مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-07-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتنې قبیلې وپیژنئ ! ۱۳۷ -مېچن خیل :

ډاکټر لطیف یاد

که چیرې دمېچن خیلو دنسب شجره په غورسره تر څیړنې لاندې ونیسو نوجوته به شي چې دوی له آره لودي پښتانه دي . میچن خیل دخاکو اولاده ده او دنیازي قبیلې یوښاخ ګڼل کیږي.
تاریخ حیا ت افغاني دمیچن خیلو دتسمیې دوجې په اړوند لیکي : په پیل کې د میچن خیلو دقبیلې دنیکه نوم بل څه و ، خو یوه ورځ نوموړی د بیدیا خواته روا ن و او ګړندی او تیز تګ یې کاوه او دخدای په مینه کې غرق و نو کله چې نورو پښتنو دی ولید چې ګړندی او تیز تګ کوي نو ده ته یې دمیچن لقب ورکړ چې په پښتو ژبه میچن لاسي ژرندې ته ویل کیږي چې بیا له هماغې ورځې نه ددغې قبیلې اولاده په میچن خیلو سره مشهوره شوه.(۱)
په مجموع کې پښتانه دمیچن خیلود قبیلې خلکو ته په درنه سترګه ګوري اودرناوی یې کوي . په پخوا وختونو کې به پښتنو ددښمن نه دخطر په وجه ددوی کورونو ته پناه وړه .دمیچن خیلو دقبیلې دخلکو کړه وړه ډیر ښه او غوره دي.
شیخ میچن دوه زامن درلودل چې ددوی دنسب شجره دنیازیودقبیلې سره یوځای راغلې ده.
دمیچن خیلو دقبیلې خلک په خواره واره ډول ژوند کوي .
دمیچن خیلو دقبیلې یو ښاخ چې منجا خیل نومیږي په بنو کې اوسیږي . همدارازیو شمېر میچن خیل دکورمې دسیندپه شمالي برخه کې په ټهټي میچن خیلو کې ژوند کوي . (۲)
په افغانستان کې دمیچن خېلو دقبیلې خلک دافغانستان په بیلا بیلو ولایتونو کې اوسیږي . دننګرهار دسره رودپه ولسوالۍ او دزابل ولایت په کلات کې هم یو شمیر میچن خیل پښتانه شته .(۳)
------------------------------------------------
ماخذونه :
۱-حیات افغا ني ،دډپټي محمدحیات خان لیکنه ، دډاکټرلطیف یاد او فرهاد ظریفي ژباړه ،۶۰۴ مخ ، د دانش چاپ ، پيښور ۲۰۰۷ زیږدیز کال .
۲- معلومات مختصر درباره اقوام وقبایل سرحدي کشور، ۲۸ مخ.دقومونو او قبایلو چارو وزارت، دکابل چاپ .
۳- دمیچن خیلو دقبیلې په اړوند زما یادداشتونه.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery