مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2017-12-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د نور ليرې کېدل يو پرځای کړنه، اساسي قانون، ملي واکمنۍ واسلامي ارزښتونو ته درناوی دی

سيد حسين پاچا


نور : که "ظلم زيات"شي او له زور ځواک څخه کار واخېستل شي، هغه به هم له هرې ممکنه چارې کار واخلي
نور له کلونو راهيسې د حکومت پر وړاندې بالفعل وبالعمل، بالقول وبالعمد شرعًا وقانونًا يو سرکښه چارواکی دی. عايد، خوراک وڅښاک يې هم له حکومته او د اساسي قانون پروا يې هم نه لري. بېلاري خلک قانون ته راکاږي ناز نه ورکوي، بېلاري ((کجروان)) او ځانورکي ((مختال وفخور)) د الله تعالی نه خوښيږي

وإذا سألك عبادي عني فإني قريب أجيب دعوة الداع إذا دعان
فاستجبنا له ونجيناه من الکرب العظيم؛ لااله الا انت سبحانک اني کنت من الظالمين

کتابة خالد بن الوليد الی هرمز :
وكانت أول مدينة يصل إليها خالد بن الوليد هي مدينة «الأيلة»، وكانت ذات أهمية استراتيجية، ومنها تأتى كل الإمدادات للحاميات الفارسية المنتشرة بالعراق، وكانت هذه المدينة تحت قيادة أمير فارسي اسمه «هرمز»، كان متكبراً، شديد البغض للإسلام والمسلمين، وعندما وصل خالد بقواته هناك، وكان تعداد هذه القوات ثمانية عشر ألفاً، أرسل برسالة إلى هرمز قال فيها: «أما بعد فأسلم تسلم، أو اعتقد لنفسك ولقومك الذمة، أو أقر بالجزية، وإلا فلا تلومن إلا نفسك، ((فلقد جئتك بقوم يحبون الموت كما تحبون الحياة)).

Submit to Islam and be safe. Or agree to the payment of the Jizya (tax), and you and your people will be under our protection, else you will have only yourself to blame for the consequences, for I bring the men who desire death as ardently as you desire life.
— Khalid ibn Walid

خالد رضی الله عنه د فارس امير هرمز ته ليکلي وو : اسلام ومنه او مؤمن شه چې بچ شې يا ماليه ومنه چې تاسې او خلک (ولس) دې په امن (بچ) وي. کنه، نو ما ګرم مه بولئ، بلکې خپل ځان د ناوړه پايلو ګرم وبولئ. ما له ځان سره داسې خلک راوستي چې د دوی مرګ داسې خوښيږي، لکه ستاسې چې ژوند مو ډېر خوښيږي.

نور له پيله تر پايه پر خپلو کړو او سرتنبه ګۍ باندې سياسي ځانوژنه وکړه. څوک چې د خپل مشرتابه ((اولوا الامر)) درناوی نه کوي څښتن تعالی به يې رواني، معنوي، جسمي، قوّتًا او حمايتًا ذليله کړي. نژدې يوه نيمه لسيزه يې د قومپالنې، ډلپالنې، سمتپالنې وژبني تعصب پر پلمه له واکه ناوړه ګټه پورته کړه او پر دغه پلمه يې د واک او د څوکۍ مزه وڅکله، له دې وروسته دې پر کور ناستې مزه هم وڅکي. د لنډه غرو او لنډه غرۍ وخت نور په منډه دی. ورو ورو لنډه غران او لنډه غري په ټولنه کې خپل ځای نورو ته پرېږدي.

په دې هيله چې حکومت زموږ د ننګرهار هغه بېځايه غرتن ((دوړن / لاپو)) او د نور او د غرتن ((دوړن / لاپو)) غوندې نور زورواکان وغاصبان هم له واکه ليرې، د قانون منګولو ته راکش او لارې ته راولي. دغه زورواکان او غاصبين نور تيری دې ملت ته د سرطان ميکروبي دانې دي چې د ملت وينه څښي او رغښت يې نشته.

د الله تعالی نيونه ((مؤاخذه)) سخته ده. زموږ د دې ناتوانه ملت په هکله دې ورسره نياو ((عدالت)) وکړې او حق دې حقدار ته ورسوې. له دې زورواکانو نه د فرعون غوندې ځان ورک دی، هېڅ قانون ته غاړه نه ږدي. حکومت او ملت ته ښکاره ګواښ او سرخوږی دی. پل پر پل بايد دوی تعقيب او لارې ته راوستل شي چې د حکومت، ملت او د قانون درناوی ورته روښانه شي.

د نور ليرې کېدل ملت ته په دې ښه دي چې له نورو زوراکانو او غاصبانو سره وېره پيدا شي چې ((قانون له هر څه لوړ دی)). نوموړی د جمعيت په ګټه نه دی، نه وو او نه به وي، بلکې جمعيت يې په ملي، سيمه ييزه او نړيواله کچه منزوي او بدنام کړی. که جمعيت خپله ښه راتلونکې غواړي چې په راتلونکې کې ښه رول ولوبوي ، نو د نور غوندې پر زورواکانو، غاصبانو او سرکښانو باندې بايد حساب ونه کړي. دوی به له عطا - خطا نه څه ياد کړي؟ له ګواښنو، سرکښۍ او له تقابل پرته يې جمعيت ته څه پر ميراث پرېښوول؟

دا چې د ستمي - اخواني دوه مخي رباني زوی صلاح الدين رباني بهرنی سفر نيمګړی پرېږدي او د عطا د استعفا لپاره له يونانه رادانګي او خپلې رسمي چارې نيمايي کې پرېږدي دا جوتوي چې دا خلک او دا ډله د حکومت اصولو ته پابند نه، بلکې د ډلې تر پوښښ لاندې خپلو شخصي (فردي) ګټو ته لېواله او ژمنه ده نه ملي ګټو ته، کنه د حکومت يو برحال وزير په توګه خپل سفر په يونان کې نيمګړي پرېږدي او ځان سملاسي د خپلې ډلې د يو بل متمرد ((باغي)) چارواکي د ملاتړ لپاره ځان رارسوي او بيا د حکومت پر وړاندې جبهه نيسي او حکومت ته ګواښ کوي، نو داسې يو حکومت وزير چې هغه حکومت يا په بله مانا ملي و شخصي ګټې هغه د يو غاصب وظالم ومتمرد چارواکي لپاره توپيرولی نه شي او تل يې په تېر کې خپلو شخصي (فردي) او تنظيمي ګټو ته پر ملي ګټو ترجيح ورکړې، نو داسې يو تن اصلاً هغه هم د هېواد د بهرنيو چارو لپاره يو مناسب وړ نه دی. کاري تجربه او تعليمي مخينه يې هم د ګاونډيو د بهرنيو چارو د وزيرانو به پرتله ټيټه ده، نو داسې تن بايد د هېواد د بهرنيو چارو د سنبالولو لپاره مناسب نه دی او بايد ليرې شي.

دا بايد جمعيت ته روښانه وي چې هېڅوک له جمعيت سره دښمني نه لري او نه يې له تاجکو وروڼو سره لري. زموږ وينه، مړی ژوندی او د کټوې خواړه مو يو له بل سره شريک دي، خو دې ځينو زورواکانو او غاصبانو او ځانخوښيو د قوم او مليت په نوم خپل چور وتالان ته مشروعيت ورکړی چې دا د دوی خپله ناپوهي ده نه د بل چا. زه په زغرده دا ويلی شم چې هېڅوک د ګران هېواد له هېڅ يو قوم او نه يې له يو وګړي سره کينه وتعصب په زړه کې نه لري، خو دا دوی ول چې خپلو نارواو ته يې د جمعيت، مليت، سمت او ژبني تعصباتو ته لمن وهي.

د ډاګي زوی ځانته څنګه امين وايی؟
د نوموړي د پلار و د نېکه هستي له جهاده مخکې په کور وکلي او ولس کې هر چا ته روښانه ده، خو نن د نوموړي پانګه، منقول وغيرمنقول شتمني يې له ميلياردونو اوړي دا يې له کومه کړې؟ حال دا چې عمر رضی الله تعالی عنه ابوعبيدة بن جراح ته امر کوي چې له خالد رضی الله عنه نه د هغه پيسو په تړاو چې يو شاعر ته يې انعام ورکړې وې وپوښته. حال دا چې د خالد و ابن عباس رضی الله تعالی عنهما ميندې او ميمونه چې د پېغمبر صلی الله عليه وسلم مېرمن وه، دوی ټولې سره خويندې وې. دوی دواړه (خالد وابن عباس رضی الله عنهما) به کله د ميمونې کره راتلل، ولې بيا هم عمر رضی الله تعالی عنه د نياو (عدالت) پر بنسټ له دندې پرې ليرې کړ. حال دا چې اوس هېڅوک د شمال ښکرور ان تر ولسمشره پورې څوک نوموړی له دندې نه شي ليرې کولی. د ډاګي زوی چې په دې يوېنيمې لسيزې کې چا ونه پوښته او لازياتي ګواښنې حکومت ته هم کوي، نو بايد چې د اساسي قانون په رڼا کې که ملي امنيت ګواښي بايد ونيول او محکمې ته راښکول شي. د ډاګي زوی اوښان پر بډه وهلي، پښې ترې لاندې ځانګي او لا ګواښونه هم دا کوي.

فأمين هذه الأمة هو أبو عبيدة بن الجراح رضي الله عنه روى البخاري في صحيحه عن أنس أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: لكل أمة أمين، وأمين هذه الأمة أبو عبيدة بن الجراح.
عَنْ أَنَسٍ:أَنَّ رَسُوْلَ اللهِ -صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ- قَالَ: (إِنَّ لِكُلِّ أُمَّةٍ أَمِيْناً، وَأَمِيْنُ هَذِهِ الأُمَّةِ: أَبُو عُبَيْدَةَ بنُ الجَرَّاحِ).

د يو روايت له مخې خالد بن وليد رضی الله عنه يو شاعر ته د شعر په ويلو سره انعام ورکړ چې هغه ناروا وو او ډيرو مؤرخينو داسې انګېرله چې مسلمانانو د خالد بن وليد رضی الله تعالی عنه په باره کې چې ګوندې د هغه مشري ((جنرالي / قومنداني)) د سوبې (فتحې / برياليتوب) يو تضمين دی. داسې يوه انګېرنه پکې وه چې ګوندې خالد رضی الله تعالی عنه د فتحې ورکولو والا دی نه الله جل جلاله، چې دا د اسلام د اساسي اصولو سره په ټکر کې وه.

همداسې د جاهليت په زمانه کې د يوې کشتۍ حواله هم ورکړل شوې وه چې په هغې کې خالد رضی الله تعالی عنه حضرت عمر رضی الله تعالی عنه ته ماتې ورکړې وه چې دغه پېښه تاريخ پوهان هېڅکله نه مني او نه ده. په هر حال عمر رضی الله عنه لوی د اسلامي تاريخ تر ټولو لوی جنرال د برطرفه کولو پرېکړه وکړه چې په ډېره سختۍ سره يې امر ورکړ.

عبيدة رضی الله تعالی عنه يې د دمشق د لښکر (اردو) قوماندان وټاکه او ويې ليږه. څو سختې لارښوونې يې ورته هم وکړې او ورته يې وويل چې خالد رضی الله تعالی عنه به د ټول لښکر پر وړاندې پر يو لوړ ځای باندې په داسې حال کې ودروې چې دواړه لاسونه يې تړل شوي وي او دا به ترې وپوښتئ چې پلاني شاعر ته چې تا هغه انعام ورکړی دی هغه که د بيت المال څخه وي، نو ناروا، او که دې له خپلو پيسو نه ورکړی وي، نو دا د يو سپه سالار (لښکر مشر) لپاره اسراف او ځانښوونه ده چې سزا يې په دواړو صورتونو کې له دندې څخه ليرې کول وو (برطرفي وه). (والله اعلم بالصواب)

خالد بن وليد رضی الله عنه هغه چا ته چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په مجلس کې د الله جل جلاله د تورې لقب ورکړی شوی وو، اسدالله، سيف الاسلام په نوم يادګارونه، سوبې او د برياليتوبونو ټول تاريخ د ده په نوم دی ډېر څه وو، خو د حضرت عمر رضی الله عنه پر وړاندې دا هېڅ هم نه ول او له خپلې دندې نه وشاړه. خالد رضی الله عنه مدينې ته پر لار روان وو، په يو ځای کې د خوب لپاره تم شو او نورو خلکو ته يې د خپلې برطرفۍ او له لښکر څخه د محرومۍ شکايت وکړ. د نوموړي ژبه لږه سخته وه، نو يو صحابي ورته وويل : مشره! ستا د خبرو څخه د بغاوت (سرکښۍ) بوي راځي په ځواب کې خالد رضی الله عنه ورته وايی (( تر څو چې عمر رضی الله عنه وي بغاوت (سرکښي / نافرماني) نه شي کيدای ))، چې په ننني دور کې مارشل لاء ورته ويلي شو. له دې امله چې د وخت حاکم عمر رضی الله عنه د ښو صفتونو او د ډېر لوړ کريکټر څښتن وو، خلکو پر هغه باندې پوره باور کولو. که کوم دولتي چارواکی هغه که د خالد رضی الله عنه په څېر هم وي د هغه هم دا مجال نه وو چې د بغاوت ((سرکښۍ / ګواښنې)) ټکی استعمال کړي، ځکه چې د وخت حاکم عمر رضی الله تعالی عنه د ښه لوړ کريکټر څښتن او ښه مدبر (چار سنبالوونکی) وو.

عزل أمير المؤمنين عمر بن الخطاب لخالد بن الوليد عن قيادة الجيش وولى مكانه أبا عبيدة عامر بن الجراح في وسط معركة اليرموك مع أن خالد قائد لم يهزم في أي معركة.

فإنه لا شك أن عزل خالد بن الوليد من قيادة الجيش، من أخطر قرارات أمير المؤمنين عمر بن الخطاب، حيث أثار هذا القرار الخطير دهشة الناس وقتها أكثر من أي قرار مماثل ، فقد عزل عمر قادة كباراً ، كسعد بن أبي وقاص وأبي موسى الأشعري والمغيرة بن شعبة ، ولكن لم تثار ضجة بشأنهم، مع علو مقامهم وعظم مكانتهم ، كما أثيرت بشأن خالد، وما ذلك إلا لتميز خالد عنهم جميعاً من ناحية ، وتوقيت العزل من ناحية ثانية.

أن أمير المؤمنين عمر بن الخطاب رضي الله عنه ، بين السبب الذي جعله يعزل خالد بن ‏الوليد رضي الله عنه عن قيادة الجيش حيث قال: ما عزلته عن خيانة ، ولكن خشيت أن ‏يقال: إنه صانع النصر ، أو خشية أن يفتن الناس به.

اميرالمؤمنين عمر رضی الله تعالی عنه خالد بن وليد په يرموک غزا په مينځ کې له خپلې دندې ليرې کړ. له دې سره سره داسې انګېرل کېده چې خالد بن وليد رضی الله تعالی عنه په هېڅ يو جنګ کې ماتې نه وه خوړلې، خو د يرموک په غزا کې له دندې ليرې کړ.

له شک پرته چې د لښکر له مشرۍ نه د خالد بن وليد له دندې ليرې کول د حضرت عمر رضی الله تعالی عنه له خورا خطرناکو پرېکړو نه وو، خو حضرت عمر رضی الله عنه نور لوړپوړي مشران، لکه سعد بن أبي وقاص، أبي موسی الأشعري او مغيره بن شعبة هم له دندو ليرې کړي ول.

“I have not dismissed Khalid because of my anger or because of any dishonesty on his part, but because people glorified him and were misled. I feared that people would rely on him for victory. I want them to know that it is Allah who does all things; and there should be no mischief in the land.”

And there, that was the reason why he removed him from the army. We all know the character of Khalid Al-Walid, and he was one of the greatest warriors of all time. He is a true warrior who had no fear except one: Allah. He welcomes death and hoping to fall as a Syahid in the battlefield. I have come across very interesting article about Khalid Ibn Al-Walid written by Mr. Himed he said:

“The Duke of Wellington once remarked that “Napoleon’s presence on the battlefield was worth 40,000 men.” It is not an exaggeration to say that Khalid ibn Walid’s presence was worth 100,000 men.”

په پای کې دې الله تعالی ښاغلي کرزي او ګران دوست ښاغلي زلمي هېوادمل ته د نېکۍ لارښوونه وکړي چې د شمال ټلوالې د يو عادي مامور (چارواکي) په ليرې کولو سره به يې کور ته ننواتو ته ورتلل او په بدل کې به يې له هغې لوړه څوکۍ او لا زيات نور نازول. په دې هيله چې بيا په راتلونکې کې دغسې ذليلې کړنې دوی ترسره نه کړي. د هېواد اساسي قانون ته درناوی د هر چا ملي - اسلامي واخلاقي دنده ومکلفيت دی چې مراعات يې کړي.

پاملرنه :
د ځينو مؤثقو لاسوندونو پر بنسټ چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ارشاداتو کې ورته اشاره شوې، لکه عشره مبشره يا لکه پلانی وپلانی وپلانی ... جنتي دي، ان تر دې چې څوک د اصحابو کرامو په حق کې زيات څه نه شي ويلی. دا د الله تعالی واک دی نه د بل چا، نو د شمال ټلواله چې له ماويستانو، ستميانو، شغله يانو او له زړو ملي خاينو کارمليانو نه يو مخلوط اچار دی څه پر زباد رسولی شي چې جهاد به يې الله تعالی ته قبول وي او يا نه؟ مهرباني دې وکړي هسې چور وتالان او ناروا غصبي زمکې وملکيتونو ته دې جهادي واسلامي نوم نه ورکوي. جهاد يوه ډېره سپېڅلې پديده ده، خو د شمال ټلوالې پرې خلک نور تېری پزې ته راوستل. ان تر دې چې خلک ترې په فاتحو او نمانځغونډو کې په تنګ وي.

غوراوی :
جمعيت دې د نور معامله نه سياسي کوي او که سياسي کوي يې، نو جمعيت به په راتلونکې کې په ټولنه کې هېڅ ځای و درنښت ونه لري. جمعيت دې خپله ټوله ډله او سياسي پانګونه چې د بهرنيو پر ملاتړ يې تر دې دمه ساتلې د يو ظالم، مستبد او نامنونکي عطا لپاره نه بلهاري کوي، بلکې مشوره دې ورکړي چې د حکومت د يو لوړپوړي چارواکي په توګه د حکومت او د اساسي قانون پر وړاندې له سرغړونې ډډه وکړي. اوس خوښه د جمعيت په تېره بيا د ستمي - اخواني يا پر بله مانا د قاضي حسين احمد پر وينا د ((چترالي ملا)) د زوی صلاح الدين رباني چې سياسي ځانوژنه کوي او که له هوش نه کار اخلي؟ ځينو چاپلوسانو دواړه نوموتي [نور و رباني] سياسي ځانوژنې ((انتحار)) ته جوړ کړي، خو دوی نه پوهيږي. نوی نومول شوی والي خو هم جمعيتی دی ولې ورسره ستونزه او رخه لري؟ د ولايت واک خو بيا له جمعيت سره دی. له نور نه خو بيا هم ښاغلی انجنير داود تعليمي وکاري ښه مخينه لري، نور څه لري؟

هيله :
اليس الصبح بقريب
رڼا پر منډو - منډو راروانه ده، نور به ډېر ژر له رواني ستونزو سره لاس وګرېوان شي. حرام و د ملت مال و حق چا ته نه پاته کيږي. غصب، ظلم او حرامخوړل رواني ستونزې زېږوي او ارام (سکون) ترې کډه کوي.

په دې هيله چې د چترالي ملا زوی صلاح الدين لږ له درايت او سياسي هوشه کار واخلي او د غاصب، ظالم وديکتاتور ونامور غل (عطا) او د ښاغلي انجنير محمد داود ترمينځ چې کاري او د زده کړې مخينه يې تر عطا پورې معقوله او درست ده يو مناسب تن غوره کړي او خپل ځان د يو ټوپکمار غل لپاره له سياسي ځاوژنې وساتي. د چترالي ملا زويه، تا ته په کار نه وه چې ته بهرنی سفر نيمګړی پرېږدې او د ناروا ننګه وکړې. اوس حکومت ته په کار ده چې له نوموړي استيضاح وکړي چې ولې يې رسمي چارې شا ته او د حکومت پر واندې چې خپله هم د حکومت رسمي چارواکی دی مخالف اړخ نيسي او حکومت ګواښي.

خو ولس له الله تعالی نه د جمعيت په تړاو داسې هيله لري چې د جمعيت ټغر نور داسې ټول کړې، لکه نوح عليه السلام چې ناهيلی شو او له حښتن تعالی نه يې غوښتنه وکړه چې ((رب لاتذر علی الارض من الکافرين ديارا)) او لامل يې هم ورته وويلو چې ((انک ان تذرهم يضلوا عبادک ولايلدوا الا فاجراً کذاباً)) افغان ولس دې پايلې ته رسېدلی چې له ټوپکمارانو، ظالمانو او غاصبانو نه ښه نه زږيږي، نو ځکه يې داسې سخته ښېرا وکړه چې بيا بل ضال ومضل يا فاجر وفاسق د زمکې پر مخ پاتې نه شي او تدوام يې پای ومومي. له تاسې نه نور خلک تر پزې راغلي او درڅخه ماړه شوي دي، نور مو نه غواړي. ورک شئ!

په درنښت
سيد حسين پاچا


عطا محمد نور: زما د استعفا په تړاو د ارگ پرېکړه را ته د منلو نه ده
http://www.bbc.com/pashto/afghanistan-42403241
عطا: والي يم، نړپواله ټولنه او افغان ځواکونه دې مداخله نکوي
https://www.pashtovoa.com/a/balkh-afghanistan-/4168678.html
عطا محمد نور وايی، استعفا نه مني
www.taand.com/archives/100767
عطا محمد نور: خپله دنده نه پرېږدم او د ارګ پرېکړه راته د منلو وړ نه ده
http://rohi.af/fullstory.php?id=61554
برکناری «عطامحمد نور» رويارويی جديد اشرف غنی با حزب جمعيت اسلامی افغانستان
http://www.taand.com/archives/100795
جمعيت اسلامي: د عطامحمد نور د استعفا منظوري يو اړخ لري
http://rohi.af/fullstory.php?id=61584
د جمعيت ګوند او عطا محمد نور له لورې، افغان حکومت او امنيتي ځواکونو ته د جګړې ګواښ
http://rohi.af/fullstory.php?id=61589
جمعيت ګوند له ولسمشره وغوښتل چې د عطا محمد نور د برطرفۍ پرېکړه بېرته واخلي
http://www.taand.com/archives/100863

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery