مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2018-12-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ژونځوريزه شننه ښي چې افغانان د بې ساري جنياتي وراثت خاوندان دي

ژباړه : خاطر مانېروال

 

By principal investigator
Pierre Zalloua and Marc Haber,
both of Genographic's Middle Eastern regional center.
This report published in the Plus One journal
Dated March 27, 2012.
It was National Geographic project.
دا څېړنه ښاي چې د ډېرښته افغانانو( يانې پښتنو) د جينياتي وراثت په رڼا کې ټوله ابادي د يو نيکه اولاد دے چې په ممکنه توګه د کاڼيز دور (Neolithic period) د انقلاب وخت کې لرغونې کرنيز ه دوره کې رامينځته شوے وي ۔ وېستاره (تفصيلي) ژونځوريزه (DNA) شننه چې د اوويشتو ولايتونو نمونو په بنياد تر سره شوې ده ، ښاي چې د افغانانو ترمينځه جينياتي ادل بدل د دې سيمې د لومړني تهذيب جوړېدو وخت کې ليدل کيږي کوم چې تاريخ کې د مسيز دور(Bronze period) په نوم سره ياديګي ۔
د څېړنې نه مالومه شوه چې د لرغونې زمانې لرغوني تهذيبونو ‘ راغليا او يرغلونو واله خلک خپل وجود کې ځاے کړي دي ځکه چې د افغانستان ابادۍ کې دننه ګڼ شمېر نسلي ډلې ليدل کېږي د کوم په وجه چې د مرکزي اسيا رياستونو کې افغانستان ته بلکل يو ممتاز او جدا مقام ورکوي ۔ دا ريسرچ پورته ليکل شوو دوو ماهرينو تر سره کړے دے څوک چې د جينياتي پوهې ماهرين دي او د منځني ختيځ سيميز مرکز کې کار کوي ۔
افغانستان کې ډېرې نسلي او لساني ډلې ابادې دي ۔ زمونږ د څېړنې موخه دا مالومول وو چې ايا افغانستان کې خلک د جدا جدا ټولنيز سستم سره راپورته شوي دي خو جينياتي جوړښت يې يو دے يا ايا کلتوري او لساني بېلښتونه (differences) هغه جينياتي بېلښتونو کې وګورو کوم چې د مخکې نه موجود وو ۔
دا مونږ ته مالومه وه چې افغانان په کلتوري توګه رنګه رنګ خلک دي خو دا راته نه وه مالومه چې ايا ژونځوريزه څېړنه به دا مالومه کړے شي چې دې کلتورڅنګه وده او ترقي وکړه ۔ خو اوس د کلتوري ارتقا او قبل از تاريخ څيزونو پېژندلو تېکنالوجۍ د پرمختګ په وجه او ورپسې مهاجرتونو او جنګونو د افغانانو ژونځور کې داسې څه پرېښي دي چې هغه مونږ ته د دې نسل د بنياد په اړه ډېر زړه پورې مالومات راکوي ۔
افغانستان تاريخ کې د تجارتونو او يرغلونو ګزرګاه پاتې شوې دے ۔ د دې ګزرګاه او ورسره د کلتوري ترقۍ په وجه ، دې د افغانانو جينياتي وراثت ته بې سارې بڼه ورکړې ده ۔
د افغانستان جينياتي پروژه چې کال ۲۰۰۵ کې پېل شوې وه دې پسرلي کې اتو کالو ته رااورسېده ۔ په دي کې د دنيا پنځه اويا زره کسانو برخه واغسته چې زرکسان پکې ملکي وو۔ څلور لکا او څلويښتو زرو کسانو د ډي اين اے دپاره نمونې ورکړې ۔ د د غه نمونو د ډېټا په بنياد دا پروژه په مخکې لاړه ۔
د جينوګرافک پروژې مدير او د نيشنل جيوګرافک ادارې مسول ډاکټر سپينسر وېلز د وېنا په ترس کې چې د ا د افغانانو د ابادۍ په اړه يو داسې لومړنۍ وېستاره (تفصيلي) شننه ده چې د بې مثاله پراخه جعرافيې نه راغونډ کړے شوو نمونو په بنياد تر سره کېږي ۔ دا پروژه دې ته تياره ده چې د انساني مهاجرتونو تاريخ کې پرته تشه ډکه کړي ولې چې د افغانستان په وجه د مدام دپاره په دې نقشه کې يوه تشه موجود وه ۔ اوس زمونږ مخې ته روڼ انځور پروت دے او راته ښکاري چې دا خلک خپلو کې او د ګېر چاپېرو خلکو سره څه خپلوي لري ۔ مونږ هيلمن يو چې مخکې تللو سره به د افغانستان د ابادۍ په اړه تاريخي تفصيلات راڅرګند کړو او ورسره ورسره به دغه ابادۍ کې دننه نور اړخونه هم رابرڅېره کړو۔
Marc Haber
لنډيز(خلاصه)
ټول تاريخ کې د افغانستان ډېر زيات اهميت پاتې شوے دے ولې چې دا هېواد په يو ډېر مهم ځاے کې پروت دے او دا هم په دې ځاے د کاڼيز دور(پتهر کا زمانه) د اولو وختونو نه موجود دے ( کاڼيز دور دوه نيم ميليونه کاله پخوا تېر شوے دے) ۔ ورپسې وختونو کې دا ځاے د تهذيبونو او باچاهتونو جوړولو او خپرولو سبب ګرځېدلے دے ۔ د افغانستان تاريخ ، جعرافيه او د رنګه رنګ نسلي ډلو شتون مونږ ته يو بې سارې موقعه په لاس راکوي چې مالومه کړو چې څنګه ملتونه او نسلي ډلې مينځته راغلې او څنګه انساني تاريخ کې کلتوري ارتقا او هنري (تېکنالوجيکل) پرمختګ د موجوده زمانې د ابادۍ په جوړښت اغېزه (اثر) وکړو۔ دې څېړنه کې په اول ځل مونږ د افغانستان د څلورو سترو لساني ډلو ، هزاره، پښتون ، تاجک او اوزبک جاج اغستے دے ۔ دا ارزونه يا جايزه د سړو د ډي اين اے په بنياد تر سره شوې ده چې ساينسي ترم (Term) يې واي کروموسول Y- cromosol دے ۔ ( يانې دې څېړنه کې د ډي اين اے دپاره يوازې د سړو جاج اغستل شوے دے ) ۔ د ډي اين اے شننې دپاره 204 نمونې د افغانانو اغستل شوې دي او د دې نمونو سياله (comparison) کولو دپاره د ګېر چاپېره ابادو نسلي ډلو 8500 نمونې راټولې کړې شوې دي ۔ دا د هغه نسلي ډلو نمونې دي کوم چې افغانستان کې د ابادو نسلي ډلو د ۔۔۔ ډي اين اے ۔۔۔ دپاره مهمې ګڼل کېدې لکه ايران ، يونان، هند، منځني ختيځ ( مشرقي وسطي ) مشرقي اروپا او مشرقي اسيا ۔ د افغانستان چاپېرون کې دغه ابادې نسلې ډلې د افغانستان تاريخ کې د مهاجرت او يرغلونو په وجه اهميت لري ۔ زمونږ څېړنه ښاي چې د افغانستان د ابادۍ پراخه برخه د يو نيکه اولاد دے چې دکاڼيز دور انقلاب وروستۍ دوره کې (دولس زره کاله پخوا) کرنيز مهال کې رامينځته شوې ده ۔ دا اوله زرعي ټولنه وه چې دغه وخت کې راپورته شوه ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ ( د زرعي ټولنې راپېدا کېدو نه مخکې انسانانو به ښکار کولو او د ښکار په غوښو به يې ژوند تېرولو ۔۔۔۔۔۔۔ ژباړن) ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ زمونږ څېړنه دا هم ښاي چې افغانانو کې دننه بېلښتونه ( د نورو نسلونو ګډون) د مسيز دور(تانبې دور) پېداوار دے او شاهد د دې په شا دې سيمه کې د اولني تهذيب جوړېدو وجه وي ۔ بيا ورپسې زمانه کې د مهاجرتونو او يرغلونو په وجه دا عمل نور هم تېز شوے وي اوهم دا وجه ده چې نن افغانستان کې په بې نظيره ډول جدا جدا جينياتي ډلې ليدل کېږي ۔
پېژنګلو
افغانستان په وچه کې راګېر هېواد دے چې د جنوبي اسيا، مرکزي اسيا او منځني ختيځ په څلور لاريزه (چوک) کې پروت دے چې په دې وجه تاريخ کې مدام مهم بلل شوے دے ۔ افغانستان د لرغونې زمانې نه د تجارتونو او انساني مهاجرتونو ګزرګاه پاتې شوے دے ۔ کله چې د اوبو په وسيله تجارت نه وو دود شوے نو هغه وخت به د مغرب او مشرق تجارت د افغانستان د جنوبي ، شمالي مېدانو او درو په لارو کېدو۔
د کاڼيز دور( stone age) انسان چې دلته د نن نه پنځوس زره کاله اګاهو موجود وو ، کېدے شي د افغانستان د غرنو غارونو او څمسو کې اوسېدلے وي ۔ د شمالي افغانستان د داديل او چخمښ ناوونو کې موندلي شوي د تيږو نه جوړ اوزار (کالي) ښاي چې د کاڼيز دور منځني وختونو کې دلته انسانان اباد وو۔ دغه دور د نن نه پنځوس زره کاله اګاهو انګېرل کېږي ۔ شمالې افغانستان کې لرغونې زرعي ټولنه هم وجود کې راغلې وه چې د غنمو، اوربشو کښتونه يې کرل ، ګډې ، بيزې او نور څاوروي يې ساتل ۔ دا د کاڼيز دور وروستي وختونه وو چې د کرنيز انقلاب په نوم تاريخ کې يادول کېږي ۔ دغه انقلاب د نن نه د اوو زرو 7000 نه واخلې تر لسو زرو 10000 کالو پورې تخمينه کېږي ۔ ورپسې وختونو کې د کاڼيز دور انقلاب د تانبې دور ته واوښتو او ښاري تهذيب راپورته شو ۔ دا تهذيب د لرغونې توکو( اثار قديم ) د شننو رڼا کې د مرکزي اسيا باختر(افغانستان) او مرغيانه کې څه 4300 -3700-کلونه پخوا رامنځته شوے وواو د هندوستان اباسين ناو(Indus valley) تهذيب 5300- 3800 کلونو کې تخمهنه شوے دے ۔ دا تهذيبونه هغه وخت زوال سره مخامخ شول کله چې خلک د اروسياي (Eurasian) مېدانونو نه رامات شول او تر هند پورې را اورسېدل ۔ دا د هړپه ژوند ژواک وروستي وختونه وو۔
په دويمه او لومړۍ زريزه کې د ايراني ټبرو يوه بله اپه راماته شوه چې تاريخ کې د هخمنشانو نوم سره ياديګي ۔ دې خلکو د ستر سايرس د مشرۍ لاندې د باچاهت تيږه کېښوده چې افغانستان هم د دغه واکمنۍ برخه وو ۔ دا د 550BC د وخت خبره ده ۔ ( يانې د مسيح ۶ د زېږېدو نه پنځنيم سوه کاله مخکې) د هخمنشانو فوځي څوک سکندر اعظم مات کړو او دغسې دې سيمې ته يې يوناني ژبه او کلتور راوړل ۔ ورپسې څو پېړيو پورې د افغانستان د رانيولو دپاره د ساسانيانو، باختريانو، پارتيانو او د هندي موريه کورنۍ ترمينځه جنګونه اوشول ۔ د عيسوي کلينډر اوله سلنه کې د کوشان ټبر د مشرۍ لاندې ايراني ټبرو يرغل وکړو ۔ دا د بده ازم مننونکي او خپرونکي خلک وو ۔ دويۍ ټوله سيمه د واک لاندې رااوسته او د عربي اسلامي يرغلونو پورې په تخت ناست پاتې شول ۔ د منګولو او ترکي منګولو قبضه ګيرۍ دا سيمه د اړي ګړي سره مخامخ کړه ۔ دې يرغلونو د ريښمينو لار ډېره اغېزمنه کړه تر دې پورې چې د مدام دپاره وتړل شو او اروپا د اوبو په لار تجارتونه پېل کړل ۔
د نن وخت افغانستان ابادۍ کې ګڼ شمېر توکي (عناصر) موجود دي چې وجه يې يرغلونه او مهاجرتونه دي ۔ دې يرغلونو او مهاجرتونو ځاي کلتور او ابادي دواړه متاثره کړي دي ۔ پښتانه افغانستان کې د ټولونه لويه لساني ډله ده چې د ټولې ابادۍ دوه څلوېښت سلنه جوړه وي ۔ تاجک اوويشت سلنه ، هزاره نهه سلنه ، اوزبک نهه سلنه ، اېماک څلور سلنه ، ترکمن درې سلنه ، بلوچ دوه سلنه او نورې ډالې څلور سلنه دي ۔ دې څېړنه کې د اتو ډلو ارزونه (جايزه ) شوې ده خو څلور غټې نسلې ډلې په ځانګړه توګه څېړل شوې دي ۔ پښتانه چې نيم کوچيانه ژوند تېروي د افغانستان جنوب ، ختيځ او د پاکستان لوېديځ کې اباد دي ۔ دا خلک پښتو واي چې دا د ايسټرن ايرانين ژبو برخه ده ۔ تاجک په پارسۍ ژبه خبرې کوي او د ايرانيانو نزدې خپلوان دي ۔ د تاجکستان نه بهر دا د تاجکو غټه ډله بلل کيږي ۔ هزاراګان هم په پارسي ژبه خبرې کوي خو منګوليا ي ويوکي (الفاظ) پکې هم کاروي ۔ دويۍ دا داوه (دعوي) کوي چې دويۍ د چنګيزخان د لښکر نه راپاتې شوي خلک دي ۔ ازبک په ترکي ژبه خبرې کوي او د افغانستان شمال ته کرکيله کې بوخت وي ۔
د افغانانو د تاريخ په اړه زباني کيسې مشهورې دي يا نيمګرے او غلت تاريخ موجود دے ۔ افغانان يې يا د يهودو سره تړلي دي ، څوک يې يونانيان او ځنې يې راچپوت بولي ۔ دا چې زمونږ د ډي اين اے پروژه (پروجکټ) هم اولنۍ نه ده خو دا ډېر پراخه او ديتال (تفصيل) سره تر سره کړے شوې ده ۔ د دې نه مخکې چې د ډي اين اے کومې شننې تر سره کړے شوې دي هغه ډېرې نيمګړې او محدود وې ۔ د مثال په توګه د y- chromosome STR يا STR کاردود (طريقه کار) خپل کړے شوے وو خو دا يوازې د يو نسلي ډلې پورې محدود ساتلے شوے وو خو په دې څېړنه کې مونږ د Y-chromosome طريقه کار په پراخه توګه استعمال کړے دے او د دې په بنياد مو د بېلابېلو نسلي ډلو ترمينځه توپير مالوم کړے دے ۔ مونږ په اول ځل د افغان د نسلي ارتقا ژور مالومات رابرڅېره کړل او دا مو مالوم کړل چې افغان (پښتانه ) د يو نيکه اولاد دے او يو مشترکه نسلي وراثت لري چې ساينسي ژبه کې ورته haplogroup واي ۔ مونږه د خپل طريقه کار سره سره د ټولې ابادۍ د نسلي ډلو دپاره Y-chromosomol STR کاردود هم استعمال کړو او بيا مو دواړه سره مقايسه کړل او نتيجه يې ډېره ډاډمنه او سهي رااوخته ۔ مونږه دا مالومات د دې خبرې د ثابتولو دپاره په کار رااوستل چې ايا افغانستان کې بېلابيل اباد نسلونه چې د جدا جدا سوشل سستم څښتنان دي ‘ د يوې مشترکه ابادۍ وګړي دي او که نه دغه جدا جدا سوشل سستم لرلو واله نسلي ډلې جدا جدا نسلي وراثتونه هم لري ۔ د دې څېړنې په مټ مونږ د دې خبرې لټون هم کولو چې د جديد افغانانو جينياتي جوږښت د ګېرچاپېره ابادو سره د نزدې نه وګورو او د هغه ابادو سره هم کومې چې دلته ريښې لري ۔ زمونږ کوشش دا هم وو چې د هغه تاريخي پېښو حال مالوم کړو کومو چې په دې نسلې ډلو اغېزه کړې وي ۔ او اخر کې دا هم وګورو چې د لومړني تهذيب د وخت نه تر اوسه پورې د افغان جينياتي ساخت کې څه تغير راغلے دے ۔
توکي او مېتود
Material and Methods
د دې څېړنې دپاره چې د کومو کسانو ډي اين اے نمونې اغستې شوې وې دغه کسان په دغه هېوادنو کې د خپل پېدايش ځايونو کې د پلارګنۍ سره کم از کم د دريو نسلونو نه اباد وو ۔ د ډي اين اے نمونو نه پرته هغوۍ د خپل پېدايش ځاے او د هغې پورا جعرافيه هم راکړې وه او دا اجازت يې هم راکړے وو چې مونږ د هغوۍ جينياتي نمونې د دې پروژې دپاره په کار راولو۔ دغه ټول مالومات د لبنان امريکن پوهنتون ته استول شوي وو او هغوۍ يې منظوري راکړې وه ۔
عنوانات او د يتا سټس مقايسه
Subjects and Comparative datasets
د دې څېړنې دپاره چې د دې سيمې د کومې جديد ابادۍ منتخب کړے شوې وې د کومو اهميت چې د مهاجرتونو او يرغلونو په وجه د افغانستان دپاره مهم وو هغه ايرانيان، يونانيان او هنديان وو ۔ د دې نه سربېره د افغانستان په ابادۍ د نوو اثراتو مالومو په غرض د عربانو د اوومې پېړۍ غځېدل (Expansion) او په ديارلسمه او څوارلسمه پېړو کې د مشرقي اسيا يرغلونه هم په نظر کې اوساتل شو۔ دې سره سره د لوېديځې روسيه او ختيځ اروپا د پونتک ۔۔۔ کسپين مېدانونو ابادۍ هم د څېړنې لاندې رااوستې شوې ۔ دا خلک يا ابادۍ په ممکنه توګه هندو اروپاي مهاجرت کې شامل وو څوک چې د ايران لوړو ډاګونو (Plateau) او هند ته رارسېدلي وي ۔
ټولې 8706 جينياتي نمونې د څېړنې لاندې رااوستل شوې چې 204 پکې د افغانستان وې ۔ د جينياتي نمونو نتيجې ، عنوانات، پلارنے ولايت او د هغوۍ د پېدايش کلي او ښارونه يو کټکيزه (Table) کې راغونډ کړے شول ۔ د منځني ختيځ ، مرکزي / جنوبي اسيا، ختيځې اسيا، کوکاشين ، ختځې روسيه ، اروپاي او افريکاي نمونې جدا جدا کټکيزو کې واچول شوې ۔ څېړل شوې نمونې جدا لسټ کې راغونډې کړې شوې ۔
جينياتي نمونې
Genotype
د ډي اين اے نمونو دپاره وينه او لاړې پکار رااوستې شوې او د دغه نمونو ساينسي څېړنې دپاره د ساينس معياري مېتودونه استعمال کړے شول ۔
شمارياتي څېړنه
Statistical Analysis
د جديد ساينسي او تکنيکي وسيلو او الاتو په مټ د افغانستان دننه د ابادو نسلي ډلو جدا جدا جينياتي ډلې جوړې کړے شوې ۔ د دې ډلو د جينياتي يا نسلي ګروپ مالومو دپاره دغه ټولې نسلي ډلې د افغانستان د ټولې ابادې سره مقايسه کړي شوې او دا مالومه کړے شوه چې د کومې ډلې جينياتي ډله غالبه ده او کومه کومه په کوم پوزيشن ولاړه ده ۔ د دې نه مخکې د ټولې ابادۍ جينياتي جاج واغستے شو او د دغه ارزونې نه مالومه کړے شوه چې ابادۍ کې دننه جينياتي يکسانيت نشته او ټولې نسلې ډلې جدا جدا جينياتي نمونې لرې يانې دا د يو نسل خلک نه دي او جدا جدا نسلي پس منظر لري ۔ د ټولې ابادۍ او بيا ابادۍ کې دننه د جدا جدا نسلي ډلو جينياتي څېړنه ډېر غور او پام سره تر سره کړے شوه او د دې د باوري کولو دپاره د نن زمانې ټوله ساينسي پوهه او الات په کار رااوستل شول ۔
د هر څه نه اول د افغانستان دننه د ابادۍ جوړښتونه مالوم کړے شول او د دې جوړښتونو ( هزاره، تاجک ، پښتون ، ازبک وغېره ) مالومولو دپاره د ساينس او کمپيوټر اېډوانس مېتود او تېکنالوجي په کار رااوستے شوه ۔ مونږه دا ازموينه هم وکړه چې ايا جعرافيه او د ابادۍ جوړښتونه د موجوده وېش د تنوع (توپير) سپيناوے کولے شي ۔ ځانګړے ساينسي مېتود دا صلاحيت لري چې ابادۍ کې دننه بدلون اولټوي او ابادۍ کې دننه د بېلابېلو ډلو ترمينځه هم دا کار وکړے شي او د ابادۍ دننه توپير خپلو کې سره مقايسه هم کړي ۔
د پورته ساينسي مېتود او تېکنالوجۍ په کار اچولو دپاره اول ابادۍ د جغرافې په بنياد ټاله کړے شوې ۱۔۔ افغانستان : پښتون ، ازبک ، هزاره ، تاجک ۲۔۔۔ مشرقي اروپا: بېلارس ، مغربي روسيه ۳ ۔۔۔ کبکاز: هاوار، درغېنيا، ليزيګي ، ابکازيه ، سرکېسيا ۴ ۔۔۔ منځنے ختيځ او اروپا : يونان، ترکي ، لبنان ، شام ۵ ۔۔۔ ايران : مشرقي ازربايجان ، مرکزي مزنداران ، کزوين ، سستان او بلوچستان ۶ ۔۔۔ هند : شمالي ، جنوبي او لوېديځ ۔
د ابادۍ دويم ګروپ د پېژندل شوو ابادۍ جوړښتونو په بنياد جوړه کړے شوه ۔ ۱ ۔۔۔ پښتون ، تاجک ، شمالي هندوستان او مغربي هندوستان ۲ ۔۔۔ هزاره ، ازبک ۳ ۔۔۔ کبکاز، هاوار ، درغېنيا ، ليزيګي ۴ ۔۔۔ کبکاز، سرکېسيا، ابکازيه ۵ ۔۔۔ ايران ، مشرقي ازربايجان ، مرکزي مزنداران ، کزوين ، سستان او بلوچستان ۶ ۔۔۔ بېلارس ، مغربي روسيه ۷ ۔۔۔ مډل ايسټ او اروپا: يونان ، ترکي ، لبنان او شام ۔
د نومول شوې ابادۍ ( يانې پښتانه) په ملک کي دننه او د ملک نه بهر سيميزو اباديو نه جدا کولو دپاره يوه بله ساينسي طريقه په کار واچوله چې BATWING نوميږې ۔ د دې ساينسي طريقه کار يا کار دود په وسيله دا هم مالومول وو چې افغانستان کې اباد جدا جدا نسلي ډلې د سيميزه اباديو نه څنګه راجدا شوې ۔ مونږ چې افغانستان کې دننه او د افغانستان نه بهر د سيميزو ابادو د شجر نسب کوم ماډل رغولے وو د پورته ياد شوي ساينسي طريقه کار په وسيله دا مالومول غوښتل چې ايا افغانستان کې دننه پېژندل شوې نسلي ډلې د پخوا نه جدا شوې دي ۔ دا کار د ګڼو ابادو يو بل سره د ملاپ نه څرګند کړے شو ۔ د نورو نتيجو اغستو دپاره مونږ نور هم ګڼ شمېر باوري ټسټونه وکړل ۔ ( د ساينسې طريقه کار، جديد سافټ وير، د بېلابېلو اېډوانس ساينسي ازمولو بحث هم په دې ځاے پريږدو او نتيجو پلو ته ځو)
نن زمانه کې چې د ډي اين اے سره اړوند څومره علمي مالومات او تېکنالوجي موجود ده د هغې د ازمولو نه پس مونږ دې نتيجې ته رااورسېدو چې افغانستان کې دوه دېرش 32 نسلي ډلې ابادې دي ۔ په دغه ټولو دوه دېرش نسلي ډلو کې څلور ډلې ډېرې نمايان دي چې د ابادۍ 66 سلنه جوړوي ۔ بيا په دغه څلورو سترو نسلي ډلو کې ترمينځه ستر توپير موجود دے ۔ دغه څلورو نسلې ډلو کې يوه ډله نسلي خپلوۍ کې د مشرقي اسيا او بله ډله د اروسيا سره ريښې لري ۔ اوله ډله د هزاراګانو او دويمه ډله د پښتنو ده ۔ د دې څېړنې رڼا کې پښتانه ، تاجک ، هزاره او ازبک جدا جدا نسلي ډلې دي ۔ د څېړنې نه دا هم مالومه شوه چې په جينياتي خپلوۍ کې پښتانه او تاجک هند ته زيات نزدې دي ۔ په نسلي توګه تاجک او پښتانه د ايرانيانو او منځني ختيځ سره تړاو لري ۔
رېش
Discussion
افغانستان کې په اول ځل ددې څېړنې په مټ د جدا جدا نسلي ډلو ترمينځه ډي اين اے بېلتون رابرڅېره کړے شو او د اوسني (جديد) افغان جينياتي جوړښت راښکاره کړے شو ۔ دغلته د ابادو نسلي ډلو جينياتي توپير(فرق) د منلو شوو تاريخي پېښو او مهاجرتونو رڼا کې د ګاونډي ابادو سره اوپېژندل شو۔ دا څېړنه په باوري توګه ښاي چې د مرکزي اسيا مسلسل مهاجرتونو او خوځښتونو کوم چې د تهذيبي پېر نه پېل شوي وو افغانستان کې د ابادۍ دا موجوده جوړښت (Structure) رامينځته کړو کوم چې اوس د افغانستان د نسلي ډلو سره تړاو لري ۔
پاکستان کې چې مخکې د نسلي ډلو په اړه کومه ډي اين اے څېړنه تر سره کړے شوې وه هغې کې د نسلي ډلو توپير د جين په ځاے د جعرافيې سره ښودل شوے وو ۔ دغه نسلي ډلې ‘بلوچ، پښتانه او هزاره دواړو هېوادونو کې اباد دي ۔ د هزارګانو نه سربېره پاکستان کې ابادې نسلي ډلې خپلو کې سره هغه توپير ښاي کوم چې مونږ څېړلے دے ۔ دا نسلي ډلې د جنوبي اسيا سره يوځاے پرتې دي چې نزدي خپلوي يې د منځني ختيځ د سړو سره جوړېګي ۔ (ځکه چې دا څېړنه د سړو د ډي اين اے په بنياد تر سره شوې ده ) د ترکمنستان ، ازبکستان ، کزاکستان ، کرغېزستان او تاجکستان د ابادو د څېړنې نه مالومه شوې ده چې د جدا جدا نسلي ابادو نه زيات توپير د نسلي ډلو دننه ليدل کېږي ۔ دا ليدنې يا مشاهدات قطعه نظر د نسل نه ‘ دې خيال ته تقويت ورکوي چې دا د يو نيکه مشترکه جينياتي ميراث لري ۔ مونږ د افغانستان د نسلي ډلو ترمينځه هم قابل ذکر توپير اوموندو ۔ په يو نسل کې دننه د نسلي تقابل د څېړنې نه ورتېر شو ځکه چې په دې اړه د جدا جدا ټبرو او خېلونو مالومات دستياب نه وو ۔ د افغانستان دننه د نسلي ډلو ترمينځه چې کوم توپير اوليدل شو دا توپير د مرکزي اسيا رياستونو کې هم موجود وو ۔ د دې وجه د دې سيمې جعرافياي جوړښت، مهاجرتونه ، يرغلونه او د ژوند تېرلو سخت حالات کېدے شي چې دغه اولسونه يې يو بل سره په اوسېدو مجبور کړي وي او ورسره ورسره يې خپل خپل نسلي lineage د يو بل نه جدا هم ساتلے وي ۔
د سترو نسلي ډلو په اړه RM networks ښاي چې د نسلي ډلو ترمينځه پلارنۍ خپلوۍ او lineage ډېر محدود وي او وجه يې دا ده چې دا خلک د خپل ټبر او خېل نه بهر رشتې نه کوي ۔ د مرکزي اسيا د نسلي ډلو دغسې يو رپورټ د ښځينه رشتو په اړه هم جوړ کړے شوے وو چې په هغې کې هم کوم توپير نه ليدل کېدو ۔ د دې وجه هم دغه ټبرو کې دننه وادونه ليدل کېدل ۔
د پښتنو او تاجکو (Y-chromosome lineage) د اباسين ناوې (Indus valley) ابادو نه زيات رنګه رنګ دي ۔ څنګه چې د اباسين ناوې نه پونتک ۔۔۔ کاپسين پلو ته ځې نو واي کروموسوم دا رنګه رنګي کمېږي او هلته يو بل رنګ غالبه کېږي ۔ دغه جدا ډول واي کروموسوم دي چې افغانستان کې نه ليدل کيږي ۔ مخکې دا خيال موجود وو چې د پښتنو واي کروموسوم د بره نه ښکته راغلي دي او په دغه بهير کې يې ځان سره هندو اروپاي ژبې هم هندوستان ته راوړې دي ۔
د ايم ډي ايس او نسلي بېلتون شننې (The MDS and barriers analysis) په وسيله د پښتون ، تاجک ، جنوبي هندوستان او مغربي هندوستان د ابادو ترمينځه نمايان تړون مالوم کړے دے چې هغې د افغان ۔۔ هندوستان د ابادۍ يو جوړښت رامينځته کړے دے او هزاره ، ازبک او دراوړ ويونکي يې ترېنه بهر ته ايستلي دي ۔ د دې نه سربېره چې د هندوستان نه د جين کومه بهنه (Flow) افغانستان ته شوې ده هغه زيات پښتنو او تاجکو کې ليدل کېږي ۔ دا جينياتي تړون او جينياتي بهنه دواړه دا ښاي چې دا ملاپ د اباسين ناوې د اولني تهذيب او باختر ۔۔۔ مرغيانه لرغونې نړاندو Archaeological Complex وخت کې رامينځته شوے وي ۔
د دې نه سربېره د Batwing نتيجې ښاي چې افغان ابادۍ د ايرانيانو، هنديانو او مشرقي اروپا نه لسنيم م زره کاله پخوا (10.6 kya) راجدا شوې دي ۔ دا د مسيز انقلابي پېر او کرنيز ې تولنې رامينځته کېدو وخت وو ۔ دويم پړاو کې پښتانه د نورو افغانانو نه څه څلورنيم زره کاله پخوا (4.7 kya) راجدا شوي دي ۔ دا د مسيز پېر تهذيب د عروج زمانه وه ۔ د دغه تاريخونو نه داسې برېښي چې د افغانستان دننه سوشل سستم کې بدلون د اولني تهذيب د رامينځته کېدو وخت کې راغلے وي ۔ خو د Batwing طريقه کار چې کوم تاريخونه تجويز کوي دغه ډېر پام سره کتل پکار وي ولې چې دا طريقه کار د جين بهنه نه ښاي او يوازې د مهاجرو خلکو د ابادو ترمينځه توپير په ګوته کوي ۔ کېدے شي چې دغه پېښې د پښتنو د جدا کولو تاريخ بدل کړي خو دا بدلون به قابل ذکر نه وي او ډېر معمولي به وي ۔ بل اړخ ته د ابادۍ جدا (Split) کېدلو وخت د Batwing جوړه کړے شوې نقشه د دغه ابادو د ترمينځه ورپسې مهاجرتونه متاثره کړې وي ۔ د نسلونو د پېژنګلو ټول ساينس دا ښاي چې د پښتنو د نورو نسلي ډلو نه بېلتون (4.7) درې کم پنځه زره کاله پخوا شوے دے ۔ د دې ابادو په اړه چې مخکې کومې څېړنې شوې دي هغه هم د نسلي ډلو د يو بل نه د جدا کېدو هم دغه موده ښاي ۔
د Batwing طريقه کار چې د ابادو ترمنځه کوم بدلون ښاي او ورسره ټولې تاريخي بېښې په نظر کې نيسي نو هغه د دې خبري غمازي کوي چې موجوده نسلې ډلې د دغه ابادو نه راپورته شوې دي ۔ شاهد چې ورپسې وختونو کې سيمه کې د غځېدلو په وجه نسلي ډلې ابادۍ جذب کړې وي او غځېدلې شوو ابادو د افغانانو جين ته ممتازه بڼه ورکړې وي هر څو که ټوليزه جينياتي اشتراک يې ولې نه لرلو ۔ دا څيزونه د افغانستان هزاره او ازبکو کې ډېر ښکاره دي ولې چې دويۍ مدام د توسيع پسندو منګولو او ترک منګولو سره مل پاتې شوي دي ۔ ګرچې مونږه دا مالومه کړې ده چې د دويۍ کروموسوم د مشرقي اسيا سره اړوند دي خو يوه بله څېړنه دويۍ د مشرقي اسيا، کبکاز، منځني ختيځ او اروپا تر مينځه ډلو کې اچوي ۔
تاريخي غځونو (توسيع) او يرغلونو د افغانستان د ابادۍ جوړښتونو ته شکل ورکولو کې نوې شان رول لوبولے دے ۔ د افغانستان ابادو کې دننه زمونږ لاسو ته د جينياتي غځونې ډېر محدود شاهدتونه راغلي دي هر څو که د مخکې نه داانګېرل کېدل چې دې په ابادو باندې ځانګړې نخښې پرېښې وي ۔
په تېره يو تر سره شوې څېړنه کې دا ښودل شوي وو چې ځنې پاکستاني پښتانه د يونانيانو نسلي ريښې لري کوم چې د سکندر د يرغل نه پس راميځته شوي وو۔ خو بيا وروستو د RM Networks مالومه کړه چې د پښتنو نسلي خپلوي د ايران او منځني ختيځ سره ده نه چې د بالکن سره ۔
د عربو اسلامي يرغلونو د افغانستان په خلکو ستره کلتوره اغېزه کړې ده او ورسره دا وئېل شوي دي چې عربان دلته اباد شوي دي او د ځاي ابادۍ ګډوډ سره شوي دي خو د دې غځونې روښانه شهادت په لاس نه دے راغلے ۔ دلته د عربو د نسلي غځېدنې څه ډېرې معمولي ريښې ليدل کېږي خو د عربو ځانګړے ډي اين اے يوازې د افغانستان په يو برخه کې ليدل کېږي ۔ دريو افغانانو چې ځانونه يې عرب بلل ‘ مالومه شوه چې ريښې يې د هند سره تړلې شوې دي ۔
افغانستان کې د Y-chromosome رنګه رنګي د نسلي ډلو ترمينځه واضحه فرق ښاي ۔ مونږه دا مالومه کړه چې د افغانانو پراخه ابادي يو خانداني وراثت لري چې د کاڼيز پېر اخري وختونو کې رامينځته شوې وه چې د نن نه تر پنځو زرو کالو پخوا پورې يې د ابادۍ جوړښت يو شډله څېره لرله او بيا وروستو يې دا اوسنۍ بڼه خپله کړه ۔ د جدا جدا سوشل ډلو ترمينځه جينياتي جوړښت مسيز (تانبې) پېر کې پېل شوے وو۔ کېدے شي چې د دې په شا د دې سيمې اولنے تهذيب ملګرے وو او يا دا عمل د دغه تهذيب د جوړېدو په وجه راپورته شوے وي ۔ ورپسې وختونو کې د مهاجرتونو او يرغلو نو په وجه نسلي ډلې د دويۍ په ابادۍ کې جذب شوي دي ۔ دې مهاجرتونو او يرغلونو سره ابادۍ کې دننه نسلي توپير رامينځته شوے وي کوم چې نن مونږ د پښتون ، تاجک ، ازبک، هزاره او نورو وړو نسلي ډلو په رنګ کې وينو۔ هم دا وجه ده چې مرکزي اسيا کې افغانان د بې نظيره جينياتي رنګه رنګۍ (Diversity) څښتنان دي ۔

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery