مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سیاسي ډار او سوله

محمد رفیع واکمن

د تېرو څو کلونو راهیسې افغانان په یو او بل نوم بې ګناه او په قصدي ډول وژل کېږی، کورونه یې ورانېږي او د ژوند له راز راز کړانوو او ستونزو سره مخامخ دي، خصوصا د راتلوونکو پنځوسو کلونو لپاره وروسته پاتې شول او.... چې دا زموږ د سیاسیون، رهبرانو، مشرانو د ګونګ او مغرضانه سیاست نتیجه ده.
زموږ د سیاسیون، رهبرانو او مشرانو ډېره ناوړه هدف او لید لوري همدا دی دی چې دوی د هېواد او ملت د ګټو پر ځای خپلې شخصي ګټې یې ورته ډېرې مهمې دي، همدا علت دی چې افغانستان د هرې بلې ورځې تر تېرېدو د پرمختګ او ارامۍ پر ځای د تباهۍ او بربادۍ خواته روان دی چې دوی یوه ورځې ددغې ناوړه کارونو او ظلمونو حساب به ملت او خدای ته ورکړي.
پخوانی ولسمشر ښاغلی حامد کرزی هم زیات کوښښونه وکړ چې د دولت له مخالفو لورو سره د سولې خبرې او تړونونه وکړي، خو د کورنیو او بهرنیو دښمنانو له خوا د هغه مخه نیول کېده او دا چې د افغانستان اوسنی ولسمشر ښاغلی اشرف غنی د سولې لپاره هلې ځلې کوی او د افغانستان د دولت یو لوی مخالفه ډله د حزب اسلامی ګوند مشر ښاغلی ګلبدین حکمتیار سره یې د سولې خبرې روانې کړي دي او دغه پروسه تقریباْ نهایي کړې ده او په نژدې راتلونکې کې به ښاغلی حکمتیار د افغان ولسمشر ښاغلی اشرف غنی سره د سولې هوکړه لیک او تړون د لاسلیک کولو لپاره کابل ته راشي چې انشاالله دا به د افغانستان او افغانانو په خیر وي او د افغانستان په ابادۍ او ارامۍ کې ستر رول ولري او افغان ملت هم د سولې دې تړون خوښ او هیله منده ده.
مګر په افغانستان کې یو شمېر سیاسي رهبران او مشران د خپل مغرضانه اهدافو د پلی کېدو لپاره د ښاغلي حکمتیار او اشرف غنی تر منځ د سولې د خبرو او تړون مخالفت کوي، چې دا د افغانستان او د افغان ملت سره ستره تاریخي جفا ده، په اوسني وخت کې چې هر څوک د سولې مخالفت کوي نو هغه په خپله ځان رسوا کوي چې د پردیو لاسپوڅي او د افغانانو دښمنان دي.
که دوی د ښاغلي حکمتیار سره کومه شخصي دښمني او حساب کتاب لری، او یا پخوانۍ ترپګني پالي او یا ددوی د حضور څخه د افغانستان په سیاسي بهیر کې ډار لري او یا دا چې ملت به د ښاغلي حکمتیار او اشرف غني څخه ملاتړ وکړي او دوی به انزوا ته لاړ شي، نو دوی ته پکار وه چې مخکې تر مخکې د ښاغلي حکمتیار سره خپل حساب کتاب خلاص کړی وای، او د سولې په راستو کې خپل کوښښونه کړای او له تېرو امیتازاتو او ارامه ژوند به یې خوند نه اخسته او د ملت خدمت به یې هم کړی وای....مګر افسوس صد افسوس ددوی پر احساس ....اوس چې هغه د افغان دولت سره سوله کوي، غواړي چې د سیاسي بهیر له لارې افغانانو ته خدمت وکړي، نو دوي هم له خوبه را وېښ شول او ټکان یې وخوړ او.... ایا ستاسو مسولیت او دنده هم دا ده چې د سولې او ارامۍ د خبرو مخه ونیسئ؟ ایا ستاسو دنده هم دا ده چې ملت ته ستونزې زیاتې کړئ؟ ایا...؟
 زه د افغانستان ولسمشر ښاغلی اشرف غنی څخه هیله کومه چې داسې بې احساسه، بې مسولیته او رواني ناروغه رهبران، مشران او خلکو ته ارزښت ورنکړي او د سولې خبرې او پروسه دې نوره هم ګړندۍ کړي، ځکه اوس افغان ملت دغسې خلک یې ښه پېژندلي دي او له دې وروسته ددوی ملاتړ هم نه کوي او تاسې هم لکه یو زړه ور او غښتلي ولسمشر په توګه د ملت ګټې د دوي تر ګټو معتبره وګڼئ، ددوی پر ځای ملت او د ملت ګټو ته ارزښت ورکړئ او ښاغلي حکمتیار او سولې لپاره لاره هواره کړئ، ترڅو افغان ولس په سوله کې ژوند وکړی او افغانستان د پرمختګ په لوري چټک ګامونه پورته کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery