مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
benawa-etisalat
دخپریدو نیټه : 2017-09-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

« په افغانستان کي د امریکا پټي موخي او لوڅ جنایتونه » کتاب

پوهنمل حاجي محمد نوزادي
« په افغانستان کي د امریکا پټي موخي او لوڅ جنایتونه » پر کتاب تقریظ
 خوښ یم چي د انجینر صاحب نعیمي نوي لیکل سوي کتاب له چاپه ووت او په هکله یې ورته مبارکي وایم . نوموړي کتاب زما ددغه تقریط سره چاپ سوي چي په لاندی کرښو کي د لوستونکو پام ورته را اړوم :
دا کتاب چي ما و موند
( تقریظ )
     دا لومړی کتاب نه دي چي د انجینر صاحب محمد ابراهیم نعیمي له قلمه زما لاس ته راځي . خداي مي دي غاړي نه بندوي ، فکر کوم دا به دده څلورم یا پنځم لیکل سوی کتاب وي . که رښتیا ووایم ما دا کتاب دده تر پخوانیو کتابونو په ډیر زیات خوند ولوست او دا یوه طبعي خبره ده چي د هر لیکوال لیکني د وخت په تیریدو او د تجربي د زیاتیدو سره سم پخیږي ، د ټولنیز چاپیریال د غوښتنو په پام کي نیولو سره پرمختګ کوي او زړونو ته لاره مومي . دده ټول چاپ سوي کتابونه او بیشمیره مقالي یې په یوه یا بل ډول د سیاست سره تړاو لري ، خو دغه کتاب په ځانګړی توګه د سیاسی پیچلو پیښو له ګیډي راوتلی دی .
      زه دی له نوي ځلمیتوب نه پیژنم . د لیکوالی مخینه یې په تکلیف سره د یوې لسیزي نه اوړي مګر په سیاست کي یې د شکیلتیا مخینه په چټکۍ سره تر څلورو لسیزو ور اوړي . دا ځکه ، تر هغه ځایه چي زما را یاد دی ، انجینر نعیمي مي د کابل پولي تخنیک انستیتوت کي د ۱۹۷۲ کال راهیسي شاګرد وو . دی نه یوازي پخپل صنف کي یو له ډیرو لایقو شاګردانو څخه وو ، بلکه د سیاست سره تړلي ځلمي وو . دا هغه وخت وو چي په هیواد کي د روڼ اندو تر منځ د سیاست ډګر خورا تود وو ، په تیره بیا د لوړو زده  موسیسي د ځوانانو د پاره د سیاست اصلي چاپیریال ګرځیدلي وو . د هغه وخت په سیاسي جذباتو کي د ځوانانو احساسات د دوي پر عقل باندي ډیر برلاسي ول . که ووایم چی نعیمي صاحب لا هغه وخت د خپلو ټولګیوالو سره پدې اړه توپیر درلود ، تیروتنه به مي نه وي کړې . دی آن هغه مهال په سیاسی تمایلاتو پسې په پټو سترګو روان نه وو ، د ډیر فکر او تعقل نه یې کار اخیست او د ټولني د غوښتنو سره سم یې سیاسي لیدلوری ټاکه . که دا خبري یوې خواته پریږدو او دغه وروستي کتاب ته یې را وګرځو ، نو :
       په تیرو کرښو کي مي دده د لیکوالي مخینه څه باندي یوه لسیزه یاده کړه . دا موده د لیکوالۍ د پخیدو د پاره اوږد وخت ندي . پدغه لنډه موده کي دده قلم دومره لاره وهلې ده چي نورو ته په ډیرو لسیزو کي اسانه کار نه وو . د بیلګي په توګه به بیځایه نه وي چي دده دشخصي کړو وړو تر څنګ دده د لیکوالۍ د پیل یوه یادوونه وکړم . دده په شخصي کړو وړو کي یوه ډیره په زړه پوري ځانګړتیا داده چي د لطیف جنس په اړه د نازکو احساساتو نه ملامال دی ، د ښکلا احساس ته د هنر په سترګه ګوري او هیڅکله یې هم تر څنګ بې تفاوته نه تیریږي . ده پتیئلی وه چي په افغاني ټولنه کي د ښځو د حالاتو په اړوند یو کتاب ولیکي او مخکي له دې نه چي د عمر دیب یې د قلم څوکه ور ماته کړي ، ددغه جنس په وړاندي د رومانتیک نظر سره د تړلي پور په ادا کولو کي خپل هوډمن رول تر سره کړي . کتاب ته یې ډیر مواد را ټول کړي وه . یوه ورځ یې ماته د نوموړي طرح سوی  کتاب د پاره خپله یوه لیکلې برخه راوړه چي و یې لولم او د اړینو اصلاحاتو اجازه یې هم راکړه . فکر کوم دا به دده تر ټولو لومړی او یا یوه له لومړنیو لیکنو څخه وه چي نشر ته یې د سپارلو هوډ کړی وو . ما یې لیکنه ولوستل . منځپانګه یې راته په زړه پوري وه مګر هغه لیکدود چې ده کارولی وو ، یوازي د کلیوالي عادي ګړدود یا شفاهي ژبي سره جوړ وو او لیکني یې پدغه لیکدود سره زما په نظر د نشر وړتیا نه درلوده . که څه هم پښتو ژبه لا د بده مرغه تر اوسه پوري د معیاري وړتیاوو څخه بې برخي ده ، ما تر یوه بریده په نوموړي لیکنه کي د لیکدود اړین اصلاحات راوستل او ده ته مي په تکلیف قناعت ورکړ چي د شفاهي ادب او ژورنالیستیکي لیکنو ژبه یو له بله ډیر توپیر لري . وروسته چي خبر سوم ، ده د خپل هغه لومړی کتاب لپاره ډیر څه لیکلي وه او زما د ټینګار له مخي و دې ته اړ وت چي پر لیکدود یې یوار بیا کتنه او ټینګ غور و کړي . پدې توګه اړ سو چي خپل ټول لیکلی مواد یوار بیا دسره وګوري او د ژورنالیستیکي ژبي د لیکدود سره یې تر وسه وسه برابر ولیکي . ځان یې ډیر ور باندي ستړی کړ مګر کتاب په ډیره ښه ژبه چاپ ته تیار سو . هغه کتاب ته یې ډیر ښکلی او رومانتیک نوم ( او لا  ګلونه سوزي ) ټاکلی دی . نژدي څلور کاله د مخه کتاب چاپ او د مخکاته په غونډه کي ښه ډیري خبري پرې و سوې .
      دا بیلګه مي ځکه دلته یاده کړه چي که دده د لیکنو پوخوالي د لس کاله وړاندي سره پرتله کړو ، توپیر یې د ځمکي نه تر اسمانه پوري دی . د بل لوري دی په مسلکي خټه د کان سپړلو ( استخراج ) یو انجینر دی ، نه د ادبیاتو د څانګي فارغ سوی ادیب . ځکه نو دده غوندي کسانو په لیکنو کي ګرامري تیروتني خو لا یوې خواته پریږده ، آن املایي تیروتني هم تر سترګو کیدلای سي . ما ته څو کاله وړاندي زما یوه فرهنګي دوست د تقریظ او ارزوني پخاطر خپل یو لیکلي داستان چي چاپ ته یې اماده کاوه ، را ولیږی . داستان خورا اوږد وو او اوږدوالی یې د داستان تر کچي لوړ ښکاریدی . دغه لیکوال د ادبیاتو پوهنځۍ د انګریزي ډیپارټمنت څخه فارغ سوی وو . کله چي مي داستان لوست ، ټایپي ، ګرامري او املایې تیروتني یې بی شمیره وي ، ما د ټولو د اصلاح کولو د پاره وخت نه درلود او خبره مي و لیکوال ته یاده کړه . هغه سخت رانه خفه سو او زه اوس پر خپلي هغي یادوني پښیمانه یم چي کاشکي مي نه وای ورته کړي . د نیکه مرغه د انجینر نعیمي په اوسني لیکنو کي یو نیم ځای ټایپی تیروتني او کله ناکله مي هم د لیکدود ستونزي تر سترګو سوي ، مګر املایي تیروتنو ځای نه درلود ، چی دا دده په لیکنو کي د ستایني وړ ټکي دي .
     څو هفتې وړاندي انجینر صاحب خپل دغه اوسني کتاب چي د چاپ د پاره یې اماده کوي ، په ایمیل کي را ولیږه او هیله یې کړی وه چي و یې لولم او د خپل نظر ټکي د یوه تقریظ په ترڅ کي پرې ولیکم .
      کتاب چي ډیر اوږد نه دی او شاوخوا ۲۵۰ مخه کیږي ، په اړین دقت مي ولوست او لکه څنګه چي مي یاده کړه ، د لوستلو نه مي په رشتیا هم خوند واخیست . ښایي پدې خاطر به یې خوند را کړي وي چي مطرح کړي موضوعګاني یې زما د نظر سره ورته والی لري . لکه څنګه چي لوستونکي خبر دي ، یو نیم وخت چي مي ددغسي موضوعګانو په تړاو لیکني کړي ، قضاوت مي په همدغه بهیر کي ساتلی دی چي د کتاب منځپانګه جوړوي . ددې کتاب اصلي منځپانګه پر هغو بشري ضد جنایتونو باندي را څرخي چي امریکایي واکمنان یې د څارګري اداري سي ای یې د ستراتیژۍ سره سم د دوه مخي دموکراسۍ تر سیوري لاندي په نړۍ او په ځانګړي توګه په افغانستان کي د بنسټپالني سره د مبارزې په پلمه تر سره کوي . دغي د امریکا دوه مخي دموکراسۍ د پاکستان د دوه مخي سیاست تبر ته لاستی ورکړی ، لنډه غرۍ ته یې ملا تړلی او هر ډول حقوقي او اخلاقي نورمونه تر پښو لاندي کوي . لکه څنګه چي د امریکا خارجي سیاست د سي ای یې لخوا ټاکل کیږي ، همدارنګه د پاکستان خارجي سیاست ، ای ایس ای ورته ټاکي . دغو دوو  دوږخي سازمانو یو بل ته د ورورۍ لاس ورکړي او په افغانستان کي یې د دوږخ د اور لمبې بلي ساتلی دی . مخکي لدې نه چي امریکا پر افغانستان برید وکړي ، پکار وه چی د هیواد تاریخ یې ښه لوستی او اولسي اناټومي یې د خپل سیاسی میکروسکوپ لاندي په ځیر سره څیړلي وای . که یې داسی کړی وای ، نو دوی به په دې پوه سوی وای چي شوروي ولي سیوسیالیزم دې هیواد ته صادر نه کړای سو ، همداسی د دموکراسۍ صادرول دوی ته اسانه کار ندی .  تر دې خبري پوري مي یوه خاطره را یاده سوه :
      د شورویانو د اشِغال پر مهال یوه ورځ د کانو او صنایعو وزارت د رهبرۍ په جلسه کي قصداً د شوروي مشاور څنګ ته چي نسبتاً یو ازاد خیاله سړی وو ، کښیناستم . یو کتاب چي په روسي ژبه د فریدریک انګلز اثر وو ، قصداً مي را سره واخیستي او خپل مخته مي داسی کښیښود چي مشاور یې ښه و لیدلای سي . هغه ولید ، وا یې خیست ، پرله وا یې ړاوه او پوښتنه یې رانه وکړه چي دا څه په کوي . ما ورته وویل چي په دې کتاب کي د افغانستان په هکله د انګلز یوه لیکنه ده ، هغه مي ولوسته . ده رانه و غوښته څو کتاب امانت ورکړم چي دی یې هم ولولي ، ما په خوښۍ سره کتاب ورکړ . د انګلز دا لیکنه چي د « افغانستان » تر سرلیک لاندي یې ډیر ډیر کلونه پخوا لیکلي ده ، د افغانستان لنډ تاریخ ، د اولس ځانګړني ، د انګریزانو سره جګړه او د انګریزانو تلفات یې په ډیر دقیق ډول څیړلي او په پای کی یې نتیجه ګیری کړي چي افغانان پر ازادۍ مین خلک ، په یکنواخته کوچیاني ژوند کي جنک کول ورته تفریح ښکاریږي . انګلز په اخیر کي لیکي چي که هر څوک د افغانانو په وړاندي توره و کاروې ، په هغه توره به یې خپل سر غوڅ سي . مشاور دوي ورځي وروسته کتاب بیرته راکړ . ما تری نه و پوښتل چي څنګه وو ؟  ده ویل نپوهیږم چي زموږ مشرانو به په کرملین کي دغه لیکنه لوستې وی ، کنه . که یې لوستې وای ، خامخا به یې دغه محدود قطعات دلته افغانستان ته نه وای لیږلي . ما ورته وویل چي ستاسي په مشرانو خو خبر نه یم ، مګر زموږ مشرانو خو حتماً نده لوستې . که یې لوستې وای ، خامخا به ددغو محدودو قطعاتو سره خپل وطن ته نه وای راغلي ( هغه مهال یې د شوروي ۱۲۰ زره کسیز پوځ په رسمي ادبیاتو کي « قطعات محدود » پنامه یاداوه ) . 
       په دغه کتاب کي انجینر نعیمي دې موضوع ته اشاره کړیده چي امریکا د ساړه جنګ پر مهال او په ځانګړي ډول پر افغانستان باندي د سره اردو تر یرغل وروسته ، د شوروي پر ضد د اذهانو د راپارولو په موخه بنسټپالي ډلي جوړي او پیاوړي کړي ، مګر اوس چي شوروي اتحاد دړي وړي سوي ، دغه د لستوڼي ښامار د امریکا په خپله مرۍ داړي ښخوي او شیطاني ګریوان ته یې لاس ور اچولی دی .
      پدې اړه چي د امریکا خارجي سیاست ته څارګري اداري او په هغوی پوري تړلي بنسټونه لیدلوری ټاکي ، د کتاب په یوه برخه کی داسی یادوونه کیږي : « هغه امریکايي څېړنیزې ادارې چې پر منځني ختیځ تمرکز لري، د امریکا د حکومت لپاره یې د اسلامي نړۍ پر ضد د فکري جنگ د توجیه لپاره، گڼې تگلارې او کړنلارې وړاندې کړي. په دې منځ کې، د رنډ موسسې رول، چې په نړۍ کې تر ټولو ستره څېړنیزه اداره ده د داسې ادارې په توگه چې د امریکا په سیاسي پرېکړو کې یې رول ډېر کلیدي او پام وړ دی، تر نورو ادارو ډېر مهم دی » .
      د کتاب د پام وړ ټکیو کي پر دې خبره فوکس سوی چي امریکا د هغه چا پر ضد په جکړه کي چي پخپله یې را منځته کړیدي ، هر ډول کړني روا بولي او تر دغه نظر لاندي د بېګناه خلګو په وژنه کي بشري ضد جنایتونه ځانته مباح ګڼي . یو وخت ما ( نوزادي ) په یوه کتاب کي د جګړي تعریف داسي لوستی وو : « جګړه د دوو ډلو لخوا یو د بل وژني ته وایي چي دوی دواړي ډلي یو د بل سره پیژندکلوي نلري ، مګر د هغه چا پخاطر یو بل وژني چی هغوی یو بل ښه سره پیژني » . همدلته هم خبره کت مټ دغه شان ده ، یاني د تروریزم او بنسټپالني سره د امریکا په جګړه کي هغه کسان یو بل وژني چي دوی یو دبل سره هیڅ شناخت نلري مګر امریکا او بنسټپالنه د یو بل سره ښه شناخت لری او پخواني یاران دي .
     په کتاب کي د ( رنډ اداري ) د فعالیتونو په لړ کي ، د هغې د یوه راپور نه داسي یادوونه کوي : « د رنډ ادارې د ۲۰۰۵ په فبروري کې د «ډیموکراتیک مدني اسلام» تر سرلیک لاندې یو راپور خپور کړی و. د دغه راپور یو څېړونکی لیکي: « د دې لپاره چې خپلو غوښتنو او موخو ته ورسېږو، په سیمه کې د اسلام د حقیقت او ماهیت له پېژندنې خلاصی نه لرو. دا اسلام دی چې د اوسني وضعیت د بدلون لپاره زموږ ټولې هڅې له ناکامۍ سره مخ کوي. یوازنۍ حل‌لاره دا ده، چې مسلمانان د «بنسټپالو، دودپالو، نويتوب پالو او سیکولرانو» په څلورو ډلو ووېشو . . . . . » .
د یوه بل لاسوند پر بنسټ د کتاب په یوه برخه کي داسی راغلي دي : (د هالیود نوموتی دایرکتر ، فلم جوړونکی ، بزنسمن او سیاسي فعال آرون روسو وایي چې نیک روکفیلر ورته  د سیپتمبر ۱۱ نیټې پېښې له پېښېدو یوولس میاشتې دمخه وویل چې یوه پېښه پېښېدونکې ده او د دغې پېښې له امله به مونږ پر افغانستان حمله وکړو ، تر څو د کسپین سمندرګې له پایپلاین څخه کار واخلو ، مونږ به پر عراق هم برید وکړو تر څو د تېلو زېرمې خپلې او په منځني ختیځ کې یوه ( نظامي ) اډه جوړه کړو . مونږ به په وینزیولا کې په چاویز پسې هم لاړ شو . کله چې ښاغلی روسو له روکفیلر څخه پوښتي ، چې کله مو غوره شوي ټوله شتمني او ځواک خپل کړي ، نور څه غواړي ، روکفیلر په ځواب کې وویل : « هر چا ته چېپ ( الکترونیکي ټوټه ) ورټومبل ، د ګردې ټولنې څارل او د ټولې نړۍ کنترول بانکرانو او غوره شویو خلکو ته سپارل ، دا مو وروستۍ موخه ده » ) . د بشپړي څرګندوني په خاطر باید یاده سي چي چیپ هغه الکترونکی فلزي ټوټه ده چي همدا اوس یې د حیواناتو په فارمونو کي لکه خوګان ، غواوي ، پسونه او نورو پر غوږونو ټومبي او ددغه چیپ په موټ په ساحه کي د ژوي موقعیت ، صحي حالات او ټول کړه وړه د فارم د اداري په مرکز کي د کمپیوټر د لاري تر کنترول لاندي دي.
      زما ( د تقریظ لیکوال ) په آند اړینه ده چي سیاسي څیړونکي د یوهان ګاټونګ پنامه د ناروي د یوه سیاستوال او ټولنپوه لاندي وړاندویني ته چي د کتاب په یوه برخه کي را نقل سویده ، پام و کړي : « د سولې نوبل جایزې نوماند او نارویژي ټولنپوه ( یوهان ګلټونګ ) وايي چې د امریکا قوت مخ په ځوړ روان دی او د ډونالډ ټرمپ په ولسمشرۍ کې به د امریکا اوسنی نړیوال ځواک اوبه شي. یوهان ګلټونګ په نړۍ کې د مختلفو سترو تحولاتو په اړه مخکې له مخکې وړاندوینې کړي دي چې بیا سمې ختلي دي. نوموړی هغه شخص دی چې د شوروي اتحاد د راپرځېدو وړاندوینه یې هم کړې وه. ګلټونګ په ۲۰۰۰م کال کې ويلي و چې «امریکايي امپراتوري» به د ۲۵ کلونو په اوږدو کې سقوط وکړي. خو کله چې جورج بوش د امریکا انتخابات وګټل، نو ګلټونګ د جورج بوش افراطي پوځي پالیسیو ته په کتو ، دغه موده پنځه کاله نوره هم رامخکې او د امریکا نړیوال استکبار عمر یې ۲۰ کاله تخمین کړ.» . البته دغه شل کاله د دونالد ترمپ د واکني د ختم سره پای ته رسیږي .
     ددې څخه که تیر سو ، په کتاب کي د ډیرو لاسوندونو پر بنسټ خورا په زړه پوري او نوی مالوماتونه را ټول سوي او چاڼ سویدي چي په ځانګړی توګه د سیاست سره تړلو کسانو ته به یې لوستل ډیر ګټور وي . زه د هیواد په دننه او بهر کي دغه کتیګوري کسانو ته ددغه کتاب په ځیر لوستلو سپارښتنه کوم .
      په کتاب کي انجینر صاحب نعیمي د ترهګري داسي تعریف کړیدی : « د عادلانه او یا غیري عادلانه موخو ته د رسیدو له پاره د انسانانو وژل د ترهګري لنډ بیان دي » . که څه هم د تروریزم یا ډار اچوني د پاره تر اوسه پوري د م.م. لخوا یو منل سوي تعریف شتون نلری ، خو لوړ تعریف هم په بشپړه توګه د منلو وړ نه بریښی اوزما په آند ، بیا غور کولو ته اړتیا لري .
      د کتاب په لیکلو کي د ښایسته ډیرو لاسوندونو یا اخستځایونو ( مآخذونو ) څخه کار اخیست سویدي چي د ستایني وړ یې بولم ، مګر دکتاب په ځینو ځایونو کي پر یوه یا بل لاسوند باندي حواله داسی ور کړه سویده چي لوستونکي ته سم ادرس پلاس نه ورځي ، مثلاً د سپړني په ترڅ کي یو دم لیکي : ولولئ : « ........ » . پداسی حالاتو کي لوستونکي لاره ورکوي او نپوهیږي چي دغه په قوسونو کي خبري د چا دي . دا ډول یادووني ډیري دي چي سړی ګوته ورته نیولای سی ، مګر په ټولیز ډول د انجینر صاحب خواری او ستړیاوی بیځایه ندي تللي او کتاب به د چاپ نه وروسته د ډیرو هرکلیو وړ و ګرځي . پر هلوځلو دي یې برکت وي ، خدای دي هغه ډول غمونه چي تیر کال یې کورنۍ  د ځوانیمرګ میرویس جان په مړینه ور سره مخ سوه ، نور نه راولي .
امین یا رب العالمین
پوهنمل حاجي محمد نوزادي
ډنمارک ــ د Aarhus ښار
د ۲۰۱۷ کال د می میاشتي ۲۷ نیټه ، شنبه د مبارکي روژې لومړۍ ورځ
    نوټ :
      لوړ تقریظ هغه وخت لیکل سوی چي کتاب چاپ ته اماده کیدی . د کتاب لیکوال ، کتاب ته بیخي بل نوم ټاکلي وو چي زما په آند یې د متن سره ډیر سر نه خوړ . ما ورته د هغه نامه پر ځای د دغه اوسني نوم یاني « په افغانستان کي د امریکا پټي موخي او لوڅ جنایتونه » وړاندیز وکړ . دا نوم دده هم خوښ سو او ورڅخه منندوی یم چي په ورین تندي یې زما وړاندیز ومني او کتاب یې په همدي نامه چاپ کړ .
aicts mainport ipower
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2014   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery