مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

داعش او طالب دیوی سیکې دوه مخه !

زلا ګل ثابت
داعش او طالب دیوی سیکې دوه مخه !
دکابل د کارته سخي په عاشورا مرسمو باندي برید پداسي حال کې ترسره کیږي چی دروسانو او امریکایانو تر مینځ په منځني ختیځ بالخصوص د سوریې په هیواد کی منفعتي او نیابتي  جنګړې زور اخیستې دي. روسان او ایرانیان د سوریې هیواد درژیم مخکښ ملاټري په کامل توان د بشرالاسد د بقا هر ممکنه حربه استعمالوي ترڅو دۍ په قدرت کي پاتي شې، ولې بل طرفته غربیان د امریکا په مشرۍ بشرالاسد د ژر راپرزیدو په موخه هر اړ خیزه فشارونو او دیپلوماسي ته  چې په هغه کې د بشر الاسد د نظام ضد افراطې ډلو ټپلوسره سره شا ید  داعش نه ملاټړ هم شامل وي،  دوام ورکوي تر څو په سوریي کې  دغه میراسی واکمني له مینځه یوسې.
دی لوبې هم دا فغانستان په سیاسي او جګړیز ډګر باند هم سورۍ غوړولی دۍ او پا کستان د تل په څیر دلوبې دیو مهم ماهر غړي په توګه بی برخی پاتې نه دی. په افغانستان  کی دداعش تحرکات ډیر پیچلی دې او برعکس دطالبانو دپاره یوزمینه سازاو تبلیغاتي بڼه لرې او کوشش کیږی طالبان دیو کټونکې په څیر وښایی هغه ځکه د افغانستان دولت په ورستیو کې په ځینې جګړیزډګرونو کې د لاسته روړونو نه بی برخې وو او د عام وګړو د ژوند د خوندیتوپ  په برخه کې ددوی کړینی کمزوری بلل کیدې.  د داعشیانو اکثره غړي چي د تحریک طالبان پاکستان پخوانی مشران او القاعدی غړې دي او دپا کستان د نظامیانو سره د مستقیمو اړیکو خورا تاریخی سابقه لري،  ددی کار نه یی هدف دروسانو او ایرانیانو توجود طالبانو تحریک ته وراړول دی تر څوطالبان نویو مالي سر چینو ته لار ومومې او د رووسانو او ایراینانو مالي مرستي ترلاسه کړي بلکه تریو حده پورې په دی معاملو کار هم شوې دې ځکه طالبانو سره درسانو ورستي کتني او همکارې ده همدې شک څرګندوې کوې او دا پیچلي لوبه د تل په څیر پاکستاني نظامیان رهبري کوي. روسان تل پدي لټه  کي دي چه څرنګه د خپل دایمي حریف امریکا محتده ایالات نه خپل غچ او انتقام واخلي او شاید طالبانوته نزدکت او ددوې نه د استفاده هوډ دروسانو دپاره یو مناسب فرصت وي.
همدارنګه ایران په افغانستان کي خپلي ګټي د شیعه مسلمانان په وجود کي لټوي هغه څه چی په نور هیوادونو لکه عراق او سوریې کې ترسره کوې او شیعه مسلمانان هم تر یوه حده د ایرانیانو ګتو ته ژمن دي ، دلته  د داعش برید د شیعه مسلمانانو په مذهبي مراسموباندې د ایران هڅولو  ته  یو کوشش دي چي ایران خپل اهدافو ده ترسرکولو دپاره ښامخا طالبانو ته رجوع وکړي. یوښه  بیلګه یي په بامیانو کي د هزارګانو لږه کیو چی اکثریت یي شیعه مسلمانان دي د طالبانو سره خپلې اړیکې ټینګي کړي دي. پدي ترتیب سره طالبانو په زغرده د هغو ټولو بریدونو چي په شیعه توکمو ترسره شوي دي نه صرف انکار کړیدې بلکه غندنه  یې هم ترې کړي ده.
دافغانستان په ځینو سیمو بالخصوص مشرقي ولایاتو کي د طالبانو او داعش تر منیځ د خونړیو جګړو دوام اومختلفو سیمو کي د حکومت کمزورې یا نه  شتون طالبانو ته د خلکو د تمایل یو لامل کیداي شې ځکه عام خلک د داعش لخو سخت وزورول شول او په عین موقع محلې اداري ونتوانیدلي د خلکو لاسنیوه وکړې مجبوراً طالبانو ته دخلکو مخه کول ددغي  لوبي یو تعبیری شکل دي. په تیره بیا پا کستان پدي لټه کی دي چی طالبان دفلم اصلي لوبغاړی ثابت کړي او دافغانستان خلکو او ځینی هیودانو ته وښایی چی طالبان کولاې شي افغانستان ته امنیت راوړي او د طالبانو په شتون کي ددغو هیوادنو ګټي تامین کیداي شی، بناً داعش او طالب دیوې سیکي دوه مخه دي چي دیوبل دپاره صحنه سازي او زمینه سازي کوې خو ناخبره دطالبانو واک ته رسیدل دیوی بلي اوږدي ، پیچلي او دوامداري جګړي فصل تازه کیدو ته لاره پرانزې او د تل په څیر زبر ځواکونه او سمیز هیوادونه به یي لوبغاړي اوغریب افغان ولس به یی قرباني وی.


Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery