مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-12-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانستان د مسئلې یوازېنۍ حل!!!

نور الله احمد


که غواړې دا مسئله ژر تر ژره حل او فصل سي نو باید د فقیر او عاجز بنده دغو لاندې څو خبرو ته ټول ښه ځیر او په غور سره یې ولولئ:

په لومړي سر کې د طالبانو اسلامي تحریک، اسلامي ګوند، اسلامي جمعیت، اسلامي دعوت (پخوانی اسلامي اتحاد) او ټول اسلامي ګوندونه او نورې مهمې کړۍ او مطرح خلک او ګوندونه باید یو د بل صفت یا ښه بیان کړې البته یو ګوند دې د بل ګوند هغه ښه او مثبت ټکي بیان کړي په کومو کې چې د دوی ترمنځ اختلاف نسته د مثال په توګه: طالبان دې د اسلامي ګوند ښه بیان کړي دارنګه اسلامي ګوند ملاتړي دې د طالبانو ښه بیان کړي دارنګه جمعیت او ټول ګوندونه دې د یو او بل ښه بیان کړي... دا شرط نه ده چې یو ګوند دې د بل ګوند له ټولو نظریاتو او پرېکړو یا اصولو سره موافق وي بلکې په هغو خبرو دې سره موافق سي چې د دوی ټولو ترمنځ متفق علیه دي... که قرآن ته ځیر سو نو هلته واضح ویل سوي: قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوْا إِلَى كَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلا نَعْبُدَ إِلا اللَّهَ وَلا نُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا وَلا يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضًا أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَقُولُوا اشْهَدُوا بِأَنَّا مُسْلِمُونَ (٦٤). ووايه (اى محمده !) چې اى اهل کتابو! راځئ تاسې په طرف د يوې کلیمې (خبرې) چې برابره ده په منځ زموږ او ستاسې کې (او هغه دا ده)چې عبادت به نه کوو مګر يوازې د الله او شريک به نه نيسو په الله پورې هيڅ شى او نه به نيسي ځينې زموږ ځينې نور خدايان غير له الله (لکه چې تاسې کتابيان احبار او رهبان نيسئ)؛ نو که وګرځيدل دوى (له توحيده او اسلامي احکاموته يې شا واړوله) پس ووايئ تاسې (مؤمنانو کتابيانو ته چې) شاهد شئ په دې چې په تحقيق موږ مسلمانان يو (اوتاسې نه يئ).

آیت شریف کې خبره واضح سوه چې حتی مسلمانان له اهل کتابو سره هم په هغو خبرو چې د دوی او هغوی ترمنځ برابرې دي خبرې او ناسته ولاړه کولی سي... خو زموږ په پورته یاد سوو ګوندو کې یو هم له اسلام څخه وتلی نه دی او نه دا خلک عیسویان یا اهل کتاب دي... هو سمه ده دلته یو ګوند خلک بل ته فاسق او فاجر وایي خو که یو څوک رښتیا هم فاسق او فاجر وګرځي نو اسلامي شریعت دومره کړکۍ ورته خلاصه کړې چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم حتی تردې فرمایلي چې: تاسو د فاجر تر شا هم لمونځ کولی شئ البته له هغه څخه به مستقل یا دایمي امام نه جوړوئ دارنګه فقهاء کرام د اهلسنت والجماعت یوه عقیده دا هم ښیي:  (ویصلي خلف کل امام بر وفاجر). (تکملة بحر الرائق: ۲ / ۱۸۲). د هر نېک او بد شخص تر شا لمونځ کول جائز بولي، یعنې په جماعت کې که هر څوک مخته شي دوی ورپسې لمونځ کوي. مطلب دا دی چې کله نا کله یا یو ځل دوه ځلې که داسې کس امامت ته مخته شو نو لمونځ ورپسې کیږي خو له فاجر (بد) شخص څخه مستقل امام جوړول بیا جائز نه دي. مطلب دا چې لمونځ خو کيږي مګر د کراهت تحريمي سره  .

قال فی التنوير: ويکره امامة عبد واعرابی وفاسق الخ وفی الشامية : بل مشی فی الشرح المنية علی ان کراهية تقديمه کراهة تحريم (باب امامة // 559/560 ط سعيد). (کفايت المفتي: ج ۳ / ص ۹۷ ).

دارنګه نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "ومن خرج على أمتي بسيفه يضرب برها و فاجرها ولا يتحاشى من مؤمنها ولا يفي لذي عهد عهده فليس مني ولست منه". رواه مسلم. ژباړه: او که څوک زما پر امت باندې پخپله توره سره راووځي (په توره یې مقابله کوي) او د امت نېکان او فاجران په (توره) وهي او د امت د مؤمنانو پروا نه کوي او د معاهد په عهد وفاداري نه کوي نو هغه زما څخه نه دی او زه د هغه څخه نه یم.

دلته حدیث کې له نېکانو سره فاجران هم ذکر شوي چې داسې حالت کې د هغوی وژنه یا وهل ټکول جائز نه دي نو د یو مسلمان وژل یا یو بل ته بد رد به څنګه جواز ولري؟!!!.

دا خبره هم څرګنده ده چې دلته خبره په ټوله کې دېته نه ده متوجه چې یو ګوند یا یوه ډله خلک د بلې ډلې ټولې کړنې رد یا مستردې کړي یا دې په ټوله کې یو بل ته فاجر فاسق او بد کار ووایي بلکې خبره په ځینې مسائلو او د نظر اختلاف کې ده چې ځینو مسائلو کې یا په ځینې سیاسي او دیني مسائلو کې دوی بېل بېل نظرونه لري نو خو هر یو بل ته مسلمان وایي... نو بیا اختلاف په څه شي دی یا ولې دومره ستر توپیر؟!.

زما موخه همدا ده چې مسلمانان باید خپلو کې سره کېني د ستونزو د حل او فصل لارې چارې ولټوي له نیوکو او تهمتونو تېر شي یو پر بل اعتماد او باور وکړي د یو او بل له وژنو لاس واخلي دارنګه ټولې ستونزې د شریعت مطهره په رڼا کې حل کړي.

دلته خبره دا نه ده چې ته د فاجر او فاسق ټولې کړنې او اصول یا بېلارۍ ومنه بلکې اصلي خبره دا ده چې د اسلام لپاره کار وشي د سولې او آرامي لپاره کار وشي او افغانان باید په سوله امن او خوښیو کې ژوند وکړي. ومن الله التوفیق

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery