مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ؤلسمشردې پرخوشي چټي تلوېزیوني مرکچانوهم مالیه وضع کړي

محمد انور ولید

ؤلسمشرغني ته سره له دې چې پر فساد ککړه د واک دولتي تشه ، ولې په حقیقت کې له درغلیوډکه په میراث ورپاتې چانټه اوشټپنۍ دواړه ورپشا دي ، خوبیا یې هم دافغانستان د اصلي دښمن د سترا تیژیک عمق کوپړۍ ورسورۍ او (۶۷) کلن خوبونه یې پراوبوورته لاهوکړل . له نړۍ سره یې پرې شوې اړیکې له سره ورغولې اود باورلیرې واټنونه یې بیا ځلې سره نږدې کړل . د ورکې اولا محاله هغې سولې خوب یې ریښتیا او د ملت آرمان یې پوره کړچې د لسیزو واک یې د پردو په لاس کې ؤ . په وچه پورې تړلي افغانستان ته یې رسمي اوقانوني نړیوالې لارې اوتجارتي بدیلونه پیدا کړل اوافغان سوداګراو د هغوی سوداګریز توکي  یې له هغو بندوګمرکي دروازوڅخه را وایستل چې په کلونو کلونو به په پردیو بندرونوکې وراسته اوګرو پراته وو . د افغانستان د اوبواصلي وارث یې سیمې اونړۍ ته وروپېژاند .
 
په بنسټیزه توګه د تدارکاتو د لړۍ په را ژوندي کېدو سره یې د افغانستان د بنسټیزو پروژومړه کالبوت ته له سره د خوځنده تحرک روح ورپوکړه . مالیاتي سیستمونه له خنډونو سره سره ورځ تربلې مخ پروړاندې روان دي . ترپردي تورید یې کورني با کیفیته تولید او تصد یرته ترجېح ورکړې ده . د افغانستان د بیا رغونې ، پرخپلو پښو درېدو اوخود کفاء کېدوغم اخیستی . خوکینه کښ ګاونډیان او ځینې نړیوال دښمنان ددغې هوډمنې څېرې په شتون کې خپلې ګټې په خطرکې ویني او دغني دغو بنسټیزو پلانونو په سختو اندېښنو کې اچولي دي .
 
ځکه د افغانستان دغه بېخپوره دښمنان غواړي چې افغانستان او افغان نظام تل ددوی د شومو اهدافو ښکار وي ، خاوره او خلک یې د خپلو ناولیو موخو له پاره وکاروي ، شتمنۍ یې لوټ کړي ، پراوبو باندې یې مفتې خپلې ځمکې او شاړې خړوب کړي ، افغانان خپله هېڅ تولید ونه لري ، تل خپلو ګاونډیانو ته احتیاج اومحتاج وي اوافغان خاوره تل ددوی د بې کیفیته توکود خرڅلاویومصرفي مارکېټ وي .
 
خو اوس یې چې د افغان چارواکوعلمي او له منطق او استدلال څخه ډک سوک په خوله باندې ولګېد اوخوله یې له سیاسي او اقتصادي وینوورډکه شوه ، نو په افغانستان کې یې لاس وهنواوورانکاریوته مخه کړې ، اوبه خړوي ، خپل کبان په کې نیسي او د افغانستان امنیت یې پرې خراب کړی دئ ، ترڅو د غني له غنا ډک دغه پلانونه عملي بڼه غوره نه کړي .
 
پردو استخباراتي کړیو د افغانستان په نظام کې د ننه او له نظام څخه د باندې دوه ډوله سړه او توده جګړه پیل کړې ؛ توده جګړه یې د ټوپک اوځانمرګي په فزیکي حضورسره روانه ساتلې چې بیه یې زموږ مظلوم ملت د خپل سراومال په بدله کې ترننه پورې پرې کوي ، اوسړه جګړه یې پربله خوا د ملت د افکارواړولوله پاره د کورنیو کرایي مبلغینو په خوله پیل کړې ده ، ترڅو ملت یې پرضد راو پاروي ، ملت او دولت په خپلو کې سره اخته کړي اود خپل کوټه بخت تخت پربل مخ ورباندې واړوي ، لکه په تېرو (۳۶) کلونوکې پردي واکونه چې خپل کسان یې د افغانستان د واک پرګد یو ورکېنولي اوپه پارکارباندې یې په کې سپاره کړي وواو دوی ژرژرد خپل استثمارستروږې غواګانې په کې و پړسولې ، خو په بدل کې یې د افغانانو ملي اراده ، ملي هویت ، ملي یو والی او ملي شتمني زیامنه شوه .
 
په دغه سړه جګړه کې د نظام مخالفین له څوخواوو پردولت باندې لفظي بمبارۍ کوي چې نښه ویشتونکې لانچرې یې په تصویري پایګاه ووکې ورته ځای پرځای کړې او تل بې خریطي نښې فیرونه کوي .
 
هو! له هغوی یوه سره یې هم کره ثبوت نه وي ، د لفظي برخورد هغه انساني ، اسلامي او ژورنالېستیکي اخلاق او اصول هم په کې نه ترسترګوکېږي ، خو یوازې اورېدلي یې دي چې (علي آباد شار است ) نور پر دې نه دي خبر چې په علي آباد کې یوازې یوه دېوانه خانه ده او بس . دوی یوازې اورېدلي دي چې دموکراسي ده ، هر څوک هر څه په کې ویلی او د خپلې خولې بړاس ایستلی شي . ځکه خو هره ورځ موږ ددوی له لاسه ملي زیانونه وینو ، او دوی په خپلو دغه ډول بې مسؤولیت خبرو سره یوازې ددښمن په ژرنده اوبه ور زیاتوي ، مافیایي کړیو ته د بیا قدرت نیولو زمینې برابروي ، نورهېڅ نه کوي . ځکه خو ؤلسمشر ته په کار ده چې پر دغه ډول خلکو باندې دې هم مالیه وتړي ، د مخابراتو له لارې دې ددوی منفي او ملي ضد کلمات سره ټولوي ، که هرچا بې سنده ډېر چټيیات ویلي وو ، هغوی دې د خپلو چټي او بې ګټې خبرو له امله جریمه اوټکس یې دې رسماً ددولت بودجې ته انتقال شي ، ځکه دغه ډول مالیه خو د کرېدېت کارت ترمالي سخته نه ده
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery