مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-01-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغانستان د درېیمې نړیوالې جګړې آزمون ځای

محمد انور ولید

 

درېیمه نړیواله جګړه مخ پرتودېدوده ، خودلاس په لستوڼي جګړې لومړنی ډګریې په خپله خوښه د آسیا په وچه کې د افغانستان جغرافیه ځانته ټاکلې اود جنګ سوټي اود سون مواد یې هم خپله افغانان دي . له روسي یرغل څخه درواخله ، ترجهادي اولاد ینه کثیرالهویته ډلوټپلواودهغوی ترذات البیني اخلافاتو پورې ټول ددې شاهدي وایي چې افغانستان د درېیمې نړیوالې جګړې د پیل له پاره آن د مخه ځکه آزمون ځای ټاکل شوی ؤچې پوره نهه دېرش کاله په دې هېواد کې د وینو سېلابونه او د اوښکو بارانونه پرله پسې روان دي او د سړو اسوېلیو شنو لوخړو یې د شنه آسمان مخ ور پو ښلی دئ . په دې خاوره کې هره ورځ مرګ ژوبلې او جنازې روانې دي .

دلته هره ورځ د الله د رحمت پرځای د خدای تعالی غضب را نازل دئ ، هېچا د زړه له اخلاصه په صدق سره توبه نه ده ایستلې .ځکه خو د افغانانوتوبه لاهم نه ده قبوله شوې او د غضب د پاسه بل غضب پرې را نازل وي .

افغانان د خپلې راتلونکې اوخپل برخلیک پرسردومره په کورنیو، سیمه ئیزواونړیوالوناروا معاملواوزدوبندونوکې ښکېل اوغرق دي چې آن په خپله مور( وطن ) باندې یې هم له پردوسره په ډېره بې شرمۍ اوسپین سترګۍ دا ډول معاملې وکړې اوکړې یې دي . پردۍ مرستې خلاصې شوې ، خو د افغانانو د خیرات ټولولوکچکولونه اوس هم تش ځوړند اود ذات البیني اختلافاتوسریزې یې لانه دي خلاصې شوې ، خدای پوهېږي چې د دوی د دغو پرد یود ېکتې شویواختلافي کتابونومتنونه به څه وخت پیلېږي ، او په کومو پېړیوکې به پای ومومي ؟ !

د افغانستان خلک (۹۹،۵٪) ټول مسلمانان دي ، اوالله (ج) په عام ډول خپلوټولوبنده ګانوته امرکړی چې ؛ تاسې ټول په خپلوکې سره وروڼه یۍ ، د یوه خدای (ج) په رسۍ ( حبل الله ) ، یا په بله وینا ؛ پر( کتاب الله ) باندې منګولې ټینګې کړۍ اوسره پاشل کېږۍ مه ، یعنې ؛ په ټوټواو ډلګیو ( سمت ، ژبو، مذاهبو او قام پرستیو ) ځانونه مه سره وېشۍ . ځکه په نفاق او ځانځانۍ کې ستاسې خیرنه شته .

اې افغانانو! که مو پرځان باندې د نفاق ظلم روا وباله او پرملي یووالي موکبروکړ، نو بیا خو د ستاسې د دې ظلم اوکبر کاسې نسکورې او په ظلم سره به ستاسې دا کبرزوال اود تل له پاره به د پردوغلامان شۍ . چې بیا به نه د تخت او بخت خاوندان وۍ ، او نه هم د خپل واک اوځواک . نه به د خپلې هستۍ واک در سره وي ، او نه هم د خپل کوراوګور . نه به ننګ اوناموس ستاسې په واک اختیارکې وي اونه هم افغاني غیرت اوعزت .

د استکباررسۍ به مو په ډله ئیزه توګه غاړې ته درلوېدلې وي ، انساني حیثیت اووقارته به موپه سپکه سترګه کتل کېږي ، انساني هویت اوکرامت به مود زبرځواکونوترپښو لاندې وي او ترکلونواو پېړیو پورې به د څارویو په څېرکاردرڅخه اخیستل کېږي .

اې افغانانو! له قرائنواونښو نښانو خو داسې برېښي چې درېیمه نړیواله جګړه به په افغانستان کې پیل شي ، ځکه د درېیمې نړیوالې جګړې ټول امکانات زموږ په هېواد کې برابراو د بشپړېدو په درشل کې دي . خوکه چېرته درېیمه نړیواله جګړه دلته زموږ په ټاټوبي کې ونښتله ، نو ښکاره خبره ده چې همدغه افغانان به بیا د نړیوالو جګړه مارو فیلانو تر باروتي پښو لاندې د حشراتو په څېرپایمال اوله مینځه ځي اوټول به ددې جګړې داورخوراک شي . افغان خاوره به یې د اتومي بمونو له لاسه تریو ریشیما اوناګاساکي بد تره په ایرو باندې بدله اود تل له پاره به د انسان ، حیوان او نبات د سالم ژوند امکانات په کې ختم شي . د راتلونکو ناقص الاعضأ نسلونو د تاریخي محکومیت د پړې هغه ذمه واري به هم د همدغو ذ ید خلو عناصروپرغاړه وي څوک چې د ملت له خوښې پرته په مستقیم اوغیرمستقیم ډول د دولت ، اپوزیسیون اومخالف وسله وال په توګه د افغان خاورې اوملت استازیتوب کوي چې بیا به یې هډوکو ته هم څوک برائت نه شي ورکولی او د ستالین په څېر به محاکمه کېږي .

که چېرې د افغانانو ترمینځ دغه بد مرغه را ټوکېدليو اختلافونو ته څوک د یني صبغه او توجهه ورکوي ، نو د د ین خو دا غوښتنه نه ده ، او نه هم د ین د انسانانو د تفرق او سره پاشلو له پاره راغلی دئ . بلکې د ین د توحید او سره یوکېدو له پاره راغلی ، خود نفاق اوسره پاشلوعناصرپه کې پردي تخمونه اواډاڼې دی ، ترڅود سره بېلولوله لارې یې لومړی ځانته مجبوراوتابېع کړي ، خووروسته یې ټولې شتمنې د موریانې اووایرس په څېرد ننه په افغان بدن ( جغرافیه ) کې وروخوري .

تربرتانوي استعماررا وروسته د افغانستان د نیواک پرسرد ناټو یا شمالي اتلانتیک او وارسا د پکت ترمینځ یوه ستره پټه سیالي چې د وخت حکومتونو له افغانونو پټه ساتلې وه ـ روانه وه ، چې د ناټو یا شمالي اتلانتیک مشري د امریکې ، اود وارسا د پکت مشري یې د پخواني شوروي اتحاد ( کرېملین ) پرغاړه وه . افغان مشران د خپلو ورهبه کړیو واکونو پرمهال ښه ورباندې خبراو پوه وو، خو څه یې کړي وای ، ځکه چې هغوی هم څوک د شرقي ، اوڅوک د غربي بلاک پوروړي ، تراحسان لاندې اوترخولو یې له خپل ملت څخه پرته د پردو د ملاتړسپڼسي ختلي وو . ترټول افغانستان ، ټولو ځمکنیو شتمنیواو ټولو شریفو خلکو یې خپل قدرت ، خپلې غلاګانې او خپلې مېلې چړچې غوره بللې وې .

له همدې کبله یې له خپل ملت څخه حقیقتونه ټول د تاریخ پر پاڼه پټ ساتلي وو . اوآن چې له آرشیفونوڅخه یې حقائق ایستلي او د افغانانو ريښتینی تاریخ یې ورمسخ کړی دئ .

که چېرته زما پردې خبره د چا باورنه راځي ، نوورشۍ د تیري کوونکو دښمنانو په آرشیفونواو موزیمونوکې د افغانستان د پخوانیواصلي ملي قهرمانانواصلي نسخې ، انځوریزې صحنې اوقلمي آثاروګورۍ چې زموږ د ملت اصلي تاریخ جوړوونکوقهرمانانواود استعماري کړیواوافکاروضد افغان عناصرو د خپلې خاورې ، خپل د ین ، خپلوملي شتمنیواو خپل ملت له پاره څومره ځاني اومالي قربانۍ ورکړې ، اود وخت زمامدارانواوغلوچارواکواوزور واکود استعمار پرمټ د خپلو ځانونواواستعماري ګټو په خاطرڅومره ملي قهرمانان ترخاورولاندې کړي او بیا یې د هغوی د وینو په بیه د هغوی ټول ګټلي افتخارات څه ډول د مصنوعي قهرمانانو په نوم د تاریخ یوه برخه ګرځولې او د مؤمن خان د ښامار په څېرهرنامرد تسمې ترې ایستلې دي ، ترڅو راتلونکو نسلونو ته وښیي چې ګواکي د استعمارښاماران ټول همدې شغالانو وژلي دي .

په داسې حال کې چې داسې نه وه ـ او نه ده ، بلکې له استعمارسره یې په پټه او ښکاره د خپل ملت او خپلې خاورې پرضد مرستې کړې او پټې یارانې یې ورسره چلولې دي . ځکه دا پردۍ وارداتي ، د مخه مهندسي شوې پروژې وې چې مدیریت یې د افغانستان ، مجاهدینواواسلام د ښمنانو آن له بهره د دې د پاره پرغاړه درلود چې جهاد یې پرې مسخ ، مجاهدین یې پرې بد نام ، د اسلام نوم یې پرې بد کړ. لمرپه د ووګوتونه پټېږي . سپاهي چې خپل ځان په خپله ستایي ، نو ویې دې ستایي . جهادافغانانووکړ، خوتاریخ یې فرانسویان ، روسان اوایرانیان په مسخ شوي ډول لیکي .

د افغانستان جهاد د پاکستان اوایران د وارداتي مشرانو په څېرنه ؤ چې له انګلیس او فرانسې څخه ورته را پارسل شول او په پاکستان کې د قائد اعظم ، اوپه ایران کې د مذهبي رهبر په څېرو پرپاکستان اوایران باندې ورتحمیل شول . دا افغانستان دئ . په افغانستان کې مصنوعي تپل شوي د پرد ومزدوران څوک د رهبراواتل په نومونوسره نه پېژني . د لته ملي خائنانو ته ملي اتلان او رهبران نه ویل کېږي . اتل په پرد یوڅوکرایي کرښولیکلو باندې نه جوړېږي . د اصلي ملي اتلانو په کارنامواو شاهکاریو باندې د وطن بوټي ، ډاګونه ، کلي ، دري ، او د ښتې خپله شاهدي وایی .

دلته دهرتیري کوونکي استعماري ځواک ماتې خوړل اوله دې خاورې څخه د هغوی په زوره ایستل کېدل د ټولوافغانانوله پاره د افغان تاریخ په هره مقطع کې یو ښکاره اخترؤاو دئ . خودا اخترد ومره پټ مېړه هم نه دئ چې پټ تېرشي . که د ښمنان نران وي نو هغه ځایونه دې په خپله خوله وښیي چې د دوی کتارونه او پوځونه په کې ختم شوي او د افغانستان غرونه رغونه ورته ګورستانونه جوړ شوي دي .

خلک ټول پوهېږي چې په افغانستان کې د سکندر، چنګېز، ګورګین ، مکناټن او کېوناري ملاتړچاکړی ؤ، او پر وړاندې یې جهاد چا پیل کړی او ماتې چا ورکړېده . د هغو اتلانواو فاتحینو چپنې ، پڼې او تورې خو نن هم د افغانستان د د ښمنانو په موزیمونو کې شته .

د فلمي مصنوعي سناریو فلمونه جوړول او اصلي صحنې ډېرتوپیرونه سره لري . که په یوه دره ـ او ددرې په خواوشا سیمو کې مصنوعي فلمونه څوک د پرد یوجهادي کارنامو اود سر په بیه د د ښمن د تخریب شویو جنګي وسیلو او ذرائعو له څنګ واخلي او په خپل نوم باندې یې ثبت او را جسترکړي ، کومه ګټه ځکه نه لري چې دا هسې خیالي مصنوعي صحنې او انځورونه دي ، ځکه د پېښو د زمان او مکان او اصلي کرېکټرانو ثبوت یې ورسره نه شته .

د همدغومجاهد نما مجاهدینواود هغوی د مصنوعي کارروائیواود مجاهدینود ځینو ناوړه مشرانوله امله د کینه کښو ګاونډیواو د سیمې او نړۍ استخباراتود افغان سپېڅلي جهاد په لیکو کې ځای ونیو، هرکس او ناکس په جهاد او د جهاد په ارزښتونو اولاسته راوړنو باندې ملنډې ووهلې . جهاد ، مجاهدین او د مجاهدینو رهبران ټول سره بېل او وپاشل شول . د مجاهدینو رهبرانوهریوه ترکړي جهاد او ټولوجهادي لاسته راوړنوارګ ته ور ننوتل غوره وګڼل . خپلمنځي ائتلافونه یې په دښمنیو ، او اتحادونه یې په تنظیمونو باندې بدل شول .

هریوه رهبرته ځان تر نوروغوره او مستحق برېښېده . خو دغه اختلافونه د سیمې اونړۍ حکومتونواواستخباراتو په کې واچول . ځکه دوی د جهاد ټولې مالي مرستې او وسلې هم له مجاهینو څخه غلاکولې او په تور بازار کې به یې پلورلې اوهریوه ډېرې نغدې پیسې په خپلو اکونټونو کې لرلې . د افغانستان ملي اردو په تنظیمونو کې سره ووېشل شوه . ټولو خلکو په خپلوسترګو ولیدل چې د ښکېلوغاړو ځایي او محلي قو ماندانانو به له (۴۰) در واخله بیا آن تر (۱۰۰) ده سلنډو او کاماز موټرو پورې وسلې او مهمات په سروبي او څرخي پله کې پلورل له یوه کتار څخه به بل کتار ته تشېدل . جوړ ټانکونه او جوړې الوتکې به په لاسي برقي ماشینونو باندې اره کېدل او کباړ کېدل او بیا به د کابل په وزن في سېر اوسپنه په (پینځه ) کلدارې د کباړ په توګه پلورل کېدل . مټ یې ډک او زړونه یې ډاډه وو . چې د غلاګانو نښې نښانې یې په پریو هېوادو کې د بلندمنزلونو په رانیولو ، جوړولو ، شهرکونو جوړولو ، د ځمکو په غصبولو، مافیایي تور تجارت ، شخصي رادیو ګانو ، تلوېزیونونو ، روزنامو اود انتخاباتو پرمهال معلومې شوې چې دوی دغه ډول پانګې له کومه ترلاسه کړې وې .

دا چې دوی د هېواد د ملي دسترخوان پردغه لږوڅنډو دومره ناوا خپلې ګېډې پړسولې دي ، نوکه د ټول هېواد واک اختیارهغه مهال ددوی ترګوتو ورغلی وای ، خدای خبرچې څه به یې کړي وای .

هو! د افغانستان دښمنانوهمداغوښتل چې د افغانستان ملي یووالی پرهمدغه ډول غناصرواوهمدغه ډول پروژوعملي کولو باندې له مینځه یوسي . اوس دوی فکرکوي چې تریوې کچې پورې پرافغانستان باندې په خپلو پلانونوعملي کولوکې بریالي شوي دي .

ولې دایې چورلټ له یاده وتلې ده چې د دوی د حیلواوتوطئیواوخپله د دوی د برخلیک په وړاندې د افغانانو خدای (ج) څه فیصله کړې ده ؟ ځکه عزت اوذ لت دواړه د همغه یوه واحد اولاشریک مالک الملک ذات (ج) په لاس کې دي ، چې چاته یې اراده وشي ترې ورکوي یې ، اوله چانه چې اراده یې وشي ، ترې اخلي یې . خوشرط په کې دادئ چې فاعل مختارافغانان خپل تقد یرپه خپلومثبتوملي او د یني هلوځلواوقربانیو ورکولو سره په خپل لاس باندې ولیکې .

توراستعمار( انګلیس ) چې کله د افغانستان په نیولو او قابو کولو کې پاتې راغۍ او له بل پلوه هندوستان هم په برصغیر کې د دوی واکمنۍ ته د پای ټکی کېښود ، نو د خپل غچ او بدلې اخیستو له پاره یې د شرقي اوغربې پاکستان په نامه فتنه په کې را پورته کړه ، چې مد یریت یې آن له لند ن څخه کېده . دې تحریک ته یې ترهغو پورې ببوزی او پنکی وواهه تر څو چې د لوی هندوستان او لوی افغانستان په ځینو سیمو کې یې د پاکستان په نامه بېله مصنوعي جغرافیه ( اوسنی نوزاد پاکستان ) داسې اعلان کړچې د افغانستان خوا یې تراوسه هېچا د رسمي پولې په توګه په رسمیت نه ده پېژندلې .

خو پاکستان اوس هم د یرغلګرانګلیس په میراث د ټولو نړیوالو دولتي قوانینو خلاف ناست اوآن چې د تزاري روس او برتانوي هند تر مینځ عائقې سیمې ( آزاد قبائل ) هم د ځا ن بولي اوافغانان مجبوروي چې د ډېورنډ منحوسه او نا پېژندل شوې کرښه د پوځي ، سیاسي ، ترورېزم او نورو ناروا لارو چارو په زور سره ومني ، ترڅوهم خپله غیر قانوني جغرافیه قانوني او پراخه کړي او هم د افغانستان اوبه ، معد نونه او ځلګلونه پرې د ځان کړي .

ایران او تزاري روسانوهم د ېته ورته کارونه کړي ځکه مشهد ، نېشا پور، سیستان اوبلوچستان ـ ایران . اومروه او پنجده تزاري روسانوله افغانستانه بېل کړي او ترنن پورې یې د افغانستان له واکمنۍ څخه ایستلي دي . 

د مقبوضه کشمیرپرسرخولاهم د پاکستان اوهندوستان ترمینځ لانجه روانه ده ، خوشرقي پاکستان ( بنګال) د هند په ملګرتیا د پاکستان له باج اوخراج څخه په مشروط ډول خلاص اود بنګله د ېش په نوم یې ځانته خپلواک حکومت اعلان کړ .

د پاکستان ، ایران اوروسانواختلاف له افغانانواوافغان نظام سره پرهمدغو ټکو باندې دئ ، دوی د استعماري ځواکونو ملاتړاو ننګه هم د همدې ټکو له پاره کړې ده اود شفتالو پرځای شف شف وایي . خواستعماري ځواکونه بیا خپلو اهدافو ته د رسېدو له پاره د یادوهېوادود ملاتړ خپلولو له پاره تل افغانستان ، افغان نظام او افغانان د خپلو اهدافو نذرانه او تارګېټ ګرځولي او د مالي ، ځاني ، سیاسي ، نظامي ، کلتوري ، اقتصادي ، صحي ، تجارتي او تعلیمي نظام ختمولو ، او د ملي یووالي د سره پاشلو بیه یې افغانان پرې کوي . ځکه همدا اوس د فدرالي روسیې په شمول د افغانستان د ګاونډیانواو امریکې بهرنۍ دولتي پالېسي د افغانستان په اړه سره یوه ده .

ښکاره بېلګه یې د اوباما د واکنۍ په دې وروستیوکې له امریکې څخه د (۳۰ ) په شاوخواکې د روسي د یپلو ماتانو ایسل اود ټرامپ له خوا د امریکایي استخباراتو د راپور ناسم اعلانول او د پوتین زغم ټول هغه څه دي چې د کومې بلې نړیوالې تو طئیې له پاره ترکاسه لاندې کومه بله نیم کاسه شتون لري چې پر دې سره د نړیوالو پام بلې خوا ته پرې اړول په ګوته کوي .

ټرامپ او پو تین او په دوی پورې تړلي اقماراوس په دغه ګېم کې غواړي چې خپله اتومي او ذروي زورآزموینه له افغانستانه پیل کړي ، ترڅو له دې نقطې څخه ټوله اسلامي نړۍ په دې اورکې وسوځوي او دوی ـ او پر دوی پورې تړلي ؤلسونه او د هغوی شتمنۍ ټولې خوندي او ژوندۍ پاتې شي .

دغه نړیوال کنفرانسونه اوغونډې دوی د دووهدفونو له پاره ترسره کړې او ترسره کوي یې :

لومړي د خپلو پلانونواوخپلوعسکرود تمویل له پاره نړیوالې مرسې په دې پلمه سره را ټولوي او مجبورو او لوېدلیو متنازع فیه هېوادونو او نظامونو ته یوازې جیب خرڅ ترې ورکوي او بس ، ځکه که موږ لږ له خپل عقل څخه کار واخلو اوپردې موضوع لږ سوچ وکړو چې ؛

ولې په شپاړسو کالو کې تر اوسه افغانستان او افغان نظام و نه رغېد ؟

ولې په یوه پېښه پسې بله په عمدي او قصدي توګه راټوکول کېږي ؟

 ولې په افغانستان کې سوله تخریبېږي ؟

ولې ملي اردو او ملي پو لیس په سپکو او درنواغېزمنو وسلونه سمبالېږي ؟

ولې خپلې دست داشته وسلې ترې ټولې او له کاره ولوېدلې ؟

 ولې تعلیم یافته او ټرېنېنګ شوي زاړه ارکان حرب والا صاحب منصبان په کورونو کېنول شول او ماشیني عسکر یې پرځای وګومارل شول ؟

ولې په اداروکې اداري فساد ، رشوت ، اختلاس ، اخلاقي ضعف ، د ونډو دولتي اوغیردولتي موازي ادارې ورځ تربلې مخ په ډېرېدو دي ؟
ولې د تولید او تصد یرپرځای تورید ډېر دئ ، په داسې حال کې چې موږ خپلې سر شارې سرچینې او مالي امکانات هم په لاس کې لرل ؟

ولې موږ پرد یومالي امکا نا تواوخپلوهبه کړی شویود اجارې څوکیو ته پرټول افغانستان ، ټول اصولي او قانوني نظام ، ټولو خلکو او ټولو ملي شتمنیو باندې ترجېح ورکړې ده ؟

ولې مافیایي بانډونو په افغانستان او د افغانستان په ګاونډ یو سیمو کې ځالې جوړې کړې ؟

ولې هره ورځ له دیمو کراسۍ څخه پراستفادې اخلاقي فساد مخ په ډېرېدو، او د ین او د یني ارزښتونو ته درناوی او پاملرنه مخ پرکمېد و ده ؟

ولې هره ورځ ترهګریز بریدونه زموږ د بېګناه او بې دفاع خلکو ژوند اخلي ؟

ولې هره ورځ زموږ په هېواد کې ناامني مخ پرخورېدواو د جنایي پېښو شمېر له خلکو ورک دئ ؟ 

ولې په افغانستان کې مخدره توکې ، د نشه یي توکو کرکیله ، تولید ، پروسس او نشه یان ورځ بر بلې زیاتوالی مومي ؟

ولې د افغانستان ګاونډیانو په ښکاره او نړیوالو په پټه د افغان دولت پر ضد افغان  مخالفین په مالي ، نظامي او سیاسي لحاظ په څنګ کې ور سره ساتلي او سولې ته یې نه پرېږدي ؟
ولې د افغانستان په ملي وثیقه ( اساسی قانون ) ، قضاء اوحقوقي مسائلو کې هره ورځ د خپلو شخصي مفاداتو او امتیازاتو اخیستو له پاره ګوتې وهل کېږي ؟

ولې ترتعلیم یافته ، پرمعلوماته او د افغانستان ، سیمې او نړۍ له هر څه څخه خبرو افغانانوڅخه  ټایپېستانواو نالوستو کسانو ته ډېره ترجېح ورکول کېږي ؟

ولې امریکا په لومړیو کې له ترورېزم سره د جګړې په نوم په زرګونو او لکونو عسکر افغانستان ته را ولېږل ، خو د لاسته راوړنو محصله یې بیا هم له (۲۰۰۱) زیږدیزکال را په ایسته تر (۲۰۱۷ ) زیږدیز کال پورې ځکه منفی صفر ده چې د له مینځه وړلو او نابودولو پرځای ترورېزم نوره وده هم په کې وکړه ، حکومتولي خرابه ، سوله په پرد یو لاسو کې ورکه او افغان کشاله او په افغانستان کې پردۍ تپل شوې جګړه نوره هم توده او اوږده شوه ؟

ولې امریکه یوځل له افغانستان څخه خپل عسکر باسي او پاتې په (۹) زونونو کې ځای پرځای کوي ، خو وروسته بیا اعلان کوي چې (300) نور سمندري پو ځیان د افغان ځواکونو د مرستې له پاره هلمند ولایت ته لېږي ، په داسې حال کې په زرګونو ځواکونو یې په هلمند کې امنیت را نه شو وستلای ، نو (300) پو ځیان به څنګه هلمند ته امنیت را وستلای شي ؟

دا په داسې حال کې ده چې مخالفو وسله والو طالبانو هم د دغو عسکرو د راتلو په وړاندې منفي غبرګون وښود او زیاته یې کړه چې  همدا اوس د هلمند په ګرم سېل ؤلسوالۍ کې اړوندو د ښتو کې د امریکې په سلګونو او زرګونو پوځیان پټ دي . خو سوال دادئ چې دا دڅه له پاره ؟

آیا امریکه په افغانستان کې دغه پردۍ جګړې ته د پای ټکی ږدي ، او که جګړه نوره هم تودوي او اوږدوي یې ؟ 

ویل کېږي چې دا مهال افغانستان د نړۍ په تر ټولو لسو خطر ناکو نقطو کې اووم مقام لري .

سوریه ، عراق ، ترکیه ، یمن ، د کنګو دیموکراتیک جمهوریت : جنوبي سوډان ، د افریقې صحرای اعظم او د چاد سیند حوزه ، افغانستان ، میانمار، اوکراین ، او مکزیک .
 

دا ، او د ېته ورته نورې ډېرې پوښتنې شته چې ځواب یې باید د افغانستان روڼ آندي ،مفسرین ، مبصرین ، علمأ ،  حکومت ، مخالفین ، د افغانستان خلک او د سیمې او نړۍ حکومتونه ورکړي .

ځکه دا ، اود ېته ورته نورې ټولې ورځنۍ روانې پېښې اوکشالې په افغانستان اوسیمه کې ددې شاهدې دي چې درېیمه نړیواله جګړه مخ پرتود ېدو ده . افغانستان آخرد زبرځواکونو د اتومي زورآزمویلو آزمون ځای دئ او درېیمه نړیواله جګړه به له همدې ځایه پیلېږي .
 ځکه د مخه په افغانستان کې د روسانو امنیتي تړونونه ، اواوس د امریکې او ناټو تړونونه ټول ددې شاهدي ورکوي چې دواړوغاړوله خپلو هېوادو څخه زموږ هېواد ته پردۍ تپل شوې جګړې پر موږ باندې تحمیل کړې او اوس غواړي چې درېیمه نړیواله اتومي جګړه هم له همدې ځایه پیل کړي .

که چېرته دغه اتومي جګړه له افغانستانه پیل شي ، کېدای شي چې د ټولو ښکېلو سیالو خواوو اصلي تارګېټ به هم افغانستان وي . له دې پېښې سره لیرې نه ده چې افغانستان ، اوپه افغانستان کې ټول ما فیها به په کېمیاوي ابدي نېستۍ او ایرو باندې بدل شي . 

با خبر ! اې افغانانو ! که تاسو په خپلو کې سره موافق یۍ ، یا مخالف ، خو ستاسو ټولو ملي دنده او ایماني او انساني وجیبه داده چې ؛ افغانستان او افغانان وژغورۍ !

  فاعتبروا یا اولی الابصار

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery