مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اسلام اباد باید په ریښتیني توګه ګوښه شي

سرلوڅ مرادزی

 د دې لپاره چې د اسلام اباد واکمن، سیمې او په تېره بیا افغانستان او هندوستان ته د ترهګرو جوپو له استولو راوګرځول شي، د بېلا بېلو لارو او نورو اقداماتو ترڅنګ، ښای یوه لار دا وي چې نوموړی ترهګر دولت په سیمه او نړۍ کې ګوښه او وغندل شي. په لویدیځو هېوادو کې یوازې امریکا کله ناکله په رسنیو کې د اسلام اباد د ګوښه توب خبره راپورته کوي، خوهغه هم زیات وخت یوازې خبرې دي او د افغانستان، هند او د سیمې د نورو قهرېدلو ولسونو د ارامولو لپاره کیږي چې عملي اړخ نه لري او هیڅکله د اسلام اباد په وړاندې د ګوښه توب د ریښتینو اقداماتو په توګه نه شي شمېرل کېدای!
اسلام اباد د ترهګرو په استولو، دهرې ورځې په تېرېدو سره نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټولې سیمې او نړۍ امنیت ته سترګواښ او خطر دی. اسلام اباد د القاعده او نورو ترهګرو سربېره، نن د داعش د خونړۍ ډلې کوربه هم دی چې د سیمې ټول ولسونه يي په اندیښنه کې اچولي.
د داعش په اړه ویل کیږي چې هغه به له پاکستان څخه افغانستان، تاجیکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغستان، روسيي، چین او هند ته استول کیږي او دا ټوله سیمه به ناارامیږي. د امریکا په ټولټاکنو کې د جمهوریپالو نوماند ډونالډ ټرومپ پر دیموکراتانو، ولسمشر اوباما او ټاکنو ته د د یموکرات ګوند نوماندې، هیلیري کلینټن چې لږ مهال وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیره وه، تورپورې کړ چې داعش ډله د دوی په لارښووڼه او ملاتړ رامنځته شوېده. که داسې څرګندونې یوازې د ټاکنو په مهال او یا په ټاکنو کې د سیال د ماتې لپاره هم کیږي، خو بابېزه نه شي ګڼل کېدای. څو چې باد نه وي پاڼې نه خوځیږي!
په دې اړه هم د اسلام اباد او امریکا ترمنځ اړیکو ته، د سیمې ولسونه د شک په سترګه ګوري او څو چې د امریکا لخوا د اسلام اباد په وړاندې د ترهګرو د ملاتړ په درولو او له منځته وړلو کې غوڅ اقدامات ونه کتل شي، سخته به وي چې افغانان او د سیمې نور ولسونه يوازې د امریکا په خبرو باور وکړي.
بلخوا اسلام اباد د پاکستان له لارې د افغانستان او هند ترمنځ په سوداګرۍ کې له خنډ سره سره، د سهیلي اسیا او مرکزي اسیا د ولسونو او دولتونو ترمنځ چې د افغانستان له لارې د اومو توکو، انرژۍ او پخوکالیو راکړې ورکړې ته لیواله دي، په ښو او روغو اړیکو کې ستر خنډ دی!
که سیمه کې د اسلام اباد جګړه یز سیاست چې د ملیتاریستي اندیښنو او موخو لپاره ترسره کیږي او د ترهګرو په مټ مخته وړل کیږي نه وای، نن به د سیمې د هېوادو ترمنځ د TAPA او هغې ته ورته پروژو پلې کېدا پیل شوی وای.
په ټولنیز ډګر کې هم اسلام اباد د سیمې د ولسونو ترمنځ د دوستۍ او ورورګلوۍ پرځای کرکې، بېلتون او دوښمنۍ ته لمن وهي او د سیمې لپاره د شخړو، جګړو او ټکرونو ټاټوبی او زیرمه ده!
د اسلام اباد په داسې جګړه یز او تروریستی دریځ سره، که امریکا او لویدیځ غواړی په سیمه کې پاتې شی او د سیمې د ولسونو او هېوادو سره ښې اړیکې ټینګې او هغه وپالی، باید د اسلام اباد د ګوښه توب پالیسی چې وخت ناوخت يي رسنیو ته راباسی، په عمل کې پلې کړي.
امریکا او لویدیځ هممهال دوه تګلارې چې هم د افغانستان، هندوسان او سیمې ولسونه له ځان سره ولري، هم سیمه کې سوله او امنیت وغواړي، بلخوا په سیمې کې د اقتصادي ښېرازۍ خبرې وکړي اوهم د پاکستان د تروریستي دولت ترڅنګ ولاړ وي، پرمخ نه شي وړای!
د امریکا سنا مجلس د بهرنیو چارو په کمېټه کې، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ریجارډ اولسن تازه خبرې چې وایي«د ترهګرۍ پرضد د پاکستان جګړه به تر هغه پایته ونه رسېږي، څو چې په نورو هېوادونو کې بریدکوونکو ډلو پر وړاندې د توپیري چلند پالیسي بدله نه کړي» او یا دا چې «پاکستان باید د دوی ټول خوندي ځایونه لمنځه یوسي او د هغوی د سازمانونو پر خلاف هم عملیات وکړي چې ګاونډي ملکونه په نښه کوي. خو که پاکستان داسې ونه کړه نو په نړۍ کې به منزوي شي»
افغانان د داسې خبرو هرکلی کوي خو که هغه د عملي اقداماتو سره یوځای نه شي، اسلام اباد به د ترهګرو په ملاتړ کې نور هم چټک ګامونه واخلي او ګوښه به نه شی. په عملي اقداماتو کې پر پاکستان د وسلو او پیسو هراړخیز بندیز، په تور لیست کې د یوه ترهګر دولت پتوګه د اسلام اباد شاملول؛ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان له دریځه دا چې پاکستان په افغانستان کې نااعلان شوې او نیابتي جګړه مخته وړي ټینګ ملاتړ؛ افغانستان په مدرنو سپکو، درنو او پرمختللو هوايي وسلو سمبالول او په کور دننه د بېلا بېلو ډلو پرځای، د افغانستان له مرکزي حکومته هراړخیز ملاتړ او مرسته او داسې نور راتلای شي.
بلخوا افغانان باید یوازې امریکا او لویدیځ ته لاس تر زنې کښینني، بلکې پخپلو تګلارو او اقداماتو هم د اسلام اباد د ګوښه توب بهیر چټک کړي. اسلام اباد د ترهګرو په ګنا او په سیمه او نړۍ کې د یوه پېژندل شوي ترهګر دولت پتوګه نه شي کولای چې نور خپل ماهیت پټ کړي او د هرې ورځې په تېرېدا يي ریښتینې څېره لا زیاته بربنډیږي. بېځایه نه ده چې ولسمشر اشرف غني چې هند ته يی تازه سفر درلود، د دغه هیواد له این ډي ټي وي سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په سیمه کې د تروریزم د پای ته رسېدو لپاره یوازینۍ لار دا نه ده چې پر پاکستان بندیزونه ولګول شي او که فکر کوي چې دا ډول اقدام به منفي عواقب ولري؟ وویل:«که دوی د تروریزم ملاتړ کوي، لازمه ده د دولتي تروریزم نوم ورکړای شي. خو یوه مهمه او قانوني لارشته چې باید لومړی اسناد او شواهد بشپړ شي، بیا قضاوت کېدای شي. تاند»
همداراز ولسمشر غني وايي چې په پاکستان کې هم جنګ روان دی، خو رسنۍ يي نه خپروي!
ریښتیا هم پاکستان په کور دننه په تېره بیا درې سترو قومونو پښتنو، بلوڅو او سندیانو ته دوزخ دی. پاکستان کې یوازې پنجابي څو ټاکلي کورنۍ نازولی او هرکاره دی، نور ولسونو له هر ډول مدني حقوقو محروم دی. د پاکستان زیاته بودیجه په پوځي چارو لګیږي او پاکستاني ولس ته هیڅ هم نه رسیږي. د ISI په ملاتړ د پښتنو، بلوڅو او سندي مشرانو وژنه د ورځې په عادي کاروبار اوښتې او د ولسي وګړو د وینو لښتي بهیږي.
د اګست په میاشت هغه چاودنه کې چې کويټه کې وشوه تر ۲۰۰ تنو زیات وکیلان او یو شمېر خبریالان چې ډیرکی يي پښتانه وو او د یو نامتو وکیل د وژل کېدا له کبله د یوه روغتون مخې ته راټول شوي وو، ووژل شول.
دا نن هم د FATA په مومندو ایجنسۍ کې«د جمعې لمانځه پر مهال يو ځانمرګی بريد شوی چې لږ ترلږه ۲۵ تنه په کې وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي. BBC»
د ترهګرو د ملاتړ تګلار پاکسان ته هم په زیان تمامېدای شی، خو له بده مرغه هلته هم د داسې بریدونو زیات تلفات بېګنا ولسي وګړي وي.
د اسلام اباد د ګوښه توب وخت رسېدلی، خو په دې لار کې باید ملي، سیمه یزې او نړیوالې هڅې سره یوځای شي!
د ۲۰۱۶ کال د سیپټمبر ۱۶ مه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery