مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-04-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغانستان د لویو قدرتونو دوسلو لابراتوار

محمدظریف عنایت زی


د وري په پنځه ویشتمه نیټه امریکايي هوايي ځواکونو دننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې ترټولو لوي په اصطلاح غیراتومي بم په دغه سیمه کې د داعش دمرکزونو د له منځه وړلو په پلمه وغورځاوه چې بیلابیل غبرګونونه یې راوپارول که څه هم افغان چارواکو دا برید یو ډول توجیه کړ او د امریکا دا کار یې په افغانستان کې د داعش ډلې د ځپلو لپاره یو اړین عمل وباله او ځینو چارواکو خو د هغې ستاینه هم وکړه.
خو بل لوري ته ډیری افغانانو، حزب اسلامي، د دولت سیاسي مخالفینو او طالبانو د امریکا دا کار یو لوي تیری او ناوړه عمل وباله، په دغو مخالفتونو کې ډیر څرګند او توند دریځ د پخواني ولسمشر حامدکرزي و. ښاغلي کرزي د امریکا دا کار په سختو ټکو وغانده او حکومت یې دې برید ته په اجازې ورکولو کې ګرم وباله او آن حکومت یې له همدې امله د ځان او اولس له استازیتوبه بهر کړ او وې ویل اوسنی حکومت د اولس د هیلو او غوښتنو پرخلاف عمل وکړ او امریکا ته یې په افغانستان کې د خپل لوي بم آزمویلو اجازه ورکړه او وې ویل چې ددغه بمي برید ناوړه پایلې به په سیمه کې تر ډیره پاتې وي.
له بریده وروسته وویل شول چې دغه برید د داعش جنګیالیو د مرکزونو د ویجاړولو په موخه ترسره شو او له امله یې کابو نوي تنه داعشیان ووژل شول. که دغو څرګندونو ته ښه ځیر شو نو د هر بااحساسه افغان په ذهن کې دا پوښتنې مطرح کیږي چې آیا اړینه وه د سلو په شاوخوا کې مخالفو وسله والو د ځپلو لپاره چې هغه هم روښانه نه ده چې له منځه تللي که نه د شپاړس میلیون ډالري بم وکارول شي؟ که دا بم دومره ځواکمن وي چې په دغه سیمه کې ترځمکې لاندې او سمڅو کې د داعش جنګیالي له منځه تللي وي آیا په یوه یا دوو ورځو کې څرنګه دا انبارونه خاورې واړول شوې او د تلفاتو شمیر په ګوته شو؟ او آیا په سوریه او عراق کې چې د داعش ډلې ترټولو لوي مرکزونه شته دغه ډول بمونه ولې نه کارول کیږي؟ او دې ته ورته نورې پوښتنې چې هیڅ ځواب نه دی ورکړ شوی او نه هم امریکايي چارواکو تراوسه چې له بریده څو ورځې تیرې شوې څه ویلي او آن د رسنیو استازو ته هم له سیمې د لیدنې اجازه نه ورکول کیږي.
د کارپوهانو په اند امریکا تر ډیره دا برید په سیمه کې د خپل ځواک د ښودلو او د روسیې، ایران، چین او نورو هیوادونو ته یو ډول خبرداری و چې که وغواړي په افغانستان کې د هغوي د ګټو پر خلاف هرډول برید کولاي شي او دا یې اوس ښه ثابته کړه چې له پخوا زیات اوس افغانستان د امریکا په شان زبرځواک د هر ډول سپکو اودرنو وسلو د ازمویلو ښه ډګر دی او که یې د خپلو ګټو لپاره اړتیا وي آن اتوم بم هم کارولاي شي.
دا چې په دې وروستیو کې روسیه غواړي د افغانستان په مسلو کې رول ولوبوي او یو ځل بیا په هیواد کې خپلې ګټې وپالي دغه کار د امریکا انديښنه راوپاروله، لومړی یې د رسنیو له لارې له طالبانو سره د روسیې په اړیکو خواشیني وښوده او بیا یې نو په بل ګام کې دغه برید هم د روسیې د ویرولو لپاره ترسره کړ.
د بهرنیو په تیره بیا لویو هیوادونو د یوه او بل ګواښل او د ګټو ننګول هغه هڅې دي چې په وروستیو کلونو کې یې زور اوخیستی دی خو افغان حکومت ته په کار ده چې په یوه روښانه او پریکنده سیاست سره له دې زیات دلویو قدرتونو د وسلو په لابراتوار د بدلیدو مخه ونیسي او پرې نه ږدي چې نور هیوادونه په افغانستان کې د یو بل د ویرولو او خپلو موخو ته د رسیدو لپاره زموږ خاوره وکاروي ځکه که د دې کار مخه ونه نیول شي د سیمې نور هیوادونه به هم په افغانستان کې نیابتي جګړې ته مخه کړي چې خداي مکړه افغانستان به په کلونو د پردیو د سیالۍ په ډګر بدل شي اوافغانان به د دغو ناخوالو یوازیني قربانیان وي.

   

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery