مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

هغه کارونه چي اسلام پرې ولاړ دی

مولوي عصمت الله عزام

 

بسم  الله الرحمن  الرحيم

الحمد لله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد :

بسم الله الرحمان الرحيم

نحمده و نصلي علی رسوله الکريم امابعد :

هغه کارونه چي اسلام پرې ولاړ دی او د اسلام ارکان دي پنځه دي . 

موږ بايد خپل اعمال په دغو پنځو ستنو په درولو سره محکم کړو .

په دې زمانه کي چي د ديني احکامو په اړه د خلگو سُستي څومره زياته شوې، هر چا ته معلومېږي، تر دې چي تر ايمان وروسته تر ټولو مُهم عبادت لمونځ دی، د قيامت په ورځ به هم تر ټولو وړاندي د لمانځه په هکله پوښتنه کېږي .

د دغه مُهم عبادت په  اړه همدا راز د اسلام د نورو ارکانو : زکات، حج او د رمضان د روژې په هکله هم  له ناغېړۍ او سُستۍ څخه کار اخيستل کېږي .

دا په داسي حال کي چي پکار خو دا ده چي په دې اړه له هر ډول سُستۍ څخه په کلکه ځانونه وژغورو .

هغه پنځه شيان دا دي :

وعن ابن عمر رضي الله عنهما ، قَالَ : قال رَسُول اللهِ - صلى الله عليه وسلم - : (( بُنِيَ الإسْلامُ عَلَى خَمْسٍ : شَهَادَةِ أنْ لاَ إلهَ إلاَّ اللهُ ، وَأنَّ مُحَمَّداً رَسُولُ اللهِ ، وَإِقَامِ الصَّلاَةِ ، وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ ، وَحَجِّ البَيْتِ ، وَصَوْمِ رَمَضَانَ )) متفقٌ عَلَيهِ .

ژباړه : له حضرت عبدالله  بن عمر – رضی الله عنهما – څخه روايت دی چي رسول الله - صلی الله عليه وسلم - وفرمايل : اسلام پر پر پنځو ( شيانو ) جوړ شوی دی، ( تر ټولو لومړۍ :) د دې خبري شاهدي ور کول چي له الله – تعالی – پرته څوک د عبادت وړ نشته او محمد – صلی الله عليه وسلم - پېغمبر دی .

 ( ۲ ) د لمانځه قائمول .

( ۳ )  د زکوة ادا کول .

( ۴ )حج کول .

( ۵ ) او د رمضان روژې نيول !!

( بخاري او مسلم )

په دې حديث کي د اسلام د ستنو او د هغو سترو شيانو يادونه شوې چي اسلام پرې ولاړ دی .

دا هغه ستني دي چي اسلام پرې ولاړ دی، له دې پرته نور دين د دې بناء او تعمير مکملات دي او معلومه خبره ده چي په تعمير کي هغه وخت استوگنه ښه خوند کوي، همدا راز تعمير ښائسته وي او

انسان پکي ډېر خوشحال وي، کله چي پوره وي .

څومره چي تعمير پوره وي، هغومره پکي انسان ډېر نېکمرغه وي .

همدا راز اسلام هم دی، کله چي يې څوک دغه پنځه ارکان او بناوي عملي کړي، نو اسلام موجود شو، نور د اسلام تعمير به هغه وخت چا بشپړ کړی وي، کله چي يې په ټول اسلام عمل کړی وي .

رسول الله - صلی الله عليه وسلم - په دې مبارک حديث کي د اسلام تشبيه د يوې خېمې سره  ور کړې ده، چي په پنځو  ستنو ولاړ وي، د شهادت کلمه د خېمې د منځني لکړي په څېر ده، چي له هغه پرته خېمه درېدای نه شي .

پاته څلور ارکان يې د خېمې د هغو څلورو لکړو په څېر دي چي  د خېمې څلورو خواوو ته ولاړ وي .

که منځنۍ لکړه نه وي، نو خېمه نه شي درېدلای، خو که دا موجوده وي او د څلورو خواوو له  لکړو څخه کومه يوه نه وي، نو خېمه خ虈 به يدرېږي، خو د کوم طرف لکړه چي نه وي، هغه طرف به راغورزېدلی او ناقص وي .

له حديث څخه يوه دا فائده معلومېږي چي له ايمان پȱته ع؈ادت معتبر نه دی .

بله فائده دا معلومېږي چي د لمانځه له اداء کولو، د زکوة له ور کولو، د حج له اداء کولو ( څوک چي يې وس ولري ) او د رمضان د روژې له نيولو پرته څوک پوره مسلمان نه شي جوړېدلای .

خ䙈 د دې حديث دإ مطلب نه دی چي فرائض په دې پنځو کي حصر دي او له دې پرته نور نشته، بلکي له دې پرته نور هم شته . 

نو په دې اړه بايد له هر ډول  سُستۍ او ناغېړۍ څخه په کلکه ځان وژغورل شي، څو د اسلام پنځه اساسي خبري عملي شي .

و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery