مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-07-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کندهار د طالبانو له وحشته د کرزیانو او رازق تر بربریته

مظلوم کندهاری

ځوان به له ماشتوبه دولس کاله مکتب او بیا څلور کاله پوهنتون ووایه، د مور او پلار او ډیرو نورو خلګو امیدونه به ورپسي تړلي وه، خپله به یی ژوند ته هم زیاتی هیلي درلودې، د شخصي تجارت او کاروبار پیسی به یی نه درلودې، د بیلچي او روزانې کار یی کولای نسو نو مجبور وو چي یا حکومت ادارې کی مامور شي او یا هم د یو موسسې سره کار پیدا کړي، خو طالب ځوان به د توپک شپېلۍ ورباندي راوړوله او ټول امیدونه او هر څه به يي د یو ګړي له مخي د خاورو سره ور خاوري کړل، هو دا کندهار کي د طالبانو د رومزه جهاد یو لویه برخه تشکیلوله. طالبانو به روزانه زمونږ تعلیم یافته ځوانان او کدورنه فقط په دی ګناه وژل چی د موسساتو او حکومت مامورین دی. تعلیم یافته ځوانانو مسجد کي لمونځونه پریښول په دې خاطر چی ملا یی په نښه او طالبانو ته معرفي نه کړي. هره ورځ به د ګل په شان ګلالي ځوانان د دوی د مرمیو خوراک وه. هره ورځ به یو څراغ د دوی په وحشي مرمیو مړ وو. ځوانانو ته یی کندهار جهنم ګرځولی وو، کندهار کی یی د ژوند کولو حق ورڅخه اخیستی وو. په دې ګناه یی هم خلګ وژلي چی د طالبانو بد یی ویلی، طالبانو د ځانونو څخه یو داسي مخلوق جوړ کړی وو چي انتقاد ورباندی ګناه او ددې ګناه جزا مرګ وو. ډیر یی پر همداسي کناهونه تر تیغه تیر کړل. که طالبانو وحشت نه کولای نو نن به خلګو د رازق وحشتونه وای لیدلی. یاد مي دي یو ملګری مي چي هند کي یی په بورس لیسانس کړی وو او د یو موسسې مامور او ډير دین داره وو، خو خپل کلي کی مسجد ته نه تلی چی د مسجد د نه تګ سبب مي ورڅخه وپوښتئ نو په خندا یی وویل چی طالبان ته ولی په کسته( په لوی لاس) ځان په لاس ورکوم، او زیاته یی کړه چی زما په رقم ځوانان طالبانو داسي وژنی لکه ترخې مندکي. طالبانو داسي وهم او وحشت د خلګو په زړونو کي خپور کړی وو چی د یو د چا د کور ځوان به کومی خارجي موسسې سره کار کوی پردي پریږده خپل نږدې خپلوان به یی هم نه خبرول  له دې بیري چی داسي نه طالبان را خبر نه کړي. تعلیم یافته ځوانانو به همیشه په همدې بېره کي وه چی اوس له کومه کونجه طالب ځوان، ځان راباندي غازي نه کړي. حکومت په دې حد کي ضعیفه وو چی طالبانو په هر وخت د کندهار د ښار پر هر ځای کی نفر ویشتل او په ډاډه زړه به یی پر موټر سیکل پښه واړوله او ځانونه به یی ایستل. کندهاریانو روزانه د طالبانود هدفی وحشت نندارې کولې. چی دې وخت کی د کرزیانو په فرمایش او د حالاتو په مجبوریت رازق راغلی. رازق کندهار د وژونو او توپک په زور د طالبانو د وژونو او وحشتونو بازار سوړ کړ، ځوانانو ته یی د ژوند کولو حق ورکړ.د ځوانانو له زړونو هغه بېره چی اوس به وژل کیږی ووتله، ځوانانو د ارام ساه واخیسته او د امنیت احساس یی وکړي. ځکه خو یی په کم وخت کي د تعلیم یافته ځوانانو په زړونو کی ځای پیدا کړ. خو وروسته د کرزیانو د مافیا په قاتل بدل سو. د کرزیانو مافیا دا تیر پنځلس کالو څخه زیات پر کندهار د خپل وحشت امپراطوري چلوي. د کندهار مخور او قومی خلګ یی یو یو په مرموز ډول وژل. حکومتي ادارو ټول هغه پاک خلګ چی د دوی د غلاو او جرومونه ته به خنډ حوړېدل ووژل. هغه والیان چی د دوی سره به يي په جرمونو کی برخه نه اخیسته بیرته له کندهاره ایستل. د کندهار هر څه یی مستعمره کړي. دوی هم د طالباو څخه په وحشت کی کم نه دی. کندهار هیڅ داسي څوک ژوندی نه پریږدی چی د دوی ګټو ته خطر جوړولای سي. رازق د هغو قاتل او نظامي مهره ګرځېدلې. هره ورځ هدفي وژني کیږی خو درک یی نه معلومیږی چي چا ووژل. څه موده وړاندي د کندهار هوایی میدان ښځینه مامورني ووژل سوي، وروسته یی نفر د میډیا مخته راوستل چی دا طالبان دی چی او دا وژني دوی کړې، خو حقیقت دا وه چی دې ماموریني د دوی قاقچاقی مواد لیدلی وه او د دوی راز ورته معلوم سوی وو. د کندهار د والي معاون پتیال یی واوژه وروسته محصل یی ونیوۍ د ظلم او وحشتونو په زور یی اقرار ورباندي وکړ چی طالب دی او پتیال یی واوژه. داسي کیسې نو ډيري دی چی دوی وژني کوي بیا امنیت او قومندانی نفر نیسي د وهلو او وحشتونو په زور اقرار ورباندی کوي او بیا یې طالب یی معرفي کوي. چي وروستې او مشهوره هغه یی د مولوي پیروز وژنه وه. توره ښیښو ټوډي( وړوکی موټر یو نوعه ده) کندهار کي اوس ډیره مشهوره سوي ده چی ځوانان پورته کوي ورک یی کړي. د ډیر تلاش وروسته یی مړي موندل کیږي. د کندهار ملي امنیت او قومندانی او ټولي حوزې د دوی نظامي قاتلین او وژونکي دی. کندهار کي داسي یو حالت دی چی د توپک او وحشت په زور یی د خلګو خولې تړلي او خلګ روزانه له وچي مجبورۍ د ددې وحشتونو نندارې کوی خو څه ویلای نسي.  مدني فعالان  او ژورنالیستان یی هم دوی په کنټرول کی دی او د دوی شورا خواره دي. ځنی یی شوروا خواره دی او ځنی یی له بېري څه نسي ویلای. ډیرې وژنی او پیښې روزانه کیږی، خو دوی یی میډیا ته نسي را ایستلای. رازق هلته اوس په وینه خوړونګی ډراکولا(د امریکایی فلمونو وینه خوړونکی افسانوي بلا) بدل سوی. ملي امنیت ریاست او څارنوالی کی د مجرمینو څخه د تحقیق په وخت داسي وحشتونو کیږي چی بشري تاریخ کی یی ساري نسی پیدا کیدالای. ډیر ځوانان روزانه د دوی په تحقیق کی تر ظلم لاندي وژل کیږي. کندهار ښار ته نږدې ریګو کی هره هفته د ځوانانو مړي موندل کیږي. واقیعت دا دی چی کندهار هم د طالبي وحشت او هم د حکومتي او کرزیانو د وحشت مظلوم پاتی سوی او لا هم مظلوم دی چي کندهار یی اوس په یو وحشي زندان بدل کړی. که دا وضعیت دوام وکړي یو ورځ به کندهار داسي انفجار وکړي چی لمبې به ېې نه تنها کندهار بلکې ټول افغانستان ورسره وسوځوي.
نوټ: نه لیکوال یم او نه د لیکنې کولو هنر لرم، دا یو څو ګډوډی مي د زړه له درد ولیکي ګوندی چی اشرف او مرکزي حکومت د کندهار په حالت زړه وسوسوځوي او د تغیر کوښښ یی وکړي. دا لیکنه مي په مستعار نامه ده ځکه چي خپل ژوند خو مي خپل ژوند د ټولي کورنې ژوند مي ددې یوې لیکنې څخه تباه کیدلای سي چی مخکی هم د نورو خلګو سوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery