مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ولسمشر پر ژمنو وفا ونکړه!

سیدعباس انوري

 


د ۱۳۹۲ کال د سلواغې په ۲۲مه نېټه اوسنی ولسمشر ډاکټرمحمداشرف غني احمدزی د خپل ټيم (تحول او تداوم) سره يو ځای د پخواني جهادي قومندان، روحاني شخصيت او د افغانستان ملي اسلامي محاذ رهبر پيرسیداحمدګيلاني کور ته پدې موخه ورغی چې په راتلونکي ټولټاکنو د پیرصاحب په مشرۍ د نوموړي ګوند (د تحول او تداوم) له ټيم څخه ملاتړ اعلان کړي، له دې وړاندې هم یاد ټيم ځل د پیرصاحب کور ته ورغلی او تاکید يې دا و چې د ډاکټراشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم له ټيم څخه ملاتړ وکړي، چې بالاخره ملاتړ يې په ياده نيټه واخیست، دواړه خوايې ژمنې شوې چې یو د بل سره به وفادار وي او پر ژمنو به عمل کوي.

د کب مياشتې په ۵مه نېټه يې د هېواد بل روحاني مشر، جهادي رهبر او پخوانی ولسمشر حضرت صبغت الله مجددي دې ته وهڅېده چې د غني څخه ملاتړ اعلان کړي، د ژمنو او تفاهم وروسته په ياده نېټه جناب مجددي صاحب د ډاکټراشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ټيم څخه د يوې لوېې راټولېدنې په ترڅ کې خپل ملاتړ اعلان کړ.

دواړو روحاني، جهادي او ملي شخصيتونو د ۱۳۹۳ کال د حمل په ۱۶مه (لومړي پړاو ټاکنو) او د جوزا په ۲۴ (دوهم پړاو ټاکنو) کې په خپلو ژمنو وفا وکړه او په پوره امانتدارۍ، صداقت او رېښتنولۍ يې د ښاغلي غني ملا وتړله.

تر لاسه شوي معلومات ښايي چې دواړو مشرانو پدې موخه د اوسني ولسمشر څخه ملاتړ اعلان کړی و، چې د نوموړي اقتصادي، سیاسي، امنيتي او نورې برنامې يې د هېواد او هېوادوالو په ګټه بللې.

ولې کله چې نوموړی د واک په ګدۍ کښيناست تر ټولو دمخه يې دواړو مشرانو سره ستره جفا وکړه، نه یوازې دا چې په کړيو ژمنو وفا ونشوه بلکه د ارګ ماڼۍ د دفتر رياست رئیس عبدالسلام رحيمي او ټيم يې اوس يو شمېر کرایه لیکوالان پیدا کړي چې یادو مشرانو او نورو جهادي څهرو، ملي شخصیتونو او وياړلو کدرونو پسې منفي ليکنې، په مجازي نړۍ کې پوسټونه او خبرونه نشروي، دوی ته اهانت کوي او چټيات پسې ليکي.

اوسنۍ نړۍ پخوانۍ هغه نده، څوک چې د کومه ځای کار کوي او څه خپروي په يو کلیک سره ځای، وخت، شخص، کمپيوټر او هر څه معلومېږي او هر څه ثبوت ته پرې رسېږي.

ولسمشر که څه هم د پيرسید احمد ګیلاني ته د سولې عالي شورا رياست ورکړ خو پداسې حال کې چې ټولې مقرريانې يې لا پخوا شوې وې او ټول واکونه يې انحصار دي.

نه یوازې پورته ذکر شویو ملي او سياسي شخصیتونو بلکه نورو هم د اوسني ولسمشر څخه د اړتيا په وخت کې ملي ارزښتونو او هېوادانۍ ګټو خونديتوب لپاره د ملي برنامو په لرلو سره ملاتړ کړی و، ولې اوس ولسمشر د یو شمېر غیراخلاقي، غیرافغاني او غیرفکري اشخاصو له لوري انحصار دی، چې هر څه غواړي د خپل په نفعه او د بل په توان د ارګ ټول امکانات مصرفوي.

زه د دواړو کورنيو ټولو غړو او ولسمشر محمداشرف غني ته په بشپړ احترام اعتراف کوم، چې که د ارګ په څلورخواوو کې اوسنۍ حاکمه کړئ چې مشري يې رحيمي او نور کوي همداسې حاکمه او بې پوښتنې پاتې شي ، پر ملي، جهادي او سياسي اشخاصو به ورځ تر بلې به ساحه تنګېږي او بلاخره داسې ورځ به راشي چې دوی به د ولسمشر سره بای کاټ اعلان کړي.

درنښت

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery