مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د اسلامه پرابلم که اسلام ته پرابلم ؟

پوهنمل حاجي محمد نوزادي

 


       یو ترکی انډیوال لرم چی یو وخت مو  په یوه کورس کي سره په ګډه کار کاوه . دی چي یو روڼ اندی مسلمان ، تل یې موسکا پر شونډانو خپره ، ډیر مؤدب سړی او زموږ بلاک ته نژدې په یوه بلاک کي اوسیږي ، کیدلای سی ووایم  چي ګاونډی مي دی . کله چي موږ ډنمارک میشتو افغانانو دلته پدغه زموږ د استوګني په ښار ( Aarhus ) کي خپل مسجد نه درلود ، نو د اخترو لمونځونو او د جمعي لمونځونو د پاره به دده سره د دوي مسجد ته تلم . اوس چي د رب فضل دي موږ خپل مسجد لرو او مسجد مو ددغه ترکي انډیوال د کور تر څنګ دي ، نو کله ناکله هغه د جمعې د لمانځه د پاره زموږ مسجد ته راځي .
      افغانان خو په خپل هیواد کي دننه د لسیزو راهیسي د غم پر ټغر ناست دي . موږ چي دلته بهر یو ، ددې متل سره برابر اوسیږو چي وایي : در درون بلا باشي ، در بیرون بلا نه . هرکله چي به په هیواد کي کوم راکټ لویدلی وو یا کوم بمب چاودلی وو او یا کوم بختور ځانمرکي به د وینو له دریاب نه ځان د حورو تر ساحله رسولی او دلته یې رسنیو خبر خپور کړی وو ، ترکي انډیوال به می رانه پوښتل چي دا په افغانستان کي څه جهالت روان دی ؟ ده به خبري راسره په ډنمارکي کولې مګر « جهالت » یا کله ناکله « جاهلیت » به یې په عربي یاداوه . ما به تل دده پدغه پوښتنه خجالت ایست او ور څخه به شرمیدلم ، بله چاره مي نه درلوده ، ورته به مي وویل چي خدای دی ورحمیږي . ده به تل ویل : افغانان یې باید له ترکیې نه زده کړي چي هم غوړیدلی اسلام لری ، هم غوړیدلی مدنیت دی او هم غوړیدلی اقتصاد ، ایا دا بده چي ترکان د خوندیتوب او امن په غیږه کي خپل اسلامي مکلفیتونه تر سره کوي ؟ ما به هم په زړه کي د ځانه سره ویل چي کاشکي موږ هم د پاک رب د دومره رحم لایق و ګرځو .
      اوس دهغه متل سره مخامخ یو چي وایي : « که زه نه سوم ستا په رنګ ، تا به کړم د ځان په رنګ » . خدايه ! ددې پر ځای چي ترکیه دي زموږ په رنګ کړه ، کاشکي دي موږ ددوي په رنګ کړي وای . اوس چي په ترکیه کي هم د بختورو کمی نسته او  یو په بل پسې ځانونه د حورو و پستې غیږي ته رسوي ، زه چي می هغه ترکی انډیوال ووینم ، پوښتنه ورڅخه کوم چي دا بیا په ترکیه کي څه جهالت سویدي ، هغه په ډیر خجالت راته وایي :  « نوزادي ! ټول اُمت مسلمه د پرابلمونو سره لاس او ګریوان دی ، نور مي پر زخمونو مالګي مه پاشه » .
      خبره د اسلام او پرابلمونو راغله . د روان ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په ۱۴ نیټه مي په ډنمارکي ورځپاڼي مترواکسپرس کي یوه لیکنه ولوستل چي د فرانسې د اولسمشر ، هولاندي Holldnde له خولې یې لیکلي دي : « فرانسه د اسلام سره په یوه پرابلم اخته ده ، . . . . بلې پدې کي هیڅ شک نسته چي موږ د اسلام سره پرابلم لرو » . ددغو کرښو وروسته د لیکني لیکوال زیاتوي : « دا هغه څه دي چي یو اولسمشر یې باید هیڅکله و نه وایي » .  ښایي  د ښاغلي هولاندي دا نظر به د هغو ناوړو پیښو سره په تړاو سره وي چي سږکال د ځینو تندلارو د خوا په فرانسه کي منځته راغلې .
      اوس به راسو  دې خبري ته چي ولي هره ناوړه پیښه او پرابلم د اسلام سره د یوه پراخ او خیر غوښتونکي دین په توګه تړل کیږي ؟ اسلام خو لکه څنګه چي ما په دیني کتابونو کي لوستي ، د توحید دین دی او پر دې خبره ټینګار کوي چي پاک خدای رب العالمین دی ، نه رب المسلمین ، یاني په دې دنیا کي پر ټولو انسانانو باندي مهربانه دی ، نه یوازي پر مسلمانانو باندي . بله خبره چي هولاندي یې باید په پام کي و نیسي ، هغه داده چي دغه سخت دریځي او بنسټ پالنه په اسلام کي چي دی یې د پرابلمونو ډک بولي ، د کومه سوه ؟ که دا د اسلام یوه نه بیلیدونکې برخه وي ، نو دا دومره پیړۍ ولي دغه اوسني پرابلمونه نه وه ؟ ځیني کسان د اخوان المسلمین ګوند چي په مصر کي منځته راغي ، ددې ډول ناخوالو پیل کونکي یادوي . پدې هکله باید دا هم له یاده و نه باسو چي د هغه وخت د اخوان المسلمین نژدي ډیری مصري مشران مدني خلک وه ، ږیري یې خریلې ، اروپایي دریشي ګاني یې اغوستلې او لکسي نیټایي ګاني یې تړلې . لنډه داچي د نننیو بنسټپالنو ځانکړتیاوي ور سره نه وې . ښه ، بیا نو دا بنسټ پالنه له کومه راغله ؟ دا هغه سوال دی چي باید ځواب ورته پیدا سي .
      ښاغلی هولاندي ! ددغي پوښتني ځواب هم ډیر مشکل ندی . که ستا په یاد وي ، د تیري پیړۍ د اویایمو کلونو په پای او د اتیایمو کلونو په پیل کي چي د ساړه جنګ بازار تود وو ، پدغسي نازکو شرایطو کي د کرملین لنډه غرو او په سیاست کي ناپوهو مشرانو د سره اردو ادمخوره سپیان پر افغانستان ور مارش کړل ، اولسمشر حفیظ الله امین یې وواژه او پر ځاي یې خپل لاسپوڅي ببرک کارمل ته په کابل کي د ارګ واک وسپاره . ددې سره سم تاسي لویدیزوالو د امریکا په مشرۍ  د سوسیالیزم د ټکولو په موخه اسامه بن لادن د هغه د ورانکارو انډیوالانو سره اسلام اباد ته راوست ، هلته مو خپل په مالي مرسته د ( ای ایس اي ) پلاس د بنسټپالني او تروریزم د روزلو مرکزونه ورته جوړه او د تیوریتیکي چارو مشرتوب مو همدغه بن لادن ته وسپاره . بن لادن چي پخپله یې هم میلیارډونه ډالر درلوده او د لوړ استعداد خاوند وو ، ستاسي په مرسته یې دټولي نړۍ څخه د حورو تږي بنسټپالان سره راټول او د القاعدې مرکز یې په پاکستان کي جوړ کړ . کله چي د افغانانو د بیشمیره قربانیو له برکته سور اردو د شا دخوا په لغته ووهل سو او د زمرو له هیواده و شړل سو او ور سره سم نه یوازي شوروي اتحاد بلکه ټول سوسیالیستي بلاک دړي وړي سو . تر دې وروسته تاسي پسله دی نه افغانان نور هیر کړل او د تنظیمي ناورین پر اور مو یو په بل پسې تیل ور اچول ، مګر تروریزم او بنسټپالنه د یوه سیسټم په توګه د پخوا پشان په خپل مرکز پاکستان کي پاته سول . د هم هغه وخت راهیسي د القاعدي ښامار چي تاسي په خپل لستوڼی کي ساتلي وو ، د اعتیاد له مخي یې باید د زهرو کڅوړي یو په بل پسې تخلیه کړی وای ځکه چي د ډیري مودي د پاره یې دغه کڅوړي په خپلو غاښونو کي ساتلای نه سوې . نور نو نه شوروي پاته وو ، او نه هم کمونیزم . خود کرده درد ندارد . کوهی مه کینه د بل سړي په لار کي ــ کنه ستا به د کوه په پلو لار سي . دادي اوس هغه زهر ستاسی په وجود کي هم توئیږي . موږ هم پدې باندي ډیر خواشیني یو چي ددغو زهرو د قربانیانو ډیری برخه بې ګناه وګړي دي .
     کله چي امریکا او انډیوالانو یې ولیدل چي القاعده نور د نړیوالو په ذهنیتونو کي د امریکا او یارانو سره یې تړلي ګڼل کیږي ، دوی یې د بدیل په لټه کي سوه . هغه وو چي په عراق کي د داعش پر پروژه کار پیل سو . په لنډه موده کي دې پدیدې دومره پراختیا او وده وکړه چي نړۍ یې حیرانه کړه . ښکاره خبره ده چي دا ټول بریالیتوبونه  نه د تشو لاسونو کار دي او نه هم خود به خوده تر سره کیږي .
ښاغلي هولاندي ! موږ یو متل هم لرو چي وایي : مه کوه په چا ، چي و به سي په تا . اوس نو پخپله ووایاست چي ایا تاسي د اسلام سره پرابلم لرئ که اسلام ستاسي سره ؟
د اوس د پاره همدومره . پای

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery