مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-03-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د نشه یې توکو څخه ګټه پورته کول او روغيتا ته دهغې زيانونه

لونک یوسفزی


پيدايښت د شيانو ددوه حالاتو په پايله کې رامنځ ته کيږي ، يو داسې چې د يو شي مفکوره موجوده وي خلک د هغې پلټنه وکړي او په پایله کې منځ ته راشي، دوهم حالت دا چې د يو شې پلټنه کيږي خو يو بل شې رامنځ ته شي چې انسان سره د هغې په پارهيڅ فکر نه وي.

همداسې د نشه يې توکو مفکوره د پخوا نه الله (ج) په خپل کتاب کې انسانانو ته ورکړې وه ،اول الله پاک وويل چې د نشې په حال کې لمانځه ته مه نږدې کيږئ، او بيا یې انسانانو ته د نشه يې توکو د ګټو او تاوانونو په پار وویل چې تاوانونه یې نظر ګټو ته زيات دي، او په اخيرکې یې وويل دا حرام دي او که چا استعمال نه کړل الله به پري رحم وکړي

همدارنګه زمونږ پيغمبر حضرت محمد ص وايې که يو انسان د تنور لوګی په قصد سره تنفس کړي دا هم حرام دي په دې کې کومه بله فلسفه نه شته فقط دانسان روغتيا ته زيان رسوي ، او د ډيرو ناروغيو د رامنځ ته کيدو سبب کيږي، چې ځينې هيڅ درملنه نه لري .

نشه يې توکي اود هغې زيانونه چې انسان ته یې رسوي په لنډ ډول يادونه کوم

څکونکي نشه یې توکي لکه سيګرټ، چرس ، هيروين ، کوکاين ، شيشه او داسې نور د سږو ( هواي کڅوړو ) د دوامداره ( مزمينو ) ناروغيو سب ګرځي ، ناروغ دوامداره ټوخی کوي ، د ټوخي سره بلغم لري او همدارنګه سالنډي ، پدي ناروغیو کې ناروغ بې له درملو څخه ورته ژوند ډير ستونزمن وي ، او ددې ناروغيو په اخيري مرحلو کې ناروغ دې حا لت ته ورسيږي چې د مرګ غوښتنه کوي ، ژوندی وي خو د ژوند څخه ګټه نه شي پورته کولايې ، او ناروغ د ژوند څخه مرګ غوره بولي .

د سږو سرطان چې دا هغه وژونکې ناروغي ده چې درملنه نه لري ، د کيمياوي موادو په ذریه يې درملنه پيل کيږې خو پدي سره دسرطان درملنه نه کيږي، فقط ژوند لږ څه اوږديږي.

څکونکي نشه يې توکي د زړه او رګونو د ناروغيو سبب کيږي ، د څکونکو نشه يې توکو څخه په دوامداره ډول ګټه پورته کول د رګونود بنديدو سبب کيږي ، که د زړه رګونه بند شي د زړه ډول ډول ناروغۍ رامنځ ته کوي او کيدايې شي چې د ناروغ د مرګ سبب شي، او همدارنګه که په سر کې رګونه بند شي نو ناروغ فلجيږي يانې لاسونه او پښې يې يو طرفه کار نه کوي ، خبري سمې نه شي کولايې ، د ټول عمر دپاره په کټ کې پروت او بل څوک يې د مرګ تر وخته په چوپړ کې وي.

کچيرې د ناروغ د لاسونو او پښو رګونه بند شي ، کيدايې شي چې د ناروغۍ په پرمختللي حالت کې ترې پښه او يا لاس غوڅ شې او ټول عمر نورو خلکو ته اړ وي چې ددې خدمت وکړي.

د څکونکي نشه يې توکو څخه ګټه پورته کولو په پايله کې جنسي کمزوري په نارينوو او ښځو کې رامنځ ته کيږي همدارنګه د معدې ناروغۍ لکه د معدي زخم ، د بښتورګو ناروغۍ او داسې نورې ناروغۍ رامنڅ ته کوي

ددې ناروغيو نور لاملونه هم شته خو سيګرټ څکل يې ۹۰٪ رامنځ ته کوي ، او چرس، هيروين ، کوکاين ،،، يې ۲۰ ځله زيات د سيګرټوپه پرتله دا ناروغۍ رامنځ ته کوي

همدارنګه نصوارو کې هم هغه ماده ده کوم چې په سيګرټوکې ده وينې ته داخليږي او د رګونو بندښ، او همدرانګه د غاښونو د ډول ډول ناروغيو لامل کیږي ، او ځينې د روغتيا پوهان وايې چې د خولې سرطان هم رامنځ ته کوي.

څښونکي نشه يې توکي لکه الکول هم ډول ډول نارغۍ رامنځ ته کوي، د بيلګې په ډول ځګر ( اينې ) ته زيان رسوي او د ځګر ( اينې ) ناروغي رامنځ ته کوي ، په نارينه او ښځوکې د جنسي کمزوۍ لامل کيږي ، روحي او عصبي ناروغۍ رامنځ ته کوي، خو ډيره وژونکې ناروغي چې رامنځ ته کوي هغه د خولې ، مرۍ ،معدې، پانکريس ، او کولمو سرطان دی او داسې نور

په ۲۰۰۷ کال کې IARC (International Agency for reserch of Concer) خبر ورکړ چې الکول يوه سرطاني ماده ده

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery