مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-01-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پاکستاني عالمانو انتحاري حملې ناروا وبللې

سيد حسين پاچا

پاکستاني عالمانو انتحاري حملې ناروا وبللې
خواجه محمد آصف :
د امريکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد په نوم جګړه ((زموږ نه وه، بلکې موږ پردۍ جګړه او جعلي جهاد کړی دی))

د پردۍ جګړې او د جعلي جهاد د استخدام لپاره به د طالبانو، حقانيانو، القاعدې او د داعش ګومارنه به څه اسلامي مشروعيت ولري؟ د پردۍ جګړې او جعلي جهاد په صورت کې به د دې خلکو مرګ څنګه شي؟

د پاکستان د حکومت، نظاميانو، څارګرو، سياستوالو او سياسي ملايانو د پام وړ :
دا تخصيص مو له کومه راوړ؟ اسلام خو د عالم بشريت دين دی چې کله ناکله قرآن په ((ياايها الناس)) ټول عالم بشريت رانغاړي. اسلام خو د بشريت د دنيوي واخروي او اجتماعي ښېګڼو دين دی. حلال يې ټولو ته حلال، حرام يې ټولو ته حرام ان تر دې چې د غيرمسلمو وژنه، خو لا څه ان چې سپکاوی وښکنځل يې روا نه دی، نو دا څنګه کېدای شي چې ځانمرګي بريدونه دې يوازې په پاکستان کې حرام او په نورو ځايونو کې جايز وي؟ د پاکستان اسلام لکه چې له نورې اسلامي نړۍ نه جلا دی که څنګه؟

د څڼورو احمقانو طالبانو، حقانيانو او داعشيانو د اسلامي وسياسي پوهاوي په پار:
دا چې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت د رسمي دريځ له مخې روښانه شوه چې موږ د پردۍ جګړه او جعلي جهاد کړی، نو تاسې ته څه مشروعيت درپاتې شو؟ ژوند مو هم تباه او آخرت مو هم خراب دی، نو فاعتبروا يااولی الابصار! اوس ستاسې خوښه چې څه کوئ؟

د بهرنيو چارو ورازت تل د حکومت رسمي دريځ روښانوي. دا چې خواجه محمد آصف د پاکستان د بهرنيو چارو وزير په زغرده له رسنيو سره دا مني چې د ترهګرۍ ضد ((خلاف)) په نوم جګړه زموږ نه وه، بلکې موږ پردۍ جګړه او جعلي جهاد کړی دی، نو زما نيوکه د خپلو احمقانو، ساده ګانو ((لوده ګانو)) طالبانو، حقانيانو او داعشيانو نه علاوه د لرې پښتونخوا د اکوړې مدرسې پر بنسټګر مولانا سميع الحق چې خلک يې د طالبانو رواحي پلار هم بولي او نوموړي هم منلې چې زياتره طالبانو د ده د مدرسې شاګردان دي. مانا دا چې مولانا صاحب پر افغانوژنه او د افغانستان پر ورانونه کې سيده له پنجابي بنسټ Panjabi Establishment سره شريک دی.

زه پر مولانا فضل الرحمان باندې حساب نه کوم، ځکه چې هغه لا پخوا د پنجاب پر اخور لوی شوی او تړل شوی دی او نه يې پر جماعت اسلامي باندې کوم. ځکه چې دا سياسي دلالان ول، خو مولانا ته خلکو په لروبره پښتونخوا کې د يو ديني نوموتي عالم په سترګه کتل، خو دی هم د مولانا فضل الرحمان غوندې د خپل مرحوم (متوفی) پلار له دايرې وتلی وو. دا ځکه چې مفتي محمود له بوټو سره لاس يو کړی وو او ضياء تازه بوټو اعدام کړی وو، نو د بوټو يا د خلکو ګوند او د مولانا مفتي محمود د ګوند ((جمعيت العلماء)) د پاشلو او نابودولو او کمزوري کولو لپاره يې د مولانا سميع الحق په غوږ کې ورته د خپلې پنجابي شيطانۍ او نظامي برترۍ لپاره اذان وکړ او دغه ډله يې دوه نه، بلکې درې څلور ځايه کړه. مولانا فضل الرحمان يوې خوا ته شو، مولانا سميع الحق بلې خوا ته شو. چا د بوټو لکۍ ونيوله او چا بيا د ضياء لکۍ ونيوله. مولانا عبدالله درخواستي، مولانا محمد خان شيراني او داسې نورو هم په دې وروستيو کې خپله لاره بيله کړه، خو د خلکو ګوند تر يو وخته پر ځای پاتې شو، خو بيا وروسته ترې شيرپاو هم خپله لار جلا کړه. او د پنجاب پخوانی اعلی وزير سلمان تاثير هم د خلکو ګوند د کمزوري کولو لپاره د قادري پر لاس مذهب ته د سپکاوي په پلمه وواژه او عوامي نېشنل ګوند ته يې هم سخت ګوزارونه ورکړل.

زما نيوکه مولانا صاحب سميع الحق ته متوجه ده چې ښه مولانا صاحب چې د بهرنيو چارو وزير مو له رسنيو سره په زغرده وويل چې موږ د پردۍ جګړه او جعلي جهاد کړی او تاسې ومولانا فضل الرحمان د طالب ايله جار چې د پنجاب تپل شوې جګړه يې مخته وړله او تاسې ورته جهاد ويلو، نو اوس چې په لروبر پښتونخوا خلک د افغانستان د حکومت يعنې په افغانوژنه او هم په لره پښتونخوا کې د جهاد په نوم جنګېدلي او ژوند يې له لاسه ورکړی ستاسې ځواب د دوی کورنيو او ورثه وو ته او نړيوالو ته څه وي؟

تاسې خو يو ديني عالم ياست او طالبان مو د پنجاب له لورې له خپل ولس سره په يوې نااعلان شوې جګړه کې اچولي وو او هم مو پرې په ميلياردونه ډالره له امريکا اخېستي چې نن د امريکا ولسمشر ښاغلي ټرمپ په زغرده وويل چې پاکستان موږ ته له ترورېزم سره د مبارزې ضد (خلاف) جګړه کې له دروغو پرته بل څه نه دي راکړي، نو تاسې به رب العالمين ته د محشر پر ورځ څه ځواب ورکوئ؟

دا به د شرم خبره وي چې ستاسې په شتون کې به مشرف ويل چې ((سب سی پهلی پاکستان هی)) له حديث سره په ټکر کې دی.
عن عبد الله بن هشام قَالَ كُنَّا مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَهُوَ آخِذٌ بِيَدِ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ فَقَالَ لَهُ عُمَرُ يَا رَسُولَ اللَّهِ لأَنْتَ أَحَبُّ إِلَيَّ مِنْ كُلِّ شَيْءٍ إِلا نَفْسِي فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لا وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْكَ مِنْ نَفْسِكَ فَقَالَ لَهُ عُمَرُ فَإِنَّهُ الآنَ وَاللَّهِ لأَنْتَ أَحَبُّ إِلَيَّ مِنْ نَفْسِي فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الآنَ يَا عُمَرُ
صحيح البخاري كتاب الأيمان والنذور باب كيف كانت يمين النبي صلى الله عليه وسلم (6257)
تاسې چې ځانونه د اسلام ټيکه داران او پاکستان د اسلام مضبوطه کلا بولئ، نو پوځي مشرتابه مو هډو لکه چې له اسلامه ناخبره ده که څنګه؟ نو بيا پر موږ ولې د جهاد حکم کوئ؟

دغه لاندې پراګراف ستاسې په تړاو څه وايی؟

The Rise of Taliban
Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appreaed in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:

The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force

او دا لاندې پراګراف يې لا ښه روښانوي :

The Five Evils who destroyed Afghanistan:
Former interior minister of Pakistan , General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Ali Bhutto . He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood , Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan . I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started “to destabilize” and “burn Afghanistan”.

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

اوس د طالبانو، حقانيانو او داعشيانو اړوندو کورنيو او ورثه وو ته دا په کار دي چې خپل زامن، وروڼه او خپلوان له جعلي جهاد او د پنجاب له نااعلان شوې جګړې چې له کلونو راهيسې پر افغان ولس د سياسي واقتصادي موخو د لاسته راوړلو لپاره تپل شوې وپوهوي او ترې راويې ګرځوي. دا اوس زموږ د نړيوالو په شمول د ټولو افغانانو او هم د حکومت ملي - اسلامي، افغاني واخلاقي دنده ده چې خپله ټولنه او خلک وپوهوو چې د نورو يا د پرديو له جګړې او له جعلي جهاده لاس پر سر شي. هر څوک خپل مسووليت وپېژني او خپل عادي ژوند ته راوګرځي او د پاکستاني سياسي ملايانو له سياسي فتواو نه ځانونه خلاص کړي. موږ د قرآن وحديث په رڼاکې د ټولو اسلامي ارزښتونو پر وړاندې مکلفيت لرو نه د سياسي دلالانو د فتواو پر وړاندې چې  خوله کې ژبه يې خپله، خو خبره پرې د نورو کوي.

اوس د ټولو افغانانو، طالبانو، حقانيانو او داعشيانو په شمول په کار دي چې ورثه يې په پردۍ جګړه او جعلي جهاد کې د دې پاکستاني ملايانو ((سياسي دلالانو)) په فتوی وژل شوي او تاوان يې ليدلی د پاکستان د حکومت پر خلاف په نړيواله جنايي محکمې ته شکايت وکړي او محکمه پرې وچلوي. د افغانستان حکومت او نړيواله ټولنه ورسره بايد خپله مرسته وکړي چې لږ تر لږه اجتماعي عدالت تطبيق شي چې په راتلونکې کې بيا څوک له مذهب نه ناوړه او پر دروغو ګټه پورته نه کړي.

په درنښت


خواجه اصف ويلي؛ موږ د ترهګرۍ پر ضد پردۍ جګړه کړې
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=62154
مولانا فضل الرحمن د افغانستان په وړاندې د اسلام اباد پاليسي ناکامه وبلله
http://www.taand.com/archives/102085
شاوخوا ۲ زره پاکستاني عالمانو انتحاري حملې ناروا وبللې
http://www.taand.com/archives/102151
فعالينو په پاکستان کې د ځانمرګه حملو ضد فتوې هرکلې کړی
https://www.pashtovoa.com/a/fatwa-against-extremism/4210563.html


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery