مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-06-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

لنډه غرتوب که مدني لاریون؟

سرلوڅ مرادزی

 د کابل په زنبق څلورلارې کې د چهارشنبې ورځې ترهګریز برید چې شاوخوا ۵۰۰ تنه افغانان پکې ژوبل او ووژل شول او په ټول ملت پورې اړه لري، پخپل ډول کې تر ټولو خونړۍ پېښه ده. داسې ټکي او کلمې چې دغه او دې ته ورته پېښې پرې وغندل شي د ژبې په وییغونډ کې نه موندل کیږي. د حکومت د امنیتي بنسټونو دنده ده چې د داسې پېښو له پېښېدو مخکې د هغو د مخنیوي لارې چارې وسنجوي، تدابیر له مخکې ونیول شي او یوازې د پېښو پېښېدو ته منتظر پاتې نه شي!
حکومت په هیڅ شان په تېره بیا د هېواد په پلازمېنه کابل کې، د داسې ناورین او ناتار په مخنیوي کې له خپل غفلت او مسوولیت څخه ځان نه شي بچولای!
کابلیان او د قربانیانو کورنۍ حق لري چې له حکومته د خپلو شهیدانو او ژوبلو پوښتنه وکړي. کابلیان حق لري لاریون وکړي او د هغوی وړ استازي د حکومت هغه نیمګړي تدبیرونه په ګوته کړي او د هغو د سمون لار وښۍ چې د داسې پېښو د تکرار لامل ګرځي!
خو له داسې پېښو، د شهیدانو له وینو او د ژوبل شویو له ټپونو څخه د نوروسیاسي موخو لپاره او د ملت له وینو څخه د ملت پرضد ګټه اخیستنه، د حکومت له غفلت او مسوولیت څخه څو واري زیات، ملت او هېواد ته تاوان پېښولای شي.
پرون که په یوه ناورین کې د ملت څو سوه تنه ټپیان او شهیدان شول، نن له یاد ناورین څخه د لاریون په نوم نور افغانان د ځانګړو سیاسي موخو لپاره ووژل شول. دا چې وايي، وینه په وینه نه مینځل کیږي او د غمیزې ځواب په غمیزه نه ترسره کیږي، خو له بده مرغه په ننني لاریون کې وینه په وینه ومینځل شوه، یوې غميزې بله وزیږوله او د هغو کورنیو شمېر نور هم زیات شو چې د غم پر ټغر ناستې دي!
د کورنیو چارو د وزارت امنیتي مرستیال مرادعلي مراد وايی چې لاریونوالو پولیسو ته مخکې له مخکې خبر نه ورکړی، بلخوا په لاریونوالو کې ځیني وسلوال وو چې په پولیسو او عامو وګړو يي ډزې کړې دي.
په ځینو رسنیو کې دا پوښتنه چې د کابل د لاریون غوښتنه ولې شوې، چا کړې اوکومې خواته درومي، یوه پرځای پوښتنه او وړاندوینه ده.
د BBC د خبریال په وینا،«د مظاهرې غوښتنه د خواله رسنیو له لارې د امنیت خوندیتوب کې د حکومت بې کفایتي تر شعار لاندې شوې وه، خو وروسته د مظاهره کوونکو غوښتنه بدله شوه او دوی د افغان حکومت د مشرتابه غوښتنه کوله»
په حقیقت کې اسلامي جمعیت او نظارشورا چې د خپل تنظیم بیرغونه يي لیږدول، د لاریونوالو له پارېدلو احساساتو څخه په ناوړې ګټې د لاریونوالو غوښتنې بدلې کړي او لاریون يی د خپلو تنظیمي او سیکټاریستي ګټو تر سیورې لاندې راوست.
په هغه کسانو کې چې د لاریونوالو غوښتنو ته يي بدله بڼه ورکړه او لاریون يی د خپلو ځانګړو موخو قرباني کړ، له نورو مخکې احمد ضیا مسعود وو. نوموړی وايي «دوی به تر هغه مظاهرې کوي چې حکومت استعفا وکړي. د نوموړي په خبره، باید لنډمهالی حکومت جوړ شي او بیا رڼې ټاکنې وشي.»
بل تن لطیف پدرام دی دي چې وايی« دا حکومت له هرې خوا پاشلی، په فساد کې ډوب دی، باید استعفا ور کړي»
په هغه شعارونو کې چې د لاریونوالو پر دړو لیکل شوي وو، دا هم لېدل کېده چې «ارګ باید سرنګون ګردد»
بلخوا د اشرف غني تر څنګ د اسلامي ګوند د مشر حکمتیار پر ضد هم کمپاین روان وو.
له ننني لاریون څخه یوه ورځ مخکې، یا د پنجشنبه په ورځ هم د اسلامي جمعیت او نظارشورا په لاړو لمدو رسنیو راتلونکي یانې ننني لاریون ته لمن وهله او د لاریون له غوښتنو وراخوا يي غوښتنې وړاندې کولې. په دې اړه افغان پيپر لیکلي«اشرف غنی رییس جمهور و حنیف اتمر مشاور ارشد شورای امنیت ملی کشور ساعتی قبل ارگ ریاست جمهوری افغانستان را ترک کردند. یک منبع از ریاست جمهوری کزارش داد که رییس جمهور در میدان هوایی بگرام دیده شده که توسط چرخبال از ارگ به بگرام منتقل شده است.
هنوز از مقصد رییس جمهوری و مشاور ارشد شورای امنیت ملی خبری در دست نیست اما گفته می شود که در میدان هوایی بگرام بسر می برند تا در صورت بدتر شدن اوضاع امنیتی کابل، به سوی پاکستان یا مقصد دیگری فرار کنند.»
همدارازد کابل فضا د لا خړپړولو لپاره نوموړي سرچینه دا هم زیاتوي«جنرال عبدالرشید دوستم در همراه تعدادی از نیروهای خود با یک طیاره ترکیه وارد کابل شد. وی در یک سفر از قبل اعلان ناشده وارد کابل شده است و قرار است به جمع تظاهرات کنندگان بپیوندد.»
د زنبق څلور لارې له پېښې سملاسي وروسته، د ولسمشر غني د دې هوډ سره چې وايی«افغان حکومت به د کابل پروسې غونډې ته د افغانستان په چارو کې د لاسوهنو او د وسلوالو ډلو سره د دغه هېواد د همکارۍ اسناد او شواهد وړاندې کړي» او هم د ولسمشرله دې تیکل سره چې وايي«د بشر ضد ډلو خلاف ملي خوځښت او جدي اقداماتو وخت رسېدلی دی»هممهال، نظارشورا او اسلامي جمعیت هېواد کې د لا ګډوډۍ په موخه، په لاریون کې تاوتریخوالي او وسلې ته لاس اچوي!
د ۲۰۱۷ کال د جون دوهمه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery