مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-06-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

عزيز احمد چوهدري : بیا دروغ وائې چي د حقاني شبکه له پاکستانه وتلې

سيد حسين پاچا


د کابل په بريد کې لاس نه لري، افغان چارواکي دې يې په خپله خاوره کې وځپي
چوهدري ګرم نه دی. منصور واسامه يې ورته له سومبۍ راويستل، هغوی هم په افغانستان کې ول. ظواهري به ترې هم راوباسي.


ښاغليه ،
د يو چا چې ملا طبقه دروغژنه شي، نو ستا غوندې له يو سياستوال نه ګيله نه ده په کار. تاسې هم ښه پوهېږئ او موږ هم ښه پوهيږو چې حقاني شبکه او کورنۍ يې چيرته اوسيږي. نصير حقاني خو يې هم ستا په پلازمينه کې سومبه کړ، هغه هم په افغانستان کې وو.

ښاغليه ،
انسانان په درې ډوله دي :
• يوه ډله هغه دي چې له الله تعالی او هم له خلکو نه ډاريږي چې دوی ته ايمانداره وايی.
• بله ډله هغه دي چې له الله تعالی او له خلکو دواړو ډاريږي چې دوی ته دوه مخي وايی.
• درېيمه ډله هغه دي چې نه له الله تعالی او نه له خلکو ډاريږي چې دوی ته بېحيا او بېشرمه وايی.

ما ته خو داسې برېښي چې ايمان خو هډو در کې له سره نشته، خو هغه حيا او شرم هم در کې نشته. که امريکا په موږ ستاسې غوندې ملا منصور او اسامه موندلی وای، نو نن به مو له نړۍ سره سترګې نه شوې مخامخولای، خو تاسې خلکو ته په سترګو کې ورننوځئ. ته او خدای چې ملا دې له جومات او محرابه دروغ وايی، نو له تا غوندې له يو بېحيا، بېشرمه وبې ايمانه نه به سړی څه ګيله وکړي؟ قرآني سپارښتنه خو دا ده چې انسان ورته بښنه ((سلام)) ووايی.

ښاغليه ،
تاسې، موږ او نړۍ ټول په دې پوهيږو چې حقاني شبکه څنګه ستاسې تر چتر لاندې ارامه او هوسا ده. مشرف خو آغلې کلينټن ته هغه ويلي وو چې د حقاني شبکه کې ګوتې راسره مه ماتوئ، يعنې مراعات راسره وکړئ. ان تر دې پورې يې ورته ويلي وو چې تاسې ماران په لستوڼي ساتئ.

سره له دې چې تاسې د امريکا د يو متحد په توګه مو ترې مياشتېني يو ميليارد ډالر مرسته اخېستله، خو ولې بيا هم تاسې ورسره ريښتوني نه وئ. تر دې چې ښاغلي اسامه ښاغلي بروسيډل ته دنده وسپارله چې تاسې وڅاري او هغه ټول حقايق رابرسېره او اباما ته يې وسپارل. ستاسې دوه مخي ورته ښه روښانه شوه. دا يو منل شوی حقيقت دی چې پيسه د انسان سترګې خړوي ((ټيټوي))، خو تاسې پر هغې هم نه شوئ او امريکا ته مو د يو متحد په توګه دروغ ويل. دا چې ته اوس هر څه وايی وايه!

ښاغليه ،
موږ او نړۍ به هله درباندې باور وکړو چې د ملا طبقه مو سمه شوه. ستاسې د ملا طبقه لا سمه نه ده، نو ستا غوندې يو سياستوال خو هډو د اعتبار وړ نه دی. څښتن تعالی دې په شرمونو وشرموه!

په درنښت


پاکستان وايي، حقاني شبکه له پاکستانه وتلې او د کابل په بريد کې لاس نه لري
http://www.taand.com/archives/91144

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery