مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-04-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دافغانستان ټولوافغان مخالفینواوموافقینوته زما خطاب !

محمد انور ولید

 

 

اې د افغان خاورې بچیه ! که ته سرچارواکی یې ، وزیر یې ، وکیل یې ، رهبر یې ، جنګسالار یې ، مجاهد یې ، دیني عالم یې ، سیاسي مشریې ، قومي مشریې ، افسریې ، عسکریې ، نوکریې ، چاکریې ، طالب یې ، اپوزیسیون یې ، متخصص یې ، تعلیم یافته یې ، بې تعلیمه یې ، اهل کسبه یې ، په افغانستان کې یې او یا له افغانستان څخه بهریې ، خوکه ته په ریښتیا د الله (ج) ریښتینی بنده اودې خاورې ، خپلواکۍ اوانسانیت ته ژمن اوتل هوسا او بسیا اود پردو له لاسوهنو پاک او بریالی ژوند خپل ځان او خپلې افغاني ټولنې ته غواړې ، نوپرته له یوه الله (ج) څخه د نوروعبادت ، غلامي اوبنده ګي مه کوه ! بلکې عباد ت او بنده ګې د عالمونود رب په هغه طریقه سره وکړه چې ستا له توان سره برابره اود الله (ج) له شأن سره ښایي ، الله تعالی د خپلواسماء الحسنی د ذاتي صفاتوله مخې وپېژنه ، د اسارت اوغلامۍ کړۍ د خپل دیني رسالت ، انساني وجیبې ، ملي یووالي اوپخې ایماندارۍ پرمټ د همغه یوه الله(ج) په مرسته سره وشلوه چې ستا آخرت ، ستا اولادونو، خاورې او ټولو شتمنیو ته یې دامونه درته جوړکړي اوخښ کړي دي .

اې مسلمانه افغانه ! په دې باندې ځان پوه کړه چې له الله (ج) څخه هېڅ شی پت نه دي اوستا ټول پټ اوښکاره کړه وړه په بِلاکیف توګه همغه خدای (ج) ویني چې یونوم یې په نومونوکې بصیردئ . که ته هرڅومره د زر، زوراوتزویرپه نقابونوکې ځان پټ کړې اوهرڅومره مکرونه اوحیلې نوروته جوړې کړې ، خو پام چې الله په خپل پاک کلام الله مجید کې داسې درته فرمایلي : (( ومکروا ومکرالله والله خیرالماکرین )) . اې افغانه ! د روڼ آندو، مبصرینو، مفسرینواولویانو له پند اونصیحته ډکې خبرې د زړه په غوږو واوره ، اونوروته هم کمې خوله پند او نصیحت څخه ډکې هغسې خبرې کوه چې خپله هم عمل ورباندې کوې . مګردا هم په یاد ولره چې بل چا خبرې کولې د هغو خبروته هم غوږشه اوپه د قت یې واوره .

اې د بیت المال د خزانو واکمنه افغانه ! د چا په حق هېڅکله سترګې مه پټوه چې کَتمان د حق ډېره ستره ګناه ده ، مه د چاحق خپله خوره ، مه یې چاته ورهبه کوه اومه یې په نوروباندې تلف کوه ، ځکه د بنده په حق کې عادل الله (ج) خپله ځانته دا حق نه دئ ورکړی چې د یوه بنده حق بل ته وروبخښي ، ځکه د بنده حق خوڅه د حاتم طایي دسترخوان نه دئ چې هرکس او ناکس ورباندې کښېني او په خپله طبع خپله ګېډه ورباندې ډکه کړي . نوبنده څه ډول د بل بنده حق په تېره بیت المال چاته ور بخښلی ، یا ډالۍ کولی شي ؟ نه هېڅکله هم نه .

اې افغانه ! مسلمان یوځل له یوه غارڅخه چیچل کېږي ، خوکه دوهم ځل وچیچل شو، په ایمان کې یې خرابې راغلې  اوباید خپل ایمان له سره تجدید کړي ، په دې معنا چې مسلمان تل باید هوښیاروي اود خپلواسلافوتېره ماضي دې هم یوځل له نظره تېره کړي ځکه چې په انساني ټولنوکې داسې اودېته ورته نورې ډېرې داسې پېښې پېښېدونکې دي لکه مخګې چې پېښې شوې دي ، خوته د بد کرداره خلکوله منفي کړو وړوڅخه بندونه عبرتونه واخله اوانساني اواسلامې بېلګې یې د خپلې لارې مشال اوکړنلاره لومړی خپل ځان اوورپسې راتلونکو نسلونوته جوړه کړه ، ترڅو راتلونکي نسلونه هم ستا پرپل باندې پل کېږي ، هو! په ژوند کې ستا رسالت اوانساني وجیبه همدغه ده .

اې د آدمي ځوخات خاورینه افغانه ! ته د تکبراوداسې لویۍ له پاره نه یې پیدا شوی چې د هغه پېلامه اومنشه شیطان ؤ، د شیطان لارویان خود بني آدم په انساني کورنۍ کې کنعان ، شاداد ، نمرود ، فرعون ، اود استکباري ځنځيرنورې کړۍ هم وې اودي چې د لویۍ اوخدایۍ درواغجن مُدعیان وو ، خونن یې موږ دلته د ځمکې پرمخ د ژوند یوبېلګوهغه کالبوتونه نه وینوچې لکه ددې عصرد ژوندیوانسانانوپه څېرسا په کې چلېږي اووده وکړي ، ځکه دوی ټول یوداسې الهي مخلوق ؤ چې د ژوند ، مرګ ، خوراک ، ځښاک ، ځوانېدو، زړېدواو فنا کېدوقابلیت یې درلود . خوپه عکس یې الله (ج) له دغه ډول فنا کېدونکي خصلت اوقابلیت څخه منزه ، پاک او کبریا ‌ذات دئ چې نه والد لري اونه هم ولد ، د هېڅ شي پرواګیرهم نه دئ اونه هم ورسره کوم بل سیال اوشریک شته .

نواې مغروره افغانه ! ته په تعبُدي اړخ کې د همغه یوه خدای (ج) دعبادت ، اوپه معاملاتي اړخ کې په خپل لاس اوژبې سره د الله (ج) مخلوق ته د خیررسولوله پا ره پیدا شوی یې . خوددې له پاره چې ستا دغه مأموریت په متعادله اومتوازنه توګه سم ترسره شوی وي ، نوته باید تل متوا ضع اوبُرده باره وې اودحق العبد اوحقوق العبادوترمنځ اړیکې باید په متعادله توګه ژوندذۍ اوخوندي وساتې ، ترڅوستا د ژوند سیاسي نصب العین په کې تبارزوکړي اوته ددغه انساني نصب العین مظهر جوړشې .

په دې معنا چې ته باید د خپلې کورنۍ له ټولوغړواونوروخلکوسره د خپل عقل ، علم اوحیأ پربنسټ  نېکه رویه اونېک  روښ ولرې . د همدې اصل پربناء له خلکوسره د قهراوغضب په ژبه مه ګړېږه ، په پسته اونرمه له پند اوحکمت څخه ډکه ژبه د هغوی له سویې اودرک سره سم ورته په داسې آرامه اوله پند او حکمت څخه ډکوخبرو بلنه ورکړه چې پرمټ یې بله ورځ په خپلو خبرو باندې ثابت اوټینګ پاتې شې ، نه د بې اعتنایۍ په اکټونواود استکبارپه ژبه. ځکه دا دنیا چې په حقیقت کې د عقبی توښه ده  د څوتنوانډيوالانویوګډ کوردئ چې په مؤقته توګه په کې هستوګن دي چې نه ورسره په کې د تل اوسېدواو پاتې کېدو سند او ژمنه شته ، اونه هم د تل ترتله ژوندي پاتې کېدوڅه ثبوت شته . ځکه انسان خپله د خپل خصلت له مخې یوداسې مخلوق دئ چې د پیدا کېدو، ودې ، ځوا نېدو، زړېدواوفنا کېدوقابلیت لري اود خپل ژوند سعودي اونزولي ګرافونه د رستم د لیندۍ په څېرطی کوي ، له همدې کبله درته مناسبه نه ده چې ځان د مستکبرینو په تله کې تول کړې .

اې خوش باوره افغانه ! د خپل زړه خبره په خپل زړه کې درسره وساته ، بل چاته حال مه وایه ، هره خبره له هرچا سره مه شریکوه ، ځکه هره خبره خپل ځای او وزن اوخپل وخت ته اړتیا لري . ځکه په موقع اوپرځای خبره د هغه قالب خښته ده چې په رغنده خپلواکه خوله کې جوړېږي او فکري مجرب معماریې بیا د هدف په تعمیررغولوکې د بنسټ د ډبرې په توګه استعمالولی شي .

اې افغان چارواکیه ! په حاضراوغائب دواړوحالاتوکې خپل وجدان اوخپل علم الیقین د ښکاره اوسري شواهدواومدارکوپه شتون کې تل حق خپل حقدارته ورکړه ، ځکه چې پردی حق له تا سره د واک د ګدۍ پرسریوامانت دئ اود اماناتو په اړه الله (ج) حکم کړی چې : امانتونه خپل اهل ( امینو ) اوظرفیت لرونکوکسانوته په امانته توګه وسپارئ .

خودلته امانتونه دوه ډوله دي ؛  یوفردي اوځانګړي امانتونه دي ، اوبل ټولنیزاوملي امانتونه دي ، چې دغه دواړه ډولونه یې په حق العبد اوحقوق العبادوپورې اړه لري چې حق العبد اوحقوق العباد د انسانانوترمنځ په معاملاتوکې ترسره کېږي . اوته چې دا مهال د حقوق العبادو د چارو د اداري نظام د هَرِم په څوکه کې ناست یې ، ټولنیزملي امانتونه د تقسیم دو پرځای لومړی امینوکسانوته وسپاره ، اوبیا حساب کتاب ترې وغواړه .ځکه ټولواکمن خوته یې اوملت هم له تا سره دئ ، نو بیا خو د معاملې اوباج اوامتیازورکولوڅه سوال نه پیدا کېږي ، په داسې حال کې چې ملي امانتونه هېڅوک هېچاته نه شي وربښلی اونه د خپلې معاملې اوانحصاري قدرت ساتلووزن اوتعادل ورباندې برقرارولی شي .ځکه ملي امانتونه د چا شخصي ملکیت نه دئ او په ملي امانت کې تصرف ناروا ، غیراسلامي اوغیرقانوني بڼه لري .       

اې مکلفه افغانه ! ستا دغه یوه رائیه هم یوملي اوټولنیزسترامانت دئ چې په کارولویې اولی الامراونوراولیاء امورټاکل کېږي ، اولی الامراواولیاء امورد یوه نظام د دری ګونوقوویومثلت ډوله دولتي شکل تشکیلوي چې یوه ضلعه یې اجرائیه ، بله یې مقننه اودرېیمه یې قضائیه برخه ده ، که چېرته ته خپله همدغه یوه رائیه اهل رأی کس یا کسانوته ورکړې ، نوکېدای شي چې پرمټ یې په حکومت کې د ننه په ملي اوبین المللي سطحه اړین اولازم رغنده ملي تصمیمونه ونیول شي ، هغوی به عادلانه قضائیي  پرېکړې کوي ، د قوانینوسم اوپرځای تسوید ، تصویب ، تعد یل اوڅارنه به صورت مومي اوکورنۍ اوباندنۍ روغې ملي اوپه سیاسي ، خدماتي اوامنیتي لحاظ به نړیوالې چارې اواجراأت منځته پرې راځي چې بیا که هرڅومره دا لړۍ اوږده وغځېږي ، بیا به په ټولورغنده کارونواود هغو په ثواب اوګټوکې همدا ته د یوې رائیې څښتن د صدقه جاریې په توګه ورسره شریک وې . چې همدې ته ( خیرالناس من ینفع الناس ) ویل کېږي .

اوخیرالناس من ینفع الناس داسې معنا لري لکه له یوه قاري یا یوه عالم اویا له یوه داسې سړي څخه چې د قرائت ، وعظ اوعامه لارې یا جومات او یا د اوبو د کوهي کوم اثریا پُل پاتې وي ، ترڅوچې هغه فیته خلک اوري ، یا پرهغه لاره باندې تګ راتګ کېږي ، یا په جومات کې لمونځ کوونکي لمونځونه کوي او یا هم د اوبوله اویوڅخه ګټه اخلي ، ثواب یې ددوام ترپایه د صدقه جاریې په توګه ورته رسېږي ، همداسې تاته هم د رغنده ملي حکومت ثواب ، اجرونه اوګټې رسېږي .

خوددې پرخلاف که چېرته خپله یوه رآیه نا اهلوکسانوته ورکړې ، نوهغوی به بیا د تېرپه څېرپه هرڅه کې ترملي ګټوخپلوشخصي ، سمتي ، قومي ، تنظیمي ، ژبني ، مذهبي اومافیایي ګټوته ترجېح ورکوي .نوددې مثال به داسې وي لکه له کومې رقاصې یا رقاص ( اکتوراواکترېسې ) چې څوک ورته فلمې ستوری اوڅوک ورته هنرمند ان وایي ، اویا کوم بل بد کاره بد کرداره ، مخل د امنیت ، مُضرد جامعي اومشهورپر(اخلاقي ، اداري اومافیایي) فساد څخه چې د خپلوناوړه فعلونوشاګردان ، فلمونه اوفیتې ترې پاتې وي . ترڅوچې هغوی موجود وي ، مؤسس اوبنسټګرته یې که هغه ژوندی وي اویا مړ ، هماغسې عذاب رسېږي لکه ده چې خپله هغه بد کارپه بیا بیا ترسره کړی وي .

اوس هم که ته خپله یوه رائیه همداسې کسانو ته ورکړې ، نوددوی په ټولوناوړه کړو وړوکې همداسې ورسره شریک یې لکه تا چې خپله هغه کارونه ترسره کړي وي ، ځکه ( اعمالکم عمالکم ) یعنې خپل عملونه به درباندې حکومت کوي اوپه ټولوبې انصافیو، درغلیو، اداري فسادونو. سیاسي فسادونو، مافیایي کارونو، ناحقه قتلونو، غلاګانو اونوروټولوناروا اوعیرشرعي اوغیرملي کارونوکې به ورسره شریک وې . دوی خو په هرډول دیني اوملي ضد نا روا معاملوباندې معتاد دي اوبل دا چې آزموده را آزمودن خطاست . نوپام چې په دې برخه کې له دغه ډول حرفوي مجرمینوسره ددوی په راتلونکوملي اودیني جرمونوکې ځان شریک نه کړې چې (خسردنیا والآخرة ) به شې . ځکه هلته بیا د خدای (ج) په وړاندې دهغوی د ترسره کړوجرمونوځواب درسره نه شته .

اې ذمه واره مسؤوله افغانه ! که چېرته په ریښتیا ته مسلمان وې ، نوته هم په سختوشرائطواوقربانیوورکولوکې د لومړیتوب حق خپل ځان اوخپلوخپلوانوته ورکړه ، او په آسانه اوآرامو شرائطوکې د لومړیتوب حق غریب ، بې وزله ، یتیم ، کونډې اولوېدلي مسکین ته ورکړه ترڅوپه ریښتیني ډول هم د خلکوباوراوملاتړدرسره زیات شي اوهم الله (ج) حقیقي بری ستا په برخه کړي . خوکه چېرته غواړې چې په دې لارکې خپل دوستان وآزمویې ، نوهغوی د ګټې اوتاوان پرمهال وآزمویه ، ترڅو درته معلومه شي چې آیا په ریښتیا ستا دوستان په ګټه یا تاوان کې ځانونه درسره شریک ګڼي ، که څنګه ؟ ته خپله ټول امتیازونه ځانته مه غواړه ، مه یې اخله ، مه یې غصبوه اومه یې بل ته ورهبه کوه ، رسول الله (ص) هم همداسې کارونه کړي چې خپل دوستان اواصحاب به یې په سختیو باندې نه آزمویل . آنحضرت (ص) به په جګړوکې خپله حاضرؤ ، د سید شهداء په څېرخپل ډېرنږدې خپلوان یې له لاسه په کې ورکړي ، خود نورواصحابوکرامو(رض) پرسر، مال اوناموس باندې یې تجارت او له چا سره کومه معامله نه ده کړې .

اې افغانه ! که ته هرځای يې ، له بد اخلاقه اوبد کرداره خلکوسره ناسته ولاړه اود کاروبارمعامله ځکه مه کوه چې هم ورسره بدنامېږې اوهم تاواني کېږې ، بلکې ددې پرخای له ښو خلکواوعالمانوسره راشه درشه وکړه ، ترڅود انسانیت په دغه کاروان کې له مادي اومعنوي ګټې وټې وروسته پاتې نه شې .

اې افغانه ! پرداسې کسانوباورمه کوه چې لکه کرګس هرڅه ترخپلو پښولاندې ویني ، اوله ضعیف النفسه خلکوسره ملګرتیا مه کوه ، بلکې چې کله ته له یوچا سره موالات اودوستي کوې ، نوله هغه سره اوږده انډیوالي وکړه ترڅود هغه منفي خواص درته ښکاره شي اوته باید ورته متوجه اوسې ، ځکه په (۲۴) ساعتوکې خپل ټول هغه حرکات اوفعلونه له تا څخه نه شي پټولی چې له تایې د ستېج پرسرد یوه ،  یا نیم ساعت له پاره په خپو ویناووکې پټ ساتي ، بلکې ته یې عمل اوخبرواو پروعدو باندې وفا ته پام وساته چې عمل یې له خبرو سره سرخوري اوکه درواغ وایي ؟ کله چې وعده وکړي پرخپله وعده باندې ولاړدئ اوکه خلاف ورزي ترې کوي ؟  کله چې امانت ورته کېږدې ، امانت ساتي اوکه خیانت په کې کوي ؟ یا آوږد سفرورسره وکړه ، که پردې باندې هم ونه توانېدلې ، ځکه هغه به جمهوررئیس وي ، هغه به وزیروي ، هغه به جنرال وي ، هغه به کوم بل لوی چارواکی وي ، تراوودېوالونووړاندې به یې دفتراوکوروي ، دېوالونه به یې هم د سد سکندر په څېر اوسپنیزوي ، تا به څوک نږدې خواته هم نه ورپرېږدي ، نوبیا یې انډیوالان وګوره چې له څه ډول خلکوسره ناسته ولاړه لري ، چې ملګري یې هرډول وو، دی هم ( فهو منهم ) یعنې د همغوله جملې څخه دئ ، چې دغه درېیم شرط خود ټولو پر وس پوره دئ .

اې افغانه ! چې کله له چا سره خبرې کوې ، کره اومدللې خبرې کوه ، ځکه بې معنا خبرې نه یوازې دا چې ګټه نه درته لري ، بلکې په ټولنه کې ورباندې سپک اوبې وزنه ښکارې چې همدغه بېوزني دې د تجرد او یوازیتوب خواته ورټېل وهي .

اې مسلمانه افغانه ! خپله ځوانه انرژي چې الله پاک تاته درکړې د هغې فدروپېژنه اودخپلې ځوانۍ زورپرخپل وخت د خپل خدای (ج) په عبادت اود خپل هېواد ، خپلوخلکو، خپل نظام ، خپلې خپلواکۍ اوخپلې ابادۍ په لارکې مصرف کړه ، ځکه چې په ورځ د اخرت له تا څخه د خپل خدای درکړي وجود ، خپل علم ، خپل مال ، خپل رزق پوښتنه کېږي اود الله (ج) په بلا کیف ژبه درته ویل کېږي چې : دا نعمتونه مې د څه له پاره درکړي وو، او تا په کومه برخه کې مصرف کړي دي ؟

اې افغان چارواکیه  ! په هرکارکې له صادقواو خواخوږوپوهانوڅخه سلا مشوره وغواړه ، ځکه پوهان د خپلې پوهې اوتجربې له مخې تاته روغه مشوره درکوي ، هرڅوک ځانته مشاورمه ټاکه ، د مشاورټاکلوپرمهال باید دا ځانته معلومه کړې چې آیا دا سړي په ریښتیا عالم اود تجربې خاوند دئ اوکه هسې پرته له ضوابطود روابطوپراساس دخپل جیب ډکولواونوروته د جاسوسۍ له پاره ترما پورې را رسېدلی ؟ چېرې نه چې داسې مشاورین د امیرعبدالرحمن خان د بې هویته مشاورینوپه څېرنه شي چې وروسته یې هغه په نه جبیره کېدونکې سترې تاریخي ملي تېروتنې باندې تورن ، متهم اومحکوم کړ.

اې افغانه ! ته باید خپلوملګروته د احترام له مخې خپل آخرت ته په پام سره د خپلوخلکوخدمت ګارځان جوړکړې . خپلوملګرواوخپلودوښمنانوته هېڅکله هم په سپکه سترګه مه ګوره ، اوخپلوملګرو، خواخوږواوانډیوالانوته هېڅکله هم شا مه وراړوه ، خپلوماشومانوته انساني زده کړې اود یني پوهه ورکړه ، ځکه ماشومان پرتا باندې د ښې روزنې اوپالنې ، ښه نوم غوره کولواوله اسلام څخه د پوهې اوګواهي ورکولوحق لري ، که څه هم د ماشومانو روزنه او پالنه ډېره ګرانه وي ، خو بیا هم د انساني ټولنود دوام اوتسلسُل په خاطردا یوه فریضه ده چې باید هرڅوک ، په تېره اولیاء امور یې ترسره کړي . دا یوحقیقت دي ترهغوچې اهل ذمه یوسالم الاخلاقه اود ښې روزنې اوپالنې په زېورپټ با علمه ماشوم ټولنې ته وړاندې کوې ، ترهغو پورې به یواوسپنیزښارسم ورسره رغېدلی وي ، خو دا کاراوږد ایوبي صبراو زغم غواړي ، ځکه که غواړې چې په خپله ټولنه کې تل محترم اولوی واوسېږې ، نوستا احترام اولوی والی ستا په زغم اود ماشومانو په سالمه روزنه اوپالنه اود نورو په احترام کې نغښتی . لکه چې وایي چې : ( ښه خوی به دې سلطان کړي + بد خوی به دې په ځان پورې حیران کړي . ) خوکه چېرې ته بد خصلته واوسې ، نو بیا به په لوی لاس خپل دین ، دنیا اوآخرت ټول تباه اوبرباد کړې .

 اې افغانه ! د خپل خدای عبا د ت ، د خپل رسول (ص) پیروي ، د خپل موراوپلار، استاد ، خپلومشرانواوخپلوخلکواحترام ساته ، ځکه د هغوی موجودیت ستا د پرورښت ، بقاء اوانساني هویت پېژندنې ډاډمن ضمانت کوي .

اې افغانه ! که ته د افغانستان په سیاسي نظام کې ټولواکمن یې ، یا دې ځان په اپوزیسیون او حکومت دواړوکې وهلی ، که مخالف وسله وال یې اویا له دې ټولووتلی د بخورو نمیرژوند لرې ،  د ژوندانه په ټولواموروکې اعتدال اومیانه روي ځانته غوره کړه ، کوم اقتصادي درامد چې لرې ، له هغوڅخه  ډېره لږه برخه د لومړنیو اړتیا وواو شرعي ضرورت له مخې ولګوه اوزیاته برخه پرېږده او ذخیره یې کړه ، چې په بېکاریو، بې کوریواوسختوشپوورځواوتحمیلي شرائطوکې به بیا له همدې پانګې او ګُدام څخه کاراخلې ، ځکه د حضرت یوسف (ع) اوحضرت عمرفاروق (رض) د اقتصادي مناسبو سیستمونو بېلګې د یادبود په توګه د همدې درس اخیستوله پاره موږ ته په میراث را پاتې دي . خدای بښلي مجید زابلي موږ ته د پانګونې بانکي سیستم ، اوموسی شفیق موږته د اوبو قانوني مدیریت په میراث را پرې اېښي . حضرت محمد (ص) هم د بېځایه لګښتونو د مخنیوي په اړه آن د اوبود استعمال په برخه کې امت مسلمه ته ډېرې نبوي سپارښتنې کړې دي . اوالله تبارک وتعالی خواصراف کوونکي او مبذرین اخوان الشیاطین ( د شیطانانو وروڼه ) بللي دي . حتی د قصاص په اړه یې فرمایلي دي چې : غلام د بادار په بدل کې نه شي قصاص کېدلی . بل ځای الله تعالی  فرمایلي دي : (ولا تزروا وازرتاً وزراخری) په دې معنا چې یولاس د بل په بد ل کې شرعاً د جزاء لید لوجوازنه لري . بل ځای حضرت محمد (ص) د غلا د فعل په اړه فرمایلي دي : که فاطمة الزهرا بنت محمد (ص) دا کاروکړي هم به حد ورباندې جاري کېږي .

اې افغانه ! انسان اشرف المخلوقات دئ چې انساني کرامت ته یې الله پاک خپله احترام لري اوشرافت د انسان په علم اواد ب سره دئ ، نه په مال اونسب سره . ځکه تورپوستی پرسپین پوستي ، اوسپین پوستی پرسره پوستي باندې هېڅ فضیلت اوبرتري نه لري . نوته هم د یوه درانه مسلمان افغان په صفت دعدالت اوانصاف په تله کې ځان وتله اونوروته له افراط اوتفریط پرته د اعتدال بلنه ورکړه او په خپل ځان کې د عفوې اوبښنې جرئت پیدا کړه ، ترڅوستا د عدل او قسط له برکته حقیقت څرګند اوحق حقدارته په کې ورسېږي .

اې افغانه ! افغانانوته له آره د مېلمه پالنې خصلت په میراث ور پاتې دئ ، د پیغمبرانو (ع) اجمعین خواص هم همدا وو چې پرته له کوم خدایي مېلمه څخه به یې ډودۍ هم نه خوړله ، نوته هم د اسلام اود افغانیت له مخې د مېلمه پالنې حس په ځان کې ژوندی وساته . اوپه کوم کوراوکوم دسترخوان کې چې مېلمه نه وي هغه کوراوهغه دسترخوان دواړه بې برکته اوتل تش توروي ، ځکه د هرچا رزق او روزي چې چېرته ورته لیکل شوې اومقدره ده ، که د ټولې دنیا ځواکونه سره را ټول او هغه سړی له خپل خوارک څخه منع کړي هم به یې په همغه مکان اوهمغه دسترخوان کې خوري ، نوپرمېلمه باندې بخیلي مه کوه که څه هم یهود وي .

اې افغانه ! کله چې په کومه غونډه کې موجود وې او یا پرکومه لاره باندې تېرېږې ، نوخپله خوله وتړه ، خپلې سترګې بندې کړه اوپر غوږونود بل چا غیبت او نور ناروا غږونه مه اوره ، ځکه چې د آخرت په ورځ له تانه د خپلې ژبې ، خپلو سترګو اوخپلوغوږونو پوښتنه کېږي ، بیا به له تا سره د هغود غلط استعمال ځوابونه نه وي . ځکه ستا ژبه د حق ویلو، ستا سترګې د حق لیدلواوستا غوږونه د حق اورېدلوله پاره تاته یوه الهي پېرزو ینه درډالۍ شوې ده ، نو ته یې ولې بېځایه استعمالوي ؟

اې افغانه ! نظافت ستا د ایمان جزدئ ( النظافت شطرالایمان ) اود نظافت رعایت په اصل کې د ځان ساتنه ده ، اوځان ساتنه په هراسنان باندې فرض ده . ځکه ځان ساتنه ستا د وجود امانت حق دئ ، که خیانت اوبېغوري ورسره وکړې ، وجود دې له منځه ځي اوته به ددې امانت د ذرې ذرې حساب کتاب ورکوې . لږ خبرې اوډېرعمل ، لږ خوب او لږ خوراک د خپل ځان عادت وګرځوه ، ترڅوپه دنیا کې د ژوند تر پایه تل روغ پاتې شې اود آخرت حساب کتاب دې پاک وي .

اې افغان چارواکیه ! ته ، اوستاستراتیژیک هېواد تل د پردیواغیارود سترګوخاریاستۍ ، نود الله تعالی په حکم ته هم د ( واعدوا لهم مااستطعتم من قوة ومن الرباط الخیل ترهبون به عدوالله وعدوکم ) د حکم پربنسټ د خپل عصراوزمان له متقابلوغوښتنوسره سم د پرمختللي جنګې تاکتیک اوتخنیک له مخې خپل ځان تیارکړه ، ترڅوددښمن په وړاندې ته هم د مقابلې جوګه شې اولږترلږه د خپل ځان ، خپلې خاورې ، خپلوخلکو، خپل ناموس ، خپلوملي شتمنیو، خپلوملي ، دیني اوفرهنګې ارزښتونواوبلاخره خپل ارضي تمامیت دفاع پرې وکولی شې . خوګوره ! چې کله کوم کارترسره کوي ، له سلا مشورو وروسته لومړی پرښۍ پښه اوبسم الله باندې په احتیاط سره داسې پوخ ګام پورته کړه چې وروسته ورباندې پښیمانه نه شې .

اې افغانه ! هرروا کارچې کوې ، نو په ډېره هوښیارۍ اودلارښود په بڼه یې ترسره کړه چې بله ورځ هغوته څوک دغلطۍ ګوته ونه نیسي اوراتلونکې نسلونه ترې سمه ګټه واخلي ، په بې علمۍ اونا پامۍ سره هېڅ کارمه ترسره کوه ، خکه نورو موږ ته بنسټیزکارونه کړي ، ځمکې ، باغونه او ښارونه یې را ته جوړکړي ، اوس موږ ګټه ترې اخلواومیوه یې موږ خورو . همداسې موږهم باید د علي شېرنوایي په څېرد نوروله پاره کاروکړو، ترڅونورزموږ له کارونوګټه پورته کړي . ځکه چې ( خیرالناس من ینفع الناس ) خوهمدې ته وایي .

اې افغانه ! له کمزورواوماشومانوسره سرټمبه توب اوسرزوري مه کوه ، اونوروته د مرستې رسېدو په تمه لاس تر زنې مه کښېنه . ترڅوچې وس دې رسېږي پرخپلومټوزور وکړه اوخپل کارخپله پرمخ یوسه . ځکه دا ستا خپله ذمه واري اود خدای درکړي نعمت ( استعداد ) صد قه اوشکرانه ده چې ترې ورکوې اواداء کوې یې .

اې افغانه ! له بد خویه او بد خصلته خلکو څخه د ښو تمه مه لره ، ځکه چې هغوی د خیرکارنه ترسره کوي . خوخپله چې هرکارکوې باید مخکې له مخکې هغو ته دقیق پلان اوسترا تيزي جوړه کړې ، ورپسې باید هغه کارپه دقیقه توګه په پاخه تدبیرسره ترسره کړي . اوکوم کاردې چې نه وې ترسره کړی هغه ته ترسره شوی کارمه وایه . ځکه چې کړی دې نه دئ . او تل هڅه وکړه چې د هرې ورځې کار په همغه ورځ ترسره کړې ، خوبلې ورځې ته د هغې ورځې کارمه پرېږده ، ځکه معلومه نه ده چې سبا ته څه پېښېږي .

اې افغانه ! پرلویانوباندې ملنډې مه وهه ، لویانوته په درنه سترګه ګوره ، اوهم له لو یانوسره خبرې مه اوږدوه ، تل یې احترام ساته اوله کارنامویې پند اوعبرت واخله .

اې شتمنه افغانه ! له اړواو محتاجه خلکوسره د خپلې شتمنی له مخې مناسبه مرسته وکړه ، د لوېدلیو لاسنیوی وکړه ، په داسې کارونولاس مه پورې کوه چې ناپوهه خلک ګټه ترې پورته کړي اوپرتا باندې ملنډې ووهي ، په ترورخ تېرواوبوپسې بېل د څټه مه وړه ، یعنې پخوانیودښمنیواوکړیو اشتباهاتو ته لمن مه وهه . د نورو ښه کارونه د ځان په نوم مه نوموه . بلکې خپله د میر ویس نیکه په څېرنرشه ترنوروغوره اوښه کارونه وکړه . خپل ځانته خپله فخرپیدا کړه ، د پلرونواونیکونونېک کارونه نوروته سپراوډال مه جوړوه ، بلکې خپله خپلوخلکو ته د خدمت کولوجوګه اومصدرجوړشه .

( فاعتبروا یا اولی الابصار )

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery