مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-03-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په پښتو ژبي کي د لیکدود او ګړدود ستونزي( دریمه برخه )

پوهنمل حاجي محمد نوزادي


       د روان ۲۰۱۸ کال د فیبروري په ۱۷ نیټه د افغانستان ملي تحریک ګوند په نوښت د یو شمیر فرهنګپالو افغانانو لخوا د ډنمارک هیواد په Sønderborg ښار کي د مورنۍ ژبی د نړیوالي ورځي د درنښت او لمانځلو په موخه یو سیمینار په پام کي نیول سوی وو . سیمینار که څه هم د معمول سره سم تر ټاکلي وخت ډیر وروسته پیل سو ، باید ووایم چي ښه پر مخ ولاړ او د ځینو وینالو په خبرو کي و ډیرو مهمو او اړینو ته ټکیو ته پام اړول سوی وو . په سیمینار کي زما د وینا متن دادی پدې توګه تر مینه والو  پوري رسوم :

     ځیني فارسي ، عربي ، اردو  او یا نور لغاتونه چي په پښتو ژبه کي ډیر ور ننوتي او د چا خبره خیښي یې ور سره کړې او وینه یې ور سره شریکه کړیده لکه « کتاب یا قلم » ، کیدلای شي پخپل حال پاته شي . د ځینو لغاتو بڼه کیدلای شی د خپل تلفظ پر بنسټ پښتو لیکدود ته واړول شی او د ژبی ملکیت ته وسپارل شي لکه د « یعني » او « معلومات » عربي لغاتونه چي اوس یې د ( ع ) په حذف سره د « یاني » او    « مالومات »  په بڼه لیکو . همدارنګه پکار ده د دا ډول عربي اسمونو مفرد او جمع د پښتو د ګرامري دود له مخي و ټآکو . د بیلګي په توګه د « حق یا متن » جمع د « حقوق یا متون » پر ځای چی عربي حالت یې دی ، د « حقونه یا متنونه » په ډول و لیکو . ددغي لاري کیدلای شي د معیارولو چاري نسبتا ساده ، اسانه او ستونزي یې کمي کړو .
      زه پدې باندي ښه پوهیږم چي د نیولوجیزم پر بنسټ د ( نوو لغاتونو ) په را منځته کولو د افغاني ژبپوهانو تر منځ د بشپړي همږغۍ تر لاسه کیدل ساده خبره نده ، و ډیر کار او زغم ته اړتیا لري . پر همدې خبره باندي را پورته شوي ناندرۍ له بده مرغه کله ناکله د رسنیو په کچه تر قلمي او آن لفظي شخړو پوري هم رسيدلي دي . دا کار بیا زما غوندي بیوسه کسانو د پاره د ډیرو ناهیلیو لامل ګرځیدلی دی . ایا څه مشکل شته که یو کندهاری ژبپوه د ( سیب د درختي د سایې ) څخه را پاڅی او د یوه مشرقي وال ژبپوه سره ( د مڼې د وني د سیوری ) لاندي کښیني او یا برخلاف هغه دا کار وکړي او پدې توګه دواړه په ګډه دغي ستونزي ته د حل لاره ولټوي او هغه اتفاق مات کړي چي ګویا پښتنو پر نفاق باندي کړیدی .
      پدې کي شک نشته چي د ګړدود د ستونزي حل د یوه طبعي مشکل په توګه و پیړیو ته اړتیا لری ، مګر لیکدود توحیدول بیا د ژبپوهانو د یوې اجماع د لاري تر سره کیدلای شی . که دا کار ژر و نه شي ، کیدلای شی پښتو د سختو ستونزو سر مخامخ کړي . د لیکدود په برخه کي د ننني تکنالوژیکی اسانتیاوو منفي اغیز تر هر څه زیات په فیسبوکي پاڼو کي لیدلای شو . دا ژبه او لیکدود چی هلته کارول کیږي ، که پښتو یو ګام وړاندي بیایي ، په عوض کي یې دوه ګامه شاته ټیل وهي .
      که څه هم دا ډول ستونزي لږي ندي مګر لږ تر لږه د لیکدود د معیاري کولو پروسې مخه باید و نه نیسي . دا به هم پر ځای کار نه وي چي د معیار کار د نیولوجیستي چارو تر بشپړیدو پوري و ځنډوو او د پښتو ویونکو تر سیال کیدو پوري انتظار و باسو . که پریږدو چي دغه اوسني حالت دوام وکړی ، په ډاګه وایم چي ژبپوهانو به پښتو ته د چوپړ پر ځای د پښتو او پښتنو سره جفا کړي وي او بس .

  د لیکنی پای
ډنمارک ــ د Aarhus ښار
۱۰ / ۲ / ۲۰۱۸


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery