مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-06-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د جګړې ویرجن ښار، د فوټبال لوبغالی او پکې د کریکټ مېله

خپلواک دریز

له تصوره وړاندې هغه ښار چې جګړه ورڅه چارچاپېره ده، هره شپه پکې د لویو توپونو او وسلو غږونه اورېدل کیږي، دا ځای د جنګ او جګړې هغه لوی مرکز دی، چې هره ورځ پکې غم او ویر د لسګونو کورنیو مېلمه وي، دلته هغه وګړي چې روحاً مړه خو بیا هم ځانونه ژوندي ښیي.
د لښکرګاه ښار منځ کې د فوټبال په غازي ایوب خان لوبغالی کې د کریکټ شپنۍ مېله جوړه شوې، دې لوبو ته د روژې کپ شپنیو سیالیو نوم ورکول شوی، چې کابو ۱۴ لوبډلې پکې د شپې له لوري لوبیږي، هغه ځوانان چې د دې لوبې یو معیاري لوبغالی هم نه لري او د فوټبال په لوبغالي کې د کریکټ لوبه کوي خو بیاهم د یو روښانه راتلونکي لپاره هوسیږي او خپله مینه ښیي، دوی غواړي چې په دې سره خپل غمونه او ویرونه تر شا پرېږدي او له جګړې څخه د ستړیا او سولې د راتګ پیغام خپور کړي.
یادې سیالۍ د تېرې چهارشنبې په شپه د لومړي ځل لپاره هلمند کې پیل شوي او هره شپه ورته په سلګونونو شپین ږیري، ځوانان او ماشومان راځي، دلته نه یوازې له ښاره بلکې د ښار له وتو نږدې سیمو څخه هم ځوانان ددې سیالیو د نندارې لپاره راځي.
د سیالیو د نندارې لپاره راغلی ایمل خان وایي: (( واقعاً حیرانوونکې ده هیڅ فکر مې نه کاوه چې هلمند غوندې ولایت کې دې داسي سیالۍ تر سره شي، کومې چې موږ یې یو کال وړاندې فکر نه کاوه دا یونالیدلی خوب و، چې نن دادی په رښتېا بدل شو)).
له جنګ او جګړې ستړې دغه څېرې له ورایه دا پیغام ورکوي، چې نور باید ژوند یوازې د مینې او ورورولۍ لپاره وشي او نه باید د یوې نا مالومې جګړې ښکار شي، کومې جګړې چې ورڅه د ژوند ټول خواږه اخیستي.
د شپې یوولس بجې دي، د لوبې نندارې ته په ځیر ناست عزیزالله وایي: (( د سلګونو خلکو راتګ د کریکټ یوې سیمه ایزې لوبې ته او هغه هم په دې نیمه شپه دا زموږ پر یوالي دلالت کوي، موږ نور جنګ نه غواړو موږ له جنګه ستړې یو، جګړه له غم، ویر او ورانۍ پرته نور هیڅ هم د ځان سره نه لري )).
لوبې لوبې دې او شمېر یې زرګونو ته رسیږي، خو یوې هم د خلکو پام او فکر دومره ځان ته وانه ړاوه څومره چې کریکټ په لنډ وخت کې وکړ، د افغانستان د کریکټ د محبوبي ملي لوبډلې وروستۍ لاس ته راوړنې او په نړیواله کچه د لوبغاړو ځلېدا هغه څه دې، چې دا ولس یې له دې لوبې سره نور هم نږدې کړی.
دلته د کریکټ دلوبې امر محمدحسین فولادوال وایي: (( موږ دا لوبې یوازې او یوازې د یووالي په موخه پیل کړي، غواړو د کریکټ د لوبې له لارې د سولې پیغام تر نورو ورسوو او خپل جنګ ځپلو خلکو ته ددې سیالیو له لوري خوښي ورکړو)).
کابو شپږ میاشتې وړاندې د کریکټ بورډ چارواکو هلمند ته په دې موخه سفر لاره، چې د ۱۳۹۶ هجري لمریز کال په لومړیو کې به دې ولایت کې د یو معیاري لوبغالي د جوړېدو چاري پیل شي، اوس چې ددوی ددې ژمنې پوره شپږ میاشتې اوړي خو لا هم د کریکټ بورډ ددې کار هیڅ کوم درک نه مالومیږي او هلمندي کریکټران لا هم د لوبغالي  له لویې ستونزو سره مخ دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery