مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Rahat Gas
دخپریدو نیټه : 2018-01-25   مخپرونکئ : 091 - دبېنوالیکوال -جرمني

باتور دوستم؛ زما پلار یو خونخور سړی

سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
سرچینه : د المان نوموتي ورځپاڼه فراکفورتر الګمینه څېتونګ ویبپاڼه
څېړنیز خبریال او لیکوال : مارکو زیلیګر ژباړڼ : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ باتور دوستم؛ زما پلار یو خونخور سړی د باتور دوستم سره مخامخ کېدنه، د هغه پلار په ظالم افغانستان کې یو تر ټولو بې رحمه سړی http://www.faz.net/aktuell/gesellschaft/mein-vater-ist-der-grausamste-mann-in-afghanistan- په افغانستان کې یو لیونې شتون لري، د دوستم په اړه یوه ریښتېنې کیسه په دې ډول پیلیږي؛ د یوولسم د سپټمبر له پېښې څو ورځې ورسته افغان جنګسالار دوستم د امریکا Langley کې د سې آې اې دوتر ته ټلیفون وکړ. دوستم د سیټلایټ په ټلیفون کې وايې، دی کولي شي چې له تاسو سره د طالبانو په نسکورولو او د اسامه بن لادن په نیولو کې مرسته وکړي. له دې نېټې څلور اوونې لا تیرې نه وې، چې د متحدو ایالاتو جګړه په افغانستان کې پیل شوه. امریکایانو په پیل کې غوښتل دا جګړه په ځمکه کې د لږو پوځیانو او د ډیرو دقیقو هوایي بمبارېو له لارې تر سره کړي. د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر میاشتي په منځ کې لسګونه امریکایي ځانګړې سرتیرې په چورلکو کې د هندوکوښ غرونو په یوه دره کې را کوز شول، چیرته چې دوستم ورته په انتظار کې ناست وه. د دوی موخه دا وه، مزار شریف د طالبانو له ولکې وباسي. که څه هم دا مهال یوه ستونزه رامنځ ته وه، هغه ستونزه دا وه چې نه امریکایانو او نه هم دوستم موټریزه وسایل درلودل، هلته یواځې آسونو شتون درلود. اکثرو امریکايي سرتیرو نشو کولي آسونه وځغلوي. دا کومه مهمه خبره نه وه، دوستم امریکایانو ته آس ځغلول ورزده کړل. لوبه له دې ورسته پیل شوه. جګړه په داسي حال کې پيل شوه، د امریکايانو جنګې الوتکو له هوا څخه د بمباریو له لارې خپلې جنګې موخې وېشتلي او افغاني ملېشو پر ځمکه جګړه کوله. څو اوونې ورسته امریکايي او افغاني آس ځغلونکو پوځیانو طالبان د مزار شریف له ښاره وشړل. باتور دوستم دا مهال پېنځلس کلن وه، کله چې د هغه پلار د جګړې دغه خونړې څپرکۍ لیکلو. څېړنوال خبریال لیکې: اوس موږ غواړو شپاړلس کاله ورسته د باتور سره د خبرو اترو یوه ناسته وکړو او د هغه سره د پلار په اړه خبرې وکړو. یو سړی چې زړورتیا افسانوی شوي ده. وسمهال تازه امریکایانو د دوستم په اړه یو فلم جوړ کړي دی. دی د دریو لسیزو راهیسې په افغانستان کې د اوزبکو لږکیو مشر دی. دوی ځانونه د چنګیز پاتي شونې یا ورثه نوموي. چنګیز هم یو ډیر سخت زړه، ظلم، وینې زبېښوونکې، خونخوره او بې رحمه انسان وه. دلته د بیلګې په توګه د یو سرتیرۍ کیسې وړاندې کوو، یو سرتېری څه غلا کړي وه، جنرال دوستم هغه ته د مرګ سزا واورلوله. د دوستم په امر غل سرتیرۍ د یوه زغروال ټانک تر زنځیر لاندې کړل شو. نور سرتیرې دې صحنې لیدلو ته درولي شوي وه. دوستم د زغروال ټانک ډریور ته امر وکړو، حرکت وکړه، ټانک سړی پر ځمکه چغپیټ کړو او ټوتې توتې پر ټوله سیمه وویشل شو. دا د ۱۹۹۷ کال وه، دا مهال دوستم د زرګونو ملېشو قوماندان وه. ده په خپلو ملېشو کې هیځ ډول بې انظباطي نه شواې منلې. دوستم ان دا مهال یو بې رحمه انسان وه، په ځانګړې توګه د خپلو دښمنانو په وړاندې بې رحمه وه. که موږ د افغانستان د ورستې پيړۍ تاریخ کې د وینو پل وپلټو، نو خامخا او هرومرو د وینو دا لار دوستم ته ورځې او پرې تیریږي. د ۱۹۷۰ کلونو د پای راهیسې دوستم په څلور لسیزو کې د افغانستان د جګړې په ټولو اړخونو او جبهو کې جنګیدلي دی. ده په ندرت سره بندیان ساتلي دي، ټول اسیران یې وژل. له همدې امله د المان یوې بلې ورځپاڼې د ډیولټ په نامه دوستم یو خونخواره، وینې زبیښوونکې انسان نومولې دی. په ۱۹۵۴ کال کې رشید دوستم د افغانستان په شمالي ولایت شبرغان کې د یو بزګر په کور کې زیږېدلي دی. د هغه کورنۍ یوه بې وزله کورنۍ وه. په کوچنیوالي کې دی مجبور وه، چې په کاروندو کې مرسته وکړي. دا همهال په افغانستان کې د ټوالواک محمد ظاهرشاه واک چلیدو، پاچا غوښتل افغانستان په ساړه جنګ کې ناپيلې او خپلواک وساتي. په ۱۹۷۳ کال کې افغاني کمونیستان د یوې کودتا له لارې واک ته ورسیدل. دوستم د یو عادی کارګر او نلدوانۍ دندې ورسته په درویشت کلنۍ کې وسله وال پوځ ته لاړ. هلته ده په عسکري کې پوځې تکتیک او لارښوونې مسلک زده کړو. په ۱۹۸۰ کلونو کې د شورويانو د اشغال پر مهال دوستم په سور پوځ کې نورې پوځې زده کړي ترلاسه کړې. د دوستم پېژندنې اصلې نښه او نښاني غداري او خیانت کول دي، په بله وینا دوستم په خیانت کولو کې مشهور دی. لومړۍ د کمونستانو په پلوي وجنګیده، بیا د دوی په ضد وجنګیده، بیا لومړۍ د تاجکانو سره د پښتنو په وړاندې وجنګیدو، له دې ورسته بیا له پښتنو سره د تاجکانو په ضد وجنګیده. دوستم یو جنګسالار دی چې خپلې ملېشو لري. د هغه وسله والې ملېشې چې کوم ځای ته تللي دي، په هغه ځاې کې په چور، تالان او لوټولو لاس پوري کړي دی او ان جنسې تیرې تر سره کړي دي. دوستم خپل وسله وال دې جرمونو تر سره کولو ته پریښې دي. په لویدځه نړۍ کې د هغه نوم د جرم و جنایت سره ټینګ تړلي دی.تر ټولو لومړۍ د دوستم نوم د شبرغان ښار په سویل کې د لیلې دښتې په ټول وژنه، ډله ییز وژنې او قتل وقتال سره نښلیدلي دی. د ۲۰۰۱ کال دسامبر میاشت کې په کندوز کې امریکایانو اټکل ۸۰۰۰ طالب جنګې اسیران دوستم ته وسپارل، څو دغه شمیر طالبان جنګې اسیران محبس ته بوځي، هلته ترینه پوښتنې او پلټنې وشي. په ریښتنې توګه یواځې پېنځه زره جنګې طالب اسیران زندان ته ورسول شول. نور ټول په اوسپنیزو کانټینرو کې زندې شول او ساه يې ورکړه، یا په اوسپنیزو کانټینرو کې په ډزو وویشتل شول او یا په دښتو کې په ګولیو سوري سوري شول، په بمونو کې والوځول شول. د نړۍ د بشري حقونونو سازمانو دوستم د دغې ډله ییزو وژنو او ټول وژنو مسوول ګڼلي دی. دی اوس دا خبره نه مني او وايي چې له دې دی هیڅ خبر نه دی. ډیرې افغانان د جنګې ملېشو د ظلمونو او جنایتونو څخه پوزې ته راغلي دي. که څه هم طالبان سختدریځه دي، خو چیرته چې دوی واکمن شوي دي، هلته یوه اندازه امن او نظم شتون لري. موږ غوښتل د دوستم سره هرومره مرکه وکړو، خو په کابل کې لوي څارنوالۍ د دوستم د نیولو امر ورکړي وه. ځکه دوستم نږدې یو کال وړاندې د خپل یو سیاسي سیال سره ناوړه چلند کړي او پرې جنسي تیرۍ هم کړي وه. دی ترکیې ته فراري شوي وه او هلته په جلا وطني کې له خپلو دریواړو ښځو سره ژوند تیروي. دوستم په ترکیه کې یوه کازینو یا قمارخونه هم لري. د دوستم مشر ځوي د ده په اصلي ټاټوبې کې د هغه ځایناستي دی. پوښتنه دا ده چې آيا باتور دوستم د خپل پلار د ستر جنایتونو څخه خبر دی او که نه ؟ که خبر وي، بیا نو دی څنګه د دغو جرنومو او جنایتونو سره ژوند کوي؟ موږ د باتور دوستم سره په شبرغان کې د دوی په استوګنځي کې د وړې په یوه توده ورځ کې د لیدلو کتلو وعده ایښودلې وه. کور ته د ورتللو په لاره کې او کور مخي ته وسله وال کسان ولاړ ول او ترشا یي د سمنټو کانکریټي غټ غټ دیوالونه لیدل کیدل. زموږ موټر د استینادې دیوالونو را تاوشول او به یوه ستره دروازې هم ورتیر شول. موږ د دوی سپین رنګه استوګنې انګړ منځ ته ورتاو شولو. د استوګنې انګړ په ورستي برخه کې یو عجیب غریب خیالي له فنتازۍ ډک شیشي ساختمان جګ جګ ستونونه د کمانینوسره ولاړ ول. باتور دوستم موږ ته په خپله ماڼۍ کې ښه راغلاست ونه وایه، لکه څنګه چې د شبرغان ځایي اوسیدونکې دغه مانۍ د عصري تعمیر په نامه یادوي، بلکې د دروازې په مېلمستون کې کینولو. ولاړل وسله وال کسان سلامي کوي، کله چې باتور دوستم په دودیزه افغاني جامو کې د یو اوږ کمیس او ستر پرتوګه سره له کوره راووت. د جامو د پاسه یوه توره کورټۍ اغوستي او یوه اوږده چپڼه اچولي وه. د ده کسانو له ده سره د یو ستر واکمن په څېر چلند کولو. خو دې داسي نه مالومیده، باتور په روغبړ کې بې جرحته، بې زړه ښکاریدو او شرمناکه خندا يې کوله، لاسونه يې ډیر واړه او نازکه وه، د ده په نازک نرۍ مخ کې د ځواني موسکا او نازکه بدن کې د ده د پلار ځوانې نه لیدل کیده. رشید دوستم د خرس په شان، غټ ډبنګ، بدشکله سپینه چاغه څېره لري، لنډ اوښتان او برېتونه لري. په ده کې هر څه وچکلک سخت او جګړه ییز ښکاري. د دوستم ګواښونکي، ویرونکي خندا، په یو کتاب کې د ده په هکله لیکلي شوي دي، چې خلک له ویرې ورته هک پک پاتي کیږي. د پلار په پرتله ټنکی ژڼکی باتور بیا نازک ملایم او ماشوم مالومیږي. ان داسي مالومیږي چې ده به هیڅ انسان ته ضرر نه وي رسولي. مېلمستون ته لار د یوې منحنی زینې له لورې ور تله. پاس یوه خدمتګار په ښی لاس کې دروازه خلاصه نیولي وه او په ګین لاس کې د شین چاې یو چاینک نیولي وه، کله چې دی کوتې ته راننوتلو درنې قالینو د باتور د ګامونو غږ پورته کولو. خونه مصنوعي رڼاوو رڼا کړې وه، د څوکیو اوږده اوږده قطارونه ایښودلي شوي وه. درنې درنې پردو کړکې پوښلي وې. باتور په یوه څوکۍ کې په داسي حال کې کیناست، چې یوه خدمتګار خلکو ته په چاې اچلو بوخت وه، باتور په یوه جدې نظر سره وویل؛ زما پلار نه شي کولي، حتا څارویو او نباتاتو ته ضرر ورسوي. هغه یو بارحمه ، مهربانه سړی او نرم مزاجه انسان دی او زیاتوي په دې اړه هیڅ څوک د هغه په پرتله نه پوهیږي، باور وکړئ، زما پلار دومره بده بلا یا کوم دیو نه دی، لکه څنګه چې تل ده ته کتل کیږي. باتور د چای له ګیلاس څخه یو غړپ وکړو او د خپل ماشومتوب کیسې پیل کړي. کله چې دی ټنکې ځوان وه، ده ته پلار کتابونه ډالۍ کړل، دا کتابونه د چنګیز خان د ژوند په اړه لیکلي شوي وه. باتور په خوب کې د زړورو کسانو یو لښکر لیدلي وه، چې دوی په آسونو سپاره وه او په مقابل لوري بریدونه کول او ټوله مرکزي آسیا یی لاندې کړي وه. ٬٬ موږ چنګیزیان یو، د چنګیز اولاده یو، چالاکه ماهر، زړور یو. باتور ته ورپه زړه شول، ما ته یو ځلې پلار ویلي وه، همدارنګه یو زړور جنګیالي غواړم اووسم. خو پلار غوښتل باتور سیاستوال شي. باتور د انقرې په یوه پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو زده کړې پیل کړي. باتور د پلار تابع وه. د ۱۹۱۶ کال په اوړۍ کې د فراغت څخه لږ مخکې د ده یو انځور ولیدل شو، چې دی په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په یوه غونډه کې د افغاني پلاوې سره ولاړ دی. ده خپل دغه انځور په فیسبوک کې هم خپور کړي دی. خلکو په کمنټونو کې ورته لیکلي وه، چې دا انځور په افغانستان کې د خپلوانو څخه د ګټي اخیستني او خپلوي پالنې یو ښه ثبوت دی. خو باتور یې نه مني، نه ده په هغه وخت کې یواخې د خپل پلار استازیتوب کولو. یو فسبوکي په ریشخندي سره د دې انځور لاندې پوښتنه کوي، چې ایا موږ اوس د یو وړکتون له لوري اداره کیږو. باتور په دې خبرو خبر دی، ځکه دی ډیر په فیسبوک کې فعاله دی. په خندني ژبه کې وویل: دی په فیسبوک کې خپله یوه پاڼه لري، هرڅوک کولي شي خپل نظر په ازاده توګه ووايي او ولیکي. د ده دا خبره سمه نه ده، په افغانستان کې د بیان او رسنیو ازاديو هیڅ څرک نه لګیږي، ځکه تل ګوتنیونکي خبریالان ان د افغانستان په شمال کې وژل کیږي. باتور په لویدیځ کې د خپلي زده کړې پر مهال د میډیا او رسنیو په اړه یو څه زده کړي دي. دی پوښتنه کوي، په تاسو کې خو خبریالان مجبوره دي، چې په دقیقه او سمه توګه څېړنې ترسره کړي. دی له دې امله داسي وايي، ځکه په لویدیځ کې د ده پلار په اړه ځښت ډیر دورغ خپاره شوي دي. د بیلګې په توګه د لیلي دښتې د ټول وژنې په اړه، زما پلار خو یواځې دا امر ورکړي وه ، چې اسیر طالبان محبس ته بوځئ. د دې ټول وژنې مسوولیت د واړو قوماندانانو په غاړه دی. دوی په خپلسر دغه وژنې تر سره کړي دي. زما پلار دا مهال په کندز کې وه. څو د امریکایانو سر د یو بل برید چمتووالي ونیسي. باتور وویل، له امریکایانو پوښتنه وکړۍ، دوی به دا خبره تائید کړې. دی بیا د یو خدمتګار په لاس یو بڼدل کاغذونه راغواړي. له دغې بنډل کاغذونو یو څو راو باسي، دا دي په دې اړه یو څو نورې بیلګې هم شته، چې څنګه د لویدیځ رسنۍ درواغ خپروي،٬٬ د اوزبکو ملېشو جنرال دوستم اسیران کوهو یا څاګانو ته وغورځول او دا کوهې په بلدوزونو هوار کړل. دی په خپله دغه خبر په جګ غږ لولي. بیا دی خبریالانو ته ګوري او پوښتنه تیرنه کوي، تاسو پوهیږي، چې په ریښتیا څه پیښ شوي دي ؟ باتور دوستم په چل کې د ۱۹۹۷ کال د یوې بلې ټول وژنې څخه خبرې کوي. طالبانو د رشید دوستم مرستیال ملک پهلوان ته بډې ورکړي او ورته وايي، ته به د مزار شریف ښار په واک کې ورګډ کړل شي، کله چې ته موږ ته مزار شریف پرته له جګړې تسلیم کړي او دوستم نیولي موږ ته راکړي. دوستم د دې موضوع په اړه خبریږي او وتوانیدو چې فرار وکړي. کله چې طالبان مزار ښار ته ننوتل، د خپل د تړون څخه واوښتل او خبره يې وېره کړه. د ملک پهلوان په امر د اوزبکو ملېشو او ځایي خلکو پاڅون وکړ. طالبان په ښار کې نابلده وه او په دام کې بند پاتي شول. کوم طالبان چې په جګړه کې ژوندي پاتي شوي وه، هغوي ټول ژوندي په ژوره کوهې کې واچول شول او ځینې ژوندي خښ کړل شول. دا مهال تر دوه زور ډیر طالبان ووژل شول، دا د هغو وژل شویو طالبانو شمیر دی، چې لویدیځوال خبریالان دوستم مسوول ګڼې باتور وايي ٬٬ زما پلار دا وژنې او دا جرمونه نه دې تر سره کړي، ځکه هغه په دې وخت کې له وړاندې ترکیې ته تښتیدلې وه ٬٬ د داسي نورو ډیر جنایاتو مسوول دوستم ګڼلي کیږي، ښايي د ځینوجنایاتو لکه د ملک پهلوان بیلګه په ۱۹۹۷ کال کې ښودل کیږي مسوول نه وي. ولې په ښکاره توګه په ډیرو نور جګړه ییزو جرمونو او جنایتاتو کې دوستم په یو ډول نه یو ډول ښکیل دی. د ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۶ کلونو د پلازمېنې کابل په ورانولو او زړه بوګنونکو جګړو کې ستره ونډه درلودلي ده. دوستم په مزار شریف کې د خپلې قوماندانې په مرکز کې ناست وه او کابل يي خپلو خپلسرو ملېشو ته پریښودلې وه. د دوستم ملېشو په کابل کې عام خلک ځورول، شکنجه کول، وژل، لوټول او ان جنسې تیرې کول. کله چې د دوستم ملېشو نارینه ووژل پر ښځو يې جنسې تیرې کاو او کورنو ته یې اور ورته کولو. تر اوسه هیڅ چا دوستم او د ده د جبهي قوماندانان محکمې ته نه دې ودرولي. دوستم په افغانستان کې د هغو نارینوو څخه ګڼل کیږي، چې په خپل ژوند کې پرته له جنګ جګړو پيلو بل هیڅ نه دي تر سره کړي. دوی جنګسالاران دي. دغو جنګسالاران که څه هم اوس دریشې، نیکټايګانې اغوستې او دولتي دندې ترسره کوي، دوی لا تر اوسه په دې باور دي، چې د دوی د زور قانون چلیږي. د ۲۰۱۴ کال راهیسې دوستم د ولسمشر مرستیال دی. کله چې ده په کابل کې د لوړې مراسم پر ځاې کول، دوستم قسم یاد کړو، چې د افغان ولس چوپړ به کوم، دا قسم غوړل د هغه مخه هیڅ نه نیسي، څو بیا خپلې ملېشې د ولسې خلکو کلیو او باندو ته ونه لیږي. هلته کلیوال ملکیان په ډیر ظالمانه توګه بندیانوي او د دوی پر کورونو چاپه وهي، چور او چپاول پيلوي. ٬٬ دا طالبان دي، ترهګر دي، دوی باید لمنځه ولاړل شي ٬٬ باتور دوستم وویل او بیا یې په قراره پر خپله کرسۍ باندې ډډه ولګوله . حقیقت دا دی، چې ټول خلک د دوستم د ملېشو د ظلمونو څخه پوزې ته راغلي دي. ځکه افغان کمزورې حکومت د خلکو امنیت نه شي تامینولي، ځکه په کمزورۍحکومت کې هیڅ عدالت او خپلواکه قضايي سیسټم شتون نه لري. خلک له دې امله امنیت او عدالت په بل لورې کې لټوي. طالبان که څه هم مذهبې سختدریځه خلک دي، خو د دوی په سیمو کې امن او نظم شتون لري. دوستم او د دوستم په شان نورو جنګسالارنو دې لپاره پوره کار کړي دی، څو افغان حکومت په پښو ونه دریږي. ان په خپله امریکایان نور نه غواړي د خپل یواځېنې جګړمار قهرمان ساتنه وکړي، امریکایانو ډیره موده دوستم د طالبانو په ضد جګړو کې حمایه کولو، خو وسمهال امریکایانو ترینه مخ اړولي دی. امریکایانو اوس دوستم ته د ٬٬ جزام ناروغ ٬٬ یا د یو پمنې ناروغې ناروغ په څېر ګوري، نن دوستم ته امریکایان د امریکا ویزه نه ورکوي. څو د خپل جوړ شوي فلم په پرانیست غونډه کې برخه واخلي. باتور دوستم تور لګوي، که څه هم دوستم امریکایانو ته څومره ډير کار او خدمتونه وکړل. او له امریکایانو ډیرې ګیلې وکړي. باتور خپل ساعت ته وکتل او وویل د غرمې ډوډۍ وخت دی. یو خدمتګار خونې ته را ننوت او وویل تاسو کولي شي چې ډوډۍ وخوري. باتور دوستم وویل، هیله کوم چې میز ته کیني. پر میز د چرګانو غوښه، وریځې، ورسره کوکاکولا او فانتا ایښودلې شوي وې. باتور دوستم د الماني خبریالانو څه پوښتنه کوي، چې څنګه کولي شو، په المان کې د خپل پلار امیج انځور یا حیثیت بیرته ښه کړل شي. آیا دا به ښه نه نوي، چې د المان د ولسې جرګې یو څو غړې شبرغان ته را دعوت کړو؟ باتور ورسته بیا وویل، پوهیږي چې بلاخره د ده پلار د افغانستان آزادونکی دی. ښایي الماني سیاستوال یو ریښتني قهرمان وپيژنې، ٬٬ نه چې تل په فساد ککړ ولسمشر٬٬ وپېژنې. دی په دې نه پوهیږي، چې المان هم اصلاً نه غواړې د دوستم سره اړیکې ولري. ان د ۲۰۰۱ کال د بن په کنفرانس دوستم ته بلنه نه وه ورکړل شوي. په هغه کنفرانس کې چې د افغانستان سیاسي نظام په اړه مشورې تر سره کیدې. دا مهال دوستم د امریکایانو په څنګ کې د طالبانو په وړاندې جنګیدو. ان هغمهال ټولو ته دا خبره جوته وه، چې د دوستم په شان یو جنګسالار ته د نوی افغانستان په کنفرانس کې هیڅ ځاې نشته. د Horse Soldiers د آسونو سرتیرې یا پر آسونوسپاره سرتیرې، دا د هغي فلم نوم دی،چې په کې د رشید دوستم تر ټولو غوره کړنو څخه کیسې کیږي. د مزار شریف فاتح رول نوید نګهبان، د ابو ناظر په نوم دHomeland په نامه سریال کې مشهور لوبغاړې لوبوي. دوستم تراوسه نشته، چې په څه ډول شپاړلس کاله مخکې د طالبانو په وړاندې د ده د لاسته راوړنو کیسه د امریکا په وسله وال پوځ کې بیانیزې. هغو امریکايي سرتیرې چې په دغه عملیاتو کې له نږدې برخه اخیستي وه، د بیرته ستنیدو څخه ورسته د نیویارک ټایمز خبریال ډاګ سټاتن Doug Stanton ته باورنه کیدونکې کیسې کړی دي. خبریال دغه کیسې په خپل یوه کتاب کې د Horse Soldiers په نامه لیکلي دي. تر همدې سرلیک لاندې دغه فلم چمتو شوی دی. په دې فلم کې دوه مرکزي لوبغالي لوبیږې. یو لوبغاړی کيپټین میچ نیلسنCaptain Mitch Nelson دی، دی د امریکا متحدو ایالاتو د ځانګړې ځواک یو پخواني سرتیری دی او بل رشید دوستم دی. د فلم په یوه صحنه کې د دغو دوه سرتیرو څخه کوم یو تجربه لرونکي، مکارې او جنګې ستراتجيسټ دی ښودل کیږي. په فلم کې دوستم د نیلسن څخه غواړې چې د ځمکې لاندې یوه سمڅه یا جنګې مرچل باندې بمباري وکړه، نیلسن له دوستم پوښتنه کوي، چې ته څنګه ډاډ من يي، چې هلته د ځمکې لاندې د طالبانو سنګرونه دي. ځکه دې نه غواړې بې ګناه ملکیان ووژنې. ورسته دوستم د خپلې مخابرې فریکوینس بدلوي او په لوړآواز وايي، دا جنرال دوستم دی. راځئ ! د مخابرې په بلې خوا کې یو غږ پورته کیږي، دا غږ د طالبانو د یو قوماندان غږ دی. دی نه پوهیږي، چې دا د دښمن غږ دی او دې د هغه په فریکوینس باندې مخابره کوي. لږ شیبه ورسته امریکایان د مخابرې ځاې د ځمکې لاندې په سمڅه کې تشبیتوي. نور پاتي کار د GPS له لورې د کنټرول کیدونکي بم له لوری تر سره کیږي. څېړنوال ژورنالسټ مارکو زیلیګر په پای کې لیکي، د بیرته تګ پرمهال دروازې مخې ته د چلان شویو موټرو غږونه واوریدل شول، د ماسپښین ناوخته ټایم وه. د شبرغان څخه تر مزار شریف ښاره ډیره لار ده. دی بایدپه هغه کلیو کې موټر وچلوي، چې نن په هغه سیمو کې طالبان بیا واکمن شوي دي. تاسو باید دې ته پام وکړئ، د ماښام پیلدو مخکې باید تاسو بیرته خپلو ځایو ته راوګرځي. باتور په یوه دوستانه ژبه وویل،٬٬ دا د تاسو په ګټه ده٬٬ ده د خدای په اماني لپاره لاس راکړو او سمدستي خپل کور ته واپس روان شو. بیا بیرته راوګرځیدو، کله چې بیرته راوګرځیدو داسې ښکاریدو لکه چې څه ترینه ویر شوي وي. باتور وایي. زه پوهیږم، زما پلار د تاسو په لویدیځ کې د یو جنګې جنایتکار او خونخوره په نامه نومول کیږي، خو په پټه کې تاسو ورته د یو اتل په څېر درنښت لري. د ۲۰۱۸ کال د مارچ په میاشت کې د دولسو زړورو سپرو په نامه دغه فلم ښايي د المان سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شي. پای
aicts mainport ipower
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery