مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-11-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ایا امریکا به لکه د ایران په وړاندې، پاکستان ته هم غوڅ پیغام ولري؟

سرلوڅ مرادزی

 

 ټرمپ چې د ۲۰۱۶ کال د نومبر د اتمې په ټولټاکنوکې د امریکا د ولسمشر پتوګه غوره شو او د ۲۰۱۷ کال د جنوري په ۲۰ مه به د لوړې مراسم پرځای کړي، په اړه يي ویل کیږي د ټاکنو د کمپاین په مهال يي د خپلو بهرنیو پالیسیو په تېره بیا د افغانستان په تړاو ډېر څه نه دي ویلي. له هغه ځایه چې امریکا د افغانستان او سیمې په بېلا بېلو چارو کې له پخوا بوخته پاتې شوې او تازه دا چې افغانستان سره ستراتیژیک او امنیتي تړون لري، په دې برخه کې د غوڅ دریځ او مشخصو تدبیرونو پرځای عامې څرګندونې که یوخوا د امریکا او افغانستان ترمنځ دا اړیکو په اړه د افغانانو اندیښنو او بدګمانیو ته لار پرانیځي، بلخوا د دواړو هېوادو په وړاندې د پرتو ستونزو په حل کې د فرصتونو له لاس ورکولو سربېره، د ګډ مخالف لوري د ډاډ او پیاوړتیا لامل ګرځي.
افغانستان له امریکا څخه چې ستراتیژیک او امنیتي تړون ورسره لري او په افغان خاوره کې پراخ او هراړخیز شتون لري، د پاکستان په وړاندې چې نن هم افغانستان کې نااعلان شوې او نیابتي جګړه په پوره سپینسترګۍ او بېشرمۍ مخته وړي، د غوڅ دریځ او څرګند پیغام غوښتنه لري.
لکه څنګه چې په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا پخواني ولسمشر جورج بوش په خپل پیغام کې د پاکستان نظامي مشر پرویز مشرف ته ویلي وو، که افغانستان کې د طالبانو له ملاتړ لاس وانخلي او امریکا سره د طالبانو په جاروکولو کې ګډ اقدام ونکړي، پاکستان به د ډبرې پیر ته ورستون کړي.
د اسلام اباد پوځي واکمنانو ته داسې څرګند پیغام، په څو ورځو کې له افغانستانه د طالبانو لمن ورټوله کړه. داسې غوڅ پیغام هغه مهال، پاکستان اړویست چې طالبان حتی خپلو پوځي چورلکو کې له کندوز او ځینو نورو سیمو څخه وباسي.
دا چې طالبانو بیا په پاکستان کې ځاله جوړه کړه او پاکستان د طالب او نورو ترهګرو په نوم او مټ په افغانستان او کشمیر کې نیابتي جګړې ته ادامه ورکړه، جلا بحث دی چې له هیچا پټ نه دی او یو مهم لامل يي د اسلام اباد په وړاندې د امریکا پڅ او ناڅرګند دریځ دی چې ښای نورې پټې موخې هم شا ته ولري!
که څه هم لکه مخکې چې وویل شول د ټرمپ بهرنۍ پا لیسي لا پوره څرګنده نه ده او ښای د لوړې له مراسمو وروسته کله چې د چارو واګي په لاس کې واخلي یو څه روښانه شي، خو په ځینو برخو په تېره بیا د ایران په اړه د دې پالیسۍ تګلوری بیخي ښکاره دي.
د ټرمپ په راتلونکي کابینه کې اوس هم هغه نوماندې څېرې چې له ایران سره خپل مخالفت نه پټوي، په ډاګه لېدل کیږي. له دغو څېرو څخه دوه هغه يي یو متقاعد جنرال مایکل فلین (Michael Flynn ) د امریکا د ملي امنیت د سلاکار پتوګه او بل يي مایک پومپیو(Mike Pompeo ) د امریکا د مرکزي استخباراتو، سي ای ای (CIA) ادارې لپاره نومول شوي دي. «مایکل پر ایران بدګمانه دی او باور لري چې ایران د امریکا پر ضد له القاعده سره لاس یو کړی او په دې لامل يي اوباما سره د ایران پر سر د اختلاف له کبله د (CIA) له مشرۍ استعفا کړې وه.تاند» او مایک پومپیو چې د امریکايي استخباراتو د مرکزي ادارې سي ای ای د ریاست لپاره يي نوماندې منلې، د جمهوریپال ګوند غړی دی. نوموړی د هغو کسانو له ډلې و چې ایران سره يي د اټومي هوکړې مخالفت کاوه.
بلخوا د امریکا د استازو خونې تېره اونۍ پر ایران د لګېدلي لس کلن بندیز موافقې ته بیا اجازه ورکړه. د رویټرز خبري اژانس وايي د امریکا قانون جوړوونکو دا مسوده د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د دونالد ټرمپ له بري یوه اونۍ وروسته تصویب کړه.
ډونالډ ټرمپ لا د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال په یوې غونډې کې ويلي وو چې ایران سره اتومي هوکړه لیک باید «څېرې کړل شي» انا راډیو.
همدارنګه په امریکا کې د دواړو ګوندونو استازي هیله مند دي چې د نوي ولسمشر په راتګ سره به پر ایران فشارونه همدغسې روان وساتل شي.
خو اوس پوښتنه دا ده چې ایا امریکا به لکه د ایران په وړاندې، پاکستان ته هم غوڅ پیغام ولري؟
 که څه هم د ایران د اټومي وسلو شتون لا د پاکستان د اتومي وسلو پشان نړیوالو ته څرګند نه دی او همدارنګه د ترهګرو د ملاتړ او روزنې په اړه یې هم د پاکستان غوندې د بربنډ ملاتړ لاسوندونه لږ لېدل شوي، خو بیا هم د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ کې ورته غوڅه پاملرنه کیږي چې بېځایه نه ده او پخپل وار د تایید وړ ده. د امریکا په بهرنۍ پالیسي کې دغه شان پاملرنه او د فشار څرګند سیګنالونه باید تر ټولو لومړی پاکستان ته لیږل شوی وای چې هم پریمانه اتومي وسله لري او هم له بېلابېلو ترهګرو څخه په ښکاره ملاتړ کوي.
که امریکا په افغانستان او سیمه کې په ریښتیا سولې او امنیت ته ژمنه وي او لکه څنګه چې وايي افغانستان او سیمې ته په همدې پلمه راغلې، باید پاکستان چې سیمه کې د سرطان دانه ده او د ترهګرو په روزلو او استولو يي افغانستان او ټوله سیمه ناامنه کړې، خپله بهرنۍ پالیسي کې هغه تر نورو هېوادو مخکې په نښه کړي او تر فشار لاندې يي ونیسي.
سپينې ماڼۍ په ټولټاکنو کې د ډونالډ ترمپ له بریا وروسته هم د پخوا پشان په ډېرو عامو جملو کې وايي« د سپینې ماڼۍ یوه جګپوړي چارواکي په دې خبره په تاکید چې هیڅ دولت باید پرېنږدي چې خاوره یې د هیڅ ډول تروریستي ډلې له لوري پر نورو هیوادوو د حملې لپاره وکارول شي، وویل چې د تروریستي شبکو او سختدریځو ډلو پر ضد په جګړه کې د پاکستان د خلکو او امنیتي ځواکونو قربانۍ مني او د دې جګړې ملاتړ کوي. پاکستان باید په خپله خاوره کې د تروریستي ډلو په وړاندې اقدام وکړي. تاند»
دلته هم د حیرانتیا وړ دا ده چې دا څرګندونې د هغه غوښتنې په ځواب کې شوې چې په امریکا کې ۶۶۵۷۶۹ هندیانو په انلاین ډول مطرح کړې دي.
البته اوس ټولو ته ښکاره ده چې دغه خبرې د تېر پشان د اوباما د ادارې هغه بې ګټې او تکراري څرګندونې او باټې دي چې ۸ کاله يي پرې پرلپسې شخوند وهلی، خو باید وویل شي چې د ډونالډ ټرمپ او یا د هغه پلویانو هم تر اوسه پورې په دې اړه نوې خبره نه ده کړې.
ویل شوي د ټرمپ په نوې اداره کې به نیکي هیلي چې هندي الاصله امریکايۍ ده، یاني مور او پلار يي د هند دي او اوس د سویلي کاریلونا والي ده، په ملګرو ملتو کې د امریکا د سفیرې پتوګه دنده ترسره کړي. دا ټاکنه که د امریکا خپله کورنۍ چاره ده، خو بیا هم هند سره د امریکا په اړیکو کې بې ګټې نه ده.
بلخوا داسې هم اورېدل کیږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لپاره د نورو نوماندانو په منځ کې یو هم افغان الاصل امریکايي ښاغلی زلمی خلیلزاد دی.
که چیری ښاغلی خلیلزاد د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شي، یوخوا به هغه بې باوري چې افغانان يي د امریکا په اړه د چارو په هره برخه کې لري، یو څه رالږه شي او امریکا به د افغانانو پام ځان خوا ته را واړوي او هم به خپله کابینه کې د یوه افغان او مسلمان په ټاکنې سره د امریکا د نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ څېره چې د ټاکنو په کمپاین کې اسلام دین او له سپین پوټکو پرته، نورو توکمونو ته په سپکاوۍ سره ناولې شوېده، څه پاکه شي.
داسې دنده به ښاغلي خلیلزاد ته هم یو بل چانس په ګوتو ورکړي. د ښاغلی خلیلزاد څېره هم په امریکا کې د ریګن د واکمنۍ په مهال ، د جهادي مافیا په ملاتړ او د افغانستان ملي ګټو ته په بیغورۍ او د پاکستان د ګټو په خوندیتوب کې، چیچنه او موښلې ده. که چیري خلیلزاد وټاکل شي، هغه کولای شي د افغانانو ملي ګټې د امریکا له ګټو سره په انډول کې وساتي. اوس چې اسیا د لویدیځ او په تېره بیا د امریکا د ځانګړې پاملرنې وړ ګرځېدلې او په دې برخه کې افغانستان هم وتلی ځای لري، د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر پتوګه د ښاغلي خلیلزاد ټاکنه به د امریکا، افغانستان او اسیا د پیوستون لپاره خورا اغیزمنه او ګټوره تمامه شي.
که دا خبره د ولس په ژبه او د یوې ټوکې په بڼه وکړو، نو د خلیلزاد ټاکنه به د امریکا لپاره د چره یز ټوپک ډز وي، چې په یوه ګوزار ډېر ښکار کولای شي!
د ۲۰۱۶ کال د نومبر ۲۵ مه


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery