مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د اتو ماشومانو مور !

دالله غيرت

 

غوټۍ چې کله د ځوانۍ منګ ته ورسيده ، پلار يې سرور، د بر کلي د خانو اکا زوی سليم ته د دوه لکه افغانيو په بدل کې ورکړه .

سليم له خپلو وروڼو سره ګډ ژوند کاوه ، کړۍ ورځ به يې د حلال رزق د ګټلو په موخه پردي منډونه غږل ، د ډيرو ستونزو په ګاللو سره ، سليم ايله دوه کاله وروسته په دې بريالی شو چې د غوټۍ د ولور پور پرې کړي ، د ولور د پور پرې کيدو سره سم سليم غوټۍ واده کړه ، د څو مياشتو له تيريدو وروسته سليم له خپلو وروڼو سره بيل شو ، د اوسيدو ځای د تنګون له امله سليم دې ته اړ شو چې له خپل پلار څخه ورته  پاتې په يوازني پتي کې د اوسيدو کوټه پټه کړي.

وختونه تيريدل ، يوه ورځ داسې راغله چې د سليم لومړۍ اولاد لور پيدا شوه ، سليم ډير خوښ وو او دا مهال يې ځان د پلارانو په ډله کې حسابوه .

د څو کالونو په تيريدو سره د سليم د اولادونو شمير اتو ته ورسيد ، د سليم ميرمن غوټۍ به مدام د خپلو لوڅو لغړو بچيانو په خال اوښکې تويولې .

سليم به چې ټوله ورځ مزدوري وکړه ، ايله به يې دومره څه وګټل چې بيګا ته پرې خپلې کورنۍ ته وچه ډوډۍ راونيسي ، کله کله به داسې هم کيده چې په کومه ورځ به سليم له مزدورۍ ايسار شو او يا به يې کار پيدانکړ ، غوټۍ به د خپلو بچيانو د مړولو لپاره له ګوڼډيانو ډوډۍ راقرض کړه .

د سليم وروڼو او ګونډيانو هم څنګه چې لازمه وه ، د سليم له کورنۍ سره مرسته نه کوله .

غوټۍ د خپلو بچيانو په غاړو کې شليدلو جامو ، لوڅو پښو ، خيرنو او غربت ځپلو څيرو او په ټوله کې بد او دردونکي حالت سخته ځوروله ، بلاخره همدې لاملونو  غوټۍ ته رواني تکلف پيدا کړ ، سليم د پيسو د نشتون له امله تر ډيره وخته پر دې بريالی نه شو ، چې غوټۍ د درملنې لپاره ډاکټر ته بوځي ، ورځ تر بلې د غوټۍ رواني ناروغي د زياتيدو په لور روانه وه ، بلاخره ټول سيموال خبر شول چې د سليم ميرمن غوټۍ ليونۍ شويده ، د غوټۍ پلار سرور خپله لور د درملنې لپاره د سيمې ډاکټر ته بوتله ، خو اوبه له ورخه تيرې وي ، ځکه د غوټۍ د رواني ناروغۍ کنترولول اوس وړه خبره نه وه .

د څه وخت په تيريدو سره سهار مهال د ملا د اذانه پر وخت يو ناڅاپه د ماشومانو د ژړا اوز پورته شو ، ټولو کليوالو په منډه د ژړا ځای ته ځانونه ورسول ، چې ګوري د سليم ميرمنې ځان وژنه کړې او د خپلو اولادونو د بد او بوږنوونکي حالت ليدو او زغملو  ته يې د پای ټکی ايښی .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery