مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-01-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د طالبانو او روسيي ديپلوماتيکې اړيکې اود پيښور پټه ناسته

اکرام الله اتل

 په وروستیو ورځو کې به شونې ده هر افغان په دې خبر وي چې د اسلام د حراست او اشغال پر ضد جنګيدونکې ډلې طالبانو له روسانو سره لاس يو کړی دی، دا چې روسانو يو نيم ميليون افغانان شهيدان کړي، زرګونو نور يي ژوندي ښخ کړي او همدومره نور لا هم تري تم دي دا خبره هم د يوې پيړۍ مخکينۍ هغه نه بلکه د پوره څو ديرش کلونو مخکې تريخ واقعيت دی.
خو له دې ټولو سره سر طالبان دې اړيکو ته د ديپلوماتيکو اړیکو نوم ورکوي خو يو لوري ته يوه ترهګره ډله،د منظمې جغرافيي نشتون، د ملګرو ملتونو په تورليست کې ددې ډلې د مشرانو د نومونو شتون او بل لوري ته بیا د يو مشر وع حکومت په شتون کې له همداسې يوې ډلې سره د ديپلوماتيکو اړيکو لرل هم هيڅ ډول نړۍ وال او رسمي منطق نلري.
خو زه پر مشروعيت او نه مشروعیت خبرې نه کوم راځم دې ته چې طالبانو او روسانو څه ډول ديپلوماتيکې جوړې کړي دي او په دې برخه کې پاکستان دواړو لورو ته کومې آسانتياوې برابرې کړي دي.
وروسته تر دې چې هبت الله آخندزاده او سراج الدین حقاني د لومړنيو خبرو په خاطر د تخار له آی خانم سیمې لومړی د تاجکستان کولاب او بیا له هغه ځايه روسيي ته ورسیدل او هلته په ډيرو برخو کې خبرو پرمختګ درلود نو له را ستنیدو سره سم يي پر ضد مخالفتونه هم اوج ته ورسیدل، په دته خيلو کې ديني عالم رسما د حقاني شبکې پر ضد فتوا ورکړه،په لويه پکتيا کې چيرته چې د حقاني شبکې مشروعيت ډير وو د دوی قومندانانو د يو بل پر ضد وسلې پورته کړې، د کوټې شورا ډير غړي په پټه هلمند ته منډو شول او ځينې هم آی اس آی ونيول چې احمدالله نانی، صمد ثاني او ځينې نور يي ښې بیلګې دي.
خو پاکستان يو ډول هڅه کړې وه چې ددې درز مخه ونيسي نو دې پروسې ته يي خپل دوه ملايان فضل الرحمن او سميع الحق هم ور دننه کړل، ځکه دا دوه هغه ملايان وو چې د همدې طالبانو په شتون کې يي « جهاد افغانستان، دفاع پاکستان» شعار پوره درې لسيزې مخکې کله چې روسانو پر افغانستان پوځي يرغل کړی وو ورکړي وو نو اوس يي هم شتون اړین وو ځکه پاکستان يو لوري ته طالبان باید قانع کړي وی او بل يي روسیه هم په دې پوهولې وی چې د دوی پر ضد پروني پاکستاني ملیان د ننۍ هوکړې کلک ملاتړي دي.
بله مهمه خبره داده چې ډيرو طالبانو ته د پاکستان د استخباراتي مدارسو مشران لکه مولانا سميع الحق او ځينې نور د پلار حيثیت لری ان تر دې چې په خپله د ای اس ای دا خلاط خواره ملایان هم دا خبره مني چې دوی ته طالبان د معنوي پلار خطاب کوي خو کاش دا معنويات په علمي برخه کې وی نه په استخباراتي برخه کې.
د آی اس آی او کې جې بي له مخکيني پلان سره سم همداسې وشول په اکوړه خټک کې به پوره څو اونۍ هره ورځ ‌ډلې ډلې طالب مشران خپل پلار سميع الحق ته ورتلل او هغه به ورته استخباراتي فتواوې ورکولې چې د امريکې د ماتې په خاطر له روسانو پيسې او وسلې اخيستل روا دي لنډه دا چې د روسانو تلوار او د داعش په اړه تبلیغاتي وارخطايي مسکو اړ ويست چې نور پاکستان اړباسي چې طالبان عملا معاملې ته اړ کړي ځکه د طالبانو انشعاب او خپل منځي ستونزو کې جې بي په مشخص ډول وارخطا کړې وه بل دا چې روسيي داسې فکر کاوو چې په سوریه کې تر شویو وحشتونو وروسته مخکې تر دې چې داعش په افغانستان کې د دوی پر ضد جبهه پرانيزي دوی باید طالبان ورته سمبال کړي وي ځکه کې جي بي د افغان ځواکونو قاطعانه عملیات او هره ورځ د ډلو ډلو طالبانو وژلو ته هم انديښمنه وه.
له ننه دوه اونۍ مخکې يانې د ۲۰۱۶ ميلادي کال د وروستۍ مياشتې په منځ کې پنځه روسي نظامیان او د کې جې بی افسران پاکستان ته راغلل او له اسلام اباد څخه دا پنځه تنه روسان، هبت الله آخندزاده، مولوي سراج الدین حقاتي،مولانافضل الرحمن، حاجي زرين چې د حقاني شبکې لوړ پوړی غړی دی په يوه پاکستانۍ پوځي الوتکه کې د پيښور اکوړه خټک ته راوستل شول او دلته يي کوربه توب د آی اس آی له پلان سره سم مولانا سميع الحق ته وسپارل شو او د غلامۍ او اجيرې مليشې په توګه د طالبانو او روسيي تر منځ هوکړه په هغه مدرسه کې وشوه چیرته چې يو وخت همدې طالبانو ته له يادې مدرسې څخه د روسانو پر ضد د جهاد فتوا ورکول شوې وه يانې د طالبانو پروني د امریکې په معاشونو مست پلار خپل مخالف بچيان له پروني دښمن سره هوکړې ته کينول.
دې غونډې درې ورځې دوام وکړ او په پای کې روسانو له طالبانو سره هوکړه وکړه چې د هرې مياشتې په پای کې به دې ډلې ته د پاکستان په وساطت پيسې، سپکې او درنې وسلې او روزنه ورکوي خو يوه خبره وه چې روسانو مخکې له مخکې دا شرط وړاندې کړی وو چې دوی به يوازې حقاني شبکې ته يادې وسلې ورکوي او بیا به يي حقاني شبکه د کوټې شورا ته هم ور ويشي.
خو ولې حقاني شبکه:
۱ـ حقاني شبکه تر ډيره د يوې کورنۍ له لوري رهبري کيږي خو د کوټې شورا داسې نه ده بلکه ډير پخواني طالب مشران پکې غړي دي.
۲ـ حقاني شبکه د کوټې تر شورا ډيره د ای اس ای تر اغیز لاندې ده ولې د کوټې په شورا کې ځينې داسې خلک لا هم شته چې پاکستان دښمن بولي او په افغانستان يي زړه درد کوي چې ملا احمدالله نانی، صمد ثاني، امیرخان متقي،ملارسول، ملا منان نيازی، دمنصور دادالله کورنۍ او ان د ملاعمر کورنۍ او زوی هم پکې شامل دي.
۳ـ حقاني شبکې په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان د تباهۍ په خاطر د آی اس ای هر امر په ډيره لېوالتيا سره پلی کړی وو چې په تیرو لسو کلونو کې د افغان وژنې په لړ کې د دوی ترهګریز بریدونه او نسل وژنې يي ښې بیلګې دي.
۴ـ د قبایلي سیمو ډيری هغه ملایان چې له حقاني شبکې سره دي يوازې د مدرسې په ابجدو پوی دي د کوټې د شورا د غړو په څير يي پر نړۍ وال سياست او غټه لوبه چندان سر نه خلاصيږي.
۵ـ جلال الدین حقاني د روسانو پر ضد جهاد کړی وو نو ننۍ هوکړه د همدې شبکې له ادرسه يو ډول د وخت مشروعيت درلود.
لنډه دا چې:
تر دې خبرو وروسته د هوکړې د لاسليک په خاطر پريکړه وشوه چې د طالبانو يو پلاوی به رسما مسکو ته وربلل کيږي او هلته به پر شوې هوکړه لاسليک کيږي.
آی اس آی په دې برخه کې هم خپله ونډه لرله او د حقاني شبکې درې تنه يي چې مشري يي ددې ترهګرې ډلې په کندز کې عملياتی مسول لاهوس خان کوله روسيي ته واستول او رسما ددې ننګينې او نامعقولې ډيپلوماسۍ تړون د يو نيم ميلیون افغان وګړو له قاتلينو سره هغو ملایانو وکړ چې پرون يي د همدې هیواد پر ضد د جهاد د پاکستانۍ فتواوو په ورکولو سره په ميليونونو افغانان بدبخته کړل او موږ د يو نيم ميليون سرونو په نذرانه کولو هم پاکستان د روسيي له اشغاله وژغوره او هم مو د امریکې د سړې جګړې د بریا ارمان پوره کړ.
اوس نو دا چې غار او غر ميشتي طالبان او د دوی د کابل پوششي معاش خواره دا اړيکې ديپلوماتيکې بولې نو آيا په ديپلوماتيک عرف کې د وسلو ورکول يا د يوې ترهګرې ډلې لپاره وسلې او پيسې برابرول هم ديپلوماتيک عرف دی که داسې وي نو بیا خو په کابل کې باید ددې پنځوسو هیوادونو سفارتونه هم ورته ډلې او ټپلې جوړې کړي او باید وسلې او پيسې و ويشي او بل دا چې طالبانو باید د خپلې واکمنۍ پر مهال هم نه يوازې له پاکستان او عربي نړۍ بلکه د اوس په څير يي له روسانو او ایران څخه هم وسلې اخيستی وی ځکه د دوی په خبره د يو ملت د تباهۍ لپاره يوې ترهګرې ډلې ته به د وسلو ورکول ديپلوماتيک عرف وي نو بل دا چې طالبانو د ننۍ امريکې راتګ ته هغه وخت موکه برابره کړه چې يو اسامه بن لادن يي له هیواد څخه ونه شاړه خو نن بیا څنګه د يو کفري هیواد د ماتې په خاطر د بل کفري هیواد په وسلو افغان ولس وژلی شي؟.
بله مهمه خبره داده چې طالبانو ته روسان يادې وسلې د افغانستان د ورانۍ او تباهۍپه خاطر ورکوي که چیرته طالبان د افغان حکومت او امریکې رسمي اړيکې د ځان لپاره د مشروعيت دلیل بولي نو اوس دې طالبانو هم څو کارونه وکړي:
۱ـ امریکې درې ټريليونه ډالره په افغانستان کې مصرف کړي روسیه دې د طالبانو په لاس يو ټريليون ډالر مصرف کړي خو په جنګ او افغان وژنه نه بلکه په هغو سړکونو او پلونو چې طالبانو د پاکستان په خاطر په بمونو ټوټه کړي دي.
۲ـ امريکې پنځه لکه پوځ او پوليس افغانستان ته جوړ کړي روسیه دې له همدې طالبانو مطلق افغاني لس زره طالباني پوځ وروزي خو د پاکستاني مدرسې د ملا فتوا ته منتظر پوځ نه بلکه په افغانستان او افغان ولس مين پوځ.
۳ـ امریکې په کال کې د افغانستان د ساتنې په خاطر پنځه مليارده ډالره مرستې ژمنه کړې روسيه دې خیر ده یو ميليارد ډالره مرسته وکړي خو طالبان به په دې پيسو د پاکستان، ایران او روسيي ګټې نه بلکه د افغانستان ګټې ساتي.
۴ـ روسیه داعش ته انديښمنه ده نو د داعش پر ضد لومړنۍ جبهه افغان ملي امنيتي ځواکونو پرانيستې اوس دې نو روسیه دا هم له ځان سره وګوري چې د لستوڼي مار به بیرته دوی ونه چيچي.
۵ـ که د ترهګرو روزل ديپلوماتيک عرف وي اوس باید افغان حکومت د ایران د حکومت مخالف د مجاهدین خلق ډلې، د روسيي مخالفو او ځپل شویو چچن مسلمانانو ته هم باید د حکومت او امريکې له لوري د روسيي په څير ډيپلوماتيکې مرستې ور شروع شي.
زه نه پوهیږم د روسانو له روان حماقته دې کار ته يي څنګه ديپلوماتيک نوم او د طالبانو دينی او شرعي دريځ ته په کتو د دوی او داعش تر منځ به ولس څه ډول توپير کوي ځکه چې داعش وايي ماته د امریکې وسلې ځکه حلالې دي چې روسان يا دهریان او له خدایه منکر پوځ ماتوم او طالبان بیا وايي چې د روسيي وسلې موږ ته روا دي ځکه امریکايان باید مات کړو خو په دې منځ کې وژل کيدونکي افغانان چې عام ولس دی نه امریکايان دي او نه روسان خو د روسيي او امریکې اجیرې مليشې يانې طالبان او داعشیان يي وژني دا به څنګه کيږي؟
 خو د دې هوکړې ستره لاسته راوړنه افغان ولس ته داده چې يو لوري ته ديني پنډيتان چلنج شول او بل موږ اوس نه يوازې عادي بلکه ديني کمونستان هم پیدا کړل اوس به نو ملا ته هم ملا کمونيست آخند ويل بده خبره نه وي ځکه ديپلوماتيکې اړيکې ديپلوماتيک نومونه هم له ځان سره لري.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery