مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-08-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتنې قبیلې وپیژنئ !۱۳۸- میاڼه ( میاڼي )

ډاکټر لطیف یاد

که چیرې دمیاڼه قبېلې دنسب شجره وګورو نو جوته به شي چې میاڼي سړبني پښتانه دي . ‍دپښتنو ددود یزو شجرو پر بنسټ میاڼّه دشرخبون زوی او دسړبن نیکه لمسی دی. ددغې قبیلې زیاتره خلک دپښتونخوا ددیره اسماعیل خان دټانک د سیمې په لویدیزې برخې ګومل کې میشته دي او داسې ویل کیږي چې دوی په ۱۸۵۰ زیږدیز /میلادي کال کې دلته میشته شوي دي. . همداراز توکم پوهانو دوی دشیراڼيو پښتنو یو ښاخ هم ګڼلی دی.
دتاریخي پلوه میاڼي ( میاڼه) هغه پوونده پښتانه دي چې ددیره جاتو او دافغانستان تر مینځ یې دګومل له لارې تګ راتګ کاوه او دخپلې استو ګنې اوسنۍ سیمې ته رالیږدیدلي دي .
دحیات افغاني دتاریخ لیکوال محمد حیات خان په خپل تاریخ کې له نن نه ۱۵۳ کلونه وړاندې لیکي : دغه قبیله په کوم ځانګړي ځای کې استوګنه نلري ، بلکې په خواره اوتیت او پرک ډول ژوند کوي . دوی په افغانستان کې ډیر مشهورنه دي ، ددغې قبیلې دتوغ ښاخ دبنګښو په سیمه کې اوپاتې ښاخونه یې دافغانستان دکندهار په شاوخوا کې میشته دي .دشکوڼ داولادې نه دکتهران ښاخ دګړانګ په سیمه کې میشته دي .
په پښتونخوا کې د میاڼه دقبیلې ښاخونه دادي : میرگل خیل، فیروزخیل، ابراھیم خیل خواجر خیل ، پتاس خیل ، سلیم زی ، لدرزی، شیرخیل ، نوروزی ، حسن خیل ، شاھوزی ، خیرلسی او سینزی.
په دیره اسماعیل خان اوګومل په سیمو کې میاڼه زیاتره دکپړو دوکانونه لري او دغه دنده پر مخ بیا یی.له ټانک نه ۳۵ کلومیتره لویدیز ته په مرتضٰی گرداوی اود دېره اسما عیل په کوکارسیټي کې هم میاڼي اوسیږي او دکپړو دخرڅولو کار او بار پر مخ بیا یی.
-----------------------
ما خذونه :
۱-حیات افغاني ، محمد حیات خان ، دپیښور چاپ ،۱۷۷ مخ، ۲۰۰۷ کال.
۳-پښتني قبیلې ، ډاکتر لطیف یاد ، دبیښور چاپ ،۲۰۰۷ کال ، ۲۷۰ مخ.
۴-ویکیپیډیا ، اردو ، میانی (پشتون قبیلہ)
۵-J. A. Robinson (Captain.). Notes on Nomad Tribes of Eastern Afghanistan. Nisa Traders :
sole distributors, Gosha-e-Adab, 1934. p. 202.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery