مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-12-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مولد النبي الشریف

فاروق اعظم
مولد النبي الشریف
بسم الله الرحمن الرحيم
إن الله و ملئکته یصلون علی النبی. یاایهالذین آمنوا صلوا علیه وسلموا تسلیما ‌(صدق الله العظیم)
د خير البشرمحمد (ص) د مبارک میلاد یادونه
د مولد النبوي الشریف ذکر اوس تر هر بل وخت ضروري دی. موږ تر پخوا ډیر اوس د رسول الله (ص) د پیغامونو او تعلیماتو را په یادولو ته ضرورت لرو. تاسې وګورئ اوس په إسلامي نړۍ کې څه حال دی؟ د نړۍ اکثریت جنګونه او ناآرامۍ د اسلام په قلمرو کې دي او پرې تپل سویدي. څومره وینې په أفغانستان، عراق، سوریه، لیبیا، سومالیا، کشمیر، یمن، فلیپین، برما او فلسطین کې توئیږي؟ هره ورځ په عالم اسلام کې په زرګونو د قرانکریم حافظان او د رسول الله (ص) د دین حاملان شهیدان کېږي. هغه ښځې شهیدانې کېږي چې ښایی ټولنې ته یې مهم علماء وړاندې کړېوای. هغه نارینه شهیدان کېږي چې که پاته وای ټولنه پرې آبادېدای سوای او انسانیت ته یې خدمت کولای سوای. په ګوانتانامو، بګرام، پلچرخي، کندهار، ابوغریب، لتویا، استونیا، رومانیا او نورو دولتي او شخصي بندیخانو کې یوازې د أفغانستان په زرګونو بېګناه انسانان همدا اوس ناست دي. په ملیونونو مسالمانانو د استعمارګرو طاقتونو او د هغوی د لاسپوڅو له لاسه خپل وطنونه او کورونه پرې ایښي او په نورو وطنو کې بې هویته دربدره سرګردان ګرځي. تاسې د مینمار (برما) د مسلمانانو حال وګوری چې څه ورسره کېږي. انسانی ضمیر دومره بېچاره، مرعوب او کرخت دی چې حتی مسلمانان یې په مکه کې ږغ نه سي پورته کولای. د أفغانستان د مسلمانانو سره څه کېږي؟ د دولتی مراجعو په قول هره ورځ تر دوه سوه پورې عسکر مړه او زخمیان کېږي. په هابله خوا کې تلفات ددولت په قول په څو چنده دي. دا هرځوان چې مري د یوې کورنۍ غړی دی؛ ښځه، أولاد، مور و پلار او خور و ورور لري. د کاڼو او بوټو نه دي پیدا. دا قتل عام ولې؟ ترهګر هم دوی دي‌او ګوډاګیان هم دوی. هم بور دی او هم بدنام. 
آباد او مرفه عراق او لیبیا څنګه سول؟ چا وکړل او ولې یې وکړل؟ په سوریه کې چا خلک وهڅول چې د بشار اسد ظالم او بېدین رژیم ته پورته سي. هغوی چې پورته سول او مقاومت ېې وکړ، څنګه ېې پر نیمه لار پرېښوول. دغه نړیوال منافقت او دسیسې ښائسته سوریه تباه کړه. دا ولې وسوه؟ یمن چا په وینو ولاړه؛ چا د جنګ اور پکې بل کړ او چا یې بېګنا خلک له لوږې او مهلکو ناروغیو قتل عام کړل؟ داسې نور ډیر مثالونه درواخلئ. نن تر بل هروخت د مولود شریف د تجلیل ضرورت دی چې د تجاوز، ظلم او بېعدالتی په مقابل کې اواز جګ سي.
خو موږ نباید ټوله ملامتي پر نورو واچوو. په دغو مصیبتونو کې زموږ ونډه او کردار هم د پام وړ دی. دا کردار څومره دی؟ دا ولې؟ چاره یې څه ده؟ د مولود شریف تجلیل او د رسول الله پیغام (ص) دغو سؤالونو ته جواب ویلای سي. یو کلا ته چې غله ورلویږي، هغوی یوه ډله وي؛ یوازې یو کس پر کلا نه وراوړي؛ غله آئتلاف جوړوي. د کور بلدي سړی هم ورسره وي او یا یې دقیقه مشوره ورکړیوي. غله ټول ځوانان وي، په صحت تندرست او مسلح وي. شل،‌ شوټ او ناروغ په غلو کې نه وي. کله چې پر کلا ورواوړي، نو که په یوه خونه کې یو زوړ سړی د مرګ پر بستر پروت او له ناروغي ټوخ وهي، غله غلا نه سی کولای؛ وایی چې څوک ویښ دي. انتظار باسي چې ټول ویده سي. که د څو میاشتو ماشوم په زانګو کې وژاړي، بیا هم غله غلا نه سي کولای او ټول یو تاریک کونج کې ځان پټوي چې هسې نه د ماشوم په ژړا نور راویښ سي. غل او متجاوز زموږ تر تصور ډیر ډارن دی. هغه په تاریکه کې او چې خلک ویده وي غلا کوي. که کور رڼا، خلک وی‍ښ او رویبار نه وی، غل نه ورځي. که تاسې ټولنه رڼا کړئ، ولس بیدار وساتئ او د غلو سره د کور د رویبارانو مراقب واوسئ، غله ستاسې کور ته نه سي درلویدای. تاسې پوه سواست چې نن د مسلمان کور ته هرځای غله ولې لویدلی دی؟ د ځان بیدارول، څراغونه لګول او د پردو په خدمت کې داخلي رویباران ورک کول په کار دي. او دا د میلاد النبی په تجلیل او د آنحضرت (ص) د پیغام په تازه کولو کېدای سي. د خندق د جنګ تاریخ وګوری چی آنحضرت (ص) د خپلو یارانو په تنویر او دښمن ته په بیدارۍ او تیارۍ څنګه په ډیر لږ تلفاتو فوق العاده نامتوازن جنګ وګاټه او بیا یی د داخلي رویبارانو (د مدینې یهود) سره چی د دښمن سره یی پټ لاس وو، څه وکړل؟ موږ باید جنګ، سوله، سیاست او د ژوند ټولی چاري د خپل پیغمبر (ص) څخه زده کړو. نو ځکه د میلاد النبي تجلیل ترهربل وخت اوس ډیر ضرورت دی.
هغه امت به ول‍‍ې نه ذلیله کېږي چې وایي مسلمان یم خو د اسلام پر لار او قانون نه ځي. ځان په یو قانون پابند بولي خو نه یې عملي کوي. په یوه ټولنه کې چې قانون نه وي او یا نه تطبیق کېږي، همدغسې به یې حال وي لکه زموږ.‌ خدای پاک محمد (ص) ته په اوله وحې کې د لوست او لیک د اهمیت خبره کړیده او تر هر بل دین په اسلام کې د علم د حصول او لیکلو تأکېد ډیر سویدي. دا ځکه علم رڼا ده. خو زموږ اکثریت له دغه نعمته محروم دی. تعجب دادی چی زموږ د ډیرو ملایانو لیک نه دی زده خو خپل په دغه کمزورۍ نه شرمیږي، بلکې پرې ویاړي. تاسې ولاړ سئ وګورئ زموږ په کلیو کې د ډیرو دینی علماؤ حتی اولادونه د علم له نعمته محروم دي؛ د ښځو لیک خو بیخي ناروا ګڼي. زما په کوچینوالی په جوماتونو کې د لیک زده کړه فن وو او د فن زده کړه د دینی علومو د زده کړې په وخت کې لغو (د وخت ضایع کول) کار وو. نو ځکه ډیرو ملایانو پخپلې بیسوادۍ فخر کاوه چې وخت یې په لیک زده کولو نه دی ضایع کړی. دلته یې خپلې ناپوهۍ ته د قرآن او پیغمبر د ټولو سفارشاتو خلاف د دین جعلي جامه وراغوسته. د دین په نوم دغه بیدیني ټول قوم بیسواده وساتي؛ چې په نتیجه کې مو د علم او پوهې د حصول اندازه ډیره محدوده او پر هیڅ شمار سوه. بلاخره پسونه راڅخه جوړ سول چې دادی د لیوانو خوراک یو. د خپل قوم په ناپوه ساتلو موږ په حقیقت کې د پردیو اهدافو ته کار کوو. هغه قوم چې رڼا په توره وهي،‌ رڼا به نه ویني؛ په تیاره او ویره کې به ژوند کوي.
نن تر هربل وخت ډیر د میلاد النبی د تجلیل ضرورت دی. د هغه رسول (ص) تعلیمات باید را په یاد کړو چې کله یې د بدر په جنګ کې بندیان ونیول، نو د هغوی د خلاصون لپاره یې یو شرط داوو چې که چا د مسلمانانو لسو هلکانو ته لیک او لوست ورزده کړ، هغه به آزادیږي. خو موږ د خپل پیغمبر (ص) د ارشاد او عمل په خلاف، ښوونځی بندوو، سوځوو یې، ماینونه ورته ایږدو او پخپل دغه عمل فخر هم کوو. حتی حکومت چې ځان مسؤل ګڼي، د ښوونځیو په تعمیرونو کې نظامی پوستې اچوي، د علم دروازه د وطن د أولاد پر مخ تړي او په عوض کې د بندیخانې دروازه خلاصوي. صحابه کرامو به دعاء کوله چې یا الله موږ ته په دین کې پوهه راکړه. خو زموږ دا دعاء اوس پر خوله نه راځي. موږ لمونځ کوو خو د پوهیدو تلاښ یې نه کوو. قرانکریم لولو خو پوهیدو ته یې وخت نه ورکوو. موږ هغه طوطیان یو چې څه لولو په مفهوم یې نه پوهیږو. دغه سبب دی چې د لمونځ کول او د قرانکریم لوستل زموږ په زړو کې کومه ولوله نه سي پیدا کولای. موږ له جوماته روح وایسته او تش کالبد مو ودراوه. خپله هم هسې لکه مجسمې پکې ولاړ یو. په داسې جومات او داسې جماعت څه جوړه ده؟ د عرفات پر میدان په یوه امام پسې په ملیونونه مسلمانان ولاړ وي، خو د هیڅ استعمارګر او ظالم هیواد سترګه نه ځینې سوځي. داځکه هغوی پوهیږي چې هلته تش کالبدونه سره راټول دي.
فرض دوه ډوله دي؛ یو فرض عین او بل فرض کفائي. د فرض عین أداء پر هر مؤمن فرد لازمه ده؛ لکه لمونځ، زکات، روژه، حج. د فرض کفائی أداء پر ټولنه لازمیږي؛ لکه د جنازې لمونځ. د فرض حکم دادی چې په کولو یې ثواب، په نه کولو یې عذاب او انکار یې کفر دی. د مسلمانانو په یو کلی کې پر هرچا لمونځ فرض دی. خو د جنازې لمونځ یوازې پر حاضرو کسانو فرض دی.  د فرض عین په کولو د بلچا غاړه نه خلاصیږي، خو په فرض کفائي مثلا د جنازې په لمونځ چې د څو حاضرو کسانو لخوا وسي د کلي د نورو ټولو خلکو غاړه خلاصیږی.  که په کلي کې هیچا د جنازې لمونځ ونه کړ؛ په کلي کې د ټولو غاړې بندې دي.  همداسې د علم موضوع ده. علم پر دوه ډوله دی؛ یو فرض عین او بل فرض کفائي.‌ د دینی علومو ضروری برخه زده کړه پر هرچا فرض ده، خو دعصري علومو زده کړه فرض کفائي ده. په یوه ټولنه کې حتمی نه ده چې ټول خلک طبیبان، انجنیران، زراعتپوهان، پیلوټان، ... وي. خو په ټولنه کې د هر فن خلک دهغې ټولنې د احتیاج په اندازه حتمی باید وي. که نه ټولو فرض ترک وهلي دي او د عذاب مستحق دي. دین هډ دی او دنیا پوست. که د چا پوست وسو، هډ ژوندی نه سي‌ پاتیدای. نو ځکه موږ په هر لمانځه کې وایو چې یا الله د دنیا او آخرت ښه راکړې (اللهم ربنا آتنا فی الدنیا حسنة و فی الآخرة حسنة و قنا عذاب النار). دین مونږ ته د اخرت تر ښېګڼې دمخه د دنیا د ښیګڼې لپاره دعاء راښوولې ده. داځکه دنیا مزرعه د اخرت ده. که موږ عصري علوم نه زده کوو، نو نه یوازې ګناهکار یو، فرض مو ترک وهلي دي بلکې خپل  ژوند موهم خراب کړی او ځانونه مو د پردو احتیاج کړیدي. پر موږ ولې هرڅوک حملې کوي؟ له یوه غمه نه یو خلاص، بل غم ولې راباندې نازلیږي؟ علت یې دادی چې زموږ اقتصاد کمزوری او په عصري وسایلو سمبال هیواد نه یو، او دا ځکه چې موږ یې نه غواړو. موږ د دین ارشاداتو ته شا کړیده او نتیجه داده چې د بل تر پښو لاندې یو، مشران مو نور راته ټاکي او نظام مو د بل په هدایت چلیږي. دومره بیغیرته سوي یو چې د سیند پر غاړه وږي تږي ناست یو او بل ته مو سترګې دي چې ډوډۍ او اوبه راکړي. أفغانستان د اوبو له لحاظه غني هیواد دی؛ خو موږ نه شرمیږو په کال کې په ملیونو ټنه غنم واردوو. دا غنم په نورو هیوادونو کې په اوبو رسیدلي دي. ګویا موږ د سیند پر غاړه ناست اوبه واردوو، دا شرم ولې‌؟ داځکه وارداتی غنم حق السکوت دی چې موږ غالمغال ونه کړو چې ولې د ډیرو اوبو په موجودیت کې بیا هم اوبه واردوو.  موږ ولې خپل بندونه نه جوړوو؟ داځکه پردي یې نه غواړي او موږ ته خپل حق السکوت راکوي. موږ هوښیار یو، خو پر غولدنګۍ مو ځان اچولی دی؛ ځان دینداره ښیو خو نه یو؛ د ددین په نوم بیدیني کوو. د عصریت په نوم د پردو ګوډاګیان او رویباران یو. ربنا ظلمنا انفسنا، و ان لن تغفرلنا و ترحمنا لنکونن من الخاسرین (یا الله موږ پر ځانونو ظلم کړیدی، که ته موږ ونه بخښې او رحم راباندې ونه کړې، موږ به تاوانیان یو). اوس د میلاد النبي (ص) یادونه تر هربل وخت ډیره ضروري ده چې سترګې مو روڼې او عقل مو سرته راسي‌ چې موږ څه کوو او چېرې روان یو؟
درناوي

۱۲ لومړی خور ۱۴۳۹ هق (۱۰ لیندۍ ۱۳۹۶هش/لومړی دیسمبر ۲۰۱۷م)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery