مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-10-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ټکس نه ورکوم خو ځان د نړۍ سيال غواړم!

سعيد افغان

په خدای راکړي سوک ته ورته افغانستان کې ملت ته هرڅه وړيا دي، دلته د پاکې هوا هيڅ کمی نشته، اوبو تروشې نه بلکه داسې خوږې دي چې بلاتشبې د حوض کوثر مينه پرې ماتیدای شي، غرونه او ياغي طبیعت یي دومره بکر او له مينې ډک دی چې له يوې سيمې بلې سيمې ته سفر وکړي اډو دې خپل کلي او کور ته زړه نه کیږي.
په دې وطن کې شته کانونه، ایران او پنجاب ته ور روانې وړيا اوبو،د سوال په پیسو رغول شویو سړکونو ، ښونځيو او باالاخره د نورو په مالیه او ټکس روان ژوند د حضرت میرويس نيکه رحمت الله علیه بچیان دومره ډوډۍ غپ او مفت خوره عادت کړي دي چې نن دولسي جرګې د غلو، اجیرو، جاسوسو او کمیشن کارو استازو د هغې پريکړې ستاینه هم کيږي چې د ملت د يوې سترې عايداتې برخې مخینیوی پکې وشو.
دا به مو اوريدلي وي چې وايي:« که بې څيښتنه ډيريدای د غره غرڅې به ښې ډيرې وی» په رښتيا هم په يو هیواد کې چې مسولیت منونکی ملت نه وي دوی به خامخا د غلو استازو هره هغه پریکړه ستايي چې فردي ګټې پکې وي نن به يو کس په پنځوس روپو کې پنځه روپۍ ګټه کړي وي خو دا هم مه هیروئ چې ددې وطن لپاره د څاڅکي څاڅکي دریاب فکر هم ختم شو، دا هم په ياد وساتی چې ورته بې سري او عدم مسولیت به موږ نور هم له ستونزو سره مخ کړي.
نن يوې ناقانونه او فرماني ولسي جرګې پر موباييل د لس سلنه لګول شوي ټکس مسوده رد کړه، منو په تخنيکي لحاظ به ستونزې وې، ځينې پيسې به کښته پورته شوي وي خو دا چې ملت متوجې شي او ټکس ته زړه ښه کړي د موباييل ټکس ورکړه يو ښه پيل وو چې د ستونزو د حل په خاطر يي ویدو او پردي پالو استازو د مسودې د رد پر ځای باید پر حل لارو فکر کړی وی ، داسې يو مکانیزم او چارچوب يي دولت ته وړاندې کړی وی چې ملت ټکس ورکړی وی خو يوه روپۍ کښته پورته شوې نه وی.
که څه هم ډيری افغانان اوس له نورې نړۍ سره يو ډول نه يو ډول اړیکې لري، انترنيټ ته لاسرسی لري او په دې ښه پوهيږي چې په اروپا او امریکا کې ملتونه په هرڅه کې ټکس ورکوي او د ملت ټکسونو عامه او نور خدمات پیاوړي کړي دي ولې برعکس په خپل وطن کې هرڅه ته د وړيا په سترګو ګوري.
بهرنیانو درې بیليونه ډالر دې وطن ته راوړل دا چې چا وخوړل او څه شول زه پرې تبصره نکوم خو لږ تر لږه هغه چې مصرف شوي دي هيڅ افغان د يو مسول وګړي په توګه ددې پوښتنه نه ده کړې چې دکور مخې ته جوړیدونکی سړک يي معياري دی کنه، بچي ته جوړ شوی ښونځی يي معیاري ټولګي او اداري خونې لري کنه او.... خو که مو اوریدلي وي تل يي د هرڅه غوښتنه کړې ولې هيڅکله يي نه دي ويلي چې دوی به څه کوي.
ټکس او مالیه د يو پياوړي هیواد لپاره اساس دی، که څه هم په دریمه نړۍ کې تر ډيره سياسي افکار اشغال دي ولې ددې اشغال د ژغورنې يوازنۍ لار پياوړی اقتصاد دی تر هغه چې په دریمه نړۍ کې ملتونه له اقتصادي پلوه خپلواک نشي دوی نه سياسي خپلواکي اخیستی شي او نه مذهبي بلکه برعکس به زموږ د وطن په څير ، د جهاد او وژنو فتواوې هغه ملایان راکوي چې موږ مسلمانان کړي،ژوند به هغه راښيي چې موږ ژوند ورښودلی او سیاسي برخلیک به مو هغه هیواد ټاکي چې زموږ له تن او وجود څخه جوړ دی.
زه دا نه وايم چې په ټکس کې ستونزې نشته بلکه په ځغرده وایم ستونزې شته، فساد شته، حیف او میل شته خو دا هم وايم چې د ټکس د بنديدو پر ځای يي د حیف او میل مخنیوی اړین دی.
راځم ولسي جرګې ته! تاسې او خدای په دې ۲۴۹ استازو کې يو داسې سل په سلو کې د استازي،سړيتوب او افغانیت په معیار برابر دی، په تیرو دوو میاشتو کې په غټه پټه ولسي جرګه کې د ولسي جرګې رئيس او لومړي مرستيال د خپلو شخصي ګټو په خاطر ټوله جرګه نه ده یرغمل کړې؟ استازي کميشن کاري نه کوي؟ پروژې او قراردادونه نه غواړي؟په تشنابونو کې پيسې نه اخلي؟په بهر کې تجارتونه او ښارګوټي نلري؟ زه ډير داسې استازي پيژنم چې يو وخت يي له کابله تر کور پورې د موټر د تیلو پيسې نه درلودې خو اوس په کارته سه کې بيلډینګ، په خوشال خان مېنه کې اپارتمانونه، په څو وزارتونو کې پروژې او په خپل مربوطه ولايت کې شخصي اداري او خاني لري.
ولې کوئ د خدای خاطر وکړئ، د استازو پر دې ننۍ وحشيانه او ظالمانه پریکړه د ملت پر نظر باندې نړۍ هم خامخا نظر لري او دا هم مه هيروئ چې د آی اس آی، کې جې بي او سپاه پاسداران استخباراتي شنونکو به هم د يو ويده،بې کفايته او بې درايته ملت پوسټونه او تبصرې کاپي کړي وي او ډير ژر به خپل تحلیل او زموږ پردی پالی او غلام فکر د خپلې استخباراتي ادارې په ماشين کې تحلیل کړي، افسوس کله چې نوره دنيا ويني چې په افغانستان کې ويده ملت د ټکس ورکړې ته لېوالتيا نلري،له وطن سره ريښتونې مينه نه کوي او ددې وطن د بربادۍ اصلي لامل همدا ملت دی دوی به څه خدای وهلي وي چې په خپل ټکس تاته سړک در پوخ کړي خو ته پکې ماين خښ کړې،ښونځی درته جوړکړي خو ته د درس پر ځای يا پکې خوبونه کوې او يا پکې بمونه الوزوې؟د رايي حق درکړي خو د پاک، لوستي او روڼ اندي ځوان يا عالم پر ځای تک شنه بې سواده او پردي جاسوس ته رايه ورکړې....
استازو خپل کار وکړ او دوی داکار ځکه وکړ چې بل ځلې ته به ددې جرګې استازيتوب کميشن کاران، غاصبین،زناکاران،جاسوسان او متعصبین نه بلکه روڼ اندي او تر ډيره لوستي ځوانان کوي او د لوستو ځوانانو دا کاروان به ددې وطن لپاره داسې قوانين او اصول رامنځ ته کوي چې ډيرې تشې به ډکې کړي، دوی ولې ګرموئ ځکه هغه چې چا يو وخت په مجلس کې نه پريښود اوس پارلماني خوندیتوب لري، زرهي موټرې لري او د وکیل او وکالت سپيڅلی نوم ور پورې دی.
ملته! شرم په کار دی په څنګ کې پراته دوه ملتونه مو ایران او پاکستان ستاسو نني نظریات ګوري خو دوی به نور هم زموږ د تیرولو او اشغال لپاره پر خپلو حکومتونو و وياړي ولې برعکس به د هر درد تاوان موږ ورکوو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery