مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-02-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

]د امنيتي پېښو د مخنيوي په برخه کې د دولت او ولس مسووليتونه!

زېب دُراني

د تېرو ۷ ورځو راهيسې د پلازمېنې کابل تر څنګ د هېواد يو شمېر ولايتونو کې تروريستي پېښو یو ځل بيا زور اخیستی چې په کې سلګونه تنه شهيدان او ټپيان شوي دي.
لومړنی بريد د روان ۱۳۹۶ لمريز کال د دلوې مياشتې په لومړۍ نېټه د کابل پر انټرکانټينينټل هوټل ترسره شو، چې پکې ۲۲تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي ول، لا د دې غم ټغر نه و ټول شوی، چې د ننګرهار ښکلی ښار د باروتو په لوګيو تور شو.
د همدې میاشتې په ۴مه نېټه څو تنه بريدګرو د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې پر دفتر ډله یيز بريد وکړ، چې د څو تنه شهيد شويو افغانانو تر څنګ پکې ۱۱ تنه ټپيان شول.
د یادې پېښې یوازې دوه ورځې وروسته (د جمعې په مبارکه ورځ) په غزني کې د طالبانو له لوري په یوه کلي د هاوان مرمۍ وويشتل شوه، چې پکې شپږ کوچنيانو تر څنګ ۲ نور ټپيان شول.
د همدې پېښې څو دقيقې وروسته د کندهار ښار د عينو مېنې په يوه پارک کې، چې اوسېدونکي يې مېلې ته ټول شوي و ځانمرګی بريد ترسره شوه، چې پکې د ۴ شهیدانو تر څنګ ۵ نور ټپيان شول.
د کندهار د غميزې څو ساعته وروسته د کابل ښار بیا ځلې درنې چاودنې ولړزاوه، د صدارت څلور لارې ترڅېرمه پدې بريد چې د وطن، خاورې او ولس دښمنانو له لوري ترسره شو پکې د سلو شهيدانو تر څنګ یونيم سل څخه زيات هېوادوال پکې ټپيان شول.
دې بريدونو په سلګونه کورنۍ د غم په ټغر کښېنولې، لاسپوسو افغانانو بیا د څو ډالرو په مقابل کې خپل بادران خوشحاله کړل، خدای ج، د خدای رسول (ص)، ولس او هر انسان يې ودرداوه، د يو بريد له امله مو د سترګو اوښکې وچې شوې نوي چې بل پسې راسر شي، د یو بريد جنازې مو خښې کړې نه وي چې نوې جنازې تيارې شي او کټونو ته يې اوږې ورکړو.
پدې خاوره کې د جنګ رنګ او څنګ دواړه بدل شوي، که د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر په پاکستان سترګې برګې کړې هلته زور له کډوالو افغانانو وباسي او د باروتو ډکې موټرې مو د کابل په زړه کې خالې شي، که له چين سره اړیکې ښې کړو د امریکا په تندي دولس بجې شي، که پاکستان راسره د همکارۍ سينه ووهي، نو هند راپسې پېڅې بډوهي، نه خو ایران ته لاس ورکولی شو او نه مو د ترکيې سره څوک په ملګرتيا خوشحاله دی، دلته هر يو خپلې ګټې ګوري او همداء ګټې د څو لاسپوسه افغانانو په مرسته تر لاسه کوي.
د پورتنيو بريدو عاملين دوه برخې دي لومړی دولت او بیا ولس.
دا اوس د لمر په څېر هر انسان ته روښانه ده، چې په ګران خاوره روان جنګ د چا په ګټه دی، د چا په مرسته مخ ته ځي، ولې پرې نړیوالې ټولنې سترګې پټې کړي او ولې دا جنګ ورځې تر بلې د کمېدو پر ځای زور اخلي، زه د دولت او ولس پر مسووليتونو څو کرښې توروم.
د هېواد جلالتماب ولسمشر له هغې ورځې چې واک ته رسيدلی، تر خپله حده یې کوښښ کړی، چې هېواد له هرې نګاه څخه په پښو ودروي، تر ډېره په اقتصادي برنامو کې ښې لاسته راوړنې هم لري، دا لاسته راوړنې به د تاريخ په زرینو کرښو وليکل شي، ولې دا چې زموږ نور مشران په درانه خوب ويده دي، دا يې د ولس سره لویه جفاء ده.
دولت اړونده ادارو ته (ملي امنیت، ملي اردو او ملي پوليسو) ته د اوپراتيفي پيسو په نوم میلیونونه افغانۍ ورکوي، دا پيسې د پلازمېني کابل تر څنګ ولایتونو کې هم ورکول کېږي، هدف د دې پيسو دا دی، چې محلي خلک د پيسو په مقابل کې له دولت سره د راپورونو په ورکولو کې مرسته وکړي، ولې دا ميليونونه افغانۍ، د همدې چارواکو جیبونو ته ځي یوه افغانۍ سنګه چې پکار ده نه يې مصرفوي، خپله د سيمنټي دیوالونو ورهاخواء په لوکس دفتر کې ناست وي، چې په لس مترۍ کې ورته پلی انسان نږدې کیدلی هم نشي، زما وړانديز د هېواد جلالتماب ولسمشر ته دا دی، چې د همدې پيسو دې په جدي ډول پوښتنه وکړي، کوم ارګان ته چې د کوم هدف لپاره میلیونونه افغانس ورکول کېږي په سمه توګه يې مصرفوي؟ زه په دې اند یم چې د یادو پيسو پنځوس سلنه هم د پلان، طرحې او مقررې په چوکاټ کې مصرف کړي د پېښو ګراف تر ۹۰ سلنه پورې راټېټېږي.
ولس هم پدې برخه کې ستر مسووليت لري، د یو اصيل بچي په توګه دا هېواد پر موږ حق لري چې د حقایقو څخه خپل دولت خبر کړو، د پورته ذکر شويو پېښو تر څنګ د ټولو پېښو عاميلينو دلته شپې کړي، ورځې يې تېرې کړي، ډوډۍ يې خوړلې او چای يې څکلی دی، د وطن د اوسيدونکو په توګه دا خاوره پرموږ حق لري چې د هرې مشکوکې کړنې په مقابل کې باید دولت ته خبر ورکړو او خپل ملي او اسلامي رسالت اداء کړو، که هر افغان د مشکوکو فعاليتونو، اوسيدونکو او کړنو په اړه دولت ته معلومات ورکړي دا پېښې ډېرې راکمېدلی شي.
پورته ذکر شوې پېښې نه لومړنۍ هغه دي او نه هم وروستنۍ هغه، خو وړانديز مو دا دی، چې هم دې چارواکي خپلو دندو ته متوجه شي، هغه پیسې چې د وضعيت د ښه والي په موخه دولت ورکوي پر ځای مصرف کړي او هم ولس ته پکار ده، چې د دولت ملا وتړي.
درنښت


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery