مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-06-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پر کابل بریدګر داسې زړور ملاتړي لري؟!

حوسۍ پکتیانۍ احمدزۍ


زه مې له ورور سره کابل ښار ته د ناروغۍ درملنې لپاره راغلې وم او کله مو چې د کابل خونړۍ پیښې په سبا خپلې سیمې ته د تلو نیت وکړ، نو د موټرو تر هډې مې د کابل پیښې ټپیانو او شهیدانو په وینو لړلې څیرې سترګو سترګو ته کیدې تر دې چې د ګردیز هډې ته ورسیدو او په یوه سراچه موټر کې سپاره شوو. د موټر مخې سیټ لپاره یوه سپرلي کمه وه ، خو دا چې زموږ افغانان کله هم مړښت نه لري، نو د یوې پر ځای یې دوې کښینولې، چې یو زلمکی ډنګر هلک او بل د اوږدې ږیرې په عامه اصطلاح صوفي ډوله د پاخه عمر سړی ؤ.
موټر له کابله د پکتیا مرکز ګردیز په لور وخوځيد او په لاره کې موټروان پر راډیو ګوتې ووهلې که څه هم د څنګ صوفي ډوله لږ ورته برګ شو، خو موټروان په لنډه پوه کړو، چې د راډیو خبرونه نیسم، ځکه د پکتیا موټروانان له پخوا راهیسې دا نیک خویه فرهنګ تر اوسه پورې پالي او په درنه سترګه ورته ګوري، چې کله هم په موټر کې د سپرلیو په ډله کې ښځه وي، نو بیا ټایپ نه غږوي او که په راډیو کې سندره هم راشي، نو ګل کوي یې.
د موټروان چې څنګه په راډیو چالانولو پیل وکړ، نو ستنه نیغه د آزادۍ راډیو په څپو ور برابره شوه او د خبرونو او رپوټونو په لړ کې تر ټولو توده موضوع همدا د کابل غملړلې پیښې نوي جزیات او د نورو اړخونو څیړلو خبرې کیدې، چې په اوریدو یې د موټروان او په مخکیني سیټ کې ناست صوفي تر منځ سیاسي بحث پیل شو، خو د هر بل وخت او ځای اپوټه دا بحث ډیر جدي شو او موږ په شاتني سیټ کې دوي ته غوږ وو.
د کابل خونړۍ پیښې په اړه د غبرګونونو په اوریدو موټروان په قهرجن انداز ټولې سپرلۍ مخاطبې کړې او ویې ویل چې په دې مبارکه میاشت کې د ملکي وګړو څه ګناه وه او بیا که د بهرنیانو بهانه وي، نو هغه خو په خپلو بیسونو کې ځای پر ځای دي، نو د ښار په مینځ کې د ملکي وګړو په منځ کې دا ډول بریدونه خو نه اسلام جواز ورکوي او نه یې په انساني نړۍ د هر بل دین ، مذهب او .... چې د موټروان له دې خبرې سره زما د ورور څنګ ته ناست کس هم د هو سر وخوځاوه او د موضوع لا مستندې کولو لپاره یې وویل : (( استاذه دا د شرق او غرب او نورو نړیوالو قدرتونو تر منځ جګړه او سیالي ده، خو په منځ کې یې د سون خاشاک او خس موږ یو. میاشت وړاندې چې په شاهین قل اردو همدې د دین پتنګانو برید وکړ، نو که اصلي مقصد ددوي بهرني ځواکونه وای، نو بهرني ځواکونه خو په قل اردو کې خپل څرګند څای درلود او ځانمرګو په سړه سینه وژلای شول، خو هغوی ته یې هیڅ زیان هم ورونه رساوه او ټول یې د ملي اردو سرتیري شهیدان کړل، نو دا هم د طالبانو لپاره لویه بدنامي ده، چې ورنه څرګندیږي، د پردې تر شا یې پټ لاسونه له همدې یرغلګرو سره دي او د جګړې تودې ساتلو لپاره افغانان وژني)).
ددې کس او موټروان خبرې پر صوفي ښې ونه لګیدې او په احساساتي ډول یې داسې په خبرو خوله پرانیسته : (( زه د حقاني سره له ډیر وخت راییسې پاتې شوی یم او معتبرو دیني عالمانو چې د حقانيې شریفو مدرسو نه فارغ شوي دا فتواګانې اوریدلي دي، چې د یو کافر وژلو لپاره د ډیرو مسلمانانو وژل کیدل که بې ګناه او که هر څنګه وي کومه ستونزه نه لري، ځکه یو کافر وژل ډیر لوی او غظویم «عظیم» کار دی او باید چې په هر قیمت تر سره شي که هغه د ځانمرګي برید ، سرک بم ، موټر بم او مخامخ ویشتلو له لارې وي، خو چې ووژل شي، نو د کابل پرونی برید هم زړورې حقاني شبکې وکړ او الله دې د فدايي شهادت قبول کړي، چې اوس به جنت کې اسوده وي)).
زه په لومړي سر کې ددې صوفي خبرو ته ډیره په دې حیرانه شوم، چې دا خبرې یې دومره په ډاډه زړه کولې، چې ته وا په یاغیستان شمالي وزیرستان ، د حقاني شبکې په کور کلي ، د کوټې شورا او یا هم اسلام آباد کې ناست دی او په ډاډه زړه له خپلې شبکې څخه دفاع کوي، خو وروسته مې حیرانتیا لږه په دې راکمه شوه، چې صوفي ویل له حقاني سره د تړاو په خاطر یې څو څو ځله په کور چاپې شوي او دوي ځکه بیرته خوشي شوي، چې په لوړه کچه په حزبیانو او حکومتي پخواني او اوسني نظام کې پیژندګلوي لري او د تره زوی یې د اسلامي حزب پخوانی قوماندان دی، چې اوس دلته او په جلال آباد دواړو ځایونو کې اوسیږي او په ټولو ځایونو کې ښه په ډاډه زړه ګرځیدای شي. 
لنډه دا چې ددوي ترمنځ له دې وروسته زما ورور او مخکیني زلمکي چې د محصل ګومان پرې کیدو منځګړتوب وکړ او دواړه خواوې یې په دې قانع کړې تر سیاسي بحث او لفظي شخړو چې د روژې په دې مبارکه میاشت کې د الله ذکر وکړو ښه به وي، نو هماغه وو، چې موټروان په غوسه راډیو ګل کړه او په ټول موټر کې چوپه چوپتیا خوره شوه.
د سفر په اوږدو کې چې مې کتل د لوګر مرکز پل علم ښار څخه تیر شوي یو او له نیمه ګړۍ مزل وروسته د فاتخاب دښتې ته ورسیدو او صوفي سړي موټروان ته وویل چې د تیلو له پمپ وړاندې ځای کې کوزیږي.
صوفي د کابل ګردیز سړک لویدیځ لوري ته د وروستیو کورنو ورستي څلور برجه کلا مخې ته کوز شو او موټروان ته یې په تریو تندي د کرایې پیسې ونیولې، او زما ورور او محصل ته یې د ست په ډول وویل چې غرمې ته ورسره پاتې شي، ځکه ویل یې چې د لمرخاته خواته پورې غاړې ته یې د ماشیني چرګانو فارم هم دی او ښه په غوړیو کې سره کړي چرګان به ورباندې وخوري، خو دوي ورنه کلکه مننه وکړه او موټروان په غوسه داسې اکسلیټر ته پښه ورکړه، چې د موټر له شا د صوفي په مخ کې یې خړه اوږده دوړه جوړه کړه او ما چې تر ډیره ورپسې په څنګزن ډول ور کتل، نو صوفي د سړک غاړې وروستي څلور برجه لویې کلا، چې شا ته یې د برښنا پایه هم وه ورننوت او موږ وړاندې د ګردیز پر لور خپل سفر ته دوام ورکړ.
زه چې اوس هم دا کرښې لیکم نو داسې ګومان کوم چې خوب مې لیدلی او یاد صوفي په پاخه جرأت سره ټولې خبرې زما په مخ کې په خوب کې کړي، خو بیا چې عیني حالاتو ته فکر کوم او د پکتیا ، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د حقاني شبکې جرأت وینم نو لږه مې زړه ته ولویږي، چې صوفي په رڼا ورځ د کابل ګردیز لارې په اوږدو کې دا ټولې خبرې په روان موټر کې زموږ په مخ کې کړي دي.
نو چې دومره با جرأته حقانیان له داسې پاخه ملاتړ څخه نه وي برخمن آیا دوي کابل ، لوګر ، جلال آباد او ګردیز کې ګرځیدای شي؟، څرګنده ده چې اوبه له پاسه خړې دي او د پخواني ناغیړه ولسمشر کرزي د انعطاف پزیرۍ او د زندانیانو نه اعدام کول ، له پاکستان سره نرم او د سوال په ژبه چلند او ... ددې سبب شول، چې نن هغه حقانیان، چې پاکستان ورته د اسلام آباد ښار په تر ټولو خوندي سیمه کې ښارګوټی جوړ کړی پر کابل او ټول افغانستان د برید پلانونه جوړ او عملي کړي.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery