچي د جنګي جبهو د سرتیرو په ډله کي نسته بلکه په بهر کي ارام او بیغمه ژوند لري . خو په دې دي پوه سي هغه ورځ لیري نده چي دا اور به اخر ددوي تر کوره هم ور ورسیږي ، که لمبه ورنغله نو دود به یې خامخا مرۍ ور وسوزوي ، مظلوم لاسونه به یې د ظلم ګریوان څیري او بیا به پښیماني هیڅ ګټه هم ورته ونکړي .
دلته ټول مظلوم لاسونه
هلته ټول ظالم مغزونه
که ظالم پرې نن لاسبر دي
 خو دا جنګ دخیر او شردی
د کوترو سیل به پاڅي
پر ښکاریانو به و ناڅي
اخر وینو کي به رغړي 
دا د شر فساد ښاغلي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery