مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
benawa-etisalat
دخپریدو نیټه : 2017-04-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

زمونږ غویی او د نورو غواګانی

داکتر محمد یوسف سلیم

 

د موسی (ع) په وخت کی په بني اسرائلو کی یو کس چا وژلی ؤو او دوی به دا قتل په یو بل اړولو. بني اسرائلو دا قضیه موسی (ع) ته وړاندی کړه. هغه په ځواب کی وویل چی الله (ج) امر کړیدی چی تاسی یوه غوا ذبح کړۍ. بني اسرائلو موسی (ع) ته په ډیره ګستاخۍ ځواب ورکړ چی ته په مونږ ملنډی وهی. (سورة البقرة: ۶۷-۷۳).
د بل حیوان پر ځای د غوا د ذبحی په انتخاب کی د قدرت بی شمیره اسرار او حکمتونه پراته دی. لرغونو مصریانو عقیده درلوده چه اسمان یوه ستره غوا ده چی له هغه نه د لمر سخوندر زیږیدلی دی. کیدای شې بنو اسرائلو په مصر کی د استوګنی په وخت کی خلک د غوا په لمانځنه لیدلی ؤو اوغوا ته په تقدس قائل ؤو. کیدای شي لدی امله مصر نه د وتلو وروسته د موسی (ع) په غیاب کی سامری د قوم د سرو زرو او ګاڼو نه یو سخوندر جوړ کړ او بني اسرائلو ته یی وویل چی دا ستاسی او د موسی خدای دی (سورة طه: ۸۸). دوی بیا د هغه سخوندر لمانځنه او عبادت شروع کړ. که څه هم موسی (ع) د سامری سخوندر مات او په اور کی وسوځاوه خو د سخوندر مینه د بني اسرائلو په زړونو کی ننوتی وه. (سورة البقرة: ۹۳) کیدای شي لدی وجی کله چی دوی موسی (ع) ته د وژل شوي کس د قاتل د معلومولو لپاره راغلل هغه ورته وفرمایل چی الله (ج) تاسو ته امر کړیدی چی یوه غوا ذبح کړۍ.
غوا پالنی نور پخوانې قومونه هم شرک ته رسولی ؤو. د لرغونو قومونو ځنی بتان د غویی په شکل ؤو او یا به یی د غویی صفات ورته منسوبول. ځنو بیا لمر غویی او سپوږمۍ غوا ګڼله. په لرغونو قومونو کی دا عقیده هم وه چی ځمکه د غوا په ښکر ولاړه ده او چی کله غوا سر وخوځوي نو زلزله رامنځته شي. هندوان خو تر اوسه هم غوا ته په تقدس قائل دې. د غوا په څیر بتان جوړوی او په معبدونو کی یی لمانځنه او عبادت کوی. په دوی کی ځنی حتی د غوا متیازی هم څښي او د ښه بخت لپاره یی په کور او کوټو کی شیندی.
د غوا اوغویی په هکله په مختلفو ټولنو کی ډول، ډول انګیرنی او متلونه هم شته. زمونږ په ټولنه کی خلک غویی هغه چا ته وایی چی د ډیر قوت او لږ عقل خاوند وی. دا اصطلاح هم لرو چی وایی د فلانی غوا لنګه شوه. بی مناسبه نده چی د ۱۳۵۷ کال د غویی په میاشت کی دولتی قدرت داسی کسانو ته په لاس ورغی چی هغوی د ډیر لږ سیاسي بصیرت خاوندان ؤو. د دوی وروستی جمهور رئیس خو له اوله په «نجیب ګاو» مشهور ؤو. په نتیجه کی د روسانو، امریکایانو او زمونږ د ګاونډیانو غواګانی لنګی شوی. د روسانو غوا په لنګتون کی مړه شوه او د نورو غواګانی تر اوسه ډیری ښی او زیاتی شیدی پریږدی.
په ۱۳۵۷ کال کی چی زمونږ په کلی کی کوم غویی راپاڅید هغه غویی نه ؤو سم د خدای غضب ؤو. مستي یی د خره کوله. په ښکرو او لغتو یی کلیوال زخمیان او ووژل. کروندی یی خرابی کړی. خلک یی وترهول. ډيرو کلی او کور پریښود.
په بر کلي کی غوا وه څو ځلی لنګه شوی وه. د غویی یی اوریدلی ؤو. زمونږ کلي ته یی مخه کړه. کلي کی د غوا او د غویی پاچاهی شوه.
کلیوالو چا په تش لاس, چا په کوتک, چا په امسا غوا ښه وډبوله. غوا د لنګيدو وغورځیده له کلي ووته. بره خپلو نورو کلو کی یی هم ځای ونه شو. اخر مړه شوه. په غویی کی هم دمه نه وه پاتی، راوغورځید.
بیا بل غویی راغی. له لیری بره کلي بله غوا هم راغله. په زاړه غویی کی هم نوی ساه وچلیده.
نوی غوا ډيری شیدی درلودی. خو غولانځی یی بهر ته نیولی وی. کلیوالو نشوه لشلای لغتی یی وهلی. شیدی به نورو څښلی خو غوا به سوټي زمونږ کلي کی کولی. ځنو کلیوالو به د غوا سوټې خرڅولی. یو وطندار خو پکی د اوزو پچی (پشقلی) هم د سوټو په تول کی خرڅی کړی. ځنو نورو کلیوالو به د غوا خدمت کولو او لدی لاری یی څو روپۍ ګټلی.
نور کلیوال د غوا لغتو ډير تنګ کړی ؤو. غوا به شپه او ورځ رمباړی وهلی. ماشومانو به د ویری د ورځی لوبی او د شپی خوب نشو کولی. ټول زاړه او واړه تری په عذاب ؤو. ټول کلی د سوټو بوی نیولی ؤو. اخر خوشایانو اور واخست. د کلي ډير کورونه پکی وسوځیدل.
غوا په اورشوګانو کی ځان ښه څرب کړ. خو اخره کی یی سر په کټوه کی ونښت. اوس هری خواته په وحشت منډی رامنډی وهلی. کلیوال خو پریږده چی ګاونډيان یی هم وترهول. په ټوله سیمه کی یی ویره خوره کړی ده. بی هدفه ښکته پورته زغلی. غویی هم سرګردانه ولاړ دی.
دا غویی څوک دی؟ دا غوا څوک ده؟ دا غویی زمونږ په فکرونو کی اوسي. دا د ورور وژنی او پردي پالنی فکر دی. چیری چی دا فکر وی هلته د استعمار غوا راځی او لنګيږی. دا غوا زمونږ په اورشوګانو کی څربیږی. زمونږ په وینو او طبیعی منابعو خړوبیږی خو له شیدو یی نور ګټه اخلی. که زمونږ په فکرونو کی د ورور وژنی او پردی پالنی غویی نه وی دلته د استعمار غوا نشی لنګيدی.
دا تجربه څو، څو ځلی په دی ملک کی ازمایل شویده چی څومره افغانانو پخپلومنځونو کی یو بل سره وژلی دې هومره یی په غاړو کی د پردیو د مرئیتوب او غلامۍ کړۍ زیاتی شویدی. او چی څومره دوی یو بل ته د سولی او ورورۍ لاسونه اوږده کړیدی هومره ددوی سرونه اوچت شوی دی.
د بنو اسرائلو په څیر مونږ هم د اولس وژنه په یو بل اړوو. خو که چیری د ورور وژنی او پردی پالنی دا غویی حلال کړو بیا به پدی پوه شو چی د چا غوا دلته لنګه شوی ده. بیا به پوه شو چی وینه د چا توییږی او شیدی څوک څښي. د الله (ج) دا امر اوحکم دی چی د ورور وژنی او پردی پالنی دا غویی حلال کړو.
الله ( ج) په هغه خلکو رحم نه کوی کوم چی د ورور په وژلو او د پردو په مرئيتوب افتخار کوی.
الله ( ج) د یو قوم حال تر هغه نه بدلوی تر څو چی هغه قوم په خپلو نفسونو کی بدلون رانه وړی.

 د غویی د میاشتی شپږمه، ۱۳۹۶ هجري شمسي کال


 

ipower aicts mainport
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2014   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery