مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-02-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغانستان د اقتصادی خپلواکۍ په درشل کې

ارشد نور مومند


د پاکستان سره د افغانستان پوله د يوی اونۍ نه زيات وخت وشو چې تړل شوی، مګر د افغانستان په بازارونو کې د توکو بيی دا ځل د پخوا په څير د اسمان سره خبری نه کوی بلکې څه خاص لوي تغير اوس نه تر سترګو کيږی يواځې د روميانو او چرګانو نرخ کې يو څه جګوالی ليدل شوي، مګر هغه هم دومره زيات ندی چې سر پری وټکول شي، خو ترڅنګ يې بيا د تاجکې وړو او نورو موادو قيمتونه هم کم شوی او داسې ښکاری چې مونږ نور دي ته نيږدی شوی يو چې د پاکستان نه اقتصادی او تجارتې ازادی واخلو او نور يواځې د هغوی څخه راواريد شوو شيانو ته خپل ټول بازارونه ورنکړو، بلکې د ايران او مرکزی اسيا سره مو اوس د ولسمشر محمد اشرف غني د زياتو کوښښونو او هلو ځلو لکبله اړيکې د بل هر وخت نه ښي شوي او د مخکې وختونو برعکس چې افغانستان به ۹۰ فيصده شيان د پاکستان نه راواريدول اوس که د يوي خوا نه دا فيصدي د وخت په تيريدو سره راوليدلی چې ويل کيږی د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو په مينځ کې د ۵۰  فيصدو نه هم کمه شوي وه  او په ۲۰۱۵ کال کې د پاکستان نه په راواريدونکو توکو کې نور هم ۲۷ فيصده کمي راغلی وو او د بلي خوانه د تير کال د تورخم او ګوشتې د جګړی نه وروسته چې کله په ټول افغانستان  کې د پاکستانيو توکو د نه کارولو کمپاينونه پيل شو نو سوداګرو هم کوښښ وکړ چې د پاکستان سره په خپل تجارت د سره فکر وکړي او پر ځای يې ايران او د مرکزی اسيا هيوادونو ته يې مخه کړه. د دی ترڅنګ اکثره افغانان اوس کوښښ کوی چې خپل افغانې توليدات زيات وکاروی چې دا کار د هيواد د روښانه راتلونکې لپاره هم سړی هله مند کوي.

که چېری مونږ خپل ګاونډی ايران او روسيه ته وګورو نو دی دواړو هيوادونو مخکې په واريدونکو توکو تکيا کوله، مګر د کله نه چې پری د امريکا او اروپايې اتحاديه لخوا بنديزونه لګيدلي نو د هغې ورځې نه دواړه هيوادونه مجبور شول چې خپل توليدات پيل کړی او اوس که چېری د نن سره  د روسيه او ايران  تير لس يا شل کلونه مقايسه کړو نو يو لوی تغير به د سترګو شي. اقتصادی بنديزونو دا دواړه هيوادونه مجبور کړل چې د خپل ضرورت اکثره شيان د هيواد دننه جوړ کړی چې لکبله يې دواړو هيوادونه اوس تقريبا د ۷۵ نه تر ۸۰  فيصده اقتصادی خپلواکې ترلاسه کړی او حتې د دی جوګه شوی چې خپل توکې خپلو ګاونډيو هيوادونو لکه (افغانستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، د توری بحری هيوادونو او حتې اروپا او شمالې امريکا) ته هم صادر کړی او داسې فکر هم کېږي چې د پاکستان سره د افغانستان د پولو بنديدل هم شايد خپله افغانان مجبور کړي چې د کور دننه د توکو توليدات پيل کړي ځکه چې اړتيا د اختراع مور ده او انسان مجبوروي چې د شتوو ستونزو په نظر کې نيولو سره نوي فرصتونه رامينځ ته کړي.

اوس که چېری موږ د پاکستان هغه سياست ته وګورو چې په کال کې پنځه او يا شپږ ځله پر افغانستان د ټولو نړيوالو قوانينو پر خلاف پولی تړي او د دی لپاره چې پر افغان دولت فشار راوړی او خپلې نامشروع غوښتنې پری ومنې او يا هم د دی لاری نه غواړی چې افغان دولت او نړۍ ته وښايې چې افغانستان په اقتصادی توګه کومه ازادی نلری او د سوداګري له نګاه نه خودمختاره ندی بلکې په غېری مستقيم ‌‌‌‌‌‌ډول د پاکستان يوه مستعميره ده، مګر چون پوځيان پر سياست او تجارت نه پوهيږی او هر څه ته په نظامې دوربينونو کې ګوري او د پاکستان ټول واک د پوځ او استخباراتو په لاس کې دی، نو د همدی کبله د دی پر ځای چې پر افغانستان فشار راوړی خپل اقتصاد ورځ تر بله د خپلو غلطو پاليسيانو لکبله خرابوي او ترڅنګ يې افغان سوداګر هم نور مجبوره کړی چې د پاکستان سره په راکړه ورکړه د سره فکر وکړي او د پاکستان پر ځای نورو هيوادونو ته مخه کړي چې دا کار په اوږد مهاله توګه پاکستان فلج کولي شي او افغانستان ته پر خپل ځان د بسيا کيدو نوی لاری او نوي هيلی وربښي.

افغان سوداګر يواځی د لارو بنديدو ندی مجبور کړي چې د پاکستان پر ځای په بديلو لارو او په افغانستان کې دننه په پانګه اچونه غور وکړی بلکې نور زيات مسايل هم شته چې دوي ورسره لاس او ګريوان دی چې زه به د هغې د جملي څخه څو لوي مشکلات تاسې سره په لاندي ډول شريکې کړم مګر مخکې د هغې نه غواړم چې د پاکستان د نړيوالو قرضونو نه هم تاسې په يوه ورکوټې پرګراف کې خبر کړم چې د دي کبله هم افغان او نړيوال سوداګر نور په پاکستان کې د پانګه اچونې پر ځاي نورو ځايونو ته مخه کوي او کله هم دا چانس موجود دي چې همدا قرضي د آتومې وسلو په څير پاکستان يا د مينځه ويسي او يا يې هم د لوي مشکل سره مخ کړي.

د پاکستان داخلې جنجالونو، کودتاګانو، په ملکې دولت کې د نظاميانو لاسوهنو، ترهګری او د نورو هيوادونو سره په سوداګريزو اړيکو کې د پاکستان د پوڅ  او استخباراتو مداخلي که د يوي خوا نه نور هيوادونه او سوداګر په پاکستان کې د پانګه اچونې څخه لاس په سر کړي نو د بلې خوا نه يې د پاکستان ملکې دولت اړ کړي چې د مختليفو نړيوالو بانکونو او هيوادونو څخه پورونه واخلي او ترڅنګ يې که چېری وګورو نو دا قرض د وخت په تيريدو سره د دي پر ځاي چې ختم يا کم شي زيات شوي چې په ۲۰۱۵ کال کې د پاکستان دولت وويل چې دوي ۱۹.۳۰ تريليون کلداری يا ۱۹۲.۳۰ بليونه ډالر پوروړي دي چې د هري ثانيه په تيريدلو په دي قرض کې ۱۸۵ ډالر سود اضافه کيږي او د پاکستان هر وګړي په ۲۰۱۵ کال کې ۱۰۰،۶۷۰ کلداری يا هم ۱۰۰۰ امريکايی ډالر قرضدار وو مګر د دي برعکس په ۲۰۱۳ کال کې يي هر وګړي ۸۴۰۱۱ کلداری  قرضدار وو چې ترمينځ يې ډير لوي فرق موجود دي او پر ځاي د دي چې قرضونه يې کم شي زيات شوي.
 په ۲۰۱۳ کال کې پاکستان د يونان پشانته د نړيوالو قرضونو لکبله د ماتيدو سره مخ وو او ويل کيږی چې که چېری په هغه وخت کې پاکستان خپل پور نه وي ورکړي نو بانکونه به يې له مينځه تللی وي او شايد لکبله يې پاکستان هم تجزيه شوي وي او يا هم د کلداری قيمت تر حده زيات راوليدلي وي، خو د هغه وخت د پاکستان دولت د قسطونو د ادا کولو لپاره د نړيوال وجهي صندق (IMF)  نه ۶،۶ بليونه ډالر نور پور واخيست چې لکبله يې د ۲۰۱۶ کال په اخيرو کې د پاکستان په پورونو کې ۷۹ فيصد زياتوالي راغې او اوس ويل کيږی چې که چيرته پاکستان خپل راروان قسط ورنکړي نو شايد يو ځل بيا د يو لوي بحران سره مخ شي. د دي قرضونو که يو لوي سبب د پاکستان مکار او خراب سياستوال دی نو د بلی خوا په هره کلني بوديجه کې ۸۰ فيصده برخه پوځ په خپل لاس کښې نيولی او ځان ته يې ځانګړی ګړي او دا هم ويل کيږی چې د پاکستان ولسې جرګه او ملکې حکومت د دي ۸۰ فيصده بوديجې د لګولو پوښتنه هم د دي هيواد د پوځ او استخباراتو نه نشي کولي.

اوس به بيرته راشو د افغان سوداګرو ستونزو ته چې د پاکستان څخه د توکو د راواريدولو په وخت ورسره لاس او ګريوان دی:
1.  تر ټولو دمخه د پاکستانيو توکو ‌‌‌‌‌‌کيفيت د حده زيات ټيټ  او خراب دی او په ځانګړي توګه ادويات خو يې تر حده زيات خراب دی چې په استعمالولو سره يې د مرضونو د ختمولو پر ځای نوي مرضونه زيږدوي او حتې د کراچې د تجارت خونه هم دا منې او وايې چې د پاکستان او افغانستان ترمينځ د تجارت د کمېدو يو لوي سبب هم همدا د کيفيت ټيټوالی او خرابې ده چې اوس افغانان نه غواړي چې د پاکستان توکې وکاروي.
2.  د پاکسانيو توکو د ختم نيټه هم ډيره کمه وی او کله چې سوداګر دا توکې هيواد ته راواريدوی نو که په وخت يي ونه پلوری نو پر دوی تاوانيږی چې دا خپله د تجارانو لپاره يو لوی سر خوږی او  د دوي د سرمايه لپاره لوي خطر دي.
3.  اکثره پاکستانې توکې په لابراتوارونو کې نه کتل کيږی او که چېری وکتلی هم شې نو پاکستان کې د رشوت او بډو اخستنې تر حده زيات دود هر وخت دی خبري ته لاره هواره کړي چې د رشوت په ورکولو سره خراب او بی کيفيته توکې د پاکستان د معيار او کيفيت د کنترول اداری (PSQCA) لخوا په اسانې سره تير کړل شي يعنې په ټوله کې هيڅ کوم تضمين نشته چې هغه توکې چې يوسوداګر يې اخلی سل په سلو کې به د ښه کيفيت لرونکې او صحې وی او ترڅنګ يې د دی خبری هم هيڅ کوم تضمين نشته چې په دی توکو کې به جعال کاري او دوکه نوي شوي.
4.  که چېري فکر وکړو چې پاکستانې کارخانې په معياری ډول جوړي شوی او  د WHO او ISO سره راجستر دی نو په اخير قدم کې مشکل په هغه ګودامونو کې هم دی چې دا توکې (غزايی مواد، درمل او نور شيان) پکې ساتلی کيږی لکه اکثره هغه د خوړو توکې چې بايد د حرارت په مخصوصه درجه کې وساتلی شي په هغې کې نه ساتل کيږی چې لکبله يې يا خو دومره خرابيږی چې له مينځه ځې او يا هم تر هغه حده زهری کيږی چې د انسان ژوند ته خطر پيښوي چې ښه مثالونه يې د چرګانو او څارويو غوښي، دوايانې ، شيدي، مشروبات او داسې نور شيان دی.
5.  د پاکستان پوليس هم يو لوی جنجال دی د افغان سوداګرو لپاره، اکثره وخت يا تجار او يا يې هم مالونه يې د پوليسو لخوا نيول کيږی او د رشوت په خاطر زورول کيږی چې بيا سوداګر مجبوره دي چې د وارد شوو توکو قيمتونه زيات کړی او په لوړه بيه يي وپلوری مګر بيا اکثره وخت د بازار موندني لپاره د سرګردانې سره مخ کيږي چې په نتيجه کې يې تجار د يوی خوانه تاوان کوي او د بلې خوانه زورول کيږي هم..
6. د پاکستان د ګمرکاتو کارکونکې او سيستم هم يو د لويو ننګونو څخه دي چې افغان تجاران ورسره لاس او ګريوان دی، په ګمرکاتو کې د رشوت په خاطر تجاران زورل کيږی، مالونه يې د اوږدی مودی لپاره په بندرونو او پولو کې ودرول کيږی چې اکثره وخت پکې شيان خرابيږي او سوداګر د لوی تاوان سره مخ کوي.
7.  د سوداګري ويزو اخستل هم لوی جنجال دی او په اوسنيو شرايطو کې خو بايد د ويزی د اخستلو لپاره په ساعتونو، ساعتونو د پاکستان د قونسلګری او سفارت مخې ته انتظار وکړی ترڅو ويزه واخلی او اکثره وخت خو ويزه هم نه ورکول کيږی او داسې هم ويل کيږي چې د اوږد مهالي ويزی لپاره د ۶۰۰ نه تر ۱۰۰۰ ډالرو پوری ريشوت تري هم غوښتل کيږي چې بيا يې هم زور د توکو د قيمتونو لوړوالی ته ځې چې په وجه يې سوداګر او ولس دواړه د سرخوږي سره مخ کيږی.
پورته څو مثالونه د هغو بې شمېره ستونزو يوه برخه ده چې افغان سوداګر ورسره د پاکستان سره د تجارت کولو په وخت کې مخ کيږی او په نتيجه کې يې خپل کاروبار او پيسې دواړه د لاسه ورکوی، نو اوس بايد د ملي احساس لکبله افغان سوداګر د پاکستان پر ځای نورو ګاونډي هيوادونو ته مخه کړی او يا هم د اوږدمهالی او ‌‌ډيری ګټې لپاره هغه سرمايه چې د نورو هيوادونو او په خصوصي توګه د پاکستان په بازارونو کې پری پانګه اچونه کوي او بيا د پاکستان پوځ، استخبارات او ملکې حکومتونه همدا د دوي د پيسو ګټه بيرته د همدی سوداګرو د هيواد په ورانولو، د بچيانو او خپلوانو په وژلو او د ترهګرو ډلو په روزلو کې مصرفوي او بيا پری افغانستان ورانوي  نو اوس د ټولو ګټه په همدی کښې ده چې د پاکستان پر ځاي يا د نورو هيوادونو سره راکړه ورکړه وکړي او يا هم په خپل هيواد کې د توليداتې کارخانې جوړي کړي چې افغانستان يي پر مټ د پاکستان نه د سوداګري په برخه کې ازادی او خپلواکۍ واخلي او نور هغوي د پولو بندول او د سوداګرو زورول د نا اعلان شوي جګړي د يوي وسلي په توګه استعمال نکړي.

په درنښت
ارشد نور مومند
Facebook: Arshad Noor Momand

نوټ: د دي مظمون د ليکلو په وخت د لاندی سرچينو څخه ګټه پورته شوي:
Brecoder.com Business recorder
Karachi chamber of commerce & industry
Dawn news articles
national debt clocks org

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery