مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-04-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افـغـان: د نوم کړکـیـچ اوحل یې

ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار

 

4 March  2018
  امریکا د ايـټالـوي «امیریکو ویسپوچي»(۱۴۵۳تر۱۵۱۲) په لومړي مونث شوي نوم (امریکوس) ونومول شوه. هغه سهیلي امریکا نوې نړۍ ونومله. جرمن نقشه ساز(مارتین ولدزمیولر) په ۱۵۰۷کې د نړۍ یوه نقشه جوړه کړه او په هغې کې یې د نوې قارې نوم په مونث شکل(امِریکوس*) ولیکه.
*) Americus
د ولـدزمیولــر نقـشه په جـرمني کې په یـوه ماڼۍ کې میـندل شوې وه. څیړونکي له ۱۵۳۸تـر ۱۹۰۱ نه پوهـیدل چې دغه نقشه چیـرې وه. په هـغې کې د امیریکوس نـوم خونـدي شـوی و. د امریکې متحد ایالتونه د «خپلواکۍ  د اعلامیې»، او د «اساسي قانون د سریزې»[موږ د متحدو ایالتونو ولس]،او د جغرافیایي نوم(امیریکا) له ترکیب نه راوتلي دي؛ او پخپل وار سره د «امیریکا» نوم د کاشف(امیریګـو ویسپوچي)د مونث شوي نوم(امیریکوس) نه راوتلی دی. دلته وینوچې دغه نوم دوه لویو وچو(د اروپا او امریکا قارو) ته هم منسوب شو! په نړۍ کې نور هیوادونه هم شته چې د هر یو نوم د یو وتلي  سړي له نوم نه راوتلی دی: په سعـودي عربستان کې دوه سپیڅلي ښارونه (مکه او مدینه) شته، خو د هیواد نوم یې د اتلسمې پیـړۍ د یو سړي(محّمد بن السعود) له نومـه په ۱۹۲۹ کې راووت: المملکته العـربیه السعـودیه.
 نورې بیلګې لاندې وګورئ:

Country                                      Name of Person
هـیواد        د شخص نوم
Afghanistan ………………         Afghan
Albania  ………………               Albanio (a fighter around 1080 A.D.)
America(USA) …………..          Americus
Armenia  ……………...               Armenak
Bermuda  …………………         Juan de Bermudez  
Bolevia  ………………               Simon Bolivar
Bharat (India)…………               Emperor Bharata
Czech Republic ………               C’ech(legendary figure)
Colombia……..............         Columbus
Denmark ……………..         Dan(king) legendary figure
Dominican Republic….              Saint Dominic
Falkland Islands ……...              Anthony Cary, 5th Viscount Falkland
Hungary ………………              Hunor
Israel  …………………              Jacob,who was also called Israel in the Bible
Kingdom of Cambodia..              Sage Kambu[intelligent]
Lechia (historical name of Poland)……Lech (legendary figure)
Mozambique ………….               Mussa ben Bique
Nicaragua……………...               Nicarao
Norway ………………..               Nor
Oman ………………….               Amman bin Shiba bin Jokshan bin Abraham
Philippines …………….               King Philip II of Spain (1556-1598)
Republic of Armenia…..               Armenak
Rhodesia   …………….                Cecil Rhodes  
Romania ………………                Rome/Roman
Russia …………………               Rus (legendary figure)
Saudi Arabia …………..               Mohammad bin Saud
Uzbekistan …………….               Oez Beg Khan
Yemen …………………              Yemen bin Qahtan bin Aabar
Kingdom of  Cambodia  ……       Sage[intelligent]Kambu

د ارجنـټاین نوم له «نقرې»(سپین زر) راوتلی دی، او د اسټـرالیا نوم له «سهـیلي زمکې».

ډاکترمحـمد حلیم تـنـویـر لیکي چې «افغـان د پښتون په معنا نه دی.»(«افغان به معنی پشتون نیست.»
Zhman.com (19 July 2015) [3 March 2018].
  
افغان پښتون نه دی یا پښتون افغان نه دی، خو سره له دې هم پښتون عملا ځان افغان کړی دی او تاریخي مسولیت یې په غاړ اخیستی دی. ۱۳برتانوي مستعمرو  د۱۷۷۶م دجولای په ۴  د امریکې «دخپلواکۍ اعلامیه» رامینځته کړه. له دې مهمې پیښې نه اټکل ۱۰۴کالونه وړاندې  په ۱۷ پیـړۍ کې خوشحال خان خټک (۱۶۱۳تر ۱۶۷۹زییز) د افغـان په ننګ توره تړلې وه:
د افغان په ننګ مې وتړله توره..........ننګیالی د زمانې خوشحال خټک یم‎
  د ۱۹۳۰زیــیز په شاوخـوا کې عبد الغفارخان د ولس له خوا د «فخرافغان» په لقب ونازول  شـو. پـښتون د افـغان په  نوم ویاړي، خو ځینې غیرپښتون افغانان ولې په افغـان نه ویاړي؟!
ایا د دوی په شعور کې کوم چاود رامینځته شوی دی چې له خپل نـوم نه ډډه کوي او/یا پرې شرمیـږي؟ ډاکترحلیم په پای کې کاږي:«اکثر محقـقـین و زبانشناسان به این امر متفـق الـقول انـد که اصطلاح افغان لقب و مرتبتی بوده که به سوارکاران اتلاق  میافت،نه قوم وقبیله خاصی.» خدایه افغان کړې د افغان-لـقـبـه  سوارکارانو اُوسنیان او پیاوړی کړې ټول افغان ملت! افغانیت د افغانانو ملي چغه ده، او د ګډ افغانیت په چوکاټ کې باید  هرافغان ته په درنه سترګه وکتل شـي. که د امریکې نوم د ایټالوي امیریکو له نوم نه راووت، ولې دې دټول افغانستان په نوم ویاړ ونشي چې د سوارکارانو له «لقب او مرتبت» نه راوتلی دی!

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery