مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ولسمشر ته!

ع، ابراهيمي

 

د ملي وحدت حکومت د دوه کلن سخت مزل وروسته او د بروکسل تاريخي کانفرانس په درشل کې د هېواد شپږ لوی ولایاتونه او لسګونه ولسوالۍ د وسلوالو مخالفینو د لوړ تهدید سره پداسې حال کې مخ دی، چې لا وړاندې يې څو ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې راوستي.

د وسلوالو مخالفینو له لوري پيل شوې جنګ د قندوز، زابل، ارزګان، فراه، بادغيس او هلمند ولایتونو تر مرکزه رسېدلی، چې د ښار اوسيدونکي يې د ډېرو ستونزو سره مخ کړی دي.

د روانو جګړو وړاندې وسلوالو مخالفینو د هېواد څو ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې راوستي او طالبیزم نظام پکې پلی کېږی.

د روانو جګړو په غځېدا کې یوازې د هېواد ملي امنيتي، کشفي او دفاعي ځواکونو رهبرۍ ګرمې بلل کېدای، او دلايلو ته يې هم په لاندې توګه اشاره کېدای شي.

په تېرو دوه کالونو کې سلګونه میله وسله، زريدار ټانګونه او مهمات د دولت وسلوالو مخالفینو لاس ته ولوېدل، پوستې، ولسوالۍ،  حوزې او حتی د هېواد کندو (قندوز) يې د څو ورځو لپاره تر خپل کنټرول لاندې راوسته.

زرګونه امنيتي سرتيري او ملکيان شهیدان، ټپيان او یا هم بې کوره شول

ډېری داسې شواهد موجود دی، چې د امنيتي ځواکونو یو شمېر مسوولين تيل، خوراکي توکي او نور په بازارونو کې خرڅوي، سره لدې چې باید وویل، شي کله چې يوه ولسوالۍ محاصره وي دوی یوازې د ځان دفاع کوي نو هلته په زرګونه ليټره تيل څنګه او چیرته مصرف شي، چې دوی يې بیا وختی د مصرف اسناد تير او پیسی يې جیب ته اچولې وي.

نظم، ډسپلين، همغږي، د مراتبو سلسلې مراعت او عسکري ریفورم وجود نلري، ملي اردو ځان مستقل او ملي امنيت ځان اوپراتيفي بولي، چې جنګ يې په ډېری ځایونو کې ملي او محلي پوليسو ته پرېښی وي، پداسې حال کې چې تر ټولو بې کیفیته سلاح او مهمات له دوی سره وي.

په تېرو دوه کالونو کې د مخدره توکو یوازې د ګوتو په شمار قچاقبران نیول شوي او ډاډمن یم چې زياتره به يې د پيسو په زور بېرته خوشي وي، کوم څوک چې د مخالفینو د تمویل اصلي مراجع بلل کېږي

د ملي امنیت عمومي ریاست او د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو له لوري کمه توجويي

په نظامي سیستم کې د مجازاتو د اصل نه مراعت کول، دوی یوازې مکافت کېږي او بس!

په مرکز کې د وزارتونو او ملي امنیت عمومي ریاست او د ولایاتونو په مرکزونو کې د قومندانیو، لواګانو او رياستونو کې د قدرت انحصار

تر ولسمشره د حقایقو نه رسيدل، ډاډمن یم جناب ولسمشره! چې تاسو ته فلتر شوي مسایل او موضوعات در رسېږي نه حقایق

پورته او نورې ډېرې ستونزې شته چې ولسوالۍ، حوزې او حتی ولایاتونه یې د سقوط سره مخ کړی دي، ځکه چې

د کورنيو چارو او دفاع چارو وزارتونو او ملي امنیت عمومي ریاست په پيژنتونونو کې ژور فساد موجود دی، د اهلیت، شایستګۍ او ژمنتيا پر بنسټ نه بلکه د پيسو په مقابل کې مقرریانې کېږي.

په ولایاتونو او ولسواليو کې د مدیرانو، امرینو او معاونینو د مقررۍ، تغیرۍ او تبديلۍ ته نه پاملرنه

د امنیه قومندانانو، رئیسانو او د حوزو امرینو له لوري لسګونه سرتيري په خپلو کورونو کې توظیفول، چې د دوی د کورنۍ امنیت وساتي او کورنۍ يې شاهي ژوند تېر کړي.

د خيالي او خدمتي پرسونل د حده زياتوالی

د موقف څخه ناوړه ګټه پورته کول، (د وظایفو په جریان کې شخصي دښمنۍ پالل)

په منظمه توګه د سوق او ادارې نشتوالی

تر ولسمشره د حقایقو نه رسیدل

او نورې ډېری ستونزې دي چې یادول او لوستل يې وخت ته اړتیا لري.

دا دلایل ډېر بربنډ او حقيقي دي، خو تر دې دمه نه خو پکې کوم مثبت بدلون راغی او نه هم تر يوه کچه د دوی کارونه کنټرول شول.

د افغانستان محبوب ولسمشره! موږ ستاسو هر نیک اقدام ستایو، ستاسو هر مثبت کار کې ستاسو تر شاه ولاړ یو، ستاسو هره ملي برنامه او ملي قدم اخيستو ته په درنه سترګه ګورو، پر تاسو باور لرو چې د ولس درد دوا کولای شئ، نو ډېر په درنښت درڅخه هیله کوو چې په نظامي برخه کې د شته ستونزو هواری په خپل کاري لومړيتوبونو کې ونیسئ  او هغه بدنامي چې اوس تاسو او ستاسو په مشرۍ دې نظام ته متوجه ده پای ته ورسوئ.

درنښت

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery