مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-02-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د پښتنو احتجاج؛ که ژمنې ماتې شي؟!

وحیدالله مصلح


تر لسيزو سکوت وروسته پښتون قام راجيګ شو او د خپلو حقونو ناره يې په جار وکړه، کلونه کېږي چې په کوزه پښتونخوا کې پښتانه د داخلي او بهرني استعمار په شريک ناتار کې بربادېږي، کوزنيو پښتنو د آزادي غوښتونکي فطرت او ديني اصالت په امتزاج کې تل د استعمار په ګوزارونو کې مجبوره زنده ګي کړې. لسيزې وروسته چې دا سکوت ماتېږي دا تر شا د سمندر پټې څپې دي چې مد او جذر يې نور له اندازې ووځي.
پښتانه ولې راپورته شول؟
 پښتون د ډېورنډ پر کرښه ويشل شوی وجود دی، ساه په يو ځای اخلي او قدم په بل ځای پورته کوي، دا وجود د انګليس تر وتو وروسته تل په مسلسله کمترۍ کې ميذوب شوی، يو داسې قام چې حتی په ايالتي پاکستان کې يې شپږنيمې لسيزې د خپل نوم پر هويت قدغن ؤ، خپلې سرچينې يې د بل لوی ايالت په خدمت کې دي، پښتانه هلته د پاکستان په ځواکمنې سيالۍ کې يواځې نندارې کوي، پښتون په پاکستان کې پر خپل لوی وجود سربېره د پاکستاني سياست لوری نه دی، دې دومره لوی وجود تل ټپونه اخېستي او زمانې يې ټولې د خپلو زخمونو په ټکور تېرې شوي.
له کله چې امريکا پر افغانستان بريد کړی، د پولې دواړه غاړې پښتانه د امريکا او پاکستان په ګډه اجنډا او بريدونو کې قامي ورکاوي سره مخ دي، هلته پښتانه له هوا نه په ډرون او په زمکه د پاکستان د پوځ په بېرحمۍ کې وژل کېږي، دا پټې ادارې دي چې د پښتانه پر کورونو ورځي او بيا يې نازولي ترې داسې بېدرکه کړي چې د نظام هېڅ اداره يې د شتون يقين نه شي ورکولی. دې جنګونو کوزني پښتانه دېخوا افغانستان او په کوزه پښتونخوا کې داسې در په دره کړل چې د پت او عزت هغه وروستی بريد په کې په سخته پالل کېږي.
پښتانه د لسګونو وسله والو ډلو په وېش کې د جنګ او تشدد په ډېره ورانه محاصره کې ايسار شوي، دا يوه پروژه يي سناريو ده چې موخه يې د پښتانه قام معنوي او فزيکي ورکه ده. پښتانه د همدې جګړه ييزې سناريو په خرابو کې د تعليم او فرهنګ له بامه مسلسل غورځېږي، پښتانه به د يويشتمې پېړۍ په چټکه ځغاسته کې يو شل وجود وي چې تل به په نورو بار وي، تل به فقير وي او تل به غلام وي. پښتانه د همدې او ډېرو نورو مجبوريتونو په نهايت کې د خپلو حقونو په محور راټول شول او داسې پرلت يې وواهه.
احتجاج ولې مهم ؤ!
پښتانه د تاريخي او مسلسل ځپون په وړاندې جيګ شول، دوی په دې مرحله کې د خپل عيني حالت د تغيیر او حقونو د غوښتو جرائت وکړ، دا غږ او دا احتجاج د توقع خلاف ؤ، او همدا خلاف د دې احتجاج ځانګړنه وه.
دا لا هم مبهمه ده چې پاکستان ولې پرېښوده چې په قومي منظر کې دې د پاکستان په زړه کې پرلت دومره اوږود پاتې شي، ښايي پاکستاني حکومت به فکر کاوه چې دا يوه قبيلوي غوښتنه ده او ټول قام به په کې شريک نه شي، پاکستان دا اندازه کړې نه وه چې د مسودو په دې راټولېدنه کې به پښتانه له هره ځايه راځي او تر وروستۍ ورځې به راځي… او دا توقع يې هم نه وه چې قام دې مسلسل په شپو او ورځو راشي او ستړی دې نه شي، دوی هملته پراته وو، خوراک، څښاک او خوب يې د ژمي په شپو کې تر شنه آسمان لاندې ؤ، سره له دې چې دا احتجاج په ګوندي سازماندهۍ کې نه ؤ تنظيم شوی نو حيرانتيا همدا ده چې دا قامي راټولېدنه څومره منظمه وه، له دريځه نيولې د غونډې تر برخوالو، له غوښتنو نيولې تر شعارونو، او د سياسي ګوندونو له استازو نيولې د قومي مشرانو تر وجوده دا ټول په يو نظم کې تر سره کېدل. په دې غونډه کې پښتنو د خپل سوليز ژوند يوه نمونه وړاندې کړه، ويې ښودل چې دوی د هغه تپل شوې جنګي سناريو په لولپه ژوند کې د سولې څومره ستر فرهنګ او د زغم څومره لوی پوټانشيل لري.
احتجاج او د پاکستان خاموشه ميډيا!
د احتجاج په اړه د پاکستان خاموشه ميډيا د دې څرګندونه کوي چې په دې هېواد کې ميډيا د پاکستان له ملي ګټو سره څومره وفا پالي، او دا چې د پاکستان حکومت څومره پر رسنيو اثر لري، هلته چې د رسنيو لپاره د پاکستان پټې او ښکاره ادارې په لويو ملي مسئلو کې اجنډا ورکوي او لوری ورکوي، دا هغه څه دي چې د رسنيزې انارشۍ او سرکښۍ مخه نيسي او دا هغه څه دي چې افغانستان يې په تشه کې رسنيزه ګډوډي تجربه کوي.
دومره لوی احتجاج د رسنيو په سکوت کې د پاکستان په نورو ايالتونو کې توده موضوع نه وه، هلته په پنجاب او سند کې مېشت پښتانه يوازې د خواله رسنيو له لارې د احتجاج له تودو خبرېدل
 د افغانستان ټاکونکی غبرګون!
دغه پښتون احتجاج اوږدېده او پاکستان يې پر غوښتنو غور نه کاوه، دا احتجاج غځېده او رسنۍ همداسې خاموشې وې، موخه همدا وه چې پښتانه ستړي شي، او د غوښتنو په نيمه منلو سره ستومانه ستانه شي.
د احتجاج په لومړيو کې افغانستان خاموشه ننداره کوله، خو کله چې موضوع همداسې حساسيت وموند او د رسنيو دا خاموشي او د پاکستان دا بې پروايي د احتجاج پر مورال راخورېده، نو افغانستان راوړاندې شو، له سفارتي ډيپلماټيکو کانالونو يې شروع کړه او د ارګ تر غبرګونونو يې د پښتنو احتجاج له انزوا راوويست، کله چې حمدالله محب غبرګون ښوده دا په دې مانا چې د پاکستان د ګټو په تير يې ګوزار کاوه، دا په امريکا کې د پاکستان په وړاندې د فعالې لابيګرۍ برخه وه، وروسته بيا اکرم خپلواک ملاتړ وښود او کله چې ولسمشر وار، خطا نه کړ او قاطعانه له پښتنو سره ودرېد دا له کوزنيو پښتنو سره د ملاتړ تاريخي اقتدا وه چې افغانستان په کې خپله تاريخي داعيه له ځنډني نسيانه راوويسته.
د ولسمشر پر غبرګون له يوې خوا هلته د احتجاج پر دريځ منننې وشوې او پښتنو ته يې مورال ورکړ، نو له بلې خوا يې احتجاج د پاکستان له سکوته د نړيوالې توجه محراق ته کړ، پاکستان زرنګي وکړه او ډېر ژر يې حساسيت درک کړ، د خبرو ډيپلوماسي يې فعاله کړه، او په ټولو کانالونو يې له احتجاج کوونکو سره اړيکې نتيجې ته راوويستلې. د احتجاج کوونکو ټولې غوښتنې ومنل شوې او هغوی په خوشباورۍ کې خپلو کورونو ته ستانه شول.
وروسته بيا پاکستان د افغانستان د دې موقف غندنه وکړه او دا يې د پاکستان په داخلي چارو کې لاسوهنه وبلله.
احتجاج ولې غلی شو؟
 د احتجاج په غلي کېدو کې څو عواملو عمده رول درلود:
لومړی دا چې د پښتنو عزم او اراده ډېره پياوړې وه، هغوی ستړي نه شول او احتجاج يې مسلسل وو.
دويم دا چې دا احتجاج له سياسي لالچونو او غرضونو پاک وو، احتجاج ګوندي سلطه نه درلوده او له همدې امله حکومتي معاملو کې مات نه شو.
درېیم دا چې نړيوالو رسنيو دې احتجاج ته ډېر پوښښ ورکړ، دا پر پاکستان د فشار وسيله وه.
څلورم دا چې افغانستان له احتجاج نه په ملاتړ سره هلته د پښتنو د تاريخي لانجې نزاکتونه بیا راوسپړل، دې کار پاکستان اړ کړ چې ظاهراً احتجاج د لاريونوالو په ګټه پای ته ورسوي.
پنځم دا چې د احتجاج غوښتنې هومره سترې نه وې چې پاکستان دې يې په منلو او نه منلو کې لوی تاوان کړی وای.
که ژمنې ماتې شي!
په هر صورت احتجاج غلی شو، خو دا چې لاريونوالو په کوم باور لاريون ځنډولی دا باور به څومره پوخ وي؟ د لاريونوالو غوښتنې د پاکستان د لومړي وزير سياسي مشاور انجینير امير مقام له خوا لاسليک شوې او نورې ټولې ژمنې شفاهي دي، نو په دې حساب دغه تحريري ژمنې ډېر پياوړی حکومتي تعهد نه دی، هلته واک د اسټبلشمنټ سره دی او هغوی کولای شي د امير مقام پر امضاء سپين رنګ واچوي.
په داسې حال کې چې لاريونوال کورونو ته ستانه شوي، د دې وېره شته چې د احتجاج د سر سړي او د کار سړي په نښه شي، او دا په نښه کېدل د وزيرستان په ياغيستان کې کومه سخته موخه نه ده.
دويمه وېره دا ده چې کېدای شي ژمنې ماتې شي او که داسې وشي نو دا به د پاکستان هغه خام برخورد وي چې د يو لوی قام پاڅېدلی او پارېدلی وجود به يې سم نه وي اندازه کړی، په داسې يو حالت کې چې پاکستان په نړيوالو فشارونو کې ښه روان نه دی، او په داسې ماحول کې چې پاکستان له خپلو ټولو ګاونډيانو سره د شخړو ډيپلماسي لري نو دا کورنی غم به يې پای وير ته کېنوي.
که ژمنې ماتې شوې نو بيا ځلې پاڅېدلي پښتانه به له نورو شعارونو او لويو موخو سره راووځي او بيا به بله سناريو وي او بيا به د پښتون وجود په لر او بر کې د يو افغان کوشېر اخلي. بيا ځلې احتجاج به پاڅون وي او دا پاڅون به نړيوال او سيمه ييز ملاتړ لري، او دا پاڅون به پای د سيمې جغرافيه له سره جوړه کړي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery