مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-12-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د پنجابي استعمارلخوا د واخان د نیولو مقدماتي هڅې اوآه د افغان غفلت

استاذ صاحبزاده مشريقيوال

 لوستونکي به خبر وي چې اوس اوس د بدخشان د واخان په ولسوالۍ کې چې د نړۍ بام هم بلل کېږي د واخان د ځوانانو د پاکستاني جینکو سره ودونه ډېر شوي او یوې پاکستاني موئسسې په واخان کې د یو کوټه نما بس په شکل د یو ګرځنده وړکتون کار هم پیل کړی چې په نوموړي بس کې د ماشومانو دپاره د لوبو او قرطاسیې سامان او تحایف ګرځول کېږي. دا ټول هغه څه دي چې اوس یو یو راښکاره کېږي خو کیسه دومره ساده نه ده او کیسه شاته ډېره پلنه او سروره ده.
که څوک د فلسطین او فلسطین کې د یهودو د اشغال باره کې لږه مطالعه هم ولري نو په دې به خبر وي چې یهودو د فلسطین د اشغال دپاره د زور زیاتي ترڅنګه یوه بله حربه دا په کار اچولې چې زرګونه حسین ترینې یهودي جینکۍ مسلسل د دې د پاره تربیه کوي چې یو خوا په عموم کې د عالم اسلام قیادت سره رابطې جوړې کړي او د معلوماتو ترڅنګ هغوی فاسد او بلیک میل کړي او بل طرف ته د فلسطیني هلکانو سره ودونه وکړي او په مهر کې ترېنه ځمکې او یا کورونه واخلي. د دې ترڅنګ یهود د فلسطینیانو نه درګرده د مارکیټ د قیمت نه څو چنده په لوړ قیمت ځمکې او کورونه اخلي که څه هم فلسطینیان په ظاهره زمونږ د افغانانو په شان چغې او سورې وهي او واویلا کوي خو یهود په فلسطینيانو کې پټ ډېر خلک لري. دا خو ډېره اوږده کيسه ده چې اوږدې لیکنې ته اړتیا لري خو زه د اسرائیلو او پاکستاني استعمار یو شان غاصبانه سوچ د دوه امریکایي او چینایی دپلوماتانو د مکالمې په دوه جملو کې راخلاصه کوم چې کله یو امریکایي دپلومات د چینايي دپلومات نه پوښتنه کوي چې ستاسې ګاونډیان او دوستان پاکستانیان ولې د ترهګرو ډلو د پاللو او حمایې لاس نه اخلي او تاسې دوی ته ولې قناعت نه ورکوئ؟ نو چینايي دپلومات ورته وایي چې لکه څنګه چې تاسې امریکایانو د مسلمانانو د داړلو دپاره اسرائیل ساتلي دغسې پاکستان زمونږه د خطې اسرائیل دي او مونږه ترې د خپلو اهدافو دپاره کار اخلو.
د پاکستان اسرائیل مزاجو استخباراتي ادارو د خپل پنجابي استعماري ذهنیت سره سم بلکل د یهودو په ماډل د لروبر افغانانو او بلوچانو قومونو د خپلو مخالفینو د ترهګرو په نوم نسل کشي هم روانه کړې او د دې کار دپاره یې بېرته زمونږ د تباهۍ دپاره زمونږ په قومونو کې مهرې هم پیدا کړې او د انګرېزانو د carrot and stick (ګازره او کوتک یعنې لالچ او زور) فارموله یې هم په کار اچولې. په ډېرې سپین سترګۍ یې زمونږ په نامنل شوي او غیر رسمي سرحداتو د ازغن تار لګول هم پیل کړي او د ۹۵ پنځه نوي زیاتې فوځي کلا ګانې یې هم د ډیورنډ په نامشروعه کرښه جوړې کړې او په ښکاره وایي چې د دې کلاګانو تعداد به مونږ د اوو سوو ۷۰۰ نه اړوو. پنجابي استعمار ازغن تار په داسې ځایونو کې ولګاوه چې هلته فی الحال د نور رامخکې کېدو اراده نه لري او کومو ځایونو کې چې د نور رامخکې کېدو اراده لري نو هلته یې د شورش او جنګ او یا هم د لالچ او رشوت د لارې کار روان کړی. خو زمونږ بدبخته جهادي او غیرجهادي، ږیره ور او بې ږیرې زورواکان او د روشن فکرو په نوم ډیله او وطن فروش مشران په ډالرو اخته او د خپلو سرحداتو په باره کې هیڅ واضح موقف نه لري بلکه اوس د خاینو مشرانو د ګونګې پالیسۍ داسې برېښي لکه چې د ځينې مخکنیو افغان مشرانو په څېر یې د پنجابي استعمار سره پټه معامله کړې ده.
همدا اوس او د تېرو څو کلونو راهيسې چې پنجابي استعمار د ډیورنډ د نامشروعه کرښې په مختلفو نقاطو کې او بالخصوص د کنړ په سرحداتو کې د سین نه پورې غاړه لال پورې او ګوشتې نه نیولې د کنړ په ټولو سرحدي ولسوالیو کې پنجابي توپخانې په افغانانو اور بل کړی او زرګونه افغانان یې کډوالۍ ته مجبور کړي او د دې نه مخکې یې په همدې سرحداتو کې افغانانو ته شناختي کارډونه ورکړي او دغه سرحداتو ته یې سرکونه راورسول او د فوځي کلاګانو جوړول ادامه لري او د کنړ په سیند د بند جوړولو هر پلان شنډوي نو کوم افغان به د پنجابي استعمار په دغه اقداماتو نه پوهېږي. واضحه خبره ده چې پنجابي فوځ د کنړ د سیند غاړې ته ځان رسول او په د غه اوبو قبضه کول غواړي خو مونږ د افغاني چارواکو غفلت ژاړو.
بل طرفته د پنجابي استعمار مکار، لالچي او غاصبانه نظرد بدخشان د واخان په غریبې ولسوالۍ دی چې د خپل ټول جغرافیایي اوستراتجک اهمیت باوجود هیڅ وخت هم افغان حکامو ورته د قدر په سترګه نه دي کتلي. د کنړ د سیند په شان د ډېر وخت راهيسې پنجابي غاصبین د واخان ولسوالۍ ته د اسې توسېږي لکه د پیشو چې په غوښه نظر وي او غواړي چې د افغانستان د سرحداتو دا غریبه شاته پاتې ولسوالي د خپل هوس ښکار کړي. الله مکړه د دغه شوم مقصد د کامیابېدو په صورت کې به پنجابي استعمار وکړی شي چې د افغانستان د دغه مهم زمیني رابطه د چین سره هم قطع کړي او د تاجکستان د سرحد سره د وصل کېدو په صورت کې به پنجابي استعمار ټولې منځنۍ آسیا ته د خپل تجارت دپاره لار هم خلاصه کړي. د دغه پلان د تکمیل د پاره پاکستان د چترال د ګرم چشمې د لارې بدخشان ته د یو غټ او پلن سرک نقشه هم اچولې او د چترال نه تر بدخشانه یې په غریزه منطقه کې د سورنګونو او تونلونو وهلو کار هم د پنجابي فوځ د نګرانۍ لاندې پیل کړی. پنجابي استعمار په کونړونو کې د روسانو پرخلاف د جهاد په وخت کې د ملا جمیل الرحمن د کورنۍ د جاسوسي شبکې د لارې ډېر کار کړی وو او نوموړي ملا صاحب د کونړونو سودا د پاکستان د آي ایس آي سره کړې وه خو اولسونو اوس دغه بدبخته کورنۍ پېژندلې او کوم رول نه لري خو اوس پنجابي استعمار په کونړونو کې د زور او لالچ د لارې او په پاکستان میشتو بدخشانیانو کې د مدرسو د لارې کار روان کړی چې د جهاد په نوم په بدخشان کې اوبه خړې کړي او منطقه د افغانانو د کنترول نه وباسي او د چترال او ګلګت د لارې واخان د خپلو ږیره ورو قواوو په لاس قبضه کړي او په دغه دسیسه کې ورسره د چین ملګرتیا د امکان نه لرې نه ده او لکه چینایان چې امریکایانو ته وايي چې دا سپی مونږه ستاسې د اسرائیلو په شان په منطقه کې د خپلو مخالفینو د داړلو دپاره ساتلی دی. ظاهره ده چې چین پاکستان د هند د داړلو دپاره ساتلی او په عین وخت کې یې د امریکایانو د ځان نه د لرې ساتلو دپاره هم کاروي او د دغه خدمت په بدل کې به چین د پنجابي استعمار سره د بدخشان نه د واخان په پرې کولو کې همکار وي. د ګلګت او چترال نه د پاکستانیو جینکو سره د ودونو په شکل کې واخان په رشتو کې ګنډي او د همدغه رشتو او خپلوۍ په جال کې او د کوټه نما بس د ګرځنده وړکتون په شکل کې کور په کور ملګري او جاسوسان پیدا کوي او د آینده پلان دپاره معلومات راټولوي.
خو بدبختانه چې افغانان په خپل منځي شخړو سره اخته دي. ورور د ورور سره په لاره نه ځي. دوستم په احمد اشچي خېژي او کوزېږي او د شمال ليډران د افغانیت نه هم انکار کوي. د عین او غین خپلې پړیشمارۍ روانې دي او د طالب او حکومت او طالب او داعش جنګ هم ښه په زور کې دی. افغان هر اغیار سره اړخ لګولو ته تیار دی خو خپل منځ کې صلحې او تفاهم ته تیار نه دی. چوهدري ملا هیبتوف اخونزاده د اسلام تر عنوان لاندې د پنجاب غلامۍ ته تیار دی او د ایران او روسیې سره د دوستۍ اعتراف هم کوي خو د خپل افغان سره ناستې او تفاهم ته تیار نه دی. نو همدا وجه ده چې د افغانانو د بې اتفاقۍ نه همېشه دښمن فائده پورته کړې او لکه د امیر عبدالرحمان خان په وخت کې یې چې افغانان په شورشونو اخته او د ډیورنډ د فرضي کرښې په شکل کې د سلو کالو دپاره غافل کړل عین کار همدا اوس د انګلیس شاګرد پنجابی د خپلو شومو اهدافو دپاره کوي.
الغرض که مونږه افغانان ویښ او سره یو موټی او منظم نه شو نو لکه څنګه چې زمونږ د بې اتفاقۍ له امله مو کوزه پښتونخواه او د افغان خاوره له لاسه تر اوسه تللې او زمونږ د وجود غټه برخه رانه برطانیې استعمار قبضه او خپل پنجابي شاګرد ته لاس کې ورکړې چې اوس په خپل نیمګړي او معذور وجود په ډاګورو ګرځو او د پنجابي استعمار لاندې د لراوبر پښتانه د ذلت ژوند تېروو نو که اصلاح نه شو نو لرې نه ده چې د واخان په شکل کې زمونږ د وجود یو بل غړی به هم تور پنجابیان زمونږه نه پرې کړي او د خپل وجود حصه به یې وګرزوي. مخکې هم زمونږ بعضې عیاشو مشرانو هغه فرصت د لاسه ورکړی وو چې مشترکه هندوستان نه د انګلیسانو د وتلو په وخت کې افغانانو درلود. تاریخي اسناد موجود دي چې انګلیسانو د هند نه د وتلوپه وخت کې افغان مشرانو ته پیشکش وکړ چې راشئ او د زوړ هند سره خپل زاړه سرحدات بحال کړئ خو دغه وخت ظاهرشاه خان د ځوانۍ په مستۍ کې وو او د امیر حبیب الله خان په شان په عیاشۍ کې ډوب وو او د انګلیسانو دغه پیشکش ته یې منفي جواب ورکړ او د حال په ژبه یې ورته وویل چې زما د لوچکۍ دپاره همدا موجوده افغانستان کافي دی نو که زمونږ د مشرانو همدا حال وي نو د واخان د لاسه په وتلو به هم د دوی غیرت راویښ نه شي خو د ملت فیصله به څه وي د هر افغان مسئولیت دی چې د دغه خیانت مخه ونیسي.
ننګرهار--- ۱۹ نومبر ۲۰۱۷ م
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery