مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-01-18   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دولت د هندوانو پروړاندي هم ملي مسوليت لري

حبيب الله غمخور
نن دمرغومي ۷ ۲ مې دازادی راډيو په پښتو ويب پاڼه کي دادردونکی خبرولوست : ولې ښوونځیو کې د اهل هنود ماشومانو سره دوه ګونی چلند کېږي؟ دخبرپه لوستلو پدې پوه سوم چې له يوې خواپدغوسيمو کي دانوری پرتې کورنۍ ددهمدو ماشومانو پر وړاندي دخپلو اولادونودې خاليگاه ته ندي متوجه اويادوي هم دمذهبی تعصب په دنياکي غرق دی ،چې پايله یې زموږ دهيواد داصيلو بچو هندوانو اوسکهانو ورنو دخوابدي اوناخوښی ده . په مشرانو جرګه کې د اهل هنود او سکهانو استازې اغلې انارکلي هنریار وايي ، په ښوونځیو کې ددوی له ماشومانو سره دوه ګونی چلند کېږي. انارکلي هنریار وايي، د اهل هنود ماشومان په ښوونځيوکې ځورول کېږي چې له امله‌ يې دغه ماشومان خپلو زده‌کړو ته دوام نه‌شي ورکولای . نوموړې وايي، دا مهال د افغانستان له ۱۳۰۰ اهل هنود وګړو څخه يوازې درې تنه ‌يې توانېدلي چې خپلې لوړې زده‌کړې بشپړې کړي . دا ډيره دردونکې ده چې زموږ دهندو اوسکهانو ورونو له (( ۱۳۰۰)) ماشومانونه چې ټول په هغو سيموکي اوسی چې هلته امنيت او ښوونځۍ سته يوازي درې تنه دلوړزده کژوپه سرته رسولوتوانېدلی دي . هنریار وايي، د دوی زیاتره ماشومان له دې امله چې په ښوونځيو کې د نورو زده‌کوونکو له‌خوا ځورول کېږي، ښوونځي پرېږدي او نه‌شي کولای چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي. اغلې هنریارزياتوی د هېواد په معارف کې ستونزې د دې لامل شوي چې يو شمېر اهل هنود او سکهان د خپلو بچیانو د تعلیم په خاطر هېواد پرېږدي . زه ددوي دمشرانو ددې نظر سره موافق يم چې وايي : (( سره له دې چې دوی افغانان دي خو په افغانستان کې مېشت مسلمانان دوی افغانان نه‌ګڼي او له همدې امله په ښوونځيو کې د دوی ماشومان ځوروي.)) په ښوونځيو کي دهندواوسکهانو ورونودکورنيواوماشومانوستونزه بايدحل شي، ترڅوددوي ماشومان یې په ډاډ ښوونځيوته ولاړسي .پدې هکله په هرښوونځۍ کي بايد مشرتابه ځانگړی پلان ولري . که لږ شا ته ولاړسو نوهندوانو اوسکهانو ورنو لکه بل هرافغان دهيوادپه جوړونه ،او ملی ا منيت ساتنه کې برابره برخه اخيستې ده ، تاريخ شاهد دی چې دوي تربل افغان شاته ندي پاته سوی . داچې داقوم دهمدې ډول ملی ناخوالو تيت اوپرک شو،يوزيات شمېر یې بهرته کډوال سول ددې معنا نلری چي داڅوکوره چې دلته اوسی گويادوي مسافردی . دالويه ملی جفاده که زموږ دهيواد دهندو اوسکانو ورونوسره دبهرنيانو اوياکډوالو په دود جلند وسی . دوي لکه هر بل قوم ددې هيواد اصيل بچيان او افغانان دی . دپښتنو، تاجکو، ازبکو، ترکمنو،چهارايماقو،عربو،بلوڅو،نوريستانيانو ،پشه يانوهم کم شمېر بهرته ندي تللی . خودشميرله مخې هندوان اوسکهان په هيوادکي دنوروقومونو په پرتله لږوه ،ځکه اوس هم ترنورو قومونو لږمعلومېږي .داچې ددوي شمېرکم دی داپدې معنا نده چې دوي بايد دخپل قانونی اوملی حق نه محرم سی . بل مقابل دانورټول قومونه چې ځانته مسلمان وايي ددې ورنوپر وړاندي ځانگړی ملی ،انساني او اسلامی مسوليت لري ،ددوي خوشحال ساتنه زموږ ملی دنده ده . زه پردې ټکی بحث نه کوم چې پاکستانی اجنټان دپاکستانی استختباراتوپه هدايت هم دې مسلې ته لمن وهی اوغواړی زموږ دهندوورنوپه ذهنيت کي د نوروافغان قومونوپرخلاف نفرت راوپاروی . ددې لپاره چې دوي په خپل هيواد کي ځان ارام اوډاډمن احساس کړی دهيواد داوسنيو ټولنيزو اوسياسي شرايطوپه نظرکي نيولوسره ددې ورونودټولوناخوالودحل لپاره په دولت کي هره اداره بايد ځانگړې طرح اوپلان ولري . اميدواريو چې د امنيتی ځواکونو هغه خواخوږي افسران چې په علمی اومسلکی لحاظ ددې ملي مسلې په ارزښت پوهيږي ددې ورنو دامنيت خوندی ساتلولپاره خاصه پاملرنه ولري . ومن الله التوفيق
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery