مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-02-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ماشوم ښه وم، که اوس؟

فاروق اعظم

 

چې ماشوم وم، له لرګي می سړی جوړاوه، اوس چې غټ یم له سړي لرګی جوړوم. لهډیرو مې بتان جوړ کړي او خرڅ کړي مې دي. چې ماشوم وم، له تیارې ویریدم، اوسچې لوی یم له رڼا ویریږم. چې ماشوم وم، دروغ او فریب می بد ګڼل، اوس چې لوی یم،هنر یې بولم. چې ماشوم وم، خبره مې نه پټوله، څه مې چې په زړه و، هغه  مي ویل.زما په خبرو د خلکو باور ؤ. نو ځکه هرچا ویل چې په ماشوم کې پټه نسته. اوس چېلوی یم، خلک مې خبرو ته په شک ګوري. دا ځکه زما د زړه او خولې لار یوه نه ګڼي.

 د فطرت تقاضا داده چې ماشوم باید د عمر په تیریدو غټ او لوی سي، موږ غټیږو، خواکثره لوئیږو نه. موږ اکثره لوړ ناست خلک لوی ګڼو او احترام یې کوو. دې کې څه تأملپه کار دی. ها چې لوړ ناست دي، حتمي نه ده چې لوی دې ھم وي! ډیر کوچني کسانمې د لویو خلکو پرځای ناست لیدلي دي. ماشومان اکثره د لویانو پر اوږو سپاره وي.باښه او ټپوس هم لوړ ځای ناست وي او یا په هوا ګرځي. دوی هغه وخت مځکې تهراکوزیږي چې مرداره وویني.

 

دا د فطرت کار دی چې عمر تیریږي، بدن غټیږي او جګیږي. خو د شخصیت جوړیده پهکورنۍ تربیه، مدرسه، چاپیریال او د کار په محیط اړه لري. ډیر وخت تربیه د بدن دغټیدو سره په متناسب ډول موازي نه ځي. دغه توپیر دغسې تفاوت منځته راوړي چېغټیږو ټول، خو لوئیږو ټول نه. انسان اشرف المخلوقات دی. که خبره د شرافت اوفضیلت وي، نو آیا ماشوم ښه وم او که اوس؟

 

د نااهله حال بجلي ته پاتیږي  -  چې پر آس باندې سپریږي نو خر کیږي

قام او ملک ټول په خواریږي او ټیټیږي‎

 -  څومره دی چې لا لوئیږي او غټیږي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery