مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-01-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ماته خود مختاره چوکۍ راکړه اوآس ته مې وربشې !

محمد انور ولید

 

په افغانستان کې له نیمې پېړۍ را په ایسته د واک پرسرپټې اوښکاره مرګونې مسابقې ، ناندرۍ اوسیالۍ روانې دي ، خودغې ترپګنیوله کومې دیني یا ملي اویا دواړوصبغوپرته تل د کودتاګانولاره خپله کړې چې یوازې ( دداؤدخان له کود تا ) څخه پرته هېڅکله هم ددوی کودتاګانو سپینه بڼه نه لرله ، بلکې تل یې د پردو پرمټ سرې کودتاګانې کړې دي . په وینواواوښکولړلی پروژه یي واک اختیارد وینوبهېدواوککرورغړېدواودرنوبیو پرېکېدوپه بدل کې له یوه څخه بل ته ـ اوله بل څخه بل ته د جمعې د مړي په څېرلېږدېدلی اوسپارل شوی دئ ، خوموږ پوه نه شووچې آخرد ا خاوره اوددې جغرافیې خلک د کوم جرم اوګناه له کبله دداسې پرله پسې عظیم دري بُعدي فیلانو په عذاب کې را ګیرپاتې دي چې د ځمکې ، اوبواوهوا له لارې هېڅوک رحم هم نه ورباندې کوي اود هغوی خدای ورکړي ټول حقوق په ډېره بې شرمۍ اوبې رحمۍ سره د ځنګل د حیوان صفته قانون له مخې ترخپلو باروتي پښولاندې کوي .

په دې مانا چې هم یې وژني ، هم یې ملي شتمنۍ ترې غلاکوي اوهم یې دداسې نظامونو د خبیثه عناصروترڅپېړولاندې واچوي چې هرډول بشري وضعي دستوراوقانون یې له مشروعیت څخه معذرت غواړي . ځکه چې دوی خپله قانون ته په سپکه سترګه کتلي او هغه یې یوازې د خپلوګټواو پټواوښکاره امتیازاتوترلاسه کولواوخپلمنځې زدوبندونوپه خاطرپه کراتو مراتو نقض کړی دئ . 

پخوا به چې چاته کوم ټولنیزمسؤولیت ورسپارل کېده ، هغه به ژړل ، ځکه چې په شرعي توګه به یې د اجتماعي مسؤولیت په اداء کولوکې ځان ناتوانه لیده اوله خدایه به داوېره ورسره پیدا شوه چې ګني د کوم تقصیرله وجهې به د خدایتعالی په حضورکې ځواب ونه شي ویلي ، د خلکوحساب کتاب به نه شي ورپوره کولی اوپه کې (خسرالدنیا والآخرة) به شي . ځکه حضرت عثمان (رض) د خپل خلافت پرمهال یوه صحابي (رض) ته د ټول شام ( د اوسني عراق ، کویټ ، سوریې ، لېبنان ، اردن او فلسطین ) ولایت اوواکمني وروسپارله ، خومقررشوي والي ترشام پورې په دې خاطرژړل چې عدالت به ونه شم کولی اومابه خدای پاک پرې ونیسي ، دا کار ډېرسخت دئ ، هغوی سُچه ، پاک او له خدای (ج) او د خدای (ج) له رسول (ص) سره متعهد او ژمن خلک وو .

خواوس زموږ خلک د یوې وړې چوکۍ اومقام د احرازله پاره کمپاینونه او واسطې کوي ، رشوتونه ورکوي ، کله چې واک ته ورسېږي ، نوبیا هغه څوکۍ خپل حق او خپل پدري میراث ګڼي . اوآن تردې چې ټول ملت ، ټول نظام اوټول ملي ارزښتونه یوازې د خپلوغاصبواوناروا ګټوقرباني کوي ، چې د ېته بیا ځان غوښتنې وایي ، اوځان غوښتنه اوتکبُر یوډول ناروغي ده چې په پیل کې شیطان ورباندې ککړؤ چې له کبله یې خپل کبرطوق لعنت اوله امله یې پرې ورټل شو، وروسته بیا فرعون په دې ناروغۍ باندې اخته ؤچې آخرپه رود نیل کې غرق شو ، ځکه  فرعون به هم خپلو حواریونو ته ویل چې : ( اَنَ رَبُّکُمُ الاَعلی ) . یعنې : زه د تاسوهغه لوی خدای یم . 

خواوس آن ترموږ پورې دغه ساري ترطاعون بد تره ناروغي را رسېدلې ده ، ځکه زموږد پرون ډېرعادي خلک ، د تېرې ورځې والیان اوقوماندانان د نن ورځې امپراتوران اومیلیاردران جوړشول ، ځان ترقانون هم لوړګني اواستدلال یې هم دادئ چې ګواکي موږ ته دا واک په بن کې را کړشوی اوجمهوررئیس قانوناً زما د لیرې کولو واک نه لري . ددغه ډول خپلسرووالیانواوقوماندانانوله دغه ډول منطق څخه داسې ښکاري چې د افغانستان له شته ملي وثیقې ( اساسي قانون ) څخه پرته یوبل لوړاو باصلاحیته قانون هم وجود لري چې له مخې یې د مخه په افغانستان کې واک پرې وېشل شوی اود افغانستان جمهوررئیس اود هغه دری ګونې ( اجرائیه ، فضائیه اومقننه ) قوې الاعیاذ بالله د بُن د آسماني پرېکړې پربنسټ د افغانستان د اساسي قانون له مخې وروسته ټاکل شوې ، پس ددغه ډول امپراتورډوله والي اوقوماندان د عزل اونصب واک اختیارهم له جمهوررئیس سره نه شته .هغه متل دئ چې وایي : (( آسپه دې خپله ، لښته له ځنګله ، نن یې نه وهيې نوکله.))  

 زموږ په هېواد کې د طاعون ټول وژونکې ناروغي د ملي نفاق ترسونامې هم ډېره ښه ده ، ځکه چې طاعون ناروغي خوبه زموږ یونسل تباه اوبرباد کړي ، خو وقایه اودرملنه یې شونې ده ، اوراتلونکونسلونوته سرایت نه کوي . خوملي نفاق اوځانځاني بیا له شوموبدوورځو، نا معلوم برخلیک اودښمنیوڅخه ډکه داسې بې درمله ناروغي ده چې له یوه نسل نه بل ته اوله بل نه بل ته پرته له حقیقت څخه د منافقینواودرواغجنوپه لاس اوژبې سره سینه په سینه انتقالېږي . د سیمې ، ژبې ، قوم اومذهب په ډول ډول تېغونویې سره بېلوي اود غزې په څېرتړانګې ترې باسي ، د نفاق پېریان یې د کتلېستانوپه شکل پرکوپړیوورناست دي اوترمنځ یې په اصطلاح ثالث بالخیرسفیران د نفاق اچولواور ته لمن وهي .

که نن موږخپل ځان په خپله په لوی لاس په خپلوشتمنیوکې بېوزله کړی اوپه پردیودروازوکې کچکول پرغاړه ګدایي کوو، همدغوپردیوپه کوردننه اوله کوره دباندې ګدائیوته اړکړي یو، نودا خوزموږخپله ګناه ده ، ځکه چې په خپل کورکې د خپل سیند له غاړې له تندې اولوږې مړه شوو، خود ګدایۍ کچکول را باندې دومره سپېره اوبد مرغ شوچې نه ورسره په تن پټ اونه په نس ماړه شوو.

د ښې حکومتولۍ اوله فساد څخه د خلاص نظام جوړولو په تمه خوزموږد ملي نظام په ماشین کې دا څولسیزې له مېستېري اوبېنن سېوان څخه را نیولې بیا ترجان کئیړي پورې استخباراتي اوملي ضد پېچکش وهل کېږي ، زموږد ملي هویت اوملي خود جوشه مردمي نظام اصلي پرزې یې په لوی لاس ترې وایستلې ، د بې هویتۍ ټاپه یې ورته جوړه کړه ، له کاره لوېدوته یې برابرکړی ، اوس به په نړیوالوبازارونوکې لکه زموږد هېواد د پیداوارو په څېرد ایران ، تاجکستان ، پاکستان اونوروپه نامه هم پلورل کېږي . ځکه چې موږبه خپل ملي هویت اوخپله واحده ټاپه اوکرنسي نه لرو.

د انتخاباتوسیستم موله پېله داسې ناروغ دئ چې د ډېروکلیشه یي مقرریوله امله یې د لیکوالانوپه قلمونوکې رنګونه وچ شول ، له کارشناسانوسره نورد دوی د خپل سفسطه یي استدلال بایتونه خلاص شول ، له حکومت سره نورې پلمې نه موندل کېږي ، قدرت ته تږي مخالفین پرتوطئیوجوړولواوکوهي کیندلوباندې ستړي شول ، وسله والومخالفینود ذ لت اورسوا مزدورۍ ترټولوشرمېدلي پړي په غاړوکې واچول ، د نړیوالودونرانوپانګې د کورنۍ مافیا اواداري فساد په جیبونوکې ورکې شوې ، سیمه ئیزې اونړیوالې استخباراتي اوسیاسي کړۍ یې له جوړولوڅخه پرړنګولوباندې ځکه راضي اوخوښې دي چې نورافغان کورد بې باوریوله لاسه د اوسېدو وړنه ورته ښکاري .

د ښاغلي کرزي صیب په واکمنۍ کې دده دغه ډول سیالانواوشرګډوشریکانوبېخرته وده په کې وکړه ، ځکه د هرزه بوټوپه څېریې داسې خپلې مخې ته خوشې اوچاغ کړل چې آخردده د خپلې حکومتولۍ لنګې خرې هم نه شوای ورته ټینګېدلای .

په نظام کې د هرې خرابې چارې پیل لومړی خپله کرزي صیب کړی اوخپلوشریکانوته یې ویلي چې : سریې زما اومال ستاسې . شریکانویې په ډاډه زړه په ډېراخلاص له واک څخه په ناوړه ګټې اخیستنې سره هم ملي شتمنۍ چورکړې اوهم یې شخصي کورونه اوځمکې غصب کړې . د بېلګې په توګه :

د اساسي قانون پرمادونقض کولوباندې د خپلوشخصي مفاداتوله پاره لومړی خپله کرزي صیب پیل کړی چې له امله یې نن د اساسي قانون د نقض شویومادوشمېرتر(۹۴) پورې ورسېد ، خواوس لګیادئ یوځل بیا یې واک ته د رسېدوله پاره خپلوکورنیو ، سیمه ئیزو او نړیوالو شریکانوته د اوسني حکومت را پرځولو په خاطرداسې پټې وعدې ورکړي چې بیه یې یوازې همدا اوس د افغانستان غربب او بې دفاع مسلمان ملت پرې کوي .

مخکې د کرزي د جادوترمنترلاندې پټ صُبیان د پاکستان اوایران په سرحدي اود افغانستان په جنوبې ، جنوب شرقي اوجنوب لوېدځو برخوکې د نا امنیو پرکوپړۍ ورناست وو، خواوس یې د افغانستان ختیځ ، شمال شرق ، شمال غرب اوجنوب غرب ته هم سرایت کړی ، ځکه هغه لیرې کړی شوي واکمن خپله وایي چې : ((ماته خود مختاره چوکۍ راکړه اوآس ته مې وربشې .)) خود خپلوامتیازاتواوباج ګیریوترلاسه کولوله پاره د ؤلسمشراشرف غني هېڅ قانوني امرته غاړه نه ږدي .داسې ښکاري چې تر شایې د منافقانوکومه ډلګۍ شته او هغوی یې د هیلو پرشهباز باندې ګوتې ښوروي چې د شونډواهتزازیې ورځ تربلې پسې تېزېږي .

تېرکال د هېواد په شمال غربي سیمه اومرکزکې دعبدالرشید دوستم پوځي سریالونه روان وو، چې ترټولوغټه قرباني احمد اېشچي په کې ورکړه اواوس بیا په بلخ کې عزل شوي والي عطانوراوپه کندهارکې لغړي عبدالرازق لکۍ پرسراړولې ، یو یې وایي چې ؛ ګواکې ماته د بلخ ولایت بهرنیانوآن د نړیوال ائتلاف د نیوا ک پرمهال را سپارلی اوزه یې د ګاروله مغاروڅخه ورته را وایستلم ، ځکه که نړیوال ائتلاف حمله نه وای کړې ، خدای خبرچې ترکومه به زه هلته په غارونوکې پټ وای ، له همدې امله ؤلسمشراشرف غني زما د لیرې کولوصلاحیت نه لري ، ترڅوچې د جمعیت نړۍ ماته ونه وایي زه د بلخ برحال والي یم ، که حکومت زما د مأمورینو معاشونه را نه کړي زه به د حیرتانو د بندرله سوونو مېلیون ډالروعائداتوڅخه د بلخ خپلومأمورینوته معاشونه ترې ورکړم . خوبل ځای یې کرزی پلوه قوماندان رازق وایي چې زه د لوی کندهارخلکو ټاکلی یم ، د کابل حکومت بې وسه دئ ، ځکه د ملي یووالي حکومت غیرقانوني اود نوروپه لاس را منځته شوی ، ترڅود کندهارخلک ماته خپله ونه وایي ، زه د کندهاربرحال قوماندان یم اوما څوک نه شي لیرې کولی .

دوستم هم همدا خبرې کولې چې اوس له محاکمې تښتېدلی او له شرمه نه شي را تلای . ترهغه د مخه ضیاء مسعود هم دا باټې ویشتلې چې ؛ که زه لیرې شوم ، نوګواکې دنیا لیرې شوه اوحکومت به ړنګ کړم ، اوکه زه پرځای وم ، نودنیا پرځای ده . ترضیا مسعود لا وړاندې یونس قانوني هم داسې ویل چې ګواکي ؛ زما موجودیت د نظام موجودیت اوزما لیرې کېدل د نظام چپه کېدل دي ، خوخبرنه ووچې دوی د خپل سیاست په دغه (۲۶ ) کلنه وچه متعصبه بېدیا کې یوازې په خوب کې د جنیاتوامامت کړی ، خوچې کله را ويښ شول ، دافغانستان له خلکوڅخه هېچا اقتداء نه وه ورپسې کړې اودوی یوازې وواویوازې دي ، ځکه دوی له خپلوګوندې متحدینوسره هم ډول ډول خیانتونه، چل ول اودوکې کړې دي .

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په قانون اونظام کې چوکۍ میراثي نه ده اونه هم د افغانستان خاوره ملوک الطوائفیوته په واک کې ورکول کېږي . فدرالیستي چیغې د همدې له پاره وهل کېږي ، چې دا زموږد ځینوکینه کښوګاونډیانویوه ترټولواساسي غوښتنه ده .

ځکه هغوی غواړي چې د افغانستان د توکړې کېدویوازینۍ لارد لویوولایتونود خود مختارۍ له مخې شونې ده ، چې پردې سره به هم د افغانستان نوم ، هویت اوکرنسي له منځه ولاړه شي ، هم به تعصبات وده په کې وکړي اوسوله اوملي یووالی به له منځه په کې ولاړشي ، اوهم به د ګاونډیانونفوذ اوواک ته دلاس رسي لارې چارې پرې هوارې شي .

خودغه ډول پرله پسې مصنوعي هېموپوتیک ډوله خوبونه اوخیال پلوونه چې د اوسني نظام اوافغانستان مخالفین یې ویني ، له سره به عملي بڼه ځپله نه کړي ځکه چې افغانستان له آره د ټولوشته وروڼوقومونوګډ کوردئ ، پرته له دې پنځوشپږوپردي پالووارداتي کسانوڅخه نوریوافغان هم په ځبل کورکې د شېرمښ په دې وېش باندې خوښ نه دئ چې خاوره ، خلک ، قانون اونظام دې زموږ وي او واک یې دې د ملااوف ، آخند اوف اوملسلمان نما پنجابي وي .

د یادونې ده : ((څوچې دا جهان ودان وي ، څوچې ژوند په دې جهان وي ، څوچې پاته یوافغان وي ، تل به لوی افغانستان وي ، تل به لوی افغانستان وي ، تل دې وي ملي وحدت ، تل دې وي ملي زعامت . )) 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery