مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-03-31   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دفردوسي شاهنامه (پښتو ژباړه)

حبيب الله غمخور
دهيواد غښتلی ليکوال ،څېړونکي اوژباړونکی ډاکتر صالح محمدزيري ته ډالی . هېره دي نه وي چې ډاکتر صاحب په ۱۳۱۴ لمريز کال يعني ۸۲ کاله پخوا دکندهارپه ښکلی ښارکي دنياته سترگي پرانستي . د ۲۰۱۴ کال دسپتمبر دمياشتي په دوهمه لسيزه کي دهغه علمی او ادبي کنفرانس ترستړيا وروسته چي دسويډن دمالمو په ښارکي دفرهنگی ټولنوپه بې ساري زيار اوزحمت د پوهندوال رسول باوري ،ښاغلی اکبرايازي ،پوهنمل حاجي محمد نوزادي ،اغلي ليمه نجبې په وياړداگست پر ديرشمه جوړ وسوي وو، دانگلستان مېشتوافغان فرهنگپالوپه ځانگړې تو گه دنړيوالو ټوکوټکالو اوهيرسووداستانو راټولونکی ښاغلی پير محمد باوري په تکرار غوښتنه لندن ته ولاړم . پدې سفرکي دافغانستان دپېژندل سوی سياسي څيرې ،ليکوال او ژباړونکی ډاکترصاحب صالح محمدزيري در ني اوپتمنې لور اغلي نجيبې ليمې دخپلې لورينو له مخې دډاکتر صاحب صالح محمد زيري لخوا په پښتو ژبي دفردوسی شاهنامې ژباړه راکړه . دفردوسی شاهنامه په ښکلی صحافت ،عالی کيفيت په ۶۳۳ مخو کي چې دکمپوز اوډياين چاری یې ښاغلی مطيع الله روحيال لخوا ترسره سوي ((۱۰۰۰)) ټوکه دعلامه رشاد خپرندويه ټولني لخوا په ۱۳۹۲ لمريز کال چاپ سوی دی . دحکيم ابولقاسم فردوسی شاهنامه دپارسي منظوم ادب په شاهکارآثاروکي ډيرلوړ ځاي لري . دشاهنامې نظم سلاست اوبلاغت په خورادرنه گېڼه سمبال دی .دغه لوي اوخوندورکار استاد فردوسي دافغان امپراطورسلطان محمودغزنوی په دربارکي دهغه سلطان په فرمايش سره کړی دي . دعلامه رشاد دخپرندويه ټولنې مشر مطيع الله روهيال ددې ژباړي دکمپيوټراوډيزاين دچارو مسوليت یې هم پر غاړه درلود ليکي : دفردوسی په دغه جاودانه اثرکي درزم اوبزم خوراډير بيانونه رايوځاي سوي دي .په دغورمزونوکي دپاچهانواوپاچا زامنو،دهغوي دپهلوانانواوسپاه سالارانوجنگی کارنامې اودبزم خوا یې ددومينانودسوځنده عشق اومينی په کيسواو افسانودکه ده .حاضره پښتو ترجمه یې دپښتوژبې پرکاره اودخورالويي حوسلې څښتن ډاکټرصاحب صالح محمدزېري له هغه منثورمتن څخه کړې ده چې په ۱۳۸۲ ش کال دمېرمن محبوببه کاشاني پوسيله له منظومي شاهنامې څخه منثورسوې دئ . ډاکتر صاحب صالح محمدزيری دفردوسي شاهنامه په پښتو روانه اوخوږه لحجه ژباړلې اوددې ژباړي په پيل کښي ليکي : اهدأ ! دشاهنامي پښتو ژباړه خپلي مور بي بي زهرا،دخپلو اولادونومور بي بي هاجرې ته چي دخپل زوي ارسلان اوماشومي لور جميلې سره داشراروله خواپه بې رحمانه ډول شهيده کړل سوه ،ټولوشهيدواو ژونديوافغان ميندوته اهدأ کوم . زيری بايد ووايم چې مادفردوسی شاهنامه په فارسی ژبه کله هم نده لوستې اوکله چي مي دا مشهوراثر په پښتوراژباړل سوي ترلاسه کړل ډير زيات خوشحاله سوم . کله چې کورته راورسېدم ديوې ځانگړې علاقې له مخې ددې ادبی اوشاعرانه اثر ډيره برخه ولوستل اودلوستلو لړۍ دوام لري . سره لدي چې ديوې برخي په لوستلوزه پدي پوه سوم چي په شاهنامه باندي پوهېدل اوله هغې نه معقوله علمی،تاريخی او ادبی استفادې لپاره دهغې څوځليز لوستل اړين دي . ددې علمی اوادبی اثر لوستل زموږ دهيواد هرلوستونکی اوپه ځانگړې توگه افغان زلمو اوهغو ته چې پدې برخه کي څېړنه کوي سپارښتنه کوم . ددې اثر په هکله خپله ژباړونکی ډاکترصاحب زيری دخپلې ژباړي په پيل کښي دې ټکي ته اشاره کوی ليکی ،دا اثر ايرانی نه بلکی يوافغانی اثر دی،هغه وايي دمعينې بېغوری له امله شاهنامه ايران ته ډالی سوې اوديوه پارسی اثرپه نوم یې شهرت موندلی چي په حقيقت کي داسي نده . داچې ايرانيانوپرهغه دعوه کړې ددوي دعوه زماله نظر دروسته نده ،خوپدي هکله له تاريخ پوهانو اونوروڅېړونکونه هيله کوم چې ددې مسلې دسپيناوي سره مرسته وکړي . داچي داډالۍ په خپله زما لپاره څومره دقدروړده دابله خبره ده ،خوداچي داکتر صالح محمد زيری دژوند دټولوکړاونو اوستونزو بې ساري مصروفيتونوسره دعمر پدي کلنوکې داډول ادبی او تاريخی اثر له فارسی ژبې نه پښتوته راژباړلی اوپښتوژبه ئې ددي اثرپه ژباړنې نوره هم غنی کړل زموږ ټولوله لپاره لوي ارزښت لري . زماسره پدې نظر کي ځوال اوهڅاند ليکوال مطيع الله روهيال هم موافق دی ،هغه ليکی : ددغی پښتو ترجمې پر رواني اوسلاست ډېري خبري کېداي سي ،چې ديوه ياداښت ترحوصلې وتلی کاردئ .ددغسي ضخيمو کارونوپه تماميت اوخلاصډوالي کي دډاکتر زيري زغم اوحوصله اوپه عين حال کي دهغوي دغه ډول پرکاري ټول دستايلو وړدي . دډاکتر صاحب صالح محمد زيری ئي کور ودان چې په خپل ډير زيار اوزحمت یې دا شاعرانه ادبي اوتاريخي اثرپه خوږه پښتوژبه داسي ژباړلی چې هرلوستونکی پري پوهېږي .زه له ډاکترصاحب زيری نه ددې علمی او ادبي ژباړنې له امله دزړه له کومې مننه کوم او لوستونکی ددې ناپيدا اثر لوستلوته رابولم . زه اوهر هغه څوک چي تاسو له نږدې پېژني ستاسو پدې پراخه حوصله او وطنی احساس وياړي چې تاسو تراوسه لاهم دخپلو علمی ليکنواوژباړنو په مټ زموږ ځوان نسل خپلو ملي مسوليتونو اوزوړنسل ملي تيروتنومتوجه اودپښتو ژبې غښتلتيا اوپياوړتياسره لويه مرسته کوی . زېري صاحب ته صحت او اوږدعمراوغښتلی قلم غواړم ،ترڅودده له علمی پوهی اوژباړونه نوره هم استفاده وکړو . ددې تاريخي اثردژباړي دچاپ تروخته دمحترم ډاکتر صاحب زيري چاپ سوی آثار اوليکني پدې ډول دي : ۱/ دنيمي پېړۍ خاطرې ۲/ افغانستان اودډيموکراسی سياسي نظام ۳/ ټولنپوهنه په افغاني مښالوکي ۴/ دزمانې جفا ( دلنډو کيسو مجموعه ) ۵/ دسنگر وروستۍ ننداره (دلنډو کيسو مجموعه ) ۶/ گل خاوره شعری ټولگه ۷/ دکابل رود شعری ټولگه ۸/ راه ما (زموږ لاره - ژباړه ) ۹/ کليله اودمنه (ژباړه ) ۱۰/ په داتفاق کي سوله دمير افغان سوه (دلنډو کيسومجموعه ) ۱۱/ دفردوسی شاهنامه (ژباړه – همدغه اثر) ديادولو وړده چې دډاکتر زيری صاحب بې شمېره ليکني اوژباړني په مختليفو ويب پاڼو ادډاکتر وطندار په نوم فيسبوک پاڼه کي لوستلاي سی . تر بيا
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery