مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ډاکټر عبدالله عبدالله، روحاني مشر مجددي او خروټي سياف ته :

سيد حسين پاچا

سياسي، ګروهي، سمتي، ژبنيژ، مذهبي او قومي رخې او غچ اخېستنې شا ته او پرېښوول شي
د ځان لپاره خو ښه پرېمانه استحارې کوې او خوبونه هم وينې، خو يوه ورځ دې هم د سولې او د ملت د سوکالۍ په تړاو نه سمه استحاره وکړه او نه دې سم خوب وليد. حکمتيار نه پخپله په هجرتي چاپيريال کې له ځان سره څوک زغملی شول او نه يې مجاهدينو څوک له ځان سره په خوا کې په هېواد کې زغملی شول. درست ده چې له تاسو او نه يې هم له ولس سره سم چلند نه دی کړی چې نه يوازې حکمتيار، بلکې نور هم ملوث دي، خو سوله د ولس غوښتنه ده. د خلکو د هيلو او غوښتنې درناوی بايد وشي. ځکه خو قرآن موږ ته د نرمښت [لنت لهم]، د زغم [فظا غليظ القلب]، د تېريدنې [فاعف عنهم] د بښنې [واستغفر لهم]، د مشورې [وشاورهم فی الامر] ، د تصميم [فاذا عزمت] او په پای کې پر الله تعالی توکل [فتوکل الله] سپارښتنه کوي. متوکلين د الله تعالی ښه ايسي.

حکمتيار ته هم په کار دي چې لومړی له الله تعالی او بيا له خپل ملته په صراحت بښنه وغواړي. هېواد مشر او ستره محکمه به يې وبښي، نو په دې سره به يو څه هغه د شهيد داود خان د وخت د محکمې حکم ته به مشروعيت پيدا شي. بيا د استحباراتي درملپلورانو په لمسون نه تېر وځي. دلته په غرب کې غيرمسلم هم د همجسنبازۍ ((لواطت)) نکاح مخالف دي چې څوک يې مني او څوک يې نه، خو زموږ ځينو اسلامپالو درملپلورو بيا زموږ د ((اخوان، ماويست او د ستمي - اخواني)) شعوري نکاح بيا له خپل سوشياليست کمونيست بوټو سره کړې وه او وياړ يې پرې کولو چې ما بوټو ته ور وړي او وروپېژندلي او بابر ځانته

نوټ : قرآني لاسوندونه : فبما رحمة من الله لنت لهم ولوکنت فظا غليظ القلب لانفضوا من حولک فاعف عنهم واستغفر لهم وشاورهم فی الأمر فاذا عزمت فتوکل علی الله ان الله يحب المتوکلين؛ فاسئل اهل الذکر ان کنتم لاتعلمون؛ واسئلوا اهل الذکر ان کنتم لاتعلمون؛ فاسئل به خبيرا او داسې نور. پېغمبر پر استحاره نه، بلکې پر مشوره باندې مکلف دی. استحاره د تلقين (ښوونې) ومشورې په مانا نه، بلکې له الله تعالی نه په يو مهم کار کې چې زما پکې خير وي مرسته غوښتل دي to guide me to the right path. له دې زياته خبره به سمه نه وي، لکه to show me or to advise me. ان تر دې چې پېغمبر له هجرت مخکې کله ناکله له ابوبکر صديق او داسې نورو سره مشوره کوله، خو هېڅکله يې استحاره نه ده کړې، تر څو چې الله تعالی له لورې ورته صريحًا د هجرت حکم وشو او مدينې منورې ته ولاړ. همداسې نوح عليه السلام، ابراهيم عليه السلام او موسی عليه السلام ته. الله تعالی هېڅ يو اولواالعزم پېغمبر او رسول ته مشوره نه ده ورکړې، بلکې تصريحًا حکم يې ورته کړی او هغوی بيا تللي دي. پېغمبر نه په استحارو خپل ځای پرېښی، نه يې په خوبونو، بلکې د الله تعالی په قاطع تصريحي (روښانه پريکنده) حکم يې پرېښی.

روحاني مشر مجددي ته :
ما وتا وګيلاني پيرخانه يو. ميراث مو له عراق، بلاد شام وسعودي سره دی
ښاغلی روحاني مشره،
د دې ملت ټولې هغه ناخوالې چې په جهادي وهجرتي چاپيريال کې له تاسو او ستاسو په شان له ډېرو سپين روبو او مشرانو، قومي مخورو، روڼ اندو او نورو پر هېواد مينو او نورو بانفوذه خلکو سره شوي د چا له ذهنه او يادښته لا نه دي وتلي او خاطرات يې لا ژوندي دي. ان تر دې چې يوه ورځ يې ستاسو د بخشي پله غونډه هم ګډه وډه کړه او دېته ورته نورې په سلګونو بدې خاطرې. البته څه خپله ناپوهي او څه د خلکو لمسون او هڅونې وې. ان تر دې چې ستاسو هغه ښېرا هم زموږ پر ياد ده چې يوه ورځ د ديکتاتور ضياء د بد سلوک په تړاو دې کړې وه چې ((خدايه! ته يې ټوټې ټوټې کړې يا په بله مانا – خدايه له تا يې ټوټې ټوټې غواړم)) چې بيا د ننسي دوپري له څښتن او نورو سره د الوتکې په يوه پېښه کې همداسې وشول. دا چې ستا د ښېرا او که بله کومه دسيسه وه، هغه به الله تعالی ته روښانه وي، خو سړی هماغسې د الوتکې په يوه پېښه کې ټوټې ټوټې لا څه ان چې تور لړمونی شو.

دا چې وروسته بيا جماعت اسلامي او نورو اسلامپالو او حکومتي چارواکيو په غوښتنه په فيصل جامع جومات کې ښخ شو. دا چې الله تعالی يې بښي او يا نه، دا د هغه واک دی. خو له حقوقي پلوه د افغانستان په ورانونه، شاته غورځونه او افغان وژنه کې ملوث دی. ځکه چې يو اړخ يې د سياسي رخې (حسد) دی او بل اړخ يې بيا افغانوژنه ده چې د نوموړي د بدې پالېسې له امله تر ننه افغانوژنه روانه او د خلکو وينې توييږي. دا ځکه چې د نوموړي په وخت نادرست بنسټ اېښودل شوی او لا تر ننه د هماغه بنسټ پر اساس هماغه پاليسي روانه ده چې ميډيا، پوځ واستخبارات، ملايان او حکومت ټول موږ ته په يو مورچل کې ناست دي او له هماغه مورچله لا راباندې تر ننه بريدونه کيږي او لا ګواښل کيږو.

مخکې يې موږ مجاهدين، بيا طالب او نن يې هغه دی چې داعش راته راوزېږولو چې له دې وروسته به لا دا ګډه د طالب و داعش تر کومه دوام کوي؟

اګر چې د حکمتيار سر د پرېمينځلو نه دی. دی د انګرېزانو ورور دی چې په ټوله نړۍ کې موټر ښي لاس ته ځي، خو د دوی لاس چپ دی. په مستعمرو کې يې هم لا تراوسه هماغه د چپ لاس قانون روان دی. د روسانو د وتو په وخت کې د ټولو غوښتنه دا وه چې موږ بايد له روسانو سره مخامخ خبرو ته کښينو چې دا به راته ښه وي نسبت دېته چې بيا مو بل څوک استازيتوب کوي چې هماغسې وشول او لا ترننه ګير يو او ځانونه نه شو خلاصولی. کله راباندې لارې بندوي، کله يو څه او کله بل څه، کله يوه غوښتنه او کله بله، کله يو څه وايی او کله بل څه  زما له خاورې له مرکزي اسيا سره سوداګري کوي، خو ما ته لار نه راکوي. خاورې، اوبو، ځنګلونو، حاکميت او خپلواکۍ ته مې غل دی. کله ګواښنې او کله لارښوونې راته کوي چې دا به کوې او دا به نه کوې. که نوموړي د ضياء لمسون منلی نه وای، نو نن به دومره له تجريد او انزوا سره مخ نه وو.

همداسې يې دويمه تېروتنه چې نجيب ورته د سولې وړانديز وکړ او ده بيا هم د څارګرې په لمسون ونه منله او زور يې وويلو چې نه ((زه يې په زور نيسم)) چې دا ده خبره نه، بلکې د څارګرې ادارې خبره وه. همداسې يې پر امريکا د بېځايه ((مرګ پر امريکا)) شعارونو او نورو کړنو دی دې حالت ته راورسولو چې د پاکستان موخه همدا وه چې نوموړی ځانته محتاج او کمزوری وساتي او په افغانستان کې د ((ملي پخلايېنې يا ملی روغې جوړې)) پروسه ناکامه کړه او د يو قوي دولت د رامينځته کېدو مخه يې ونيوله چې هماغه وو د مجاهدينو يو داسې کمزوری حکومت يې رامينځته کړ چې دوه مياشتې لا تېرې نه وې چې يو بل ته يې غاښونه وچيچل او يو بل يې سره په جنګ واچول. چا ته يې حکومت په لاس کې ورکړ او ورته يې وويل چې تکړه شه چې هغه پلانی درنه له غر نه راکښته نه شي او دې بل ته يې وويل چې تکړه شه چې په ارامه درنه حکومت ونه کړي. له چا سره حميدګل په ارګ کې ناست وو او د ځان مشاور يې ټاکه او چا ته بيا درملپلور سروبي ته راته چې د ماشومانو د پخلاينې په بڼه يې يو د رئيس، بل د دفاع وزير او بل د صدراعظم پر څوکيو سره سلا کړل، خو هغې هم پايښت ونه مومه.

ايمان يې تر دې کچې وو چې ستا پر ځای به د پېښور پر دېوالو د درملپلور تنظيم (جماعت اسلامي) ليکلي وو ((جنګ جنګ تا ختم ګيلمجم))، خو بيا د هماغه ګيلمجم په .... ورننونتې. نن دې دا بل تربور سياف خروټی د ټلوالې په لمسون مخالفت کوي او له هماغه ګيليجم سره يې رااخېستې. تا چې د ضياء په وخت کې د اختر عبدالرحمن دوزخي او د ډګروال يوسف په وخت کې د ډګروال يوسف په حضور کې له سي آی ای سره خبرې او ليده کاته کول هلته دې هم چېرې اسلام او يا امريکا پر ياد وه چې د اسلام دښمنه ده او مرستې به دې ترلاسه کولې. هلته خو دې وسله او ډالر خوښ ول. همداسې دې دا بل خروټی درواخله چې د عربو ريالونه او د امريکا ډالرې له حل وحرمت پرته داسې اخېستل چې خدايږو خدای ورسول يې هډو هېر دي. د ټلوالې په لمسون د دوستم مخالفت کوي. دا ځکه چې دوستم د دوی د تجزيې پلانونه ورشنډ کړل. دا داسې راځي لکه غلبېل چې کوزې ته وويل چې ((خوله)) دې سورۍ ده، خو خپل ځان ته يې نه کتل چې .... يې څو ځايه سورۍ ده؟

پاکستان د پښتنو له قوي زغامته ويرېده داسې نه چې که دی له نجيب سره سوله وکړي، نو زموږ ټوله پانګونه به ضايع او هم به زموږ موخې ترلاسه نه شي، نو هماغه وو چې د نجيب له راپرځولو وروسته يې جهاديان پخپلو کې په جنګ واچول. د کاکا صاحب ږيرور د دروغلو درملپلور او د سرګودهې جنرال يې ښه سيل کولو او د بوټو، بابر او د اختر عبدالرحمن وضياء الحق وصيت يې ښه پرځای کړ چې ((کابل بايد وسوځول شي))، بېثباته او کمزوری شي. د اردو ساتنه د جهادي ارزښتونو ذمه واري وه، خو دا چې تاسو ټول له يوې څلمې نااهله وئ، نو ځکه د پنجاب غټ سري ميا هم خپل ولس ته په وياړ وويل چې د افغانستان سل کلنه اردو مې درته ړنګه کړه او رباني (ستمی اخوانی) يا چترالي ملا يې بيا رغونه پر خپل دښمن کوله.

نن هغه دی چې مشرف په زغرده وايی چې طالبان، القاعده او حقانيان زموږ اتلان ول او موږ د ځان او هم د امريکا د ګټو په پار پر افغانستان د حملې ملاتړ وکړ. دا ښه شوه چې د دې خلکو حيثيت نور هم ملت او نړۍ ته بربنډ شو.

که نوموړي په هغه وخت کې له ډاکټر نجيب سره سوله کړی وای، نو افغانستان به دومره زياته خساره (تاوان) نه ليده. له جنګونو به مخنيوی شوی وای. اردو به ساتل شوې وه. خلک به نه وای وژل شوی. وراني او تباهي به نه وای رامينځته شوی. دېته ورته د نورو لا ډېرو ستونزو، کړاوونو او مصيبتونو مخنيوی به شوی وای او نه به دومره اقتصاد ته ګوزار رسېدلی او نه به دومره بېشرمانه د پاکستان لاس ته لويدلی وای. ولې بيا هم اقدام يې د ستاينې دی. په دې هيله چې طالبان وحقانيان هم د نوموړي په شان له حکومت سره د سولې ومفاهمې لار ټينګه کړي او ستونزې پر خبرو حل کړي.

پايله :
اګر چې د حکمتيار سر د پريمينځلو نه دی او نه يې مخينه د ستاينې ده، خو دا چې سوله يو اسلامي حکم او ارزښت دی او هم د هېواد لوړې ملي ګټې دا ايجابوي چې نور جنګ ته د پای ټکی کېښوول شي. د دې لپاره چې نور د پنجاب له ښکېلاکه او له دوه مخۍ ځانونه راخلاص کړو او د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ چې تاسو پخپلو کې نرمښت، زغم او يوبل ته تېرېدل او منل او بښنه کوئ، نو حالات دا ايجابوي چې پر لوړو ملي ګټو باندې تمرکز وشي او د ملي روغې جوړې ((ملي پخلايېنې)) له ليارې په خپلو کې د هېواد ستونزې د مشورو او جرګو له ليارې حل چې په پايله کې سوله وثبات او ټيکاو رامينځته شي او د نورو له احتياج او له کړاوونو نه خلاص شو. له دولت سره د سولې دا اقدام يې د ستاينې دی.

په درنښت


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery