مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-04-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د انګریز خبیثه اروا بیا د ډیورنډ پر کرښه ګرځي!

سرلوڅ مرادزی

تېرنومبر، کابل کې د انګریز سفیر نیکلاس کی پر ډیورنډ کرښه د اسلام اباد له لوري د څار او کنترول زیاتولو په اړه ویلي ول«د ډیورند کرښې په اوږدو کې د اغزن سیم غځولو او موانعوو جوړولو په اړه، پاکستان د یادې کرښې د مدیرت حق لري.»
د اسلام اباد په پلوۍ او ګټه، د نیکلاس کي د شرم وړ څرګندونو یوازې څو میاشتې وروسته چې هغه مهال د افغانانو د کلک غبرګون سره مخامخ شوې، اوس بیا د انګریز لوی درستیز پاټریک کارتر چې اسلام اباد ته په سفر راغلی، د پاکستان د لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره یوځای د ډیورنډ پر کرښه ګرځېدلی او د ایکسپریس ټربیون په وینا«پاتریک کارتر د ترورېزم سره په مبارزه کې د پاکستان رول ستایلی او ویلي دي چې د پاکستان لخوا د ډيورند کرښې په اوږدو کې د موانعو جوړولو سره به د سرحدي سیمو په امنیتي وضعیت کې ښه والی راشي.»
خپل هېواد ته د انګریز د لوی درستیز له ستنېدو ۲۴ ساعته وروسته، پاکستان پر کونړ ولایت خپل توغندیز بریدونه چې څو ورځې مخکې يي درولي ول، بیا پیل کړل.
د کونړ چارواکي وایي چې له تیرې ورځې راهیسې سلګونه مرمۍ پر دانګام او سرکاڼو ولسوالۍ وار شوي او زیاتوي چې دغه لړۍ لا هم روانه ده. د کونړ والي وحید الله کلیمزی وايي تمه ېې دا وه چې کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر تر سفر وروسته به دغه لړۍ ودریږي، خو په خبره یې پاکستان بیا هم په خپله ژمنه ونه درېدBBC.
پوښتنه دا ده، تېره جمعه کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي سفر او کابل سره د اسلام اباد دا ژمنه چې د یوه او بل پر انګړ(حریم) به تیری نه کوي، خو خپل هېواد ته د خاقان عباسي بیرته ستنېدل او هممهال پاکستان ته د انګریز د لوی درستیز سفر او پر کونړ د بریدونو بیا پیلېدا، ایا یو بل سره تړلي نه دي؟
 ایا د پېښو په داسې خپلمنځي تړاو سره، هغه بیا هم د ځینو په ګومان د «توطيې تیوري» وبولو؟
 څوک په ډاډ سره ویلای شي چې انګریز لوی درستیز به پاکستاني پوځیانو ته په غوږ کې د بریدونو د بیا پیل اشاره او سلا نه وي ورکړې!
دا چې ایکسپریس ټربیون وايي«پاتریک کارتر د ترورېزم سره په مبارزه کې د پاکستان رول ستایلی»، کافي دي چې اسلام اباد د داسې ستاینو په ډاډ، ترهګرو سره د مبارزې په نوم پر افغان خاوره یرغل ته دوام ورکړي او انګریز درستیز د جګړې پر اور د تېل پاشلو وروسته، چوپه خوله، خو په ډکو منګولو لندن ته بیرته ستون شي.
که انګریز لوی درستیز اندیښنه لري چې ګوندې ترهګر پر ډیورنډ کرښه له افغانستانه، پاکستان ته اوړي او امنیت يي ویجاړوي او اسلام اباد ته پکار دي چې پرکرښه ورته خنډونه جوړکړي، خو انګریز د نورو نړیواله ځواکونو سره یوځای په افغانستان کې پراخ شتون لري، هر څه ورته مالوم دی، د افغانستان ځمکنی او هوايي انګړ( حریم) د دوی په کنترول کې دی، ترهګر څنګه او په کومه لار پاکستان ته پوریوتلای شي!
ایا انګریزي واکمنانو کله هم داسې اندیښنه، د ډیورنډ کرښې پر بره غاړه د افغانستان په پار چې د اسلام اباد له لورې د ښکاره یرغل او تیري سره مخ دی، څرګنده کړې ده؟
 کله چې داسې خطر د افغانستان لخوا اسلام اباد ته نشته، طبیعي ده پر ډیورنډ کرښه له پاکستاني لوري یو اړخیز مدیریت او د خنډونو جوړول د نورو موخو لپاره په پام کې نیول کیږي.
پر ډیورنډ کرښه او د قبایلو پر سیمه د انګریز سفیر ګرځېدا، د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ د وروستیو لاریونونو او پرلت سره بې تړاوه، نه شو ګڼلای. نوموړي به خامخا د قبایلو سیمه او هلته د پاکستاني پوځ سوق الجیشي وضعیت ارزولی وي او د پښتنو د راتلونکو خوځښتونو د کنترول په اړه به يي د برتانوي هند د مهال زړې او نوې تجربي د پاکستاني پوځیانو سره شریکې کړې وي.
د حیرانتیا او پوښتنې وړ دا ده، ترهګر د پاکستان په لویو ښارونو کې بېخطره او بېغمه دېره دي او پالل کیږي هم، خو د مخنیوي غوغا يي د پښتونخوا په سیمه او پر ډیورنډ کرښه د خنډونو په جوړولو سره، راپورته کیږي او رسنیز کیږي؟
 داسې ورځ نشته چې ترهګر دې د اسلام اباد په ملاتړ، افغان خاوره ویجاړنه کړي چې د همدغو ترهګرو سره د جګړې په پلمه انګریزان افغانستان کې میشت دي، خو د انګریزانو لخوا«د ترورېزم سره په مبارزه کې د پاکستان رول ستایل کیږي»، بلخوا په پاکستاني توپونو افغانستان ویشتل کیږي او ورانیږي، خو پر ډيورنډ کرښه اغزن سیم، دروازې او کټارې د پاکستان د امنیت لپاره لګول کیږي!
داسې دوه مخې لوبه، بیخي د تاریخ معجزه ده!
که څه هم په افغاني رسنیو کې د اسلام اباد په ګټه او پلوۍ، د پاټریک کارتر لمسوونکې څرګندونې پوره حلاجي نه شوې او وړغبرګون ورته ونه ښودل شو، خو په دې تړاو، د افغانستان د ملي امنیت د شورا د دفتر ویاند قادرشاه څرګندونه چې ازادي راډیو ته يي ویلي «د ترورېزم سره مبارزه سیاسي ارادې او عملي اقداماتو پورې اړه لري. د تروریستي ډلو پټنځایونه د کرښې هغې غاړې دي او د موانعو جوړولو پرځای په کار ده چې یاد پټنځایونه له منځه يوړل شي.» د تایید او ستانینې وړ ده.
کابل کې د انګریز سفیر پخوانۍ او د انګریز د لوی درستیز تازه څرګندونې، چې پر افغان خاوره د پاکستاني توپونو سره ملګرې دي، افغانستان کې دننه افغان دوښمنه کړیو ته لار پرانیزي چې دوی هم اسلام اباد او لندن سره په همغږۍ د افغان خاورې او ملي ارزښتونو په وړاندې دریځ ونیسي. له دغو کړیو څخه یوه هم د جاوید کوهستاني کړۍ ده چې د نظارشورا د پلانونو او اندیښنو سره نږدې تړاو لري. د جاوید کوهستانی د دریځ په اړه لولو« جاوید کوهستانی از آگاهان مطرح سیاسی و رییس حزب نهضت آزادی و دموکراسی افغانستان، از خط مرزی میان افغانستان و پاکستان به عنوان یک «مرز شناخته شده و قبول شده» یاد کرده می‌گوید که زمامداران افغانستان طی سال‌های متمادی با عدم رعایت حق حاکمیت خود و همسایه با شعار کاذب «لر و بر» فضای زیست باهمی را برای همتباران شان در دو سوی خط دیورند تلخ کرده‌اند.»
له جاوید کوهستاني مخکې یوې بلې ملي ضد څېرې لطیف پدرام هم ورته څرګندونې کړې وې چې د افغانانو د کلک غبرګون سره مخ شوی وو.
د خندا وړ دا ده، ډیورڼډ کرښه د پښتنو منځ کې تېره شوې چې یو قوم او په ځینو ځایونو کې يي یوه کورنۍ نیمه اودوه ځای کړی، خو په اړه يي تصمیم انګریز نیسي چې له ډیورنډ کرښې په زرګونو کیلو متره لیرې پروت دی او د پدرام او کوهستاني پشان بړیڅي يي د تصمیم هرکلی کوي او د خپلو خلکو د ارادې او غوښتنو په وړاندې دریږي!
د پاکستان په خاوره کې دننه د ترهګرو له ځالو څخه د افکارو منحرفول او پرځای يي ډیورنډ کرښې پر کنترول تمرکز، هغه نوې توطیه او چلوټه ده چې د ډيورنډکرښې په رسمیت پېژنلو لپاره يي اسلام اباد غواړي، د انګریز په مټ ترسره کړي!
افغانان به هیڅکله پنجاب، انګریز او په کور دننه د دوی ګوډاګیانو ته دا واک او فرصت ور نه کړي چې دا توطیه پلې کړی!
د ۲۰۱۸ کال د اپریل ۱۱ مه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery