مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-12-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

عطا نور د سیاسي زاوال پر لیکه!

سرلوڅ مرادزی

له هغې ورځ څخه چې عطا نور، دوستم او محقق په انقره کې د ملي یووالي د حکومت په وړاندې چې یو مهم رکن يي د عبدالله عبدالله په مشرۍ اجراییه ریاست دی، د مخالفت او دوښمنۍ اپوزیسیون جوړ کړ، د اجراییه ریاست په ونډه کې د دوه مخالفو او د واک تږو ډلو ناندریو د سپیدار ماڼۍ چې عبدالله عبدالله يي مشرتوب کوي، د ننګونو او ټکانونو سره مخامخ کړه!
عبدالله عبدالله او د سپیدار ماڼۍ د ډیری افغانانو د دې پوښتنې سره مخ شوه، څنګه کېدای شي چې اجراییه ریاست دې د ملي یووالي د حکومت یو رکن وي خو د عبدالله عبدالله دوه مهم پلویان، د اجراییه ریاست دوهم مرستیال محقق او د بلخ برحال والي عطامحمد نور دې په ورته وخت کې د ملي یووالي د حکومت مخالف او اپوزیسیون وي؟
که څه هم د ملي یووالي د حکومت له پیل څخه عطا نور او محقق په یوه یا بله بڼه د دې حکومت مخالف پاتې شوي، خو په انقره کې د دوستم سره په ګډه د حکومت په وړاندې د اپوزیسیون اعلان يي، له مخ څخه د منافقت پرده ایسته کړه.
پکار خو دا ول چې عبدالله عبدالله او د سپیدار ماڼۍ د افغانانو داسې پوښتنو او اندیښنو ته په وخت او وړ ځواب ویلای وای، خو په لویلاس هغسې ونه شول! بلاخره پس له درې کلونوسپیدار ماڼۍ اړ شوه چې په خبرو کولو راشی او د حکومت په دننه کې د مرکزي حکومت مخالفینو او اصلي دوښمنانو ته سپینه خبره وکړي.
اوس تازه په تازه، نظارشورا او اسلامي جمعیت ته خواخوږي رسنۍ په ډېرې خواشینۍ لیکي چې عبدالله عبدالله، عطا نور ته ضرب الاجل ټاکلی چې د بلخ ولایتي څوکۍ پریږدي، په دې اړه افغان پيپر لیکي« با موضع گیری قاطع عبدالله که برای ترک نور از ولایت بلخ و تعیین جانشین وی ضرب الاجل تعیین کرده است؛ باید شاهد یک نزاع درونی و ... باشیم»

 


اریايی بریښناپاڼه هم په اوښکو ډکو سترګو پورته خبر داسې خپروي« طبق اطلاع، دکترعبدالله در جریان مذاکره به نیابت از دکترغنی با لحن صریح از عطا محمد نور خواسته بود که یا از مقام ولایت بلخ کنار برود یا کنار زده خواهد شد. وی در بهترین حالت نرمش از عطا نور خواسته است که به جای خودش کس دیگری را به حیث والی بلخ معرفی کند.»
د نوموړې بریښناپاڼې په خبر کې دا هم زیاتیږي« درین حال منابع معتبر از جماعت سیاسیون پنجشیر به گزارشنامه افغانستان تاکید کرده اند که حلقات سیاسی و نظامی پنجشیر به عنوان محور مقاومت قطعاً از دکترعبدالله حمایت نخواهند کرد.»
په اصطلاح د پنجشیرسیاسي کړۍ! خو ټولو ته څرګنده ده، خو دا نظامي کړۍ يي بیا کومه ده، وسله له کومه کوي او د چا پر ضد يي کاروي؟ دلته هم خبره ښکاره ده چې عطا نور او د پنجشیر سیاسي کړۍ د دولت د ملکي اپوزیسیون دنده لري او نظامي کړي يي لکه داعش او طالبان، د دولت نظامي دوښمني پالي!
دا خبره هم د خندا وړ ده، ایا عطا نور د دې حق او واک لري، چې کله له دندې ګوښه شي، د ځان ځایناستي والي وټاکي؟ ایا پر چوکیو چور دی، تالان دي، سقاوي ده چې خورد ضابط دې جنرال ګماري؟
خو دلته ښای دا پوښتنه هم راپورته شي چې ایا عبدالله عبدالله عطا نور سره د دوښمنۍ او تربګنۍ له مخې له ولایته د هغه د ګوښه کېدو غوښتنه کوي، که حالات له عطا نور څخه غواړي چې په خوښه او رضا د ولایت څوکۍ پریږدی؟
که عطا نور د سیاست په ابېڅې پوهېدلای او د جهاد د مهال لنډه غرتوب يي پښو کې زولنې نه وای، په انقره کې د دوستم او محقق سره د حکومت په وړاندې د مخالفت او اپوزیسیون د اعلان سره سم يي باید، د ولایت څوکۍ پریښې وای او په ورته وخت کې پر دوو خرو نه وای سپورشوی!

همدارنګه کله چې د عطا نور په امر د ده زوی، سکرټر او ساتونکو د بلخ د ولایتي شورا د غړي محمد اصف مومند غوږ په خوله او غاښونو وداړه او څېرې يي کړ او وروسته يي نوموړی شکنجه کړ، عطا نور باید د داسې جنایت د ترسره کېدو سره سم له دې چوکۍ استعفا کړی وای!

ښاغلي مهمند د امریکا غږ اشنا تلویزون سره په ځانګړې مرکې کې وايی چې د عطا نور زوی د هغه غوږ په غاښونو شکولی دی.
بلخوا د ولایت د برحال والې پتوګه، د هېواد ولسمشر او د حکومت اجراییه مشر ته پرلپسې ګواښونه او ګوتڅنډنې د سړیتوب، اهلیت، مدیریت او سیاست په کومه ابېڅې کې روا دي، ایا داسې ګواښونه او ګوتڅنډنې ښکاره نافرماني، لنډه غري او یاغیتوب نه دی چې سزا يي باید نه یوازې له دندې ګوښه توب وي، بلکې زولنې او زندان هم باید ورسره تړلی وي.
عطا نور د عبدالرشید دوستم سره د حکومت ضد ټلواله هغه مهال اعلان کړه چې دوستم د خپل پخواني مرستیال او د جوزجان والي ښاغلي احمد ایشچي سره ناوړه جنسي چلند وکړ.
دوستم چې په محکمه کې پر ایشچي د جنسي برید دوسیه لري او له ډاره کابل ته نه شي تلای، عطا نور ورته مزار ته د ورتګ لار هواره کړه. دا چې د دوستم الوتکه د مزار په هوايي ډګر کې سرتېرو بیا کیناستو ته پرینښوده بېل بحث دی، خو دلته هم د مرکزي حکومت په وړاندې د عطا نور بغاوت په ډاګه ښکاري!
همدارنګه د افغاستان اسلامي ګوند هرات ولايت ته د عطا محمد نور د سفر په غبرګون ويلي چې عطا نور له حکومتي مقام څخه په ګټې اخېستنې، د ټاکنو لپاره کمپاين کوي، چې دا له دولتي دندې ناوړه ګټه اخېستنه ده او عطا نور بايد له دندې لېرې کړی شي.
که عبدالله عبدالله او ملاتړي يي غواړي راتلونکو سیاسي فعالیتونو کې د پښې ایښودلو ځای ځان ته سپما کړي او سیاسي رول ولري، باید د ملي یووالي د حکومت چې یو مهم رکن يي اجراییه ریاست دی، اصلي مخالفین لکه عطا نور او محقق له ځانه وشړي او د دوی له شر څخه ځان او د ملي یووالي حکومت بېغمه کړي!

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery