مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-01-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پاکستان : که امریکه فشارونه ورباندې زیات کړي مهم رازونه به یې افشاء کړي

محمد انور ولید

 

امریکا ته یوازي خپلي ګټي مهمي دي، نه د افغانستان ګټي ورته ارزښت لري اونه د کوم بل چا . ځکه ټراتمپ تېره ورځ په خپلو خبروکې امریکایانو ته په خطاب کې همدې ټکي ته په اشارې سره وویل چې : زما لومړیتوبونه یوازې د امریکا ګټې دي نه بل څه .
پرپاکستان فشارونه یې هم د خپلوګټو په خاطر دي، هغه که د پاکستان له لارې خوندي کېږي او یا د ایران یا کومې بلې لارې ، لکه څنګه چې په جګړه کې تاکتیکونه بدلېږي ، همداسې د امریکې په سیاست کې هم تاکتیکونه بدلېږي ، ترڅوچې امریکایي سیاست مداران یوازې خپل هدف ته ورباندې ورسېږي ، نه د افغانستان د ګټو په خاطر، کنې دا ۱۶، یا ۱۷ کاله کېږې چې امریکا له پاکستان سره مرستې وکړې ، همدا اوس امریکا څه موده مخکې اعلان وکړ چې مو ږ د (۷۰۰۰۰۰۰۰۰) ډالرو مرستې تړون له پاکستان سره لاس لیک کړ، اوس نو راشۍ دېته چې دا مرستې په څه مانا دي ؟ د پاکستان تجهیز او تمویل څه مانا لري ؟ په دې اړه امریکا په افغانستان کې په زرهاوو او لکونو بېګناه افغانان شهیدان کړل ، پرکورونو، جوماتونو، وادونو ، کلیو ، عسکرو او نورو ځایونو یې بمبارۍ وکړې ، ښځې ، ماشومان او نور بې ګناه افغانان یې شهیدان کړل ، دا ځکه چې دوی ته افغانستان ، د افغانستان خلک او د افغانستان نظام هېڅ ارزښت نه لري ، بلکې دوی ته خپلې ګټې مطرح او مهمې دي ، دوی ته نه پاکستان مطرح دئ او نه هم د افغانستان ګټې. دوی چې د خپلو ګټو په وړاندې هرځای خنډ ویني ، هم یې په خپله اوهم یې د نورو په مرسته له منځه وړي او معاملې ورباندې کوي . دا خوپو ښتنه نه ده چې امریکا په افغانستان کې د تروريستانود له منځه وړو په خاطرله پاکستان سره مرستې کړې دي ، بلکې سوال دادئ چې دا ترورېزم له کومه راغۍ ؟ چارا ؤړ ؟ اوس خوامریکه ، روس ، پاکستان ، بریتانیه ، چین ، هند ،ایران ، افغانستان او نوره نړۍ ټول نارې وهي چې ترورېزم دئ ،  تروزيرم دئ ، خو دا ترورېزم چا دلته را ؤړ؟ کومې کمپنیانې چې کمپیوټرجوړکړي ، نو بیا سافټ وئیرونه هم ورته جوړکړي ، کله چې هغه بازارته را وباسي ، بیا یې په مقابل کې وایرس هم ورته جوړکړي ، او د وایرس په مقابل کې بېرته انتي یا ضد وایرس ورته جوړکړي ، ترڅو ددوی د کمپیو ټرونو تجارتي بازارونه ګرم او دوام پیدا کړي . که دا نه وي نو د کمپیوټرونوکمپنیانې خو سقوط مومي او بازار یې له منځه ځي . د ترورورېزم جګړه هم همدغه ډول د خپل بېزنېس او تجارت له پاره پرمخ وړل کېږي چې افغانستان غوندې هېوادونه یې ترټولو ښه مارکېټ ورته موندلی دئ . ځکه د ترورېزم جوړوونکي او صادروونکي هېوادونه په یوه لاس ترورېزم رهبري کوي او ورته وایي چې همدا کورووهه ، او په بل لاس د کورڅښتن ته وایي چې غل او ترورېست درغۍ . ترورېزم کوم خدایي آفت نه دئ چې له آسمانه یوازې پرموږ باندې را نازل شوی ، بلکې ترورېزم یوه زیږنده  مصنوعي بلا ده چې فتنه ګرو او د ځمکې پرمخ د فساد خوروونکو هېوادونوجوړه کړې او پرموږ باندې یې تحمیل کړې ده .

که امریکا واقعاً په خپلو خبرو، شعارونو ورکولو او اعلانونو کې صادقه وي ، نو چې پر شمالي کوریا باندې د لس پنځلسوو ورځو په اوږدو کې د خپلو ګټو خوندي کېدو له پاره د امنیت شورا پر مټ بندیزونه لګولی شي ، پر پاکستان باندې ولې دا بندیزونه نه شي لګولی ؟ ښکاره خبره ده چې پر پاکستان باندې په بندیزونو کې خپله ګټه نه ویني ، بلکې د پاکستان په ملاتړکې خپلې ګټې او د پاکستان او امریکې تر منځ د پټ راز ساتلوارزښت ویني چې افغانستان یې د خپلو ګټواود پاکستان د ګټو قرباني کړی دئ . ځکه پاکستان هم رسنیو ته په خپلو خبرو کې ویلي چې ؛

که امریکه پرپاکستان باندې فشارونه ور زیات کړي، دوی به یې هم مهم رازونه افشاء کړي ، ځکه خو پاکستان د امریکې د فشارونو اعلانولو پروا هم نه ساتي .

له دېنه داسې برېښي چې امریکه په افغانستان کې له پاکستان سره د ترورېزم په جګړه کې شریکه ده او په ګډه یې پرمخ وړي . 

پاکستان ، چین او امریکا یو هم د خپلو ګټو له پاره یو بل ته نه سره تېرېږي ، خو افغانستان داسې ژوندي شواهد او اسناد ملګرو ملتونو ته وړاندې کړي چې دا (۱۷ ) کاله پاکستان په خپله خاوره کې ترورېزم ته وده ورکړې ، ترورېزم یې رهبري کړی ، تمویل کړی او ځالې یې په کې ساتلې دي ، خو آیا چین به وکولی شي چې پاکستان ته په داسې حالت کې نجات ورکړي چې له یوې خوا پاکستان له بلوچستان سره د بلوڅانو د آزادۍ غوښتلو په لومه کې بند پاتې دئ ، بل طرف ته له هند او افغانستان سره ناسم اوترینګلي مناسبات لري ، او بل لورته د نړیوالې ټولنې له احتمالي فشارونو او بندیزونو سره مخ دئ .؟ نه هېڅکله هم نه .

که څه هم چین په پاکستان کې پانګونې لري اود ورېښمولارنقشې او ګوادر بندر په خاطر یې (۶۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰) ډالر پاکستان ته ورکړي چې امریکا به هېڅکله هم دغه رقم مرستې پاکستان ته ورنه کړي ، خو بیا هم پاکستان له داسې کورنیو ، ګاونډیو او نړیوالو فشارونو سره مخ دئ چې یابه له خپلو ګټو تېرېږي ، اویا به هم د نړیوالو له ګټو . چې په دغه  دواړولاروکې د هرې یوې انتخابول ورته په ګرانه تمامېدای شي . حتی د خپلې جغرافیې د ټوتې کېدو په بیه هم .

لنډه دا چې پاکستان اوس نه د چین ملګرتیا پرېږدي اونه هم امریکې ته صادق دئ ، ځکه چې چین مستقیماً په اقتصادي لحاظ په پاکستان کې حضورلري ، اود چین له ائتلاف څخه نه را بېلېږي ، امریکا ته په کارده چې تر څنګ یې یو پرخپلو پښو ولاړ او پیاوړی افغانستان ژر تر ژره ورته جوړکړي ، بلو څان دې ترې آزاد کړي ، ترڅوپاکستان د هند او افغانستان ترمنځ یوازې پاتې شي . بیا به خپله د نړیوال ائتلاف د منترپرخط سرکېږدي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery