مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-04-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

طالبان ولې اوس د روسانو اړيکو ته افسانې جوړوي؟

اکرام الله اتل

 ددې پوښتنې ځواب له هرچا سره شته او هغه دا چې روسانو يو نيم ميليون افغانان وژلي، يو وخت يي افغانستان اشغال کړی وو،کفار دي او طالبان بیا وايي چې دوی د اسلام او آزاد افغانستان لپاره مبارزه کوي نو که طالبانو يو وارې امريکایان افغانستان ته راوستل، بیا يي د پاتې کيدو لپاره وحشتونه جاري وساتل اوس نو نور نه ښايي چې يو وار بیا د امريکې تر څنګ روسي وحشت ته هم په افغانستان کې زمينه سازي وکړي ځکه چې د همدې ډلې د شتون له امله افغانستان په تدريجي ډول د سيمې او نړۍ د زبرځواکونو او پياوړو هیوادونو د نيابتي جګړې په ډګر بدلیږی.
دا چې کابل میشتي طالب ویاند نظرمحمد مطمين د ملاجليل آخون مسکو ته د تګ تدابیري افسانه را پورته کړې دا له داسې يو کس څخه چې د طالبانو او روسانو اړيکې يي د دوی دپيلوماتيک حق باله زما په نظر د نوموړي سياسی خامتوب ښيي که څه هم مطمين ډير کوښښ کوي په عاطفي خبرو خلک په ځان را مات کړي خو اوس اوس زما په څير ډيرو درک کړې چې دا سړی د معاش او پټې ورکول شوې ژمنې په خاطر د نورو خبرې موږ ته له خپلې خولې کوي يانې مطمين خپل فکر او ژبه بل چاته په کرايه ورکړې کوښښ کوي طبيعي ځان ونيسي خو نه شي کولای .
مطمين پر حکومت سختې نيوکې کوي ټول نظریات او لیکنې يي حکومت ضدې دي خو د ملاهبت الله، سراج الدین حقاني، اکوړه خټک د مدرسې د ناستې، پاکستان ته د روسيي د شپږ کسیزې پلاوي د تګ او د آی اس آی په مخ کې د روسيي او طالبانو تر منځ د لاسليک شوي تړون په اړه هيڅ هم نه وايي، په هلمند کې د پوهنې پر سيستم يي تندې نيوکې په فيسبوک پاڼه کې شته دي خو د طالب له لوري د سوځول شوي ښونځي ، اکثريت د محرومیت او وحشتونو په اړه ګونګی دی، د خپل بچي اول نمره کيدل ورته وياړ ښکاري خو د بل بچی ځانمرګي بريد ته هڅول،په محروميت کې ساتل او طالب ته وسيله کول ورته مسولیت ښکاري خو کاش مطمین د مسولیت او رسالت تر منځ توپير کړای شوای.
دا خبره ځکه کوم چې تر دې مخکې څو ځلې مطمين او په کابل کې د طالبانو په ګټه د نيږدې لسو ويبپاڼو،پارونکو فيسبوکي پاڼو او ټويټر پاڼو حسابونو چلونکي مطمین ورته افسانې په لاره اچولي دي ان تر دې چې څو تنه يي تر قطر پورې بوتلل، د پوهنتون څو استادان يي استخدام کړل، کندهار او د هیواد څو سيمو ته يي سفرونه لرل او د کندهار په سفر کې يي يو وارې له امنيه قومندان جنرال رازق سره د سولې په اړه خبرې او افسانې جوړې کړې او بلې خواته يي ملګرو بیا د مولوي احمد کندهاری په مدرسه کې د ولايت پر مقام بريد پلان کړ او چې لار ترې ورکه شوه د مطمين ملګرو او خپله مطمين په هره لیکنه کې ددې بريد طراح هم هغه جنرال رازق باله چې مطمين ترې پرون د سولې کوتره جوړه کړې وه.
خو ولې مطمين د ملا جلیل آخون خبره را پورته کړه؟
 مطمين له هرې شونې لارې کوښښ کوي د طالبانو په اړه را پيدا شوې کرکه کمه کړي کله په رسنیو کې قومي شعارونه ورکوي، کله په مستعارو نومونو لیکنې کوي او کله بیا داسې هم وشي چې د طالب د وحشتونو د مشروعيت لپاره ځينې نورې کړۍ تحريک کړي خو ملت باید په څو خبرو پوی شي او ددې پوښتنو ځواب باید نظرمحمد مطمين او بل هر هغه طالب پلوی چې دده ملاتړ کوي، معاش ورکوي، کور او دفترونه يي ورته په کرايه کړي او د مطمين له لارې څو تنو ته پټ او ښکاره معاشات ورکول کيږي و وايي:
۱ـ په کندز کې د ملاسلام يو ځلې د وژل کيدو ناکامه هڅه او بیا يي امریکايي الوتکو ته د طالبانو له لوري د پاکستان پر مټ کوردينات ورکول د څه لپاره وو؟ملاسلام ولې حقاني شبکې ته مهم وو او کوټې شورا يي پر حذف ټينګارکاوو؟ همدې ټکر ولې ملا سلام پر داعش له روسيي د راغلو وسلو پلور ته اړويست؟
 ۲ـ که ملا جلیل مسکو ته تلی وي تر ده مخکې د تخار د آی خانم له لارې د تاجکستان کولاب او بیا مسکو ته هبت الله او سراج الدين حقاني ولې تلي وو؟ که مطمين وايي چې دا د طالبانو حق دی نو ملاجلیل هم يو طالب، د يو وزارت مرستيال او اوس اوس د کوټې شورا مهم غړی وو نو دی ولې دا حق نلري او بل دا چې که مطمين د ملاجليل په اړه دا خبره را پورته کوي نو د هبت الله او سراج الدين په اړه يي ولې خولو ماته ده؟داسې خو نه ده چې په طالبانو کې ددې غلامۍ او يا نيابتي جګړې د پر مخ بیولو لپاره هم سلسله مراتب او امتيازات بیل دي.
۳ـ که مطمين وايي چې طالبان يو موټی دي، هرڅه سم روان دي نو دا دې هم راته و وايي چې په هلمند کې ملا منان ولې کوټې شورا ته خبرداري ورکوي،ملاګل آغا په څه کارونو بوخت دی؟ صدر ابراهيم چیرته دی؟د ایران په زاهدان کې څه روان دي؟ملاصمد ثاني او مولوي احمدالله نانی ولې آی اس بندیان کړي دي؟امیرخان متقي چیرته ورک دی؟ او باالاخره ددې شپيتووژل کيدونکو طالب مشرانو ګناه څه ده؟ او دا چې ده او ټيم يي د طالبانو په منځ کې په ځينو پسې تبلیغات شروع کړي ددې لامل څه شی دی؟
 ۴ـ مطمین به خبر وي خو دی باید ملت پوی کړي چې د اکوړه خټک په مدرسه کې د شپيتو طالب مشرانو د وژل کيدو امر چا وکړ؟ شپږ کسیز روسي پلاوي د طالبانو او روسيي تر منځ د نيابتي جګړې د پر مخ بیولو تړون څنګه او ولې لاسليک کړ؟مطمين دې دا هم و وايي چې آيا په کفارو کې ښه او بد شته که وي نو مهرباني دې وکړي ودې وايي چې کوم ښه دي او کوم بد؟
 ۵ـ که مطمين ځان له دې خبرو خلاص بولي او دا وايي چې يوازې نظر يي ورکړی دی نو د ملاجلیل آخون د سفر کيسه چا ورته وکړه؟ ولادي ميرپوتين، ضميرکابلوف، الکساندر مانتتسکي،هبت الله او که سراج الدين حقاني؟قطر ته ولې خلک ولي؟ د کور کرایه يي، د ويبپاڼو د چلونکواو لیکوالانو حق الزحمې او نور مصارف له کومه کوي؟ د عبدالسلام ضعيف روان تجارتونه، ښارګوټي، مدرسې ښونځي او.... له کومه شول ځکه دا صیب خو پوره شپږ اته کاله بندي وو او تر دې مخکې هم یو عادي ملا وو.
۶ـ که مطمين د طالبانو د مشروعيت په خاطر کوښښ کوي دا ډله پياوړې وښيي نو ملا رسول ولې له طالبانو بيل شو؟د دادالله کورنۍ چې د طالبانو لپاره يي سخته قرباني ورکړې وه ولې په زابل کې قتل عام شوه؟ په ولايتونو کې دا هره ورځ ولې طالب مشران وژل کيږي؟ په کوټه او کچلاک کې ولې د مشرتابه شورا غړي په يو بل کې مرمۍ سړوي؟
 دا پوښتنې باید دوی په منطقي ډول ځواب کړي ځکه دلته که يو لوري ته طالبان افغانستان تباه کوي بل لوري ته يي د زرګونوکورنیو غړي او تنکي ماشومان دوکه کړي او د دوی په لیکو کې هر وژل کيدو طالب بیرته پر افغاني ټولنه يو بار دی.
د مطمين بچی په ښونځي کې اول نمره شو خو د مطمين او طالب په ننګه د وژل شوي ځوان زوی د خوراک ډوډۍ نه لري، د مطمين ښځه په پاخه کور کې ناسته، ډوډۍ پخه ورته له نانوايي راځي خو د طالب لپاره دځانمرګي بریدګر ښځه په دې تمه ده چې کوم ليور به يي په نکاح کړي کنه، دا خو لا څه کوي چې په کلیو کې د طالب په ننګه د وژل شویو ځوانانو ښځو ته يي د خسر کورنۍ هم د سپيرې،بد بختې او مخ تورې نومونه ورکوي.
نو دلته هغه څه چې مهم دي يوازې تبلیغاتي جګړه او وحشت ته د لاشعوري مشروعیت ورکول نه بلکه په شعوري ډول د حقايقو بیانول دي که مطمين او د څو ويبپاڼو چلونکې ډله ډيرې هڅې هم وکړې فکر نه کوم چې په دې برخه کې به يي تبلیغات دومره ګټور وي بلکه د طالبانو توره څيره به لا پسې بربنډه کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery