مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-01-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

جمعیت که د چنډخو تله؟

ډاکټر ګل مرجان منګل


جمعیت که د چنډخو تله؟
 وایی چې د چنډخو څوک من نه شي جوړولای، دا ځکه چې یوه تلې ته وراچوې نو دوي ترینه ببرون ته ټوپونه وهي. افرين شه رباني او احمدشاه مسود دوی ته چی دا چنډخان یی څنګه دا دومره وخت سره یو ځای ساتلی وو؟!
کیدلای شي د جمعیت دا پاشلی حالت ډیر علتونه ولری خو د احمدشاه شاه او رباني له وژل کیدلو څخه وروسته په نوموړي ډله کی داسې مشر راونه ټوکید چی جمعیت یی پر محور راوګرځي دا ډله سره یو ځای وساتی، کله چی رباني وژل کیږي د همدغه ډلې مشري د هغه زوی صلاح الدین رباني ته چی خواره ډیر ضعیف دی د همدغه ډلې مشري وسپارل شوه، چی دا خپله د جمعیت د ډلې په نورو د سر کسانو باندې نیغ په نیغه منفی اثر پریباسه، ځکه د احمدشاه مسعود وروڼه تر صلاح الدین ځانونه ډیر مستحق پدې بولې او فکر کوی چی دا خو احمد شاه مسعود د دوی ورور وو چی تر ټولو یی ډیره جګړه کړی وه، همدارنګه بله خوا تورن اسماعیل خان ته چې صلاح الدین رباني ورته یو بی تجروبه او د یو ماشوم په شان مالومیږي ځان ښه نه ښکاري چی د صلاح الدین د مشر په ډول پر ستیژ ولاړ وی، خبرې کوی، ورته غوږ ونيسې.
بل علت چې همدغه ډله یی سره ويشلي ده هغه د امریکا مفت ډالر وو چی د امریکا له اشغال څخه یی وړاندې د جمعیت ډلې ځینې مشرانو ته ورکړل او دغه مشران یی لکه تریاک هسي په ډالرو اموخته کړل بیا راوروسته کله چې په بون کې حکومت جوړ شو، دوی یعنې جمعیتیانو غوړه ونډه تر لاسه کړه او ورپسې د غرب په ځانګړي ډول امریکا ډالرو وو د جمعیت له مشرانو یی رانيولې تر کوچنیو قوماندانانو پورې پوره شتمن شول اکثر پکشې میلیونران شول، په خوا کی یی ډیرې دولتي او شخصي ځمکی او کورونه غصب کړل، ځکه کرزي ازاد پړی پدې خاطر په لاس کې ورکړی وو چې کرزی ته یې د بون په غونډه کې د یوې چوکۍ(ولسمشري) په مقابل کې ټول قدرت په خپل لاس کی اخیستی وو ، وروسته پداسې حال کې چې کرزي دوه واري د خلکو په مستیقیمو رایو ولسمشر شوی وو خو بیا یی هم د جمعيت څخه شور نه شو خوړلی، سړی نه پوهیږی چی څه کوډې یی ورباندې کړی وي د کرزی د قدرت تر اخره وروستی خبره همدغه خلکو کوله.
که د جمعیت د ډلې ټولو مشرانو ته نظر واچول شي نو دوه کسان پکشې دي چی یو یې قانونې او بل یی امرالله صالح دی چې لږ ډیر په خبره پوهیږی نور یې له عبدالله رانيولې تر صلاح الدین او عطا ممد پورې یو يې هم نه سیاستوال ته ورته دي او نه د مشرۍ وړتیا لري، عبدالله عبدالله یوازې او یوازې په فیشن خلک غولوي نور نه سياستمدار دی او نه داسې هوښيار چی حساب ورباندې وشي، خو په صلاح الدین رباني پسې بس د پلار دوعا ګانې او برکت دی نور د دوو خرو اوربشې هم نه شي سره جلا کولای د پلار میراث ورپاتي دی، پاتې شو عطا نور.
د عطا نور هسې په اوبو کې اور بل وو ګنې نه یې پخوا کومه توره کړي ده، نه کومې لوړې زده کړې لري فکر نه کیږی چی له اوم یا اتم ټولګی د یې لوړ درس لوستي وي، دا د استاد نوم یی هسې افتخاری نوم دی چې د ډالرو له برکته یی په نصیب شوی دی ځکه وړاندې یې نوم نشان هم چا نه دی اوریدلی او نه داسې تورزن دی، بس طالع یې برابري اور یی له هغې ورځې په اوبو کی بل شوی چی د کرزی د واک د لومړیو وختونو تر درو ورځو وړاندې پورې د مزار والي پاتې شوی دی، د ولایت په ټوله دغه دوره کی چی پنځلس شپاړس کاله یی د بلخ د والي په صفت دنده اجرا کړه، پوره ځان سيټ یا شتمن کړ داسي حدس او ګمان کیږی چی د جمعیت تر ټولو شتمن حتا د افغانستان په سویه زیات ډالر همدغه عطا دی چې لري یې. دا ډالر نه د پلار څخه ورته پاتې دي او نه هم د نیکه څخه د کونډې، یتیم او ملت مال دی چی غله کړی یی دي، د حیراتانو د ګمرک ټول عوايد که یو څو روپۍ یی پر ځینو دولتي تعمیرونو یا سړکونو لږولی وي پاتې د هغه شخصې جیب ته روانی وې، همدغه د ملت مال وو چی د معلم عطا ممد اوږده ږیره یې لنډه، استاد عطا محمد نور یی ورڅخه جوړ کړ، د عطا ممد سر همدغه د ملت پیسې وې چې هغه یی په خپله ډله جمعیت کی وځلوه، ځکه د عبدالله عبدالله سره یی په ټاکنو کی ډیرې پيسې مصرف کړې همدغه علت دي چې اوس هم وروستۍ خبره په جمعیت ډله کی عطا ممد کوي.

اوس چی حکومت وغوښتل عطا ممد وروسته له شپاړسو کالونو څخه د ولایت له مقام څخه ګوښه کړي جمعیت ته وروستی ګذار وو چی رسیږی او جمعیت ډله عملاً له منځه ځکه لاړه چی عبدالله او ډيرۍ د جمعیت مشران د اشرف غني سره د عطا له ولایت څخه په لرې کولو کې ګډ نظر لري.
ځکه خو ویلای شو چی وروسته له دې پر جمعیت د چنګښو د تلې حساب هم نه شی کیدلای باید جنازه یی واخستل شي.
پاتي د نه وي چی حکومت باید په دغه مسله کې یوه سنتي هم شاته لاړ نه شي او که د عطا د ګوښه کولو څخه حکومت پر شا شي بیا نو حکومت په ځانګړي توګه اشرف غني ته پکار ده چی له ابرومندانه قدرت خوشی کړی،

 ځکه بیا نو حکومت په ځانګړي توګه اشرف غنی ته هیڅ حیثیت نه پاتې کیږي.
یو څه چی پدې وروستيو تحولاتو کې د نظر وړ او د افغانستان لپاره ډیر خطرناک دي هغه دا دي چې یو تعداد افراد او اشخاص چې ځانونه لوستي
 روشانفکره او متمدین بولي او د جمعیت له ډلې سره هیڅ اړیکه هم نه لري، غواړی اوبه خړې کړی ماهیان ونيسې باید له پامه ونه غوځول شي.
همدغه ډله کسان د موقع نه په ګټه اخیستلو سره په ورځپانو، ویب پاڼو، راډيوګانو او تلویزیونو کې داسې بحثونه او خبرې کوي چې ولس عملاً سره ویشي، دوی غواړي چی یوې عادي خبري ته قومي او سمتې رنګ ورکړي تر ټولو خطرناک دي، دغه ټول هغه کسان دي چې د بیرون څخه اوبه کیږي.
دغه ډله کسان څوک دی، او څه غواړي؟
 دغه ډله هغه کسان دي چې ځينې د ببرک کارمل په ډله کې د پرچمیانو په نوم او ځینې د جمعیت په ډله کي د جمعیتیانو په نوم ننوتې دي او یا هم د همدغه ډلو ځانونه خواخوږی بولي، چی په حقیقت کې دوی نه پرچمیان دي او نه هم جمعیتیان بلکې ستمیان دي چی د افغانستان د یو خاص قوم چی هغه پښتانه دي سخته دښمنی پالي، لکه چنجي چی شرایط او موقع په لاس ورځي د مثال په توګه د عطا ممد په تازه مسله کی یا په پيژند پاڼو کې د اسلام او افغان په مسله کې او یا نورو ملې مسایلو کي، په تولنه کې خطرناک زهر پاشي، ټولنه د داخل لخوا زیانمنه کوی او ټولنه د خطر سره مخامخ کوي که مخه یی ونه نیول شي د افغانستان لپاره به په راتلونکي کې بدې پيلې ولري، هیله ده چې د دغه ډلې مخه ونیول شي.
مننه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery