مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-05-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د جنرال رازق د ګټې او زیان او پرتله یوه اړتیا ده

فواد پوپل
آبله ورځ یوه افغان فعال او خبریال سید شاه سقیم دکندهار د امنیه قومندان جنرال عبدالرازق په اړه په خپله فیسبوک پاڼه ډیره لنډه خو معنی داره خبره لیکلې و. دده په خبره ( جنرال رازق هغه د سرو زرو چاړه ده چې موږ له خپلو خیټو ایستلې ده) پښتانه متل کوي وایي چاړه که د سرو زرو هم شي څوک یې په خپله خیټه نه منډي. جنرال رازق رښتیا هم د طالبانو او ترهګرو خلاف یو تکړه او اغیزناک جنګیالی دی،چې د ترهګرۍ خلاف جنګ کې د طلایي چاړې غوندې ځلیدلی دی خو د معادلې بل اړخ ته که نظر وکړو دغې چاړې د حکومت او نظام خیټه هم بیا بیا زخمي کړې ده او نظام یې همیشه د سختو کړنو درنه بیه پرې کړې. د ترهګرۍ خلاف جنګ کې د جنرال رازق له حده زیاتوب او له سرو کرښو تعرض ځیني داسې زیانونه درلودلي دي چې اغیزې یې ښایي په اوږده مهال کې خطرناکې وي.
د جنرال رازق لویه لاسته راوړنه دا بلل کیږي چې په کندهار غوندې مهم ولایت کې چې د طالبانو معنوي پلازمینه بلل کیږي.نوموړي طالبانو ته سخت شکست ورکړ،د کندهار اطراف او شاوخوا ولسوالۍ یې له طالبانو تصفیه کړې او په ښار کې یې هم د طالبانو د فعالیت مخه تر ډیره حده ډب کړه.دا بیا بیله خبره ده چې جنرال رازق ته په داسې وخت کې د کندهار امنیه قومنداني ورسیدله چې دناټو ځواکونو د کندهار په ژړۍ، پنجوایي، ډنډ، ارغنداب، میوند، شاولیکوټ او نورو ولسوالیو کې د طالبانو خلاف سخت عملیات کړي وو. او له دې سیمو یې تر ډیره حده د طالب بوټۍ ایستلی و، چې په دغسې حالاتو کې به ضرور د کندهار په امنیتي وضعیت کې بهبود راتلو چې ددې بهبود ټول کریډټ په مفته دجنرال رازق په نوم ثبت شو.
خو دجنرال رازق له لاسته راوړنو سره سره د نوموړي د هغو زیانونو لیست هم اوږد دی چې حکومت ترې متضرر شوی دی. همدا اوس په رسنیو کې دا خبره توده دي چې د ملګرو ملتونو د ربړونې د مخنیوي ادارې لخوا په یوه راپور کې جنرال رازق د بندیانو په شکنجه کولو او بې محاکمو قتلونو باندې پړ پیژندل شوی دی.
د رویټر خبري اژانس راپور ورکړی چې د ملل متحد د شکنجې د مخنیوي ادارې مشر اینس مودویګ د خپلو پلټنو او تیار کړي راپور له مخې ویلي چې جنرال رازق په مستقیم ډول د بندیانو په شکنجه ښکیل دی. د نوموړي په خبره د جنرال رازق په شخصي زندانونو کې بندیانو ته برقي شارټونه ورکول کیږي، بندیان زیندۍ کیږي،معدې ته یې اوبه پمپ کیږي او د مثانې په درد ځورول کیږي ، دغه راز یې تناسلي اعضاء کوټل کیږي او داغونه ورکول کیږي. د ملګرو ملتونو راپور وایي چې جنرال رازق د خلکو د ژوندي ورکولو او بې محاکمې قتلونو غوندې هغه اعمال هم ترسره کړي چې جنګي جنایات بلل کیږي.
د ملګرو ملتونو د راپور په وړاندې د افغانستان حکومت ددې په ځای چې له قوي دریځه د خپل یوه مهم چارواکي دفاع وکړي، کمزوری موقف یې خپل کړی او ویلي یي دي چې ددې ادعاوو په اړه به پلټنې وکړي. د ارګ له دې موقف څخه ښکاري چې جنرال رازق په خپلو کړنو حکومت په یوه کمزوري دریځ درولی چې نه شي کولای له ځانه دفاع وکړي.
د جنرال رازق سخت ګیرانه چلند او د شک او اتهام له مخې د خلکو ټکول که د کندهار ښار ته نسبي امنیت راوستی خو له بلې خوا یې نه یوازې دکندهار بلکې د ټولو شاوخوا سیمو خلک د حکومت په نسبت د دښمنۍ او عقدو له احساسه ډک کړي دي.جنرال رازق پر کندهار یو داسې حالت حاکم کړی چې که پولیس او چارواکي له خلکو سره هر وړ چلند وکړي. حتی که یې بندیان،قتل او یا هم نقدي جریمې ترې یوسي. خلک نه په رسنیو اونه هم په عام محضر کې د فریاد او شکایت حق لري. دغسې حالت د خلکو زړونه د عقدو او انتقام له احساسه ډکوي،دغه سرپټې عقدې د وخت په تیریدو له ټول نظامه د کرکې صورت خپلوي او بیا خلک د طالبانو غوندې ډلې ته هم پناه وروړي او مرسته ورسره کوي. لکه همدا اوس یې چې په کندهار او هلمند کې یې بیلګې لیدل شوي دي.
که دکندهار حالت دقیق مطالعه شي، جنرال رازق له دې ولایته یوازې طالبان نه دي محو کړي، بلکې حکومتي واک او څار یې هم له کندهاره محو کړی دی،دموکراسي او د بیان ازادي چې حکومت یې تر ټولو ستره لاسته راوړنه بولي هم له کندهار یې کډه بار شوي نو ځکه د جنرال رازق له کسانو شکایت په مرګ او بې برخلیکه زندان تمامیدای شي.
کندهار چې د افغانستان د سیاست زړه بلل کیږي او همیشه یې دهیواد په سیاسي تحول کې اساسي نقش لوبولی دغه مهمه او حساسه حوزه همدا اوس د مرکزي حکومت له چوکاټه بېګانه ده او د یوه نیمه مستقل او موازي حکومت بڼه یې اختیار کړې.شاید ځینې دا تریخ حقیقت ونه مني مګر واقعیت دا دی چې د کندهار واک او تصمیم ګیري اوس د ولسمشري غني په لاس نه بلکې د جنرال رازق په لاس کې ده. دبولدک له ګمرکه نیولې بیا تر ټولو مهمو اقتصادي منابعو پورې د جنرال رازق په تصرف کې دي.امنیتي او دفاعي سیستم، د خلکو نیول او وژل،پوځي عملیات، د ولسوالیو نیول او پريښودل ټول د جنرال رازق په تصمیم ترسره کیږي. په کندهار ولایت کې والي یوازې تشریفاتي حیثیت لري چې د وضعیت په کنټرول او رهبرۍ کوم جدي اغیز نلري.
جنرال رازق چې نه خو سیاسي تجربه لري او نه د مردمدارۍ اوحکومتدارۍ په رازونو پوهیږي بلکې یوازې یو ښه جنګیالی دی د کندهار په اولس یې د زور او رعب حاکمیت نافذ کړی په داسې حال کې چې د اولس زړونه یې له ویروونکي واکمنۍ خوشاله نه دي او پرلپسې د دښمنۍ او کرکې له احساسه ډکیږي.
دې ته په پام سره مرکزي حکومت باید د ملګرو ملتونو اوسنی راپور جدي ونیسي او د کندهار حالت ته ژوره توجه وکړي، د اولس د ډارولو په ځای باید د اولس زړونه راخپل او په زړونو یې پاچاهي وکړي او که اولس همداسې بیزاره او ډاریدلی پریښودل شي نو شاید پایلې یې خطرناکې راووځي ځکه د فطرت قوانین وایي چې د رعب پاچاهي ډیر دوام نه کوي.لوړو حقائقو ته په پام سره حکومت باید د کندهار ولایت وضعیت جدي مطالعه کړي او د جنرال رازق ګټه او زیان سره پرتله کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery