مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-05-29   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دارواښادالحاج محمداکبرځاځی په ویرکې

الحاج پوهنوال ډاکتر نظر محمد سلطانزی ځدراڼ

 


 
ارواښادمحمداکبرځاځی


سحـــــرګـــــه وه د نـــــرګس لـــــېمه لانــــده
څاڅکي څاڅکي يـــې تـر سترګو څڅېده

مــا ويـــل څه دي ښکليه ګله ولي ژاړې؟
ده ويل ژونـــد مي دئ يوه خوله خندېده
(نازوانا)

په  ډیره خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې  دهیواد  وطنپال ،فرهنګي اوملي ځلانده شخصیت  الحاج محمداکبرځاځی  د ورپېښي ناروغۍ له امله دجرمنې په مهاجر هیواد کې داپریل میاشتې په دوولسمه نیټه   ۲۰۱۷ زکال  خپل روح د ارواحو څښتن ته وسپارله او له دې فاني نړۍ څخه یې دتل لپاره سترګې پټې کړې.‏

انالله و اناالله راجعون

الله (ج) دې هغه نړۍ ورته ښایسته او ګل او ګلزار ه کړي. خو څرنګه چې موږ د الله په تقدیر ایمان لرو نو دتسلیم او رضا پرته بله چاره نه لرو.
لوى څښتن (ج) په خپل سپېڅلي کتاب کې فرمايلي دي

كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ
ژباړه :  هر نفس د مرګ څکونکئ دى.

 دپورتني آیت شریف سره په تړاوکې دیوې خوادرب العالمین  امر منو، خودبلې خو ا زه دارواښادیوه ډیرمینه وال ملګري په صفت، دهغه نه شتون مابې حده ځوروي . داځکه چې  ارواښاددمهاجرت په درشل کې زموږ  څخه پاني نړۍ ته ولاړ.
د ارواښاد، دناڅاپې مړينې خبر ترټولوماځکه دومره ډیرځوروي چې دیوې خوا مې د ارواښاد سره یوځای دمهاجرت په درشل کې   لکه دورورپه شان مینه ناک ژوندتیرکړی دی  اوبلخوادپښتوژبې دعلمې کولواو  د پرمختګ په تړاوتل په یوه همغږي فکرسره وو  .
 همدالامل دی چې زه ځان پوروړی ګڼم چې دخدای بښلي  په یادڅوکرښې ولیکم : دارواښادپه هکله لیکل اوویل ډیردي . خوپه لنډه توګه به زه دیومخلص ملګري په توګه ځینې خاطرې اوپه سترګولیدلای حال ګرانولوستونکوته دهمدې سریزې په پای کې  وړاندې کړم.
  د خدای بښلي د رحلت وير او ماتم يوازي د هغه مرحوم پّه سترې او درنې کورنۍ کې محدود نه دی ، دلته موږ او نور بې شمېره دوستان او ملګري يې دهغه نه شتون د درانه غم او درد پر ټغر ناست يو .
په پای کې زه دیوه عاجزبنده په توګه دلوی خدای(ج) سپیڅلي  دربار ته لاسونه لپه کوم،چې  ارواښادته جنت الفردوس په برخه کړي. برسیره پردې دیوه نږدې ملګرې په توګه دارواښادمحترمې کورنۍ ته دالله ج څخه یوخوا دزړه زغم اوجمیل صبر غوښتنه کوم او بلخواخپل ژورخفګان اودخواخوږی مراتب وړاندی کوم  .‎

امين يارب العالمين
روح دې يې ښاد وي
‏(په درنښت )
الحاج پوهنوال ډاکټرنظرمحمدسلطانزی ځدراڼ
په جرمني کې مهاجراوسیدونکی
 
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 
ژوندلیک :
ارواښادالحاج محمداکبرځاځی افغان  په خټه پښتون  داپریل  میاشتې په لسمه نیټه ۱۹۴۶ ز کال دپکتیاولایت دځاځیوقوم په یوه شریفه،روشنفکره او دینداره کورنۍ کې  زېږېدلی دی . 

1954-1959           دښوونځی لومړنۍ دورې زده کړې  په ځاځیو کې
1960-1962           دښوونځی منځني دورې زده کړې  دکابل ابن سیناپه ښوونځی کې
1963-1964           دکابل  دارلمعلمین په لیسه کې په زده کړوبخت وو
1965-1966           دکندهار دارلمعلمین په لیسه کې په زده کړوبخت وو
1966/67-1968      دښوونکې  په ډول په کندهارکې په کاربخت وو   
1969-1970           دکابل میخانیکې په لیسه کې دښوونکي په توګه بخت وو
1970 - 1974        نیم کال دکابل میخانیکې په لیسه کې اونیم کال وروسته دانصاري په لیسه کې         دښوونکي په توګه په کاربخت وو. برسیره پردې دماښام له خوادعالي دارلمعلین په            لیسه کې  په زده کړې بخت وو . په پایله کې  دیپلوم شهادتنامې په اخیستلوبریالی شو
1974-1979          دښوونکې په توګه په کاربخت وو
 1979-1986       دښوونې اوروزنې په وزارت کې دادارې چارومشرتابه مامورپه توګه اوهمدارنګه د          نوروهراړخیزوکارونوپه اړوند دسلاکار چارواکې په توګه په کاربخت وو.  
     
1986       دافغانستان څخه جرمني ته مهاجرت
10.10.1986         جرمني هیوادته راورسید
1987                   دجرمني ژبې زده کړه پیل شوه اوپه څنګ کې یې دیوه مساعدمسلک زده کول او لټول      دوام پیداکړ

 

 

 

 

 

 

 دارواښادسره تل پاتې خاطرې :

۱- خاطره : دپښتنوسره مینه :
په ارواښادمحمداکبرځاځی باندې پښتانه ډیرګران وو، که په هره جامه کې به وو،که په هر ګوند کې به وو اوکه هرسیاسي فکر به يې درلود، بیاهم په هغه باندې ډیرګران وو.   پښتون به یې د ټولوسیاسي تیروتنوسره سره هم بخښلو اوویل به يې : چې ګڼ پښتانه غیرشعوري ګناه اوتیروتنې کوي اوخدای دې ورته هدایت وکړي .
     
۲- خاطره : ټولنیزژوند :
 ارواښاد محمداکبرځاځی یوټولنیزشخصیت وو او په  فرهنګي غونډو،فاتحو، کنفرانسونو کې يې تل  ګډون کړی دی . دبېلګې په توګه هغه په جرمنې کې دافغانستان دکلتوري ودې  ټولنې یوفعال غړی وو اوپه ټولوفرهنګي غونډوکې يې تل فعاله برخه اخیستې ده  درسنیوله لارې يې خپل سیاسي ،فرهنګي نظریې په ډاګه اعلان کړې دي .
 
۳-  خاطره : دارواښاد کرکټراوخوی :
ارواښاد په ملګرتیاکې ډیروفاداراوپه وعده ټینګ سړی وو ،  خوراننګیالی  خوښ ‏طبیعته سپین زړه ،  اوصادق سپيڅلی ‏افغان وو. دخبروپر ځای یې کړه وړه خوښیده .  ‏دشعارورکولوپلوی نه وو.‏ اوپه وطن او خپلواكۍ  مین ملي شخصيت وو  زړه سون اوسوله غوښتونکی وو، دملي  روحیې  پالونکی وو ، دپښتوژبې ادب لیوال وو. ملي ګټو ‏ته ژمن شخصيت وو، دهېواد دپرمختګ ،ترقۍ ‏اوځلانده برخليک لپاره يې ‏پرلپسې هلې ‏ځلې کړې دي . 
ارواښاد سپین سپېڅلی سړی وه : (شف شف به یې نه کولو) په هر ‏مجلس کې به یې دخپل فرهنګي نظراوسیاسي تګلارې څخه په ډاګه دفاع کوله اودهیڅ چاپروایې هم نه ‏درلودله‎ . ‎
ماته یې وویل :
٬٬ ډاکټره ،په هر واده کې برخه اخله ،خو دبل چااټن (سندرې‎) ‎به نه کوې بلکې ‏خپل اټن (سندرې) به کوې ٬٬. 
ارواښادتل دولس په  چوپړ کي ‏وو اودوس ‏سره سم یې نوروافغانانوته ګټه رسیدلې ده.‏

هغه زړه به له طوفانه په امان وي                                ‏
چې کشتۍ غوندې دخلقو بار بردارشي
‏(رحمن بابا) ‏

۴- خاطره: دپښتوژبې علمي کیدنه:
ارواښاد محمداکبرځاځی صیب ماته  ویل  : په هرچاچې خپله مورګرانه وي نوبه په پښتوژبه لیکل ،لوستل اوخبرې کوي . پښتانه دپښتوسره اوپښتودپښتنوسره نه شليدونکې اړیکې لري . په بله وینا لازم اوملزوم دي
.
په قران شریف کی راغلي دي . 
آیه 77 سوره قصص : «لاتنس نصیبک من الدنیا».
ژباړه :مه هیروه هغه برخه (دنیا،شتمني ، ژبه ، عزت ) چې الله په دې نړی کې درکړی دی . زموږ مورنۍ ژبه پښتوده . هرڅوک چې په مورنۍ ژبه ویل لیکل اولوستل نه کوي نودامانالري چې  دموراحترام نه کوي . اودایوه ګناه ده .
ارواښاد محمداکبرځاځی صیب مبارزه په دې لاره کې داوه  چې سمدلاسه باید  دهیوادپه ټولوپوهنتونونو، ښوونځیواورسمي دفتروکې دپښتوژبه وکارول شي .. دارواښادیوډیرلوی ارمان داووچې دپښتوژبه علمي شي . یوازي هغه مهال دنړيوالوژبوسره څنګ په څنګ پرمختګ کولای شي .
خودارواښادپه اندنوموړې ارمان هغه مهال سرته رسیدلای شي  چې دهیوادپه ښونځیوکې دپښتنولپاره تدریس په پښتوژبه ورکړل شي . دبېلګې په توګه اوسمهال په کابل کې په لږڅه ټولوښونځیوکې تدریس په درې ژبه ترسره کیږي. همدالامل دی چې دپښتنوماشومانو خپل طبیعي استعداد په ټپه دریږي او وده نه شې کولای . داځکه چې په مورنۍ ژبه ورته تدریس نه ورکول کیږي.
په پایله کې ډېری پښتانه لوړوزده کړوته لاره نه شي پيداکولی اوپه ټیټوپوستونوکې کارکوي. ټول امتیازات دغیرپښتنوافغانانوپه نصیب شي. نوموړې کړنلاره دپښتنوپروړاندې یوه ډېره غټه بې عدالتي اوغیردیموکراتیک چلنلاره ده اوبایدپه هرقوت چې وي دپای ټکی ورته کېښوول شي
ددې لپاره چې دپښتنوفرهنګې حقوق پرځای شوې وي نوارواښاددهیوادروزنې وزیرښاغلي اتمرته  ان په ۲۰۰۷ زکال کې یولیک استولی دی چې په کابل کې دپښتنولپاره ځانګړي ښوونځي جوړې شي  اوهغوی ته په پښتوژبه تدریس ورکړشي . دالیک دمضمون په پاې کې مل شوی دی.
ارواښاددښونځی په اهمیت رڼاواچوله اوبیاېې دملاله یوسفزی لاندې شعارولوستل:

«یو ماشوم،یوښوونکی،یـوقلم او یوکتاب نړۍ بـدلولی شي.»
- ملاله  یـوسفـزۍ

مبارک دی زما یاره  چی په دی لاره روان یی او خوځیږی،
په منزل د خپل ارمان کی له خزان او له بهاره نه ایریـږی.
زه به څه درته لګیا یم،ته په دی راز ښه پوهیږی او دا هسی چی ځلیـږی.
( درڼاګل اریوب زی ځاځی شعر)


۵- خاطره : دهیواد په حال خبر او سوکالی ته ژمن وو:
ارواښادمحمداکبرځاځی  سره له دی چی دخپل عمر  ډېر کاله یی دهیواد نه بهر تیر کړی وواصیل افغان پاتی شوی وو . داځکه چې لږڅه هرکال به یې خپل هیوادته سفرکولو . دهیواد په خپلواکی مین وو او په هیواد کی سولی او سوکالی ته ژمن وو. په افغانیت ویاړونکی وو. پښتو اوپښتونولي پالونکی ملي شخصیت وو. 
ارواښاد محمداکبرځاځی ولسواکی ته  ژمن وو  او دانسان ژوند يې  تر هر څه وچت ګڼلو. ژوند هغه تر ټولو لوی ګواښ جنګ بللو او سوله دهغه دسا تنی ضروری بنسټ ګڼله . دهغه په وینا:
(لانجی په ســوله عـادلانه حل کیــږی او ورسره ســوله نوره هم ځواکمنه کیږی. وسلوال یرغلونه سوله نه ده،جنګونه دی او جنګونه خو وژنی او قـتلونه دی)
(بهرنیانویرغل کوونکو زمونږافغانې فرهنګ ته بدلون ورکړ . دبېلګې په توګه زورواکۍ ،غلواکۍ او بـلواکۍ ته یی د خپلواکۍ او ولسواکۍ نومونه ورکړل،تعـصبونه او فسادونه یی پریمان کړل. دا هسی ښه اوعجیبه ولسواکي ده،)

 

۶- خاطره : دناروغۍ سره دسولې اعلان :
ارواښادمحمداکبرځاځی خوراپرهیزګاراودیندار شخصیت وو. داسلام پوهنې په هکله يې ژورمالومت درلودل اوڅېړنیزنظرونه به يې زماسره شریک کول . دبېلګې په توګه یوه ورځ ارواښادماته داسې علمي خبرې وکړې :
(ډاکټره !   ته خوپوهیږې چې الله ج په قران شریف کې ویلي دي چې تاسودخپل عمل اوپرهیزګاری په اساس دهرډول ناروغۍ درملنه کولای شی . بلخواهره ناروغي چې یوڅوک ورباندې اخته کیږي  دالله له خوا نازله کیږي ).ارواښادخپلې خبرې ته دوام ورکړاوورزیاته يې کړه .
(  دالله ج هرحکم چې نازل کیږي دملایکوپه مټ انسانانوته انتقال کیږي .که چېرته انسان دالله حکم ومني اوعملي يې کړي نوثواب دی اوکه وه یې نه منې نوګناه ده . ارواښادپه دې ایمان درلود چې که یوڅوک ناروغ کیږي نودالله حکم دی اودیوې ملایکې په مټ انسان ته ناروغي انتقال شوې وي. هرڅوک بایددناروغی انتقال کوونکې ملایکې سره سوله اعلان کړي اودښمنې ورسره وه نه کړي . په طبي تړاوهم ډاکټران وايي چې دناروغ لپاره دمنفي فکرپه پرتله مثبت فکرکول ډیرګټوردی . که څوک مثبت فکرکوي نوبایددورپېښې  ناروغی  ټولې ناوړه  اغیژ ې په ورین تندې ومني . داځکه  یوخوا دالله ج امر په ځای کیږی اوبلخوا مثبت فکردطبي پوهې په اساس دبدن دفاع سیسټم تقویه کوي اوپه پایله کې ناروغ ډیرزربیرته روغتیاترلاسه کوي.
 
۷- خاطره : صابراوعابدبنده وو :
 ارواښاد محمداکبرځاځی دالله ج یوډیرصابراوعابدپرهیزګاره بنده وو. کله به چې ناروغ شونويې پریمانه  صبر،زغم اوټینګ غزم درلود. دځینوخلکوپه شان به یې هیڅ شکایت نه کولو. کله به چې مادورپيښې ناروغۍ په هکله ورڅخه پوښتنه وکړه نو به یې ماته  ډاډګیرنه راکوله . ډاکتره ! اندیښنه مه کوه . زه پوره جوړیم . په همدې حال هم شکردی.
ارواښادویل :
( زه دالله مال یم الله پیداکړی یم اوهرکله چې الله ج ماوغواړي زه تیاریم اوامريې په سترګومنم هیڅ کله به سرغړونه ورڅخه وه نه کړم. داځکه چې الله ج پیغمبران هم ناروغ کړي دي نوزه خویوعاجزبنده يم
دبېلګې په توګه لکه حضرت ایوب ع  چې کیسه يې په لاندې ډول ده)
 ارواښادماته څوځله تکرارې دایوب ع کیسه بیان کړله او وویل :
داسې روایت دی چې ایوب ع لږڅه  اوه لس کاله ډیرسخت ناروغ وو.  هغه ډیر اولادونه خپل خپلوان درلودل.  د هر قسم مال څخه برخمن وو لکه څاروي، غلامان او نور…
خودا ټول دالله ج په امر ترې واخیستل شول  . خوبرسېره پردي ایوب ع د الله تعالي  په دربارکې صابرپاتې شو) .
ارواښادماته ډاډګیرنه راکړه اوخبروته یې په لاندې ډول دوام ورکړ :
 (هو، ډاکټره !،  ته زمادناروغۍ په هکله  ولې دومره ځوریږي ؟
.زماناروغي حتماً دالله ج ازمیښت دی . داځکه چې زه خوبختوریم چې لږڅه اویا کاله مې په صحت کې تیر کړل،  پاتې وخت خوډیرلږدی اوباید د الله له خوا نازل شوي ناروغی باندې نه یوازې داچې  صبر وکړم بلکې شکرهم وباسم .)
ارواښادورزیاته کړه :
«روایت شوی چې ایوب ع  به کله له مصیبت سره مخ شو نو دا ټکي به یې یادول

 (اللهم أنت أخذت وأنت أعطیت)
ژباړه : «اې خدایه ! تا رانه واخیستل او تا راکړي وو.»

دارواښادکلک غزم ،دالله ج څخه شکراداکول،دناروغی سره سوله ،دناروغی درد زغمل ،مثبت فکرکول ،دناروغی په هکله شکایت نه کول اوداسې نوردرواخله دارواښادله کورنۍ له خواهم تائیدشول.

  ۸-   خاطره :   دخپل فرهنګې حقوقو څخه دفاع کول   :
ارواښاد محمداکبرځاځی خپل فرهنګې نظر په ډیره حوصله اومستندودلایلوسره وړاندې کوله . که به مقابل سړی ورته ډیرجدي اوپه غوسه هم شوخو ارواښاد به دخپل نظرڅخه نه اوښت  . ارواښادپه زغرنده اوجرئت سره د خپل سیاسي  اوفرهنګي فکر څخه دفاع کوله .  دارواښاد  په مغزکې فرهنګي تیوري پخه شوې وه . نوله دې کبله به يې دکبرپر ځای حوصله کوله . لکه یوه ونه چې  میوه ونیسي،پخه شي  اوبیایې څانګې ښکته ځوړندشي .

۹-  خاطره : نیکخواه :
ارواښاد محمداکبرځاځی دهرچاپه هلکه ښه نیت درلود اونیکخواه سړی وو . داځکه چې دهغه په ویناپه حدیث شریف کې راغلي دي چې :

خَیرُ الناسِ مَن نَفَعَ النّاس؛. 
ژباړه :  دخیرسړی هغه څوک دی چې بل چاته یې خیرورسیږي  

 دخوشحال خان خټک لاندې شعر دده په هکله صدق کوي .

چې دخلکونیکخواهي لرې په زړه کې                   
مبارک شه بادشاهي لرې په زړه کې
(خوشحال خان خټک)
 ‎
۱۰-  خاطره : دعلم اومسلک پالونکی وو.
ارواښادعلم ،هنر،حکمت اوکمال  ته ترپیسوزیات ارزښت ورکولو.  دډیردولت ‏اوپیسوهوس يې  نه درلود . خپل اولادونه يې پریښول چې لوړې زده کړې وکړې اودپيسوګټلوپه موخه دکارڅخه ډډه وکړي .‏
درحمن بابا شعريې ماته په لاندې ډول زمزمه کړ.

دنیا دار که مستغني په سیم و زر دی                   ‏
‏   هنرمند و څخه ګنج دخپل هنر دی
‏(رحمن بابا)‏


دارواښادسره وداع :  ۱۱-   خاطره :
یوه ورځ دارواښادسره په خبرواخته وم اودورپېښې ناروغی په هکله مې ورڅخه  پوښتنه وکړه. ارواښادپه ځواب کې راته وویل .
 « زه اوس تیاریم چې ابدي نړۍ ته ولاړشم . زه ډیرناروغ یم اواضافه هیڅ چاته زماګټه نه رسیږي . دخپل وس سره سم مې دهیوادلپاره علمي کارونه ترسره کړل . اوس زماقلم اوګوتې ستړې شوې دي . 
زه  دخپلې کورنۍ اودوستانوڅخه ډیرخوشحاله یم  چې په دومره اوږده موده کې یې بدرګه کړم، مینه یې راکړه ،وه يې نازولم ،جرئت يې راکړاویوازې یې پري نښولم .
کله چې دارواښادمحمداکبرځاځی ناروغي په دومره زیاته کچه پرمخ ولاړه شوه چې زما سره يې دخبرواومرکوحوصله نه درلودله، نوماته يې داسپارښتنه وکړه چې دارواښادسره وداع وکړم.
کله مې چې داخبرې واوریدي هیڅ یقین مې نه راتلو. په همدې ترځ کې مې دزړه درب درب شو، ټول بدن مې په لړزه شواوخولې راباندې ماتې شوې .حافظه مې دلاسه ورکړه .داځکه چې دارواښادپه خبرومي باور نه راتلو. که څه هم داغمجن خبرغوږواوریدلوخوحافظي ورسره نه منله .  
ارواښادخپل ځان ټینګ کړاوخبروته يې داسې دوام ورکړ:

«هو ، ډاکټره ! ته خوماته غوږونیسه ! »
 « د الله ج پیغمبران هم تل ژوندي نه دي پاتې شوي ».
ارواښادپه دې اړوند دپیغمبر محمد ص دحجة الوداع کیسه په لاندې ډول بیان کړه.
دهجري لسم کال دذولقعدې په ۲۵ حضرت پیغمبرص له خپلوټولوبیبیانواو۱۲۰ زره مسلمانانوسره دحج په نیت مکې ته وخوځیدل اودذولحجې په څلورمه مکې ته ورسیدل. دحج مراسم اداشول ،حضرت محمدص (جبل رحمت) دعرفات پرغونډی پرخپله اوښه سپورشواولاندنۍ خطبه يې چې دیوې کړنلارې بڼه لري خلکوته واوروله.
یه خلکو! زما خبرې واورئ،ځکه نه پوهیږم چې بیابه زه دلته تاسې ووینم اوکه نه؟
یه خلکو ! (ستاسې وینې اومالونه ددغې ورځې اودې میاشتې په څېرستاسوپریوبل حرام دي ....... .....................................
ماتاسوته یوڅه پرېښودل که منګلې پرې کلکې کړئ،هیڅکله به بې لارې نه شئ اوهغه د الله کتاب اودپیغمبرسنت دي،مسلمانان سره وروڼه دي ،پرته دهغه له رضانه دمسلمان هیڅ شی په بل مسلمان حلال نه دي)  :
په همدغه ورځ لاندنی آیت نازل ش:

الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلامَ دِينًا

ژباړه: نن مې ستاسودین درته بشپړکړاوخپل نعمت مې پای ته ورساوه اواسلام مې ددین په صفت تاسوت غوره کړ.  
ارواښادمحمداکبرځاځی ماته نوره دلاسه هم راکړه اوپه څنګ کې یې زه  دالله ج د امرمنلوپه لاره کې وهڅولم.
دبیلګې په توګه هغه وویل :

« دقران شریف  سورة  النساء ۴  اوآیت  ۸۷-‏ کې لیکل شوي دي. »

 أَيْنَمَا تَكُونُوا يُدْرِكْكُمُ الْمَوْتُ وَلَوْ كُنْتُمْ فِي بُرُوجٍ مُشَيَّدَةٍ ۗ
 
ژباړه : هرچېرته چې اوسئ ، وبه مومي تاسې لره  مرګ اګرکه اوسئ تاسې په برجونو(کلاګانو،ماڼیو) ډیرولوړوکې     
     


۱۲ - خاطره : داولادونوروزنه :
 ارواښادخپل اولادونه په  اسلامي  ،علمې ، پښتونولي اوافغاني   روحیه  روزلي دي . اسلامي روحیه داده چې دمشرانواحترام کوي اوپه کشرانومهرباني کوي . همدارنګه دخپل پلارسیاسي اوفرهنګي مبارزه پرمخ بیایي  په علمې تړاودارواښاداولادونودجرمنې په هیوادکې لوړې زده کړې ترسره کړې دي اوپه معتبرو مسلکونوکې په کاربخت دي 
 

پایله :
زړه مې غواړي چې دارواښادمحمداکبرځاځی د ژوند ليک  اوپښتوژبې ته ‏دهغه ‏خدمت   په تړاو ډير څه وليکم خو ريښتيا خبره دا ده چې اوس زما د زړه ‏زور هم ‏اوبه شوی دی . داځکه چې زماعمرداویاووکالوڅخه اووښتی دی.‏
که څه هم  دارواښادپه شان دعلمي شخصیتونود مړيني بد خبرموږټول  ځوروي ، کورنۍ او دوستان يې ژړوي او د وير پر ټغر يې کښېنوي مګر په حقيقت کي داسي شخصيتونه د تل لپاره زموږ په زړونو کي ژوندي دي .
په پای کې  زه دنږدې ملګري په توګه دارواښادالحاج محمداکبرځاځی  په ویرکې ځان شریک ګڼم  . دارواښاد مړینه  دافغان ولس لپاره خو په تیره بیاد پښتون قوم لپاره يوه لويه نه جبران کیدونکې علمي اوفرهنګی ضايعه بولم،

چې پيداشوې تا ژړل خـلکو خندل
داسـی مړ   شوې   چې ته خاندی خلک ژاړي

(پای)       


دجرمني هیواد
نیټه : دمی میاشتې شپږم ۲۰۱۷ زکال

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery